لیکوال: ابو رائف
استعمار (اووه ویشتمه برخه)
رسنۍ تر خپل کنټرول او ولکې لاندې راوستل
د رسنیو بیلابیلې برخې او ډولونه لکه غږیزې، انځوریزې، لیکلې او مجازي نړۍ په انساني ټولنو کې د پام وړ او اغیزمن رول لري او د هغوی د فکري، عقیدتي، اقتصادي او عملي لوري او جهت ورکونې دنده پر غاړه لري او په نن ورځ کې هم په نوي او پرمختللې بڼه پر ټولنې اغیزه لري او په یو ډول، ټول یې تر خپلې ولکې او اغیزې لاندې راوستلي دي.
رسنۍ په ټولنه کې د ټولیزې اطلاع رسونې او لارښوونې دنده او مسئوولیت لري؛ په دې معنی چې رسنۍ باید د ټولنې د ټولو طبقاتو د فکري ودې لپاره کار وکړي؛ خلک له حالاتو او پیښو څخه باخبره کړي؛ اشخاص، ټولنیز بنسټونه او دولتي ادارې او څانګې د دیني، ملی، ټولینز او فرهنګي ارزښتونو څخه د ساتنې او دفاع په برخه کې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي، د واکمنانو او چارواکو له کړنو څخه په مثبت او ښه توګه څارنه وکړي، د ټولنې وړ او با استعداده کسان د فکري، ادبي او مادي نوښتونو پر لور و هڅوي او د ټولنې د ادبي ذوق د ودې او لوړولو لپاره هغه ادبیات تر خپلې څیړنې او کتنې لاندې راولي چې د ټولنې احساسات او عواطف د خیر او لوړو انساني موخو لوري ته متوجه کوي او د ټول وخت لپاره د خلکو په زړونو کې له هر ډول شر او بدۍ څخه کرکه او تنفر ژوندی وساتي.
په اوسني وخت کې رسنۍ په دریو برخو ویشل کیږي:
۱- چاپي رسنۍ؛ لکه مجلې، کتابونه، ورځپاڼې او … چې په مختلفو شکلونو چاپ او ډیزاین کیږي او د وګړو لاسرسي ته وړاندې کیږي.
۲- انځوریزې رسنۍ؛ دا ډول رسنۍ نن ورځ یو له مهمو او ډیر کتونکو رسنیو څخه شمیرل کیږي، دغه رسنۍ لکه: تلویزیون، سینما، تئاتر، تمثیلي ټوټې او … دي، چې د خلکو د ذهنیتونو په لوري ورکولو او لارښوونه کې اړین او د پام وړ رول لري.
۳- غږیزې رسنۍ؛ دا ډول رسنۍ هم له پخوا څخه د خلکو په منځ کې رایجې دي او ملتونو له هغې ګټه پورته کړې، دا رسنۍ لکه راډیو، کاسټونه او داسې نورې ورته رسنۍ دي؛ له دې جملې څخه راډیو تر ټولو مهمه او اغیزمنه ده او کولای شي د ځمکې په ټولو څنډو کې فعالیت وکړي.
په افغانستان کې د استعمارکوونکو د استعمار او فکري یرغل ډیره برخه، رسنیو او ټولیزې اطلاع رسونې الاتو او ابزارو ته متوجه وه؛ هغوی دې برخې ته ځانګړې پانګه او مالي لګښت په پام کې نیولی و او خپل فکري او فرهنګي یرغل یې له همدې لارې خپراوه.
هغوی په دې برخه کې شمیرل شوي او منظم پلانونه درلودل او د رسنیو کاري پلان او د دندو ویشنه د استعمارکوونکو او د هغوی د سفارتونو لخوا په منظمه توګه څارل کیدل؛ د رسنیو د نشراتو او خپرونو په برخه کې د استعمارکوونکو بنسټيزه پاملرنه، د افغانستان پر نوي او ځوان نسل او د هغوی په دوکه کولو او فکري، عقیدتي، دیني او جنسي انحراف باندې وه او دې موخو ته د رسیدو لپاره یې له هیڅ راز هڅو او کوښښونو څخه ډډه ونکړه. ادامه لري…