لیکوال: ابوالمدثر محمد زید ایوبي

 

د الله توره (خالد بن ولید رض) ژوند ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

ولې خالد (رض) د اسلام په منلو کې ځنډ وکړ؟
کله چې موږ د تاریخ او سیرت پاڼی را واړوو او کره کتنه یې وکړو، په دې به پوه شو چې حضرت خالد (رض) د لوړې پوهې او ځیرکتیا څخه برخمن و، حتی ډیرې پیچلې او ستونزمنې مسئلې به یې حل کولې.
هغه نه یوازې د جګړې او مبارزې په ډګرونو کې غښتلی او سپه سالار و؛ بلکه د سیاست او تدبیر په برخو کې هم بې جوړې او نوموتی و او د قریشو مشرانو به په ډیرو چارو کې د هغه سره سلا او مشوره کوله او د هغه نظر او وړاندیزونو ته به یې د عمل جامه وراغوسته؛ اما د دې ټولې ثاقبې پوهې او پیاوړي تعمق سره سره، ولې په لومړیو کې یې د اسلام دین درک نه کړ او پام یې ورته ونکړ او د الهي معرفت په سمندر کې لاهو نشو.
په دې اړه بې شمیره سببونه شتون لري چې د بیلګې په توګه کولای شو ځیني یې په لاندې ډول بیان کړو:
خالد د داسې قوم په منځ کې اوسیده چې درانه مسئولیتونه یې ور په غاړه ایښي و او ډیر فرصت یې نشو ترلاسه کولای چې په دې اړه پلټنه وکړي.
هغه په داسې چاپیریال کې ژوند کاوه چې له هرې خوا د اسلام او مسلمانانو پر ضد خبرې کیدلې او د هغوی پر وړاندې ناسم باورونه د خلکو په ذهنونو کې تزریق کیدل او دغه مسئله د نوموړي د ډيرې کرکې سبب کیدله.
له هغه ځایه چې نوموړي ډیر ملګري او خپلوان د بدر، احد او … جګړو کې له لاسه ورکړي و نو دا امر د مسلمانانو څخه د ده د لیرې توب باعث شو.
علامه ابوزید شلبي په خپل کتاب «خالد بن ولید سیف الله» کې لیکي: د خالد بن ولید (رض)  د مسلمان کیدو د ځنډ، یو له اساسي علتونو څخه د عمرو بن عاص خبره ده؛ څنګه چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې ولې له ډیر ځنډ وروسته په اسلام مشرف شوې؟ په ځواب کې یې وویل: «موږ د هغو کسانو سره ژوند کاوه چې د عقل او پوهې له اړخه تر موږ غوره ول او د چارو واګي د هغوی په لاس کې و او د لومړیتوب او مشرتوب حق د هغوی سره و، موږ ټول د هغوی تر امر لاندې و، کله چې هغوی ولاړل او موږ یې ځایناستي شوو، تدبر او فکر مو وکړ او د اسلام په اړه مو نوې پریکړه وکړه؛ په پای کې حق روښانه شو او موږ ایمان راوړ».
د دې برخې پایله
اړین ټکي او ګټور درسونه:
د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین حیات او ژوند سر تر پایه ښیګڼه او برکت او له ګټورو درسونو، لارښوونو او نیکو سپارښتونه څخه ډک دې. د هغو نیکانو د ژوند هر څنډه له حکمت، بصیرت، اصلاح او نیکمرغۍ څخه ډکه ده.
د حضرت خالد (رض) د ژوند په دې برخه کې هم ګټور درسونه او اړین ټکي شته چې موږ په دې لنډی لیکنې کې نشو کولای هغه ټول را ونغاړو؛ اما په لنډه او مختصره توګه د ځینو په یادولو یې بسنه کوو:
د حق په وړاندې تسلیمیدل
څنګه چې حضرت خالد (رض) ته د اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم حقانیت څرګند شو، سمدلاسه یې ځان حق ته تسلیم کړ او د اسلام ضد کړنو څخه سخت پښیمانه شو او د اسلام په لاره کې د هیڅ ملامت کوونکي له ملامتیا څخه و نه ویرید او د هدایت او اصلاح په موخه او نیت د مدینې منورې په لوري رهي شو.
تواضع او عاجزي
حضرت خالد رضی الله عنه د هیبت، پیاوړتیا او ذاتي رعب، شتمنۍ او پانګې، او ځواک او شجاعت سره سره، بیا هم د حق په وړاندې یې سر په عاجزۍ او تواضع سره ټیټ و او په ډیر انکسار او عاجزۍ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دعا او بخښنې غوښتنه کوي تر څو الله عز و جل ده ته مغفرت وکړي، که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وفرمایل چې اسلام ټول تېر ګناهونه له منځه وړي؛ مګر ده بیاهم ټینګار کاوه.
د نورو په اړه خیرغوښتنه او خواخوږي
کله چې د خالد (رض) زړه د اسلام منلو ته نری کیږي، د شرک او بت پرستۍ سخت زړه توب یې له منځه ځي او د ایمان حلاوت او خوند له مشرف کیدو مخکې، څکي او احساسوي یې؛ نو له دې کبله نه غواړي چې د نیکمرغۍ په دې نیغه لار کې یوازې ګام پورته کړي؛ بلکه د خپلو ملګرو او همزولو خواته ورځي او هغوی ته هم په حق لاره کې د تګ او ملتیا وړاندیز کوي چې تاسو هم د تغیر او بدلون وړ یاستۍ او کولای شئ د ایمان او توحید په سمندر کې خپله تنده ماته کړئ او د الهي مینې او عرفان له ملغلرو څخه برخمن شئ.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version