لیکوال: زید

د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (څوارلسمه برخه)

د مکې مکرمې ښار ته د ننوتلو صحنه او د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د هیلې پوره کیدل:
کله چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د مدینې منورې له ښکلي ښار څخه د اسلام ستر لښکر سره د مکې مکرمې پر لور درومي، تر پوره نهو ورځو سفر وروسته، د هجرت اتم کال د روژې مبارکې میاشتې شلمه نیټه د دوشنبې په ورځ، لومړی لوړپوړی او د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ښي لاس قوماندان مکې سپیڅلي ښار ته داخلیږي او هغه ځای د دښمن له ناپاکیو او فجور څخه پاکوي او بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم له خپلو سرښندونکو یارانو مهاجرینو او انصارو سره خپل ټاټوبي، هغه ځای ته چې د کوچنیوالي دوران یې په هغه کې تېر کړی و او د نبوت لوړ مقام ته رسیدلی، هغه ځای چې د څلویښت کاله عادي ژوند او دیارلس کاله پیغمبري ژوند وروسته له هغه ځایه وتلو ته اړ شوی و، دننه کیږي او خپلې هیلې او پخوانی خوب یې په حقیقت بدلیږي؛ څرنګه چې الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایي: «لقد صدق الله رسوله الرؤیا بالحق لتدخلن المسجد الحرام ان شاءالله آمنین محلقین رءوسکم و مقصرین لا تخافون فعلم ما لم تعلموا فجعل من دون ذلک فتحا قریبا»؛ (په یقین سره چې الله تعالی د خپل پیغمبر خوب په ریښتیا بدل کړ؛ هرو مرو تاسو په الهي مشیت او غوښتنې، په داسې حال کې چې ډاډه زړه او پرته له ویرې، د سر ویښتانو په خریلو سره او د نوکانو په لنډولو سره به مسجدالحرام ته دننه کیږئ؛ په هغه څه چې تاسو نه پوهیدۍ الله تعالی وپوهید او له دې ننوتلو پرته، الله تعالی ستاسو لپاره فتح او نږدې بریا در په برخه کړه).
پایله:
له دې لنډ بحث څخه موږ دې پایلې ته رسیږو چې مسلمان باید تل په خپلو ژمنو او تعهدونو ولاړ واوسي، که څه هم مقابل اړخ- کافر وي او که مسلمان- په خپلو تعهداتو کې ژمن نه وي.
د مکې فتحې له پیښې څخه دا جوتیږي چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم څه ډول بنسټیز او کلک تدبیر غوره کړی و چې وتوانید پرته له کومې جګړې او وینې بهیدنې د مکې سپیڅلی ښار فتح کړي او د اسلام ویاړلی او پتمن بیرغ پکې رپاند کړي.
کومې پیښې او مسئلې چې د مکې په فتح کې رامنځته شوې، د حکمت او بصیرت څخه ډکې وې؛ څرنګه چې مشرکینو د خالد رضی الله عنه لوري ته غشې ویشتلې، هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له فرمان څخه د اطاعت په موخه، په هغوی برید نه کوي؛ بلکه هڅه کوي چې د خبرو او سولې له لارې له هغوی سره یوې هوکړې او جوړجاړي ته ورسیږي او له بلې خوا، کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د تورو رڼا او بریښنا ویني چې د نښتې او جګړې په حال کې دي، سمدستي خالد د محاکمې میز ته نه کشوي او له هغه څخه نه خوابدی کیږي؛ بلکه د الله په قضاء او پریکړې راضي کیږي او خپلو چارو ته دوام ورکوي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version