لیکوال؛ ابو جریر

(اسلامی عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (اوومه برخه

پوښتنه: پوهیږئ د دنیا ژوند په دې مراحلو سره څه شي ته ورته دی؟
ځواب: کَمَثَلِ غَیْثٍ أَعْجَبَ الْکُفارَ نَبَاتُهُ ثُمَ یَهِیجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًا ثُمَ یَکُونُ حُطَامًا…
دنیا لکه باران دی چې نباتات یې دهقانان په حیرانتیا کې اچوي، وروسته هغه بوټي رشد او نمو کوي بیا بوټې ژیړ او مړاوي شوي وینۍ، وروسته په بوسو بدلیږی.
پوښتنه: عاقبت کې به څه وشي؟
ځواب: وَ فِي الاٰخِرَةِ عَذَابٌ شَدِیدٌ… په آخرت کې شدید عذاب (د دنیا پرستو لپاره) دی.
وَ مَغْفِرَةٌ مِّن‌َاللّٰهِ وَ رِضْوَانٌ…  مغفرت بښنه او خوښي د الله (لپاره د الله پرستو) ده.
پوښتنه: نو د دنیا ژوند څه شی دی؟
ځواب: وَ مَا الْحَیَاةُالدُّنْیَا اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ. د دنیا ژوند خو له فریب ورکوونکې لذت پرته بل څه نه دی.
پوښتنه: متاع څه ته وایې؟
ځواب: هر هغه څه چې د عادي وسیلې  په توګه وکارول شي، لکه تشناب کاغذ، یو ځل مصرفیدونکې لوښې او…
عاقل انسان په هيح دنیایي  متاع غرور نه کوي، او هغې ته زړه نه ورکوي.
پوښتنه: له دې متاع (د دنیا ژوند) سره څه باید وکړو؟
ځواب: سَابِقُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ [الحدید :٢١]
مسابقه وکړئ د خپل پرودګار د بخښنې لپاره، او د هغه جنت لپاره چې عرض یې د اسمان او ځکمې په اندازه دی او په الله جل جلاله او رسول ﷺ یې د ایمان لرونکو خلګو لپاره مهیا شوی دی. دا د الله جل جلاله فضل دی چې هر چا ته یې وغواړې ورکوي یې او خدای جل جلاله د لوی فضل او کرم څښتن دی. او په آخرت کې باید زموږ ګناهونه د الله ﷻ له لورې وپوښل شي تر څو د جنت د داخلیدو لیاقت ومومو.
پوښتنه: که انسان د ژوند هدف درک کړي د هغې حکمت څه دی او په ژوند کې یې څه تغییرات راځي؟
ځواب: حکمت یې دا دی چې انسان د ستونزو او مصایبو په وخت کې مأیوس او ناراحته کیږي نه، لکه د حضرت یوسف علیه السلام څاه ته غورځول، د غلام په حیث یې خرڅول، تهمت پرې لګیدل او زندانې کیدل یې، د زوی له فراق نه د یعقوب علیه السلام سترګې ړندیدل، د ایوب علیه السلام سخته مریضي، زموږ د خوږ پیغمبر محمد مصطفیٰ ﷺ او یارانو يې په سختۍ او خوښیو کې پرته د الله تعالیٰ له رضا بل هدف نه وو، همداراز د قدرت او نعمت په وخت کې انسان نه مغرور کیږي لکه: حضرت یوسف علیه السلام، سلیمان علیه السلام او ذوالقرنین چې د ځمکې قدرت‌مند حاکمان وو. زموږ خوږ پیغمبر ﷺ او راشده خلفاء چې کله د دولت رئیسان وه.
او خلاصه دا چې په هر حالت کې انسان خپل هدف په ابتلاء او ازموینه کې تعقیبوي چې هغه د الله رضا ده. د انسان حالت عادي وي، که څه هم په عذاب یا راحتۍ  کې وي او په هر حالت کې خپل ژوند امتحان او ابتلاء ګڼي، د الله ﷻ قضاء ته تسلیم وي، خیر او شر د الله له لوري ګڼي او په خپل شرعي درک سره په الهي شریعت عمل کوي.
پوښتنه: الله تعالیٰ ﷻ د دنیا نعمتونه د مسلمانانو لپاره پیدا کړي که د کفارو لپاره؟
ځواب: د سورة بقره په ۲۹ آیت کې الله ﷻ فرمایي: (د دنیا پر مخ ټول نعمتونه مې ستاسو لپاره پیدا کړي دي) همدارنګه د سورة اعراف په ۳۲ آیت کې یې واضح کړي؛ (د دنیا نعمتونه د مسلمانانو لپاره پیدا شوي دي.)
پوښتنه: په نړۍ کې له دې نعمتونو ټول انسانان ګټه پورته کولای شي که تنها مسلمانان؟
ځواب:  له دې نعمتونو هر انسان د خپلې سعې او د الهی قضا و قدر مطابق ګټه اخیستلای شي، اما په آخرت کې خاص د مسلمانانو لپاره دي.
پوښتنه: بعضی خلګ دا حدیث وایې چې نړۍ د مسلمان لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دی، د دې حدیث مفهوم څه دی؟
ځواب: د دې حدیث مفهوم دا دی چې انسان د شریعت په چوکاټ او حدودو کې بندي دی او کافر کوم شرعي مسؤلیت نه قبولوي، لکه څنګه چې مسلمان په جنت کې آزاد وي کافر په دنیا کې آزاد دی، او په آخرت کې ښکاره عذاب دی ورته. او دوهم مفهوم یې دادی چې که کافر په دنیا کې هر څومره په عذاب یې کله چې مړ شي د دنیا عذاب د آخرت په نسبت لکه جنت ورته وي، همدارنګه که مسلمان په دنیا کې هر څومره هوسا وي کله چې جنت ته دننه شي دا هوساینه د آخرت د نعمتونو په نسبت لکه دوزخ وي، لومړی مفهوم تر دوهم دقیق دی.
پوښتنه: د ژوند جزئیات له کوم شخص څخه څه ډول زده کړو؟
ځواب: د ژوند جزئیات له خپل پیغمبر محمد رسول الله ﷺ نه چې د وحي په واسطه د الله ﷻ  له لورې پرې نازل شوي دي زده کوو او زده کړي مو دي.
پوښتنه: څه ډول کولای شو پیغمبر ﷺ وپېژنو؟
ځواب: پیغمبر ﷺ د معجزې په واسطه چې د الله ﷻ له لوري ورته ورکوله شوې ده پیژندای شو، او هیڅ د نبوت دعوه کونکی یې مثل نشي راوړی.
Leave A Reply

Exit mobile version