لیکواله: ام عائشه
مرجئه (دویمه برخه)
مرجئه په لغت کي:
ارجاء په لغت کي په دوو معناګانو راغلي دي؛
-
هیله کول. رجا یرجو، رجاءً و رجواً، د یَئس او نا امیدۍ ضد؛ له همدې امله، وروستۍ همزه یې د علت حرف څخه منقلب دی.
-
د کار ځنډول. أرجاء الامر أي أخّره، او دا کلمه هم په شرعي نصوصو کې د ځنډ په معنی راغلې ده. الله تعالی فرمایي: “اَرْجِهْ وَ اَخَاهُ” هغه او د هغه ورور ودروئ (وځنډوئ). په دې حالت کي بیا همزه یې اصلي دی. دا کلمه “أرجئه” هم ویل کېږي. په بل ځای کې فرمایي: «وَءٰاخَرُوْنَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللهِ»
“او داسې نور خلک هم شته چې د خدای امر او تدبیر ته پاتې شوي دي”. چې “مُرْجِئُون” هم ویل کېږي. نو په دواړو آيتونو کې “ارجاء” د ځنډ مانا لري.
او دکعب بن مالک رضی الله عنه په حدیث کي راغلی چي فرمایې: «وأرجأ رسول الله صلی الله علیه وسلم أمرنا» أي: أخره،
“رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ مسله وځنډوله.”
مُورجِئِيٌ او مُرجِيٌ له ارجاء څخه اسم فاعل دى، چې د امیدوار کونکي يا ځنډونکي په مانا دى چې په لومړي سر کې مُرجئيٌ مُرجيٌ بلل کېږي.
مرجئه په اصطلاح کې:
مرجئه د اسلامي مذهبونو د یوې پخوانۍ فرقې نوم دی.
په شرعي اصطلاح کې: د ایمان له حقیقت څخه د عمل لرې کول او ایستل دی. او ارجاء، د لومړۍ پیړۍ په پای کې په دوو معناو اطلاق شوي دي:
-
هغه کسان چې د حضرت علي او حضرت عثمان “رضي الله عنهما” حکم ځنډول.
-
هغه کسان چې عمل د ایمان له حقیقت څخه بهر او مساوي يې ګڼل/ګڼي.