لیکوال: ابوجریر

د اسلام په تطبیق کې ناسم تأویل (دوهمه برخه)

تأویل په لغت کې

تأویل د «اؤل» له ریښې څخه اخیستل شوی دې؛ تأویل د مقام یا اصلي موخې شبیه کول دي علماً وي او که فعلاً؛ مثلاً: «وَمَا یَعْلَمُ تَأوِیْلَه اِلااللهُ وَ الّرَاسِخُوْنَ فِی الْعِلْم».
په بل عبارت، تأویل یو شي ته راګرځیدل، بیرته راګرځیدل، د خبرې اړول او د ظاهر خلاف یې معنی کول، د خبرې د باطن تعبیر او تفسیر کولو ته ویل کیږي.

د اصول له نظره

د حنفي فقهې په اصولو کې مؤول «اول» مشترکه کلمه او څو معناګانې لري، او کله چې د مجتهد لخوا په غالب رأیې سره یوه  معنی یې وټاکل شوه، «مؤول» ورته ویل کیږي؛ نو تأویل د «اُوْل» کلمې څخه چې د رجوع او بیرته راګرځیدو په معنی ده، چې اصلي موخې، مطلب او حق ته نږدې وي؛ د بیلګې په توګه د انګریزۍ ژبه کې book  د دفتر، کتاب، د تمثیلي ټوټې متن(د نمایشنامې متن)، ورځنی دفتر او داسې نورې… معناګانې لري او که یو کس په انګریزۍ جمله کې هغه د تمثیلي ټوټې د متن په توګه را اخلي؛ نو دغې چارې ته تأویل ویل کیږي، په داسې حال کې چې ظاهره او څرګنده معنی یې د خلکو په مینځ کې کتاب دې، که څه هم د تمثیلي ټوټې متن هم درواغ یا غلط ندې؛ مګر په عامه او ظاهره دا ډول معنی نلري.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version