شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: د. اسامه جوهري آیا په رښتیا هم قرآن کریم ځمکه هواره معرفی کوي؟ د ملحدینو له لوري دا نیوکه کېږي چې د قرآن کریم له نظره ځمکه هواره ده، په داسې حال کې چې ساینس ځمکه ګرده ښيي، آیا په رښتیا هم قرآن کریم ځمکه هواره معرفي کوي؟ ځواب: په دې اړه ملحدین د قرآن کریم له دې آیاتونو څخه استدلال کوي: [وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ بِسَاطًا لِتَسْلُكُوا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا (نوح: ۱۹-۲۰)] ژباړه: الله جل جلاله ستاسو لپاره ځمکه د فرش په څېر وغوړوله، څو تاسو د هغې په لویو لارو ولاړ شئ. [الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا (طه: ۵۳)] ژباړه: هغه ذات چې ستاسو لپاره یې د ځمکې فرش وغوړاوه، او په هغې کې یې ستاسې د تګ لارې جوړې کړې. د ځمکې سر یا د ځمکې هغه برخه چې موږ پرې اوسېږو د ځمکې تر ټولو پورتنۍ برخه ده چې د ځمکې پوښ یا قشر (Earth Crust) ورته یل کېږي او نږدې (۳۰) کېلو متره ډبلوالی یا ضخامت لري[1]، د ځمکې د نیمایي قطر اوږدوالی نږدې (۶۴۰۰) کېلومتره ده، په دې معنا چې که چېرې موږ د ځمکې له سر نه (۶۴۰۰) کېلو متره کوهی وباسو نو د ځمکې منځ ته رسېږو او که ۳۰ کېلو متره کوهی وکنو نو د ځمکې لومړنی پوښ یا (Earth crust) به پای ته ورسېږي. په دې توګه د ځمکې د نیم قطر یعنې (۶۴۰۰) کېلومتره په وړاندې د ځمکې قشر یعنې (۳۰) کېلومتره هېڅ هم نه دی او یواځې د یوې قالینې یا غالۍ حیثیت لري، او دا هم معلومه ده چې د ځمکې له پوښ څخه لاندې ژوند کول نا شوني دي، ځکه چې هلته د تودوخې درجه ډېره لوړه ده، له همدې امله قرآن کریم د ځمکې پوښ یا قشر له غالۍ سره ورته ښودلی تر څو يې پر لارو موږ له یو ځای څخه بل ځای ته تګ او راتګ وکړو. کېدای شي ځینې ووایي چې غالۍ خو پر هوار ځای باندې غوړول کېږي نو ځکه دا خبره نا سمه ده خو که چېرې موږ د ځمکې په څېره یوه لویه کره تصور کړو نو په دومره ستر کروي څیز باندې د غالۍ یا قالینې په څېر کوم څيز وغوړول عادي او ساده خبره ده. نو قرآن کریم هم د ځمکې له قشر یا پوښ څخه د یوې غالۍ په توګه یادونه کوي هغه غالۍ چې په یوه ګرمه او د ژوند لپاره پر نا مناسبې کرې باندې غوړول شوې، چې دې موضوع ته د قرآن کریم په ډېرو آیاتونو کې اشاره شوې ده، لکه: [وَالْأَرْضَ فَرَشْنَاهَا فَنِعْمَ الْمَاهِدُونَ (الذاریات: ۴۸)] ژباړه: موږ ځمکه غوړولې ده او موږ ډېر ښه غوړوونکي یو. [أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا (النبأ: ۶-۷)] ژباړه: آیا موږ ځمکه نه ده غوړولې، او غرونه مو په ځمکه د مېخونو په څېر نه دي ښخ کړي؟ اوس راځو د ځمکې کرويت او ګردوالي ته: که چېرې د قرآن کریم په آیاتونو کې له لږ دقت څخه کار واخلو نو هرو مرو دې پایلې ته رسېږو چې په قرآن کریم کې هم د ځمکې شکل کروي او ګرد ښودل شوی، الله جل جلاله فرمایي: [خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ (الزمر: ۵)] ژباړه: هغه (الله جل جلاله) آسمانونه او ځمکې په حقه پیدا کړي دي، هغه شپه په ورځ او ورځ په شپه کې نغاړي، هغه لمر او سپوږمۍ داسې اېل (تابع) کړي چې هر یو یې تر یوې ټاکلې مودې روان دی، خبر اوسئ چې الله ډېر غالب (پیاوړی) او ډېر بخښونکی دی. په عربي ژبه کې (کُرَّة) توپ ته ویل کېږي، او په قرآن کریم کې د (یُکَوِّرُ) معنا په توپ باندې بدلېدل یا د توپ په څېر کېدل دي، قرآن کریم وایي چې د شپې او ورځې تګ راتګ او بدلون کره جوړوي او دا کره جوړېدل په هغه صورت کې شوني دي چې کله یو ګرد څیز پټ شي ځکه چې هوار څیز خو په هر حالت کې پټېږي، له همدې امله د ورځې او شپې د رامنځته کېدو له بیان څخه یې په ډاګه کېږي چې قرآن کریم هم د ځمکې شکل کروي او ګرد ښودلی. په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایي چې: [وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا (النازعات: ۳۰)] ژباړه: له هغه وروسته یې ځمکه غوړولې ده. په دې آیت کې د (دَحَی) کلمه راغلې چې د خورولو معنا هم ورکوي او د فیل مرغ د هګۍ په معنا هم ده. د (Istanbul faculty of theology) دوه پوهان هر یو (H.B Cantay) او ډاکټر علی اوزیک په خپل تفسیر کې د (دحی) د کلمې معنا د فیل مرغ په هګۍ باندې کړې ده، که چېرې موږ له (دحاها) سره نږدې یا له دې څخه اخیستل (مشتق) شویو الفاظو ته وګورو نو له فیل مرغ سره ډېره نږدې معنا ورکوي، لکه: الأدحوة: د فیل مرغ د هګۍ ځای، او الأدحیة: د فیل مرغ ځاله، همدا راز په تفسیر بیضاوي کې هم (دحا) په بیضوي معنا کړل شوی دی، د یادونې وړ ده چې کومو مفسرینو چې د یاد لفظ معنا خپرېدل لیکلي په خپل ځای سم دي خو غوره او ښه معنا یې د فیل مرغ هګۍ ده، چې په دې صورت کې د آیت معنا په ښکاره د ځمکې کرویت بیانوي. لنډه دا چې قرآن کریم هېڅکله هم دا نه دي ویلي چې ځمکه هواره ده بلکې د ځمکې ګردوالي ته یې هم په بېلابېلو ځایونو کې اشاره کړې ده. [1] www.livescience.com
متفرقه د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (شپږمه برخه)پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله
متفرقه د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (پنځمه برخه)چهارشنبه _20 _نوومبر _2024AH 20-11-2024AD نور یی ولوله
متفرقه په اسلام کې ډیپلوماسي (نهمه او وروستۍ برخه) یکشنبه _17 _نوومبر _2024AH 17-11-2024AD نور یی ولوله