لیکوال: مهاجر عزیزي

غوره مسلمان (اتمه برخه)

د تګ په وخت کې، د ښه خوي مثالونه
۱. ښه اخلاق لرونکی مسلمان په لاره کې ځورونکو شیانو لکه ډبرې، رسۍ، ښيښه او نور شیان لېرې کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلي دي: «… وتمیط الأذى عن الطریق صدقة» او د ځورونکو شیانو لیرې کول [د تیږو، اغزي  داسې نور] د لاره صدقه ده.»
۲. هغه په ​​لاره کې له قضای حاجت څخه ډډه کوي ترڅو د چا د تکلیف لامل نشي. هغه په واټونو او ​​کوڅو کې د نورو سره د لوبې او بې ځايه ټوکو او مسخرو څخه ډډه کوي.
۳. هغه د مسافرو لپاره لاره نه تنګوي، بلکې د هغوی لپاره د لارې د پراخولو هڅه کوي.
۴. څوک چې په لاره کې وویني هغه ته سلام کوي او د نورو سلامونو ته ښه ځواب ورکوي.
۵. په نیکۍ امر کوي او له بدیو څخه خلک منع کوي؛
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «من رأى منكم منكرًا فلیغیره بیده، فإن لم یستطع فبلسانه، فإن لم یستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإیمان» يعنې: «کله چې له تاسو څخه يو څوک بد عمل وويني، په خپل لاس دې يې منع کړي، که په خپله لاس يې نه شي کولی په زړه کې یې ناخوښه وګڼي او دا د ایمان تر ټولو ضعیفه پړاو دی.»
۶. د الله تعالی د حکمونو د پوره کولو لپاره له حرام څخه سترګې پټوي او نامحرمو ته نه ګوري؛
۷.  د هغه چا سره مرسته کوي چې نشي کولی حرکت وکړي او لاس یې نیسي. که د هغه په ​​اختیار کې وسيله یا کوم موټر وي،  نور هم سپروي. هغو کسانو ته لارښوونه کوي چې لاره یې ورکه کړې وي او د شخړې او جګړې د حل په لټه کې وي چې هغه یې حل کولی شي او د دوی ترمنځ پخلاینه راولې؛
۸. هڅه کوي لارې پاکې وساتي، او د سړک په منځ کې د چټلیو اچولو څخه ډډه کوي؛
۹. هغه د تګ پرمهال هیڅ نه خوري. هغه د تګ پر مهال د خوراک خوړل د ښه اخلاق خلاف ګڼي. او هغه د تګ پرمهال تلیفون ته نه ګورې؛ ځکه دا هم د ادب خلاف کار دی.
۱۰. هغه په ​​لوړ غږ خبرې نه کوي او په لوړ غږ نه خاندي؛ بلکه، هغه په ​​​​چوپه خوله او ډاډه توګه په لاره ځي.
رب العزت دې موږ ټول د ښو اخلاقو او د ښه خوي خاوندان وګرځوي او له بد اخلاقو مو لرې وساتي.
Leave A Reply

Exit mobile version