په مرجئه باندې د نومولو لامل:
ظاهراً د مرجئې نوم له دې مُبارک آیت څخه اخیستل شوی چې الله تعالی جل جلاله فرمایي: «وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَللهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ».
ځینې نور خلك دي، چې د هغو معامله (د توبې قبلونه) د الله تعالی جل جلاله تر حُكم پورې ځنډول شوې ده: یا به سزأ ورکړي؛ او یا به پر هغو بيا مهربان شي. الله جل جلاله په هر څه پوهیږي او د حكمت څښتن دى.
دا آیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د درېیو صحابه کرامو په اړه نازل شوی دی چې عبارت دي له: کعب بن مالک، هلال بن امیه واقفي او مراره بن ربیع چې د تبوک په جنګ کې د سُستۍ له امله له تګ څخه پاتې شول، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک له غزوې څخه راستون شو، نو دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او خپله پښیماني او افسوس یې څرګند کړ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوی سره سخت چلند وکړ او صحابه کرام یې له دوی سره له خبرو څخه منع کړل او مېرمنو ته یې هم امر وکړ چې دوی ته نږدې نه شي، دې لړۍ پنځوس ورځې دوام وکړ څو چې د دوی توبه قبوله شوه.
ظاهراً له قرآن څخه د «مرجئهو» استدلال او احتجاج د دوی د عقیدې د سموالي لپاره همدا آیت دی. خو دا آيت د “مرجئهو” فرقې لپاره ثبوت نه شي کېدای ځکه چې دا آیت د هغو کسانو په اړه دی چې توبه کوونکي او په ګناه یې پښیماني څرګنده کړي وي، اما خدای تعالی جل جلاله د هغوی د توبې قبلېدا وځنډول.
ابو حاتم رازي رحمه الله په خپل کتاب کې مرجئه د ځنډ په معنا ګڼي او مرجئه د ټولو هغو کسانو لپاره لقب ګڼي چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضي الله عنهما ته په حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه ترجیح ورکړي دي، هغه لیکي: مرجئه، مرجئه ونومول شول ځکه چې علي یې وروستۍ او ابوبکر یې لومړۍ ګڼل. او د ابو حاتم رازي د قول له مخې مرجئه د شیعهو په وړاندې دریځ نیسي؛ يعنې څوک چې حضرت ابوبکر رضي الله عنه له حضرت علي رضي الله عنه څخه غوره ګڼي هغه مرجئه بلل کېږي او څوک چې حضرت علي رضي الله عنه له حضرت ابوبکر رضي الله عنه څخه لوړ ګڼي هغه شيعه بلل کېږي. د «المقالات والفرق» کتاب لیکوال د امویانو پر ضد د شیعه او خوارجو د بریدونو له امله د مرجئهو د رامنځته کېدو یادونه کړې ده.
د مرجئه فرقې مؤسس او بنسټ ایښودونکی څوک دی؟
د ارجاء په اړه چې لومړۍ چا ددې فرقې په اړه خبره کړې او یا یې څه لیکنه کړې، د فرقو پېژندونکو تر منځ اختلاف دی.
د «الملل والنحل کتاب مؤلف [شهرستاني]» وايي: لومړی کس چې د ارجاء په اړه يې خبرې وکړې، هغه «حسن بن محمد بن ابي طالب» وو چې په حسن بن محمد بن حنفيه مشهور و؛ خو د همدې کتاب په بل ځای کې غيلان دمشقي د لومړي کس په توګه ياد شوی چې د ارجاء په اړه يې خبرې کړې دي.
د ارجاء پيل داسې بیانوي چې يو وخت له حسن بن محمد بن علي بن ابي طالب سره د حضرت علي، حضرت عثمان، طلحه او زبير رضی الله عنهم د حقیت او باطلیت په اړه خبرې وشوې. هغه وفرمايل: دا غوره ده چې د دوی په اړه حُکم او قضاوت وځنډوو، د دوی څخه هېڅ یو رد یا تائيد نکړو او خدای تعالی جل جلاله ته يې پرېږدو چې د قيامت په ورځ د دوی په اړه څه پرېکړه کوي. له هغه وروسته حسن د “ارجاء” په اړه یوه مقاله ولیکه. خو وروسته بیا په خپله لیکنه پښیمان شو.
د ارجاء په اړه د حسن بن محمد رأی او عقیدې ته په کتو سره ويلای شو چې هغه هيڅکله عمل له ايمان څخه نه دی ځنډولی او يوازې د سياسي مسئلې د پای ته رسولو په توګه يې ځينې ټکي څرګنده کړي دي؛ مګر هغه نه پوهېده چې دا زړه سواندي او شفقت به د نه ختمیدونکي کلامي ستونزې پیل وي. خو د «المرجئه و القدریة» په کتاب کې راغلي دي چې: لومړی کس چې د ايمان په اړه په ارجاء قائل شو، ذر بن عبدالله او له هغه وروسته حماد بن ابي سليمان و، يوه بله ډله هم په دې عقيده ده چې دا صحیح نه دی. بلکې لومړی کس چې د ارجاء په اړه یې خبرې کړی، حماد بن ابي سلیمان دی. هغه څوک چې علمي مقام یې له هیچا پټ نه دی او هغه د امام ابوحنیفه رحمه الله استاد هم و.