لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي

توحید او تثلیث (لومړۍ برخه)

لنډيز

د مذهبونو د موضوعاتو څېړنه او پوهه د نن ورځې د علمي مرکزونو له مهمو موضوعاتو څخه ده. په ځانګړې توګه لوی او بنسټیز مسایل چې د څو مذهبونو ترمنځ عام دي. له همدې امله، د توحید موضوع د ټولو آسماني دینونو په منځ کې یو له عامو موضوعاتو څخه دی. په همدې اساس، بنسټیز مسله دا ده چې په مسیحیت کې توحید څه شی دی؟ او د تاریخ په اوږدو کې کوم پرمختګونه او بدلونونه پکي رامنځته شوي دي چې د دې دین پیروان یې له توحید څخه تثلیث ته اړولي دي؟ اوسنۍ څېړنه چې د دې پوښتنې ځواب یې د کتابتون د سرچینو په مرسته او د تشریحي تحلیلي میتود په کارولو سره دې پایلې ته رسېدلې ده چې مسیحیت په اصل کې د نورو آسماني دینونو په څېر یو توحیدی دین دی او لوړ مقام لري. قرآن کریم په هغه د ایمان راوړلو امر کړی دی؛ خو د زمانې په تېرېدو سره په دې دين کې بېلابېل بدلونونه راغلل او تعليمات يې د مفسدينو لاس ته ورغلل، چې تر نن ورځې پورې د عيسويت حقیقي او توحيدي دين تحریف کیږي، او د توحيد پر ځاى تثليث یې ځاى نيولى دى. د دې دین پیروان په کې په دې باور دي چې پلار (خدای)، زوی (مسیح) او روح القدس په الوهیت کې شریک ګڼل کیږي.

بنسټیزي کلمې

عیسویت، توحید، تثلیث، یهودیت او اسلام

پېژندنه

په ټولنېزه توګه د دینونو پورې اړوند موضوعات او مسایل د بشر په تاریخ کې تر ټولو مهم بحث دی، شاید دا ادعا وشي چې په نړۍ کې تر ټولو اغېزناکه مسله همدغه د دین مسله ده، له همدې امله، د دینونو څيړنه د علمي مرکزونو یو له خورا مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کیږي او نن ورځ د هیوادونو د اتباعو اړتیاوې دي. په ځانګړې توګه لوی او بنسټیز مسایل چې د څو مذهبونو ترمنځ عام دي. له همدې امله، د توحید مسله د ټولو آسماني دینونو په منځ کې یو له عامو موضوعاتو څخه دی، چې په عیسویت کې د تحقیق لپاره ځانګړي ځای لري ځکه چې د نن ورځې عیسویان د توحید پر ځای تثلیث ته مخه کړې.
په دیني څیړنو کې د توحید د ارزونې اهمیت په انساني ټولنه باندې د دینونو د نفوذ له مخې ټاکل کیږي، ځکه چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ خبره او عقیدې په انساني ټولنو کې دومره اغیزې نه لري لکه په دینونو باندې عقیده، که توحیدي وي یا غیر توحیدي. د انساني نړۍ ډیری لوی پرمختګونه او جنګونه د یوې دیني یا مخالفې عقیدې له امله رامینځته شوي. له همدې امله د دینونو او مذهبونو په برخه کې څېړنه او د ټولنې هر وګړی باید له د دوی له دینونو او عقایدو خبر وي.
په ټولنیزه توګه د مذهبونو په برخه کې او په عیسویت کې د توحید او تثلیث په برخه کې پراخې څیړنې شوي دي. تر دې حده چې په هره ژبه او کلتور کې په لسګونو کتابونه، مقالې او نورې لیکنې شته چې په عیسویت کې د توحید او تثلیث په شمول یې بېلابېل بحثونه تحلیل کړي دي. د دې ماخذونو په لست کې د دغو منابعو څخه يو څو يادونه هم شوې ده؛ خو اصلي ټکي چې په دې لیکنه کې زیات تمرکز شوی هغه دا دی چې د اساساتو د تشریح او عمومي پوهاوي طرز او مفهوم او د تثلیث د څرنګوالي په پام کې نیول شوی چې په دې برخه کې په نورو لیکنو کې نه لیدل کیږي. لږترلږه د لیکوال له نظره لیرې پاته دی.
د پورتنیو ویناوو له مخې، اساسي پوښتنه دا ده چې په مسیحیت کې توحید څه شی دی؟ او د تاریخ په اوږدو کې کوم پرمختګونه او بدلونونه رامنځته شوي چې د دې دین پیروان یې له توحید څخه تثلیث ته اړولي دي؟
اوسنۍ څېړنه چې پخوانۍ پوښتنې ته يې د کتابتون د سرچينو په مرسته او د تشريحي- تحليلي طريقې په کارولو سره ځواب ورکړ، دې پايلې ته رسېدلې چې مسيحيت د نورو آسماني مذهبونو په څېر په خپل ذات کې يو توحيدي دين دی او لوړ مقام لري. چې قران کریم هم پرې د ایمان امر کړی، خو د زمانې په تېرېدو سره په دې دين کې بېلابېل بدلونونه راغلل او تعليمات يې د مفسدينو لاس ته ورغلل، تر نن ورځې پورې د عيسويت له واقعي او توحيدي دين نه خبر نه شته، بلکې د توحيد پر ځاى د تثليث او توحيد ځاى نيولى دى. د دې مذهب پیروان په حقیقت کې په دې باور دي چې پلار (خدای)، زوی (مسیح) او روح القدس په الوهیت کې شریک ګڼل کیږي.
Leave A Reply

Exit mobile version