لیکوال: ابو ریان عزیزي

فمینیزم (دوهمه برخه)

د لودیځ تاریخ او د هغه په اوږدو کې د ښځو د ژوند شرایطو ته په کتلو سره، د فیمینیسم خوځښت د رامنځته کیدو او پیدایښت شرایط او اسباب په ګوته کوي او په غربي او تر اسلام دمخه عربي ژوند کې د ښځو د حالاتو مطالعه کول، د دې نظریې د پیدایښت لاملونه په ښه توګه موږ ته روښانه کوي.
د تاریخ په اوږدو کې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تحولات د ښځو په فردي، ټولنیز او کورنیز ژوند مستقیمه اغیزه درلوده. د ښځو په ژوند پورې اړوند د دغو تحولاتو او بدلونونو د تاریخ مطالعه کول، د فیمینیسم د ریښو او د څرګندیدو لاملونو په اړه موږ ته روښانه انځور وړاندې کوي چې کولای شي د فیمینیستانو د نظریو د ریښې موندنو او کړنو باندې اغیزناک وي او لوستونکو ته روښانه کیږي چې فیمینیسم څرنګه رامنځته شو.
دادې د تاریخ په ګواهي او په بیلابیلو ملتونو کې د ښځو د ژوند څیړنو په ترڅ کې په دې به پوه شو چې د فیمینیسم د څرګندیدو لاملونه څه دي؟

د یوناني عصر په پیل کې

د یوناني عصر په پیل کې، ښځه د ټولنیز ژوند په ټولو اړخونو کې د خورا ذلت او خوارۍ سره مخ وه او یوازې نارینه و چې د پرمختګ غونډۍ لوړې څوکې ته رسیدای شو او نارینه غښتلي او اتلان ګڼل کیدل. د ښځې دنده یوازې د روغ ماشوم زیږول و او که ښځې ډنګر یا کمزوری ماشوم وزیږاوه حکم او پایله یې مرګ و له همدې وجې، هغه ښځې به یې په اجاره نیولې کوم چې ښه بچي به یې زیږول.
په «آتن» کې ښځه د بې ارزښته کالیو او توکو په څیر وه چې په بازارونو کې پیر او پلورل کیدله او له طبیعي حقونو څخه محرومه وه، له میراث څخه هم برخه نه ورکول کیده، د زده کړو په ډګر کې هم ځای یې نشو موندلای او د ملکیت حق څخه بې برخې وه او د نارینه تر فرمان لاندې وه او د میړه د مړینې په صورت کې به د هغه د پلار او ورونو په ولکه کې راتله، او سرپرست یې د دې د خوښې پرته، هرچا ته چې یې زړه غوښتل په نکاح به یې ورکوله، د ولي له اجازې پرته یې نشو کولای شتمنۍ ته لاس وروړي او هر کله به چې د سرپرست خوښه وه هغه به یې له میړه څخه جلا کوله.

د یونان پرمختګ

په دې دوران کې ښځې خپله حیا او حجاب پریښود او په غونډو او سیمینارونو کې د نارینه و سره په اختلاط پیل وکړ او د وخت په تیریدو سره د یونان پر خلکو شهوت او نفسي غوښتنو غلبه وکړه او بدکاره او بداخلاقه ښځې په ټولنه کې د لوړ مقام خاوندانې شوې چې تر هغه دمخه یې ساری نه لیدل کیده، د دې ښځو د اوسیدو ځای د ادیبانو، شاعرانو او فیلسوفانو د راټولیدو ځای وه؛ ښځې ډیرې آزاده او خپلسرې شوې تر دې حده چې یوه ښځه به له یوې یا دوو شپو څخه زیات د نارینه سره نه تیروله؛ بداخلاقي او فحاشي عامه شوه او د یونان وګړي د ښایسته څیرو مینان شول او ښځو خواته یې لیوالتیا ډیره شوه تر دې کچې چې بتان به یې په بربنډه توګه جوړول؛ نو له دې کبله، واده خپل اهمیت له لاسه ورکړ ځکه پرته له کوم خنډ او بندیز څخه په اسانۍ سره یې کولای شوای د هرچا سره چې یې غوښتل ملګرتیا به یې جوړه کړه او معاشرت یې ورسره کولای شوای.

ښځه په روم کې

روماني تمدن هم د یوناني تمدن پیروي کوله او هغه چلند یې د ښځو سره کولو کوم چې یونانیانو کول؛ له دې امله، په رومان کې هم ښځه له هیڅ ډول کرامت څخه برخمنه نه وه او په روماني رسم کې ښځه د یو مال او متاع په څیر د سړي په واک کې وه او هر ډول چې د نارینه غوښتنه وه همغسې چلند به یې ورسره کاوه.
د نارینه سالارۍ نظام چې د رومیانو په منځ کې خپور وه، ټول واکونه یې نارینه ته ورکړي و او په دې اړینو موضوعاتو کې هیڅوک د هغه سره شریک نه و، او ښځه، که هغه لور وه او که میرمن د کورنۍ له رئیس څّخه چې پلار وه پیروي کوله.
کله به چې ماشوم وزیږید، پلار یې د هغه په منلو اړ نه و او ماشوم به یې له زیږیدو وروسته د پلار مخته کیښود که هغه دغه ماشوم په غیږ کې واخیست نو دا به د ماشوم د منلو په معنی وه او که به یې په غیږ کې راپورته نکړ نو د ماشوم د نه منلو په معنی وه بیا به یې ماشوم په عمومي ځایونو کې خوشې کاوه او که چا غوښتل هغه به یې له ځان سره یووړ او یا به ماشوم د لوږې، تندې یا سړې هوا له امله مړ کیده.
د کورنی مشر کولای شوای چې هرڅوک یې په خوښه وه د پیرلو له لارې به یې خپلې کورنۍ سره یوځای کړ او یا به یې له همدې لارې د کورنۍ غړی لیرې کول او د پلار تر مړینې وروسته به زامن د هغه د ځایناستي په توګه ټاکل کیدل او ښځو به د هغه څخه اطاعت او پیروي کوله، نارینه اجازه لرله چې د مریانو او څاریو په څیر د ښځو سره چلند وکړي. حتی د هغوی یوې دیني ټولنې پریکړه کړې وه چې ښځه روح نلري او ابدي به نه وي؛ لاکن دوی مکلفې دي چې خپل عبادي اعمال ترسره کړي. ښځه یې داسې شر بلله چې د هغې څخه لیرې کیدل واجب و او ویل به یې چې ښځه شیطان او ناولې ده او په خپل ښځينه توب هیڅ راز ولکه نلري او پر هغې واجب دې چې غوښه و نه خوري، و نه خاندي او خبرې به نکوي ځکه ښځه وسوسه اچوونکې ده.
د روماني قانون له مخې ښځینه توب د اهلیت نه لرلو او وروسته توب په تعبیر و؛ ښځې حق نه درلود چې ځانته خدمتګار وټاکي، یا شاهدي ورکړي، وصیت لاسلیک کړي؛ د ځمکی د میراث څخه بې برخې وه او یوازې نارینه د میراث حق درلود؛ ځکه نارینه د کورنۍ د امنیت تأمینولو او نفقی برابرولو مسئول وه او له کورنۍ او اولادونو څخه یې دفاع کوله، اما ښځه یوازې د کوروالي او د ماشومانو د ساتنې لپاره پیدا شوې وه.
د کورنۍ مشر د کورنۍ د ټولو اسبابو او مالونو خاوند وه او بل چا په هغه کې د تصرف او ملکیت حق نه درلود او حتی د زامنو او لوڼو د واده کولو واک د هغه سره و.

د ښځو موقف په فارسیانو کې

فارسي ښځه د نورو تمدنونو په شان په ښه حالت او مقام کې نه وه؛ څرنګه چې فارسیانو تر اوږدو بحثونو وروسته ومنله چې ښځه هم انسان ده؛ اما د ذلت او حقارت لپاره خلق شوې ده. ښځې د نارینه و د خدمت او چوپړتیا لپاره پیدا شوي دي او دې ته اړ دي چې دایم د نارینه تر امر لاندي واوسي او هر ډول یې چې زړه وغواړي د هغوی سره چلند کوي او حتی د مرګ پریکړه یې هم کولای شي. د فارسیانو په مذهب کې، یو سړي کولای شو چې د خپلې لور، مور او خور سره واده وکړي. دغه راز په یو وخت کې د دوه خورګانو د واده کولو اجازه یې هم درلوده.
د زردشت په شریعت کې ښځې کولای شو چې نارینه د خپل ملګري په توګه وټاکي. د لوړ خاندان پر ښځو واده او حجاب فرض بلل کیده او ښځې یوازې په کجاوو کې دباندې وتلې او اجازه یې نه درلوده چې د سړیو سره په یو مجلس کې ناسته او ولاړه وکړي؛ حتی اجازه یې نه درلوده چې د خپل پلار او ورور سره لیده کاته وکړي؛ اما د ټیټې طبقې ښځو اجازه درلوده چې دباندې راوځي او تګ راتګ وکړي او د ځان لپاره ملګری وټاکي.
د لور زیږیدنه یې بده ګڼله او په دې باور وو چې انجلۍ د بلچا لپاره روزل کیږي او د عفت خلاف عمل یې ناوړه نه ګڼل؛ بلکه بیوزله سړي به خپله ښځه د پیسو په بدل کې د بل چا په واک کی ورکوله او که ښځه له دې لارې حامله کیدله، ماشوم به یې هغه لومړني میړه ته نسبت ورکاوه. [منبع: همغه ۸ـ۹]

ښځه د هندیانو په ټولنه کې

ښځه په هندي ټولنه کې د افراط او تفریط په منځ کې وه؛ ذلیله او خواره وه؛ له پلار، خاوند او اولاد څخه یې د خپلواک ژوند حق نه درلود او کله به چې یو له دغو کسانو څخه ومړ، ښځه به د دغو کسانو یو نږدې خپلوانو ته منسوبیدله او د ملکیت او ارث له ګټو څخه بې برخې وه او د نارینه د ژوند تر وروستیو سلګیو به ښځه د ده په ملکیت کې وه. ښځه د هغوی په آند د ګناه ماده او د اخلاقي وروسته والی نښه او رمز وه او کوم خیر پکې نغښتی ندې؛ څرنګه چې د (مانو) شریعت دې موضوع ته اشاره کړې: « وبا، مرګ، دوزخ، د افعي مار زهر او اور تر ښځې غوره دې.» همدارنګه وایي: « ښځې ته لازمه ده چې په ډیرې عاجزۍ د خاوند سره خبرې وکړي او هغه دې خپل اقا او مولا وبولي او د هغه شاته دی لاړه شي او د هغه سره دې ډوډۍ نخوري، بلکه د خاوند پاتې شونې دې وخوري». [منبع: همغه ۹-۱۱]

    په چیني ټولنه کې د ښځې ځای

په چیني ټولنه کې هم ښځه ذلیله او سپکه وه. د هغه وخت لوړې او شتمنې طبقی یوې ښځې د لیک له مخې چې د هغه زمانې د ښځو وضعیت انځوروي، داسې راغلي دي: « موږ ښځې د بشر تر ټولو ټیټ جنسیت والا یو او لازمه ده چې تر ټولو خواره او ټیټه دنده هم زموږ وي». یو له هغو بیلګو څخه چې په چیني ټولنه کې د ښځو حقارت ته اشاره کوي، چیني مشهور متل دې چې وایي« ښځې ته دې غوږ شه او پرې باور مه کوه». [منبع: همغه ۱۱]

په یهودي ټولنه کې د ښځې حیثیت

ښځه یې د لومړنۍ نافرمانۍ مسئوله ګڼله کوم چې په جنت کې پیښ شو؛ هلته دې چې الله تعالی حضرت آدم او بی بی حوا یې د ځانګړې ونې د خوړلو څخه منع کړل؛ او ابلیس د مار په څیره هغوی ته ځان ورښکاره کړ او بی بی حوا یې خطا ویستله، هغې خپله هم له هغې ممنوعه ونې څکه وکړه او آدم ع ته یې هم ورکړه چې په پایله کې د جنت څخه د هغوی د راکوزیدو سبب شو.
د تکوین په سفر کې راغلي دي: « الله تعالی له آدم ع څخه تپوس وکړ چې آیا تا د هغه ونې څخه چی ما ترې منع کړی وې، ودې خوړه؟ آدم ځواب ورکړ: هغه ښځه چې ما سره ده، ماته یې راکړه او ماهم وخوړله؛ نو خدای ښځې ته وویل: تل به د زیږون درد سره مخه شې او نارینه ته شوق لرې او هغه به پر تا واک چلوي.» آدم ع له دغه خطا څخه بري و او حوا یې مسببه وه او له دې وجې، الله تعالی د جزا په توګه د زیږون درد یې پر هغو تحمیل کړ.
نو د همدغې بې بنسټه عقیدې له مخې، د ښځو پر وړاندې یې دريځ ونیو او هغه یې د نارینه په نسبت ټیټه وبلله او ټول انحرافات او ګناهونه یې په ښځې پورې وتپلې او ښځې حق نه درلود چې له خاوند څخه د طلاق غوښتنه وکړي.
د یهودو په تحریف شوي شریعت کې راغلي دي چې که یو کس په داسې حال کې مړ شي چې ښځه یې هیڅ ماشوم نه وي زیږولی، د هغه کونډه ښځه د خاوند د ملګري یا د هغه د ورور ملکیت ګڼل کیده؛ په دې مسئله کې د ښځې رضایت د پام وړ نه و؛ او که دغه ښځه مړه کیدله نو میراث یې همدغه سړي ته رسیده او په لومړي ماشوم باندې یې د لومړي خاوند نوم ایښودل کیده او دغه ماشوم د ښځې لومړني خاوند ته منسوبیده او اوسني خاوند ته نه منسوبیده؛ داچې د ښځې وضعیت په یهودي نظام کې غیر انساني و او د یهودو دین له همدې وجې د نړیوالو لخوا د سختو نیوکو لاندې و له ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې د یهودو په دیني سازمانونو کې د ښځو په ګټه یو لړ اصلاحات رامنځته شول؛ ښځو په کنسیو کې د تورات لوستلو حق ترلاسه کړ؛ که څه هم تر اوسه مذهبي مناصب د نارینه و په لاس کې دي او یوازې نارینه کولای شي روزونکي و اوسي.
دغه مطالب، د یهودو په دین کې د ښځو مقام او د ژوند شرایط و او ومولیدل چې د ښځو انساني شأن او کرامت تر پښو لاندې شوی و او په څرګنده توګه د سپکاوي په ډول څنډې ته رټل شوې وې. له دې کبله، په مقدس کتاب او د پیدایښت په کیسه کې، له ښځې نه د شیطان د وسیلې په توګه د آدم ع په ګمراه کولو کې یادونه کیږي او په همدې دلیل، د خدای د لعنت او عذاب مستوجب ده. [منبع: همغه ۱۶-۱۸]

ښځه په نصراني ټولنه کې

نصرانیانو ډیر اقوال درلودل چې د ښځې د سپکاوي سره تړلې و او ښځه یې د شر او آفت سرچینه ګڼله او هغه یې د کور او کورنۍ لپاره خطر بلله او په خپلو کې به په لانجه اخته شول چې آیا ښځه انسان دې که غیر انسان؟! په پای کې دې نتیجې ته ورسیدل چې انسان ده؛ اما بیا هم عقیده یې پر دې وه چې ښځه د نارینه د خدمت لپاره پیدا شوې ده.
د ښځې او نر ترمنځ اړیکه یې نجسه ګڼله چې لازمه وه له هغې څخه لیرې شی؛ که څه هم دغه اړیکه د مشروع نکاح او رسمي تړون په واسطه تینګه شوې وي؛ له همدې وجې، سړیو به یې واده نه کولو او هغوی به یې د ښځو څخه په لیرې والي هڅول. له ښځو یې کرکه کوله او باوري ول چې ښځه د ګناه له اسبابو څخه ده او سړی په ګناه اخته کوي.
دوی ویلې: « هر څوک چې غواړو لوړو درجاتو ته ورسیږي، نو له ښځو څخه دې لیرې شي» په همدې دلیل عزوبت او واده نه کول یې د عالي اخلاقو نښه ګڼله او معتقد ول څوک چې واده نکوي د اخلاقو څښتن او پرهیزګاره دې. کورنۍ ژوند یې د وروسته والی او ذلت په معنی ګڼل او په دې معتقد ول هر څوک چې غواړي ښه ژوند ولري، باید د واده قید له ځانه ایسته کړي او اصلا واده دې ونکړي.
ډیرې هلې ځلې یې کولې تر څو خلک د واده او کورنۍ اړیکو څخه زړه تورنې کړي؛ تر ۱۸۰۵ زیږدیز کال پورې، د انګریز قانون له مخې، خاوند کولای شوای خپله ښځه وپلوري چې د ښځې ارزښت، شپږ پنسه ټاکل شوی وه. په ۱۹۳۱ زیږدیز کال کې انګریزي سړي خپله ښځه په پنځه سوه جنیې خرڅه کړه او د سړي مدافع وکیل په خپله دفاعیه کې ویلي و: « د انګریز قانون سل کاله وړاندې، سړي ته اجازه ورکړې چې خپله میرمن وپلوري؛ حتی د انګریز اساسي قانون د ښځې قیمت شپږ پنسه ټاکلی دې؛ په دې شرط چې معامله د ښځې د هوکړې پر بنسټ ترسره شوې وي.» محکمې دهغه په ځواب کې وویل چې دغه قانون په ۱۸۰۵ زیږدیز کال کې لغو شوی دې؛ له دغې پیښې وروسته، سړی په لس میاشتو حبس محکوم شو.

ښځه د جاهلیت د عربو له نظره

ښځې د اسلام څخه وړاندې د جاهلیت په دوران کې له ډیرو انساني او ټولنیزو حقونو څخه بې برخې وې؛ ښځه د میراث اخیستلو څخه محرومه وه او عربو به ویل: « هغه څوک له موږ څخه میراث وړلی يی چی توره او وسله یې پر اوږو باندې ایښی وي او د سیمې له ننګ او شرف څخه دفاع وکړي»؛ ښځه پر سړي هیڅ ډول حق نه درلود، د طلاق شمیر معلوم نه وه او همدارنګه د میرمنو تعدد کوم حد او مرز نه درلود حتی یو سړي کولای شوای چې متعددې ښځې په خپل نکاح کې راولي، او که هغه سړي چې څو ښځې یې لرلې، مړ کیده؛ مشر زوی یې د پلار د ښځو سره په واده کولو له نورو مستحق و او خپلې میرې یې د نورو مالونو په شان، له پلار څخه پاتې شوې ارث ګڼل کیدلې؛!
د ښځې عدت د جاهلیت په دوران کې یوکال و او ښځې په ډیر بد او زشت حالت د خپلو د لاسه ورکړل شویو میړونو په ویر کښینستلې؛ ښځه د عدت په وخت کې تر ټولو بدې او ناولې جامې اغوستلې او په بد ځای کې استوګن کیدلې او پاکوالی، سینګار او خوشبویي به یې پریښودل، په ځان به یې اوبه نه بهولې او نوکان به یې نه لنډول او د خپل بدن اضافی ویښتان به یې نه اخیستل او د خلکو او ټولنې په منځ کې به نه راښکاره کیده او په همدې حالت د کال تر پایه به په ویر کښینستلې او وروسته له دې چې یوکال به بشپړ شو په ډیره ویروونکې او زشتې څیرې به د غم او ویر کور څخه دباندې وتلي او خپل عادی ژوند ته راګرځیدلې؛ د جاهلیت دوران په عربو کې، ډول ډول فاسد ودونو رواج و چې په ډیرو قبایلو کې شایع و له هغه جملې:
الف: د نارینه و یوه ډله د یوې ښځې سره همبستر کیدل او ښځې اجازه لرله چی زیږیدلی ماشوم هر یوه ته چې وغواړي منسوب یې کړي؛
ب: نارینه به له خپلې ښځې غوښتنه کوله چې د قوم له مشخص او ځانګړي سړي سره چې په شجاعت او زړورتیا کې نومیالی وي، همبستر شي تر څو چې د همدغه سړي په شان زړور ماشوم وزیږوي؛
د: د شغار نکاح، یعنی داچې یو سړی به خپله خور یا لور بل چا ته په واده ورکوله، په دې شرط چې هغه سړي د خپله خور یا لور ده ته په نکاح ورکوله؛ پرته له دې چې د هغو دواړو لخوا ښځو ته مهریه وټاکل شي؛ ځکه هغو ښځه، د نارینه ملکیت ګڼله او نارینه اختیار درلود هغه ډول چې په نورو مالونو کې دخل او تصرف کوي په همدغه ډول د ښځو سره هم ورته چلند ترسره کوي.
اما پرمختللو عربانو لکه قریش، په هغه وخت کې داسې ودونه کول لکه څنګه چې اوس مسلمانان یې کوي چې لومړی له ښځې ریباري کوي او مهریه یې ټاکل کیږي او عقد ترسره کیږي؛ اسلام هم تر ظهور وروسته، دا ډول ودونه یې جایز وګڼل او نورې ظالمانه کړنې یې لکه د ښځې  د خوښې پرته بل چاته د هغې په نکاح ورکول، د واده کولو څخه مخنیوی او د ښځو د مهریې نه ورکول او داسې نور یې باطل اعلان کړل.

په جاهلیت کې د ښځو ژوندۍ خښول

د جاهلیت وخت عربانو به لورګانې نه خوښولې او بدشګونه به یې ګڼلې او د عیب او ننګ له وجې به یې ژوندۍ خښولې؛ اسلام د دغه ناوړه عادت ریښې وچې کړی، قرآنکریم د دوی دغه ناوړه عمل په تر ټولو بد صورت انځوروي او د جاهلیت دوران عربو په اړه داسې فرمایي: « و اذا بشر احدهم بالانثی ظل وجهه مسودا و هو کظیم (۵۸) یتواری من القوم من سوء ما بشر به ایمسکه علی هون ام یدسه فی التراب الا سآء ما یحکمون(۵۹)» [نحل: ۵۸-۵۹] ژباړه: « او کله چې یو له هغو ته د لور د زیږیدلو زیری ورکول کیده، مخ به یې تور واوښت او له غوسې، قهر او خپګان څخه به ډک شو؛ له خپل قوم او قبیلې څخه به د دې بد زیري اوریدلو له وجې، ځان به یې پټولو؛ آیا دغه ننګ پر ځان ومني او لور وساتي او یا هغه ژوندۍ تر خاورو لاندۍ کړي؟ څه بد قضاوت چې دوی کول!».
او الله تعالی له دې زیات هم د دوی دغه کرغیړن او ناوړه عمل غندلی او فرمایلي یې دي: « و اذا الموءودة سئلت(۸) بأی ذنب قتلت (۹)» [ التکویر: ۸-۹]؛ ژباړه: « او کله چې له ژوندي خښ شوو لورګانو څخه پوښتنه وشي، د کومې ګناه له وجې وژل شوې دي؟» [منبع: همغه۲۰-۲۷].
Leave A Reply

Exit mobile version