د امام بخاري رحمه الله علمي حیثیت د خپلو استادانو او هم عصرو له انده داسې و چې نه یوازې د هغه معاصرو، بلکې استادانو به يې خپل کتابونه راوړل او غوښتنه به يې ورڅخه کوله چې د هغوی په اړه نظر ورکړي داسې چې کوم حدیث په کي ضعیف او کوم صحيح دی او غلطیانې یې تصحیح کړي.
اسماعیل بن اویس د امام له ارزونې څخه وروسته د هغه حدیث په اړه چې امام به یې تایید کړی و، ویل:
«هذا الحدیث انتخبها محمد بن إسماعیل من الاحادیث.» : محمد بن اسماعیل دا حدیث له احادیثو څخه غوره کړی دی. محمد بن اسحاق بن خزیمه د امام په اړه به ویل: «ما تحت أدیم السماء أعلم بالحدیث من محمد بن اسماعیل» تر اسمان لاندې له محمد بن اسماعیل نه غوره عالم شتون نلري. یعقوب بن ابراهیم الدورقی به ویل: «محمد بن اسماعیل فقیه هذه الائمة» دا قول له نعیم بن حماد څخه هم رانقل شوی دی.
محمد بن بشار د امام بخاري له استاذانو څخه وایې: «هذا افقه خلق الله فی زماننا.» کله چې امام بخاري رحمه الله بصرې ښار ته داخل شو، نو محمد بن بشار وویل: «قدم الیوم سیّد الفقهاء.» ابو مصعب زهری فرمایې: «لو ادرکت مالکاً و نظرت الی وجهه و وجه محمد بن اسماعیل لقلت کلاهما واحد فی الحدیث والفقه.» که تاسو د امام مالک او امام بخاري رحمهما الله عالمانه څېرې وګورئ، نو پوه به شئ چې په فقه او حدیث کې دواړه سره برابر دي.
ابو عمر خفاف به ویل: «هو (أی محمد بن اسماعیل) أعلم فی الحدیث من احمد واسحق وغیرهما بعشرین درجة.» محمد بن اسماعیل د حدیثو په علم کي له خپل دواړو استادذانو، «اسحق بن راهویه او احمد بن حنبل او له نورو» د شلو درجو په مرتبه لوړ دی.
حافظ ابن حجر د امام بخاري په اړه د علماوو اندونه نقلوي او په پای کې وايي:
«لو فتحت باب ثناء الائمة علیه ممن تأخر عن عصره لفنی القرطاس ونفدت الأنفاس فذاک بحر لا ساحل له.»
که له امام نه وروسته د علماوو تعریف راټولول وغواړی، نو کاغذونه به یې ختم شي او نفسونه به ستړي شي خو د امام تعریف به ختم نه شي. دوی بې ساحله سمندر دي.
امام قتیبه بن سعید بغلاني (د امام بخاري رحمه الله) استاد وايي: زه له فقهاوو، عابدانو او ذاهدانو سره کېنستلی یم، خو له هغه وخته چې په هوش راغلی یم، د محمد بن اسماعیل په څېر مې ونه لید، هغه په صحابه کرامو کې د عُمَر په څېر دی. دی وايي: له شرق او غرب څخه ما ته طالب العلمان راغلل، خو ما د محمد بن اسماعیل په څېر څوک ونه موند. امام احمد ابن حنبل رحمه الله فرمایي: د محمد بن اسماعیل په شان عالم د خراسان له خاورې ظهور نه دی کړی.
امام اسحق بن راهويه چې د امام بخاري رحمه الله له لوړ رتبه استاذانو څخه هم دی، خپلو شاګردانو ته به يې ويل: دا ځوان وګورئ او له هغه څخه حديث وليکئ. ځکه که هغه د حسن بصري په زمانه کې وای، نو د حدیث او فقهې د پوهې له امله به خلکو ورته اړتیا درلوده.
هو! د امام اخلاص او لِلّٰهِیَّت د دې لامل شو چې هغه دومره لوړه درجه او مقام ترلاسه کړي او د بخاري کتاب «أصح الکتب بعد کتاب الله» ځای پیدا کړي او د (امیر المؤمنین في الحدیث) په لقب ونازول شي.
د امام بخاري رحمه الله تصانیف او تألیفات
د امام له کتابونو څخه یو د «قضایا الصحابة والتابعین» په نوم کتاب دی. دا د امام لومړنۍ کتاب دی چې په 18كلنۍ کي یې تصنیف کړی دی. د امام بل کتاب، «تاریخ کبیر»، مدینه منوره کي په شپه کې د سپوږمۍ له رڼا څخه په کار اخيستنې تصنیف کړی او د الرجال والرواة نومونه، د پيدايښت او مړينې تاريخونه یې په کي راټول کړي دي.
کله چې اسحاق بن راهويه (د امام بخاري رحمه الله استاذ) دا کتاب مطالعه کړ، نو د هغه وخت واکمن امير عبدالله بن طاهر ته يې يوړل او ويې ويل: «الا اُریک سحراً؟» آیا تاسو ته سحر درښکاره نکړم؟ د امام دا کتاب یې فوق العاده سِحر وګڼل.
د امام بل کتاب «ادب المفرد» دی. همدارنګه کولی شو د «تاریخ اوسط»، «تاریخ صغیر»، «تفسیر کبیر»، «مسند کبری» او «د صحابهو نومونه» کتابونو څخه یادونه وکړو. د صحابهو نومونه کتاب، ښایې لومړنۍ کتاب وي چي د صحابهو دومونو او کُنیو په اړه لیکل شوی دی او دوی نه وروسته حافظ بن عبدالبرّ د «الاستعیاب فی معرفة الأصحاب»، حافظ بن حجر د «الإصابة فی تمییز الصحابه» کتابونه یې تصنیف کړي دي. همدارنګه ابوالقاسم بغوی د «معجم الصحابة» کتاب یې تصنیف کړ چي په هغه کي د صحابهو نومونه او ژوند لیک یې ذکر کړي دي. اما د امام تر ټولو مشهور تصنیف، د «صحیح بخاری» کتاب دی.
د امام بخاری نور کتابونه عبارت دی له: «المسبوط، الجامع الصغیر فی الحدیث، برّ الوالدین، کتاب الکنی، کتاب الرقائق، کتاب الوجدان، کتاب الأشربة، کتاب خلق أفعال العباد، کتاب الفوائد، کتاب الهبة، جزء قراءة خلف الامام، جزء رفع الیدین، کتاب الضعفاء، کتاب العلل چي په هغه کي یې د حدیثو علتونه را جمع کړی او ذکر کړی دی. او د «الجامع الصحیح» کتاب، د امام تر ټولو لوی تصنیف دی چي هغه یې ټولو نړېوالو ته معرفی کړ او په حقیقت کي د «امیرالمؤمنین فی الحدیث» لقب یې ورکړ.
د امام بخاری رحمهالله ترټولو ستر تألیف د «صحیح البخاری» کتاب دی چي د امام نور کتابونه یې له ذهنونو څخه ایستلی دی او خلک فکر کوي چی د امام تألیف یوازې د بخاري کتاب دی. امام نووي رحمه الله د دې کتاب نوم؛ «الجامع المسند الصحیح المختصر من امور رسول الله و سننه و ایامه» ذکر کړی دی.
الجامع» په دې معنی چې ثمانیه امور په کي شتون لري. «المسند» په دې معنی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته احادیث په متصل سند رسېږي. «الصحيح» په دې معنی چې امام بخاري رحمه الله په دې کتاب کې د صحيحو احاديثو د راوړلو التزام او ژمنه کړې ده؛ «المختصر» په دې معنی چي دې کتاب کې د احادیثو شمېر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو احادیثو په پرتله ډېر کم دی، او امام بخاري په حقیقت کې دا احادیث ګلچین کړی او تر ټولو صحیح احادیث یې په کي راغونډ کړي دي، او امام بخاري رحمه الله پخپله وايي: په دې خاطر چي کتاب اوږد نشي، نو ډېری احادیث مي پرېښودل؛ «ایامه» ایام، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند با برکته ورځې دي چي مراد ورڅخه غزوات دي.
د بخاري د تألیف دلیل
په دې اړه دوه واقعې روایت شوي دي: ابراهیم معقل نسفي وايي؛ یوه ورځ موږ د اسحاق بن راهویه په مجلس کې ناست وو، چې د حضرت اسحاق بن راهویه په خدمت کې یو مشر دا خبره را پورته کړه؛ څنګه به ښه وي که تاسو په دې مجلس کې موجود مشران د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتونو څخه یوه لنډیز راغونډ کړی وای؛ دا خبره د امام زړه ته ولوېده او پرېکړه یې وکړه چې همداسې وکړي. بله پېښه محمد بن سلام بن قاری روایت کړی دی چې امام په خوب کې ولید چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي مخ څخه مچان شړي، هغه دا خوب مشرانو او د فضل څښتنانو ته بیان کړ او هغوی تعبیر یې داسې وکړ چې تاسو ضعیف او موضوع احادیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي مخ څخه لري کوئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکې څېرې تعبیر، د هغه سیرت او احادیث دی. دا تعبیر د دې لامل شو چې امام رحمه الله د بخاري د لیکلو پریکړه وکړي؛ لکه څنګه چې امام د خدای تعالی په توفیق او تأیید سره پاڅید او دغه مهم کار یې ترسره کړ.
هو! هرکله چې خدای تعالٰی وغواړي له چا څخه کار واخلي یا کوم نعمت ورکړي، نو لومړی په هغه کې طلب پیدا کوي او طلب او جديت د دې سبب ګرځي چې انسان هغه نعمت ترلاسه کړي.
د “الجامع الصحیح” کتاب د تصنیف پیل او پای
ځينو محدثينو ويلي دي: امام بخاري په 217 هجري قمري کال کي د “الجامع الصحیح” په ليکلو پيل وکړ او په 233 هجري کښې يې ختم کړ چې تقريبا په 16سو کلونو کښې يې بشپړ کړ؛ ځینو محدثینو د هغه د پیل او پای د کال په اړه له تاریخ څخه استنباط کړی دی چې په 217 کال کې پیل او په 233 كال کې پای ته ورسېد؛ خو شپاړس کاله موده حتمي ده.
ډېری پوهان دې ته په پام چې یحیی بن معین په 233 کال، علي بن مدینی په 234 کال او احمد بن حنبل په 241 هجري قمري کې مړه شوي دي؛ د دوی په اند په 233 هـ ق. كي کتاب پای ته رسېدلې؛ ځکه یحیی بن معین او احمد بن حنبل دا کتاب لیدلي او هغوی ته وړاندې شوی دی.
امام بخاري رحمه الله په 33 کلنۍ کې د د ې کتاب په لیکلو پیل وکړ او په 49 کلنۍ کې یې پای ته ورساوه او له هغه وروسته 33 کاله ژوند وکړ چې په دې موده کې یې دا کتاب تدریس کړ او خپلو شاګردانو ته یې د روایت کولو اجازه ورکوله او په دې موده کې له هغه څخه کمول او زیاتول.
مصنفین ځینې وختونه خپل کتابونه بیاکتنه کوي او یو څه اضافه یا کموي. نو د بخاري کتاب مختلفې نسخې دي. د بېلګې په توګه: د حماد بن شاکر نسخه د فربري له نسخې څخه دوه سوه احادیث کم دي او د ابراهیم بن معقل نسخه د فربري له نسخې څخه درې سوه احادیث کم لري.
د “صحیح البخاري” ځانګړنې او فضایل
شیخ عبدالقدوس بن همام رحمه الله وایي: له مشایخو څخه مي اوریدلي دي؛ کله چي امام په ریاض الجنة (د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منبر او د حجرې تر منځ) د دې کتاب په لیکلو پیل وکړ، د هرحدیث لیکلو ته به یې دوه رکعته لمونځ کول.
عمر بن محمد بن بحیر البجیري وايي: دا کتاب په “مسجد الحرام” کې لیکل شوی او امام بخاري به د هر حدیث لیکلو لپاره اودس وکړ او دوه رکعته لمونځ به یې وکړ او بیا به یې حدیث ولیکه.
امام بخاري لومړی غسل کول او بیا یې دوه رکعته استخاره کول. که به شرحِ صدر ورته حاصل شو نو حدیث به یې درج کول او و به یې لیکل.
دا کتاب نه یوازې باطني برکتونه لري، بلکي ظاهري برکتونه هم لري. علامه ابن حجر رحمه الله فرمايي چي که د مصيبت په وخت کي صحيح البخاري ولوستل سي، نو مصیبت به ليري سي او که د کومې کښتۍ د ډوبېدو په حال کي ولوستل شي، نو کښتۍ به نجات ومومي، د دې کتاب لوستونکي لپاره امام بخاري رحمه الله دعا کړی او مستجاب الدعوات وو.
علامه جمال الدین له خپل استاد جلیل الدین څخه روایت کړی چې ما “صحیح البخاري” 120 ځله لوستلی دی، هر څوک چې کوم حاجت ولري پوره به شي. د دعا قبلیدل د دوو کتابونو له لوستلو وروسته ثابت دی: یو یې قرآن عظیم الشان او بل یې صحیح البخاري دی.
د “الجامع الصحیح” په کتاب کې د احادیثو شمیر
د بخاري په کتاب کې د احادیثو شمېر له تکرار سره اووه زره دوه سوه پنځه اویا حدیثونه دي او له تکرار پرته څلور زره حدیثونه دي.
علامه نووي د خپل استاد علامه ابن صلاح نظر تاییدوي او حافظ ابن کثیر په خپل کتاب «اختصار علوم الحدیث» کې د علامه نوی او علامه ابن صلاح نظر اختیار کړی دی. خو حافظ ابن حجر او نور علماء په دې اند دي چې د ټولو مرویاتو شمېر له دې څخه زيات دى او «نه زره او دوه اتيا» حدیث يې ليکلي دي، ځينې وايي: علامه ابن صلاح د مسندو احادیثو شمېر ذکر کړی دی او علامه ابن حجر هم هغه احادیث شمېرلي دي چې اسنادونه یې ذکر شوي او هم هغه احادیث چې نه دي ذکر شوي او له حذف سره د معلقاتو او متابعاتو په نظر کي نیولو سره او د مکرراتو په رعایت کولو سره، « اوه زره درې سوه وه نوي احادیث یې بیان کړي دي.
هغه معلقات چي متون یې هم په بخاري کي ذکر کړي دي، تعداد یې 1341 حدیثونه دي.
344 متابعات له هغه څه سره چي ابن صلاح ویلی دی، نه زره او دوه اتیا احادیث کېږي او حافظ ابن حجر وايي: مرفوعه روايت پرته له تکرار «دوه زره پنځه سوه او ديارلس» حديثونه دي؛ خو علامه عسقلاني (د ابن حجر شاګرد) د احادیثو شمېر د تکرار او تعلیق له لرې کولو وروسته دوه زره شپږ سوه او دوه حدیثونه بللي او سید انورشاه د علامه عسقلاني دغه شمېر تایید کړی دی.
په جرح او تعدیل کې د امام بخاري رحمه الله احتیاط او اعتدال
امام د جرح او تعدیل لپاره د محدثینو له طريقې پرته بله طريقه اختيار کړه. د حدیثو امامان او په دې برخه کې ماهرین کله چې په راوي جرح کوي، نو کله کله وايي: «دجال من الدجلة، وضَّاع، کذَّاب» او سخت الفاظ کاروي؛ خو هرکله چې امام له وضَّاع او کذَّاب سره مخ شي، يوازې او یوازې په «منکر الحديث» اکتفا کوي يا «فیه نظر» او يا «سقطوا عن» وایې. په بل ځای کې فرمايي: «کل من قلت فیه «منکر الحدیث» فلا تحلُّ الروایة عنه» څوک چې زه وایم هغه د حدیث منکر دی، د هغه روایت صحیح نه دی. او منکر الحدیث د وضَّاع معنی ورکوي.
روایت دی چې امام له یو استاذ څخه لس زره احادیث یاد کړی وو خو چې احساس یې وکړ هغه یو مدلِّس دی او تدلیس کوي، له هغه نه ټول یاد شوي احادیث یې پرېښودل چي دا د حدیثو په روایت کې د امام مهارت او احتیاط څرګندوي.
پایله
نو په پایله کې موږ ته دا معلومه شوه چې هر سړی کولای شي د خپل ژوند په مختلفو برخو کې لکه: د علم د حاصلولو لپاره سفر کول، د مور د دعا اثر، د خدای تعالٰی په ازمایښتونو کې بریا او اعتدال؛ د امام بخاري رحمة الله علیه له ژوند څخه نخچه واخلي او حتی دا هم ویلای شو چې هیڅ داسې درس او روزنه نشته چې د مسلمانانو په شخصیت جوړونه کې رول ولوبوي، مګر دا چې د امام بخاري په سلوک او سیرت کې به يې پيدا کړو.
بې له شکه د امام بخاري له ژونده موږ هڅه او هاند او جمیل صبر زده کوو او دا هم زده کوو چې هغه څه چې د صداقت او امانت درجې ته د ختلو او د حق او حقیقت د لټون لامل ګرزي، باید په ټینګه ونیسو او استاذانو او شاګردانو ته باید متقابل احترام ولرو. په دې ډول چې ښوونکی د خپل شاګرد اړتیاوې پوره کړي او شاګرد د خپل ښوونکي درناوی وکړي او د هغه په وقار او ارزښت پوه شي.
دلته که څه هم زړه مي نه غواړي، خو بېږاوه قلم یوې خوا ته اېږدو. د بخاري کلمه ماته ګرانه ده او دا هغه کلمه ده چې په ټولو هېړیو او پېړیو کي به د هغه یاد تازه وي او نسلونه به یې انګازې ته غوږ غوږ وي.