Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»امام شاه ولي الله دهلوی (څلورمه برخه)
اسلامي علما دوشنبه _26 _فبروري _2024AH 26-2-2024AD

امام شاه ولي الله دهلوی (څلورمه برخه)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزي

امام شاه ولي الله دهلوی (څلورمه برخه)

پر پوهانو او جریانونو اغیزه کول

مسلمان تجددګره عصري پوهان لکه علامه محمد اقبال لاهوري (1938) او فضل الرحمن (1988) په هغه کې د تفرقې او تحزب او فقهي – حقوقي او ایډیالوژیکي فرقه پالنې لپاره یو وحدت بخشه شخصیت لیدلو چې نوي اجتهاد او د قرآن او سنت باطن ته دعوتګر دی. هغه د خپل ځان لنډ ژوندلیک (په فارسي ژبه کې) د “الجزء اللطیف في ترجمة العبد الضعیف” په نوم لیکلی او د “انفاس العارفین” په کتاب کې خپل د ژوندلیکونو ته اشارې کړی دی. هغه کلتوري او ټولنیز- سیاسي غورځنګ چې ده او اولادونه یې په ځانګړې توګه عبدالعزیز د هغه له پنځو زامنو څخه او شاګردان یې منځ ته راوړي وو، په  کال کې د عبیدالله سندي ۱۹۴۴م په تعبیر، د “ولي الله نهضت (غورځنګ)” په نوم یاد شو.
د پاکستان له جوړېدو او خپلواکۍ وروسته، علامه شاه ولي الله د یو ملي اتل او ټولنیز- سیاسي مفکر په توګه وګڼل شو او هغه ته د اوولسمې پېړۍ د هندي مسلمان متصوف او دیني-ټولنیز اصلاح کوونکي (شیخ احمد سرهندي) په څېر حیثیت ورکړل شو.
نن ورځ لکه څنګه چې يادونه وشوه، په جنوبي اسيا کې ستر اسلامي دیني غورځنګونه (ديوبندیه) ځانونه د شاه ولي الله او د هغه د زوى شاه عبدالعزيز له افکارو او کارونو څخه ملهم ګڼي او د اهلحديثو په څېر خوځښتونه حتی د مولانا مودودي پیروان هم د شاه ولي الله په ژوند او کارونو کې د شریعت اصلي بنسټونو ته بیاراګرځېدنه، سیاسي طرد، د بېګانه و کلتوري- استعماري نفوذ او په یوه کلمه کې خپل اصلاح غوښتونکي عقایدو سرچینه په کي مومي.

شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله د علماوو په وينا

بې له شکه چې د شاه ولي الله دهلوي علمي، فقهي او سياسي دريځ د هغه له معاصرو علماوو او له هغه وروسته هم پټ پاتي نه دي. د ده او د اصلاحي خدمتونو په اړه یې ډېرو پوهانو ليکلي دي.
قال شیخه أبوطاهر محمد بن إبراهیم الکردی المدنی: «إنه کان یسنِد عنّی اللفظ وکنتُ اُصحِّح منه المعنی.»
د شاه ولي الله رحمه الله استاد شیخ ابو طاهر کردي رحمه الله د هغه په ​​اړه وايي: شاه ولي الله دهلوي له ما څخه حدیث روایت کول او ما د هغه په ​​مرسته معنی تصحیح کول.
قال الشیخ المیرزا مظهرجان جانان العلوی الدهلوی رحمه‌الله: «أنَّ الشیخ ولی الله له أسلوب خاص فی تحقیق اسرار المعارف وغوامض العلوم، وإنّه ربَّانی من العلماء، ولعلّه لم یوجد مثله فی الصوفیة المحققین الذین جمعوا بین علمی الظاهر والباطن إلاّ رجال معدودون.»
میرزا مظهرجانِ جانان د ده په اړه وايي: شیخ ولي الله د عرفاني مسائلو او د نورو علومو د پیچلتیاو په څیړنه کې ځانګړی فردي اسلوب لري، هغه یو له هغو رباني علماو څخه دی چې ښایې وتوانېږو ووایو؛ یو له هغو کمو علماوو څخه دی چې ظاهري او باطني علوم یې سره جمع کړي دي او د هغه په ​​څیر  په صوفیانو کې ډېر لږ پیدا کېږي.”
وقال العلامة فضل حق بن فضل امام الخیرآبادی رحمه‌الله: «إنَّ الشیخ ولی الله لبحر زخّار لایری له ساحل.»
علامه فضل حق خیرآبادي لیکي: شیخ ولی الله دهلوي رحمه الله یو نه ختمیدونکی بحر دی چې ساحل یې نه لیدل کیږي.
وقال المفتی عنایت أحمد الکاکوری رحمه‌الله: «إنَّ الشیخ ولی الله مثله کمثل شجرة طوبی، أصلها فی بیته وفرعُها فی کل بیت من بیوت المسلمین؛ فما من بیت ولامکان من بیوت المسلمین وأمکنتهم إلاّ وفیه فرع من تلک الشجرة، لایعرف غالب الناس أین أصلها.»
مفتي عنایت احمد کاکوري د ده په اړه وايي: شاه ولي الله دهلوي د (شجرة طیبة)  په مثل درخته ده چې ریښه یې د ده په کور کې ده او څانګې یې د هر مسلمان په کور کې دي او هيڅ داسې کور نشته چې د دې طیبه شجره ښاخ په کي نه وي؛ خو خلک [څوک چې له دې څخه ګټه پورته کوي] نه پوهیږي چې د هغې اصلي ځای چیرته دی.”
وقال العلامة السید سلیمان الندوی رحمه‌الله: «إنَّ الخدمة للعلم الصحیح صورةٌ أخری لذکر الله تعالی، فلوکان یورث القلب الطمأنینة، ویملأ الروح بالسکینة فلاعجب ولااستغراب، اقرأ آلافاً من صفحات مؤَلفات الإمام الدهلوی، لاتشعر فیها بانَّها کُتبت فی عهد القرن العاشر الملیء بالفتن، الذی کان کلُّ شیء فیه عُرضةً للإضطراب وفقدان الأمن والسّلام، بل سوف تری بحراً من العلم والفضل یجری فی هدوء وسکینة، دونما ضوضاء ولَجب، بریئاً من وَهمات ألواث الزمان والمکان.»
سید سلیمان ندوي رحمه الله فرمایي: د صحیح علم خدمت په حقیقت کې د الهي ذکر له ډولونو څخه یو بل ډول دی چې زړه ته ډاډ او روح ته سکون ورکوي. که موږ د شاه ولي الله د څو زره مخونو لیکنې وڅېړو، نو هېڅکله به دا احساس ونه کړو، چې دا کتابونه په لسمه پېړۍ کې لیکل شوي، کله چې فتنې، جګړې او فسادونه په هر ځای کې وو. بلکه، تاسو به د پوهې او فضل یو سمندر ومومئ چې د هر ډول ګډوډۍ څخه لیرې او د وخت او ځای له اغیزو پرته په بشپړ آرام او ډاډ سره بهیږي.
وقال الشیخ محمد بشیر السیالکوتی: «کان الإمام المحدث الشاه ولی الله الدهلوی إمام العلوم النقلیة والعقلیة واللغویة وآیة من آیات الله فی ذکاء الفهم وصفاء النفس ولطافة الحس وعلوّ الهمة. عرفه الناس عالماً ربانیاً ومفکراً اجتماعیاً ومرشداً حکیماً صادق الفراسة، کانوا یسترشدون به فی الملمات ویستنیرون برأیه فی المشکلات.»
شيخ محمد بشير سيالکوټي وايي: شاه ولي الله دهلوي د نقلي، عقلي او لغت د علومو امام و، په هوښيارۍ، د نفس پاکوالي، د احساس نرمښت او د لوړو همت په برخه کې د خداى تعالٰی د نښو یوه نښانه وه، خلکو به هغه د رباني عالم، ټولنیز مفکر، صاحب نظر، زیرک حکیم او مرشد په څېر ګڼل او په لویو ستونزو او مهمو پیښو کې به یې د حل لارې ورڅخه پلټل.
ادامه لري …
Previous Articleپه اسلامي نړۍ کې د الحاد د خپرېدو موخې (شپږمه برخه)
Next Article د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغیزې (یوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام غزالي رحمه‌الله سیرت (لسمه برخه)

دوشنبه _12 _مې _2025AH 12-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د قدریه فتنې

قدریه فرقه (شپږمه برخه)

یکشنبه _18 _مې _2025AH 18-5-2025AD14 Views

لیکوال: ابوعائشه قدریه فرقه شپږمه برخه د پیل خبرې: د بدعتي فرقو او د کږو…

نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD13 Views

لیکوال: عبیدالله نورزهي اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه) انګلستان انګلستان د اروپا په…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD6 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

قدریه فرقه (شپږمه برخه)

یکشنبه _18 _مې _2025AH 18-5-2025AD

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.