د سیاست او رهبرۍ په ډګر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند لوستونه

د قیادت او رهبرۍ په ډګر کې د اسلام ګران پیغمبر (ص) یو بې مثاله شخصیت دی چې د نړۍ د مشرانو لپاره مهم درسونه او ښوونه کولای شي. ځکه هغه وتوانید چې د سیاسي، ملکي او نظامي رهبرۍ تر ټولو تازه او مناسب اصول او قوانین په داسې زمانه کې وړاندې کړي چې نړۍ د رهبرۍ له اغیزمنو او بې ساري اصولو او طریقو څخه هیڅ خبر نه وه او په دې توګه یې نوې نمونې او بېلګې جوړې او نړۍ ته وړاندې کړ. د اسلامي نړۍ مشران چې د اسلام پیروان هم ګڼل کیږي، دا قیمتي پانګه لري او کولای شي د دې مشرتابه او مدیریت امرونو په تعقیب سره د حکومتدارۍ نوې بیلګه رامینځته کړي.
له همدې امله، په دې مقاله کې به هڅه وشي چې د رهبرۍ په برخه کې د اسلام د پیغمبر (ص) تعلیمات په تحقیقي او نقلي ډول وڅیړل شي، ترڅو د رهبرۍ د ژوندلیک یوه برخه باندې خبرې وشې او د پېغمبر (ص) د بېلګې په توګه د هغه ځينې اداري او مشرتابه لاسته راوړنې وڅېړل شي.

بنسټیزي کلمې

نبوې سیرت، نبوې لوستونه، رهبري، د رهبرۍ ځانګرتیاوې، قیادت او دیني سیاست.
د اسلام پیغمبر (ص) د پیغمبرانو د سلسلې د وروستي پیغمبر په توګه د ژوند ټولو اړخونو او برخو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د هر ګوټ لپاره یې قیمتي تعلیمات او درسونه درلودل. هغه یو ممتاز او هراړخیز شخصیت و چې په خپل درست لید او فکري تګلارې سره یې انسانانو ته د بریا او کامیابۍ لپاره تر ټولو تازه او اغېزمنې تګلارې او پلانونه ور زده کړل.
هغه نه یوازې په عباداتو، اخلاقو، ټولنه، تجارت او کرنې په برخو کې د ملت ښوونکی و، بلکې د هېوادونو او سلطنتونو د رهبرۍ او ادارې په ډګر کې هم د هر لحاظ نه بدلیدونکی معلم او ښوونکۍ و. د هغه د ښه ژوند په مطالعه کولو سره کولای شو د نظامي، اداري، جهادي او حزبي سیاست په اړه روښانه او سم پوهاوی ترلاسه کړو او د نن ورځې د رهبرۍ او حکومتولۍ طریقې چې پر ظلم، استبداد او چالاکۍ ولاړې دي، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د قیادت له طریقو سره یې پرتله کړو. او د رسول الله صلی الله علیه و سلم مقام وپېژنو.
بې له شکه د پېغمبر اکرم سیرت د اسلامي ټولنې د مشرانو او رهبرانو لپاره خورا اغېزمنې او رغنده لارښوونې، لوستونه او لارې چارې لري او د اسلامي حکومتونو مشران باید په دې برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو د نمونې او قدوې په توګه په خپل ژوند کې تجربه کړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم چلند او د هغه د رهبرۍ طریقه د بعثت له پیل څخه، د مکې دوره، مدینې ته هجرت، په مبارزو او جګړو کې ګډون، د مهاجرینو او انصارو تر منځ د دوستۍ اړیکه، له اهل کتابو سره د همغږۍ د تړون لاسلیک او داسې نور. دا د نبوي سیاست او رهبرۍ ځانګرتیا شيې، او په دې ډګرونو کې د هغه هوښیارتیا او نبوغ څرګندوي.
عباس محمود عقاد د جګړې د رهبرۍ په ډګر کې د پیغمبر علیه السلام د حکمت او مهارت په اړه لیکي: ناپلیون تل په نظامي تخنیکونو او فورمولونو کې په ځانګړي ډول د جګړې په پلانونو کې خپل نظر ته ترجیح ورکوله سره له دې چې د خپلو یارانو مشورې ته یې اړتیا وه، خو رسول الله صلی الله علیه و سلم سره له دې چې عقل او بصیرت یې تر ټولو کامل وو، بیا هم د جګړې په پلانونو او تکتیکونو کې له خپلو ملګرو سره مشوره کوله. او صحابه کرامو او د هغوی نصیحتونه یې په غوره طریقه منل. د حضرت سلمان فارسي د مشورې د منلو کیسه، او د کندې کیندل د دې ترټولو څرګند مثالونه دي.
ډاکټر محمد سعید رمضان بوطي لیکي: هغه څه چې موږ ته د احد له پیښو څخه څرګندیږي هغه دا دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په جنګونو کې خالص نظامي او سیاسي حکمت او فکر درلود او د جګړې او سیاست د تاکتیکونو او ډولونو معلومولو په ډګر کې تر ټولو قومندانانو او جنګي مشرانو څخه غوره وو.
په حقیقت کې د اسلام پیغمبر (ص) د خپل شاوخوا شرایطو او حالاتو په پام کې نیولو سره د یوې پیاوړې او باثباته رهبرۍ طریقې او لیدلوري تعقیب کړ او د یوه باثباته اسلامي حکومت د جوړولو لپاره یې اسلامي مشرانو ته ښې لارښوونې کړي دي.

د پیغمبر د ژوند په تعلیماتو کې د اسلامي ټولنې د مشر ځانګړتیاوې

لکه څنګه چې مخکې هم يادونه وشوه، د اسلام پيغمبر(ص) د ټولو صفاتو څښتن او رهبر و، چې اسلامي امت ته يې په ټولو ډګرونو کې بې شمېره درسونه او لارښوونې په خپلو بې ساري صفتونو او ځانګړتیاوو ورښودلي دي.
له همدې امله په دې ځای کې به هڅه وکړو چې د اسلامي ټولنې د چارو د رهبرۍ او قیادت په اړه د هغه ځینې لارښوونې بیان کړو او دا چې یو رهبر باید کومې ځانګړنې ولري.
  • زړورتیا او مېړانه او له ډارنې څخه ډډه کول

لومړۍ ځانګړنه چې د یو رهبر لپاره د پیغمبر له ژوند څخه زده کیږي د “زړورتیا” او “مېړانه” درس دی. د ټولنې مشر د خلکو د رهبر په توګه باید له سختیو، ګواښونو او ستونزو څخه و نه وېرېږي او تل باید په لومړۍ کرښه کې ولاړ وي.
حضرت علي (رض) د رسول الله (ص) د زړورتيا په اړه وايي: کله چې جګړه سخته او خونړۍ شوه او دښمنان پر موږ راغلل، موږ د رسول الله (ص) په پناه کې ځانونه خوندي کول. ځکه چې له هغه پرته بل څوک دښمن ته نږدې نه و. او زه به مو د بدر په جګړه کې په داسې حال کې لېدلای وای چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې پناه وړې وه.
یو ځل په مدینه منوره کې یو ډارونکی اواز واورېدل شو. رسول الله صلی الله علیه و سلم د حضرت طلحه پر لوڅ آس باندې روان شو، کله چې خلک بهر ته ووتل، پوه شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی نه مخکې وتلی، او په دې اړه یې پلټنه کړې او خلک ته یې وویل: هیڅ شی نشته، ډاريږي!
همدارنګه د حنین په جګړه کې کله چې مسلمانان وتښتېدل او مشرکینو اوازې خپرې کړې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم شهید شوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم راښکته شو او دا شعر یې ولوست: انا النبی لا کذب، انا ابن عبد المطلب.
د رسول صلی الله علیه و سلم د مېړانې نمونې ډېري دي، چې باید پوه شو: یو رهبر باید زړور اوسي.
۲- د وړو ځواکونو پیاوړتیا او روزنه
بل درس چې په حقیقت کې د پیغمبر (ص) د رسالت او ژوند ثمره ده، «د لارښوونکو تعلیم» او «د مشران جوړول» دي. هغه په ​​خپل روحاني او نبوي ساه سره وتوانید چې د جاهلیت خام ځواکونه په مثالي، مدبر، کار پوه او مدیرانو بدل کړي او د دوی په واسطه د خپل ماموریت بقا تضمین کړي. هغه یو بې سواده او جاهل ملت په یوه علم او پوهه لرونکی ملت بدل کړ، چې د اروپا څخه د محصلینو ډلې هلته د زده کړې لپاره را روانې وې. رسول الله صلی الله علیه و سلم د حضرت عمر (رض) چې په مکه کې شپون و، داسې شخصیت جوړ کړ چې د قیصر او کسرا سلطنت یې نسکور کړ او د اهل صفه څخه چې نه یې کور درلود او نه یې اور، امامان او د لښکر قوماندانان جوړ کړل.
له دې نظره د اسلامي ټولنې مشر باید تر هر څه د مخه د متعهد او متخصصو ځواکونو روزنې ته پام او په دې برخه کې هلې ځلې وکړي.
۳- دانساني ځانګړتياوو او نبوغ په نښو پوهېدل
د اسلامي ټولنې مشر باید دومره ژور بصیرت او درک ولري چې د هوښیارۍ او انساني نښې وپیژني او د هغوی وړتیاوې، طبیعي قوتونه او د شخصیت ځانګړتیاوې په نښه کړي. دا ځانګړنه د پیغمبر په سیرت کې په څرګنده توګه لیدل کیدای شي. هغه د انسانانو د حقایقو او رازونو په څرګندولو کې فرمایي: :« الناس معادن کمعادن الذهب والفضة خیارهم فی الإسلام خیارهم فی الجاهلیه إذا فقهوا» او فرمایي: « تجدون الناس کإبل مائة لا یجد الرجل فیها راحلة.»
د حدیبیه په ورځ کله چې سهیل بن عمرو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې «محمد رسول الله» مه لیکه او مسلمانان په غوسه شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وویل: داسې ورځ به راشي چې سهیل به په داسې حال کې وي چې تاسو به یې ستاینه وکړئ.» له دې پېښې کلونه تېر شول او سهیل مسلمان شو او  داسې وخت راورسېد چې ډېر مکیان مرتد شول، خو دی پر خپل دین ثابت پاتې شو.
له دې پېښې څخه څرګندېږي چې پېغمبراکرم (ص) د سهيل په باطني ځانګړنو او کارونو پوهېدل او ځکه يې په حدیبیه کې بېړه ونه کړه او د ده د مبارکې برخليک زېری يې وکړ.
۴- ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه او د بې سوادۍ له منځه وړل
د ټولنيزو او تعليمي چارو په برخه کې د اسلام د پېغمبر (ص) لخوا نړۍ ته د ښوونې او روزنې مهم لارښود د “تعليم او زده کړې پراخول” او “د سواد د مسئلې ستاينه” وه. په دې ډول به يې په مسجد نبوي کې د تعليم حلقې جوړې کړې او صحابه کرامو ته به يې ديني مسايل او د ژوند هر څه ور زده کړل او هم به يې سوالونه راپورته کول او علمي سيالۍ به يې جوړولې.
امام بخاري (رح) روایت کوي: حضرت عبدالله ابن عمر (رض) وایي: رسول الله (ص) وفرمایل: د ونو په مینځ کې یوه ونه ده چې پاڼي یې نه رالویږي او د یو مسلمان انسان سره ورته وي، هغه کومه ونه ده؟ صحابه کرامو وویل: یا رسول الله! تاسو موږ ته خبر راکړئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا د خرما ونه ده. حضرت ابن عمر رضي الله عنه فرمايي: ما خپل محترم پلار ته وويل چې دا ځواب مې زړه ته راغی. هغه وویل، که تا ویلي وای، نو دا به زما لپاره له ډېرو پیسو څخه ښه وه.
پیغمبر علیه السلام د بدر د اسیرانو د فدیې لپاره د لسو مسلمانانو د زده کړې شرط کېښود.
په دې توګه د اسلام پیغمبر (ص) د مسلمانانو په منځ کې د تعلیم او سواد د حرکت مشري وکړه او هغوی ته یې وویل چې سواد او زده کړه د هغه په ​​نظر کې لوړ ځای لري.
5- د شورا او د خلکو د مشورې پر بنسټ د مسایلو حل کول
مشورې او شورا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نظامي او ملکي سیاستونو کې ځانګړی ځای درلود. هغه د خدای د دې حکم سره سم: «و شاورهم فی الأمر» او د مشر په توګه به یې تل له صحابه کرامو سره مشوره کوله او د هغوی له نظریاتو به یې ګټه پورته کوله.
په دې اړه حضرت ابوهريره (رضي الله عنه) وايي: ما تر رسول الله (ص) څخه  بل داسې څوک نه دي ليدلي چې له خپلو اصحابو سره دومره مشوره وکړي.
رسول الله صلی الله علیه و سلم په خندق کې د حضرت سلمان رضی الله عنه مشوره قبوله او کنده یې وکیندل. او په بدر کې یې مسلمانانو ته وفرمایل: «اشیروا علي ایها الناس» » ای خلکو ما ته مشوره راکړئ!». او په همدارنګه د حضرت سعد بن معاذ مشوره یې هم په غزوه کې ومنله.
ډاکټر مصطفی سباعي لیکي: په حقیقت کې چې د بدر په غزوې کې د حضرت حباب بن منذر (رض) مشوره، او د خیبر په ورځ د صحابه کرامو د مشورو منل، هغه لاملونه دي چې د نن ورځې د دیکتاتورانو غرور ماتوي، کوم چې د ولسونو له ارادې پرته د ولسونو پر اوږو سپاره وي او ځانونه هوښيار ګڼي، او د ولسونو اراده او غوښتنې ته سپکاوی کوي او د هوښيارانو، حکیمانو او مفکرينو تر مشورې ځان لوړ ګڼي.
۶- د خپلوانو، ټبرو او دوستانو ترجیح نه ورکول
د ټولنې مشر باید پراخ لید ولري او د او وړتیا پر بنسټ خلکو ته مقامونه ورکړي او په دې برخه کې باید  خپل خپلوان پر نورو باندې ترجیح ورنکړي. دا یو لوی درس دی چې د پیغمبر له ژوند څخه زده کیدای شي.
د بدر په جګړه کې کله چې مشرکانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې د جګړې د پیل په توګه خپل څو اصحاب لاس په لاس جګړې ته حاضر کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت حمزه، حضرت علي او عبیده بن حارث(رضی الله عنهم) راوغوښتل، او مخ ته یې ولېږل. حضرت حمزه د هغه تره او علي او عبيده د تره زامن وو. د اسلام پېغمبر خپل نږدې خپلوان د سختيو او جګړو ميدان ته ولېږل، په داسې حال کې چې ده کولای شوه چې نور کسان واستوي.
بيا يې د مکې د فتحې په ورځ د کعبې کلي خپل د تره زوی علي ابن ابي طالب ته ورنه کړه، بلکې بنو شيبه ته يې چې د هغې ساتونکي وو، بېرته ورکړه.
همدارنګه کله چې حضرت فاطمه رضي الله عنها له هغه څخه یوه نوکره وغوښتله چې د غنمو په اوړو کولو کې ورسره مرسته وکړي، هغې ورته وویل: د اهل صفه خلک وږي دي نو زه به څنګه تاسو ته یو نوکر درکړم؟
دا هغه مثالونه او پيښې دي چې يو مسئول او مشر دې ته هڅوي چې په دندو او مقامونو کې خپلو خپلوانو ته ترجيح ورنکړي.
۷- په دندو او کارو کې د اصحابو سره ګډون او ملګرتيا
سره له دې چې پیغمبر (ص) د اسلامي ټولنې مشر او رهبر و، او صحابه کرام د هغوی د هوساینې او سوکالۍ لپاره هر څه ته چمتو وو، خو رسول صلی الله علیه و سلم هیڅکله یې ځان له صحابه کرامو څخه جلا نه ګڼل، بلکې د هغوی تر څنګ یې کار کاوه.
د بدر په ورځ، کله چې سورلۍ وویشل شول او هرو دریو کسانو ته یوه سورلی ورسېدل او حضرت علی او سلمان رضي الله عنهم هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، نو دغو دواړو اصحابانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل، چې دی مبارک پر آس سپور شي او دوی په پښو راشي، خو رسول الله (ص) ونه منله او ويې ويل: تاسو له ما څخه زيات د تګ توان نه لری او زه له ثواب څخه بې نیازه نه یم.
حضرت براء رضي الله عنه فرمايي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم د خندق په ورځ وليد، چي د هغه د مبارکې سينې ويښتان يې دومره خوارې نیولي وې، چې د هغه مبارک ځېګر یې پوښلی وو. حضرت جابر رضي الله عنه وايي: د خندق په غزوې کې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې درې ورځې کنده کیندله خو څه یې ونه خوړل.
دا د پیغمبر صلی الله علیه و سلم په ژوند کې د ونډې اخیستلو بېلګې وې، چې ښيي د ټولنې مشر باید په کارونو کې فعاله شتون ولري.
۸- د خلکو له حالاتو سره سم د سزا ټاکل
یو بریالی روزونکی او رهبر هغه څوک دی چې په خپلو پلانونو کې ترغیب، ترهیب یا انعامونه او عذابونه لري، ترڅو ښه او بد خلک سره ګډ نه شي. دې مسئلې ته په پام سره ګران رسول (ص) مسلمانانو ته د هغوي د معنوي او ديني ځانګړتياوو په اساس یې تشويقول او وېرول. په دې ډول چې ځینې په اشاره پوهېدل او ځینې بیا په تشریح هم نه پوهیدل تر څو چې د دوی لپاره سزا ټاکل شوې نه وای.
دا طریقه د پیغمبر (ص) د حضرت کعب بن مالک (رض) سره په چلند کې لیدل کیږي. کله چې هغه د تبوک له جګړې څخه ودرېد، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له دې چې څومره مهربان وو، خو بیا يې هم سزا ورکړه او تر پنځوسو ورځو پورې یې ورسره خبرې ونه کړې.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې مېرمنې د یوې میاشتې لپاره پرېښودې تر څو هغوی د اسلام په لاره کې له سختیو او مشکلاتو خبر شي او خپل ژوند قربانولو ته چمتو شي.
۹- د خلکو تخصص ته درناوی او د هغوی وړتیاوو ته ارزښت ورکول
د ټولنې مشر باید د خلکو تخصص ته درناوی وکړي چې په کوم ابعاد او ساحه کې وړتیا ولري او هر یو د خپل تخصص او وړتیا سره سم وکاروي. په دې حالت کې به ټول خلک پر خپل کار شي او د هیچا ځواک به ضایع نشي. د اسلام ګران پیغمبر (ص) دا مسئله په خپل سیرت کې په دې ډول بیان کړې ده چې له هر صحابه څخه یې په هغه څه کې کار اخیستی دی چې هغوی یې تخصص لري او د هغوی لپاره یې داسې لقبونه ټاکلي دي چې د هغوی د استعداد څرګندونه کوي.
رسول الله صلی الله علیه و سلم حضرت خالد (رض) ته د سیف الله(د خدای توره) لقب ورکړ چې د جنګ په ډګر کې د هغه د مهارت څرګندونه کوي او حضرت ابوعبیده (رض) ته یې د “امین امت” لقب ورکړ. د حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضي الله عنهم په باره کې فرمایي: زما پر امت باندې تر ټولو مهربان کس، حضرت ابوبکر دی. او پر دین باندې تر ټولو سخت سړی حضرت عمر دی. او پر حلال او حرامو تر ټولو پوه حضرت عبدالله بن مسعود او تر ټولو په قضاوت کې پوه سړی حضرت علی دی. رضي الله عنهم.
او د حضرت عثمان رضي الله عنه په اړه فرمایي: څنګه شرم و نه کړم د هغه کس څخه چې ملایکې لا شرم کوي.
دا ټول په حقیقت کې د دې خبرې نښه ده چې هغه د هر چا د مهارت له مخې عزت ور کاوه او د هر چا وړتیا یې ستایله.
۱۰- د اسلامي حکومت د رازونو ساتل
د هوښيار او عقل والا مشرانو يوه ځانګړنه دا ده چې د خپل حکومت رازونه او کاري پلانونه پټ ساتي او ولس ته يې نه رسوي. پېغمبراکرم (ص) د اسلامي حکومت د رازونو په ساتلو کې ډېر حساس او هوښيار و او هيڅکله يې عامو خلکو ته نه ويل.
رسول علیه السلام دوه وزیران درلودل چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر (رضی الله عنهما) وو، ده به له هغوی سره مشوره کوله او هم به چې کله به یې په یوه ځای کې د جنګ اراده کوله، داسې چل به یې وکړ چې خلکو به داسې ګمان وکړ چې د بل ځای اراده یې کړې چې منافقان مصروف او سرګردانه وي. د مثال په توګه، که دوی غوښتل شمال ته لاړ شي، اعلان به یې وکړ چې غواړو جنوب ته لاړ شو. نو په لاره کې به شمال په لور روان شول.
همدارنګه کله کله به یې یو کس له خط سره یو ځای ته ولیږه او ورته به یې ویل چې تر هغه وخته پورې چې ځای ته ونه رسېږې خط مه خلاصوه.
دا ډول کړنې رهبرانو ته دا درس ورکوي چې د خپل حکومت د رازونو په ساتلو کې لیوال وي.
11- د نړیوالو قوانینو او مقرراتو اطاعت
انسانان د هغو هیوادونو او سیمو ټولګه ده چې په یوه نړۍ کې یو ځای ژوند کوي او هر یو یې په خپل هیواد یا سیمه کې د تطبیق وړ قوانین او مقررات لري، خو بل ډول قوانین او مقررات، هغه نړیوال قوانین دي او پر ټولو مشرانو اړین دي چې د دغو مقرراتو پیروي او عمل وکړي.
کله چې د مسلمه کذاب دوه سفیران پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغلل، نو هغه ورته وویل: ایا تاسو د هغه له پیروانو څخه یاست؟ هغوی وویل هو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که دا عام حکم نه وای چې د پیغام رسونکي نه وژل کیږي، ما به ته وژلی وای.
همدارنګه د حدیبیې په سوله کې کله چې مشرکانو نه غوښتل چې «محمد رسول الله» ولیکي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه د خدای رسول یم، که څه هم تاسو زما څخه انکار وکړی، هیڅ ستونزه نشته، “محمد بن عبدالله” ولیکه.
یو ځل بیا چې کله هغه غوښتل چې پاچاهانو ته یو لیک ولیکي، هغوی ورته وویل چې پاچاهان تر هغه پورې هیڅ لیک نه لولي چې مهر پرې نه وي. په همدې خاطر يې يو مهر جوړ کړ چې “محمد رسول الله” پر ليکل شوی و.
په دغو شیانو باندې رسول الله صلی الله علیه و سلم غوښتل چې په دې ټکي ټینګار وکړې چې د اسلامي ټولنې مشر باید پراخ ذهن ولري او نړیوال قوانین ومني هغه چې د  دین له احکامو سره په ټکر کې نه وي.
12- په جنګونو کې ګډون او په دې لارې کې پوخوالی
پېغمبر (ص) په ډېرو جګړو کې په خپل مېړانه او زړورتیا سره ګډون وکړ او په لومړۍ کرښه کې و. هغه په ​​دې لاره دومره پوخوالې او مهارت ته رسېدلی و چې اکثره یې پخپله د جګړې مشري کوله.
له دې مسئلې څخه معلومیږي چې د اسلامي ټولنې مشر باید په جنګونو او جګړو کې برخه واخلي تر څو پوخوالی او ثابت روحي او جسمي زده کړې وکړي او تل چمتو وي.

پایله

له هغه څه چې په دې لیکنه کې راغلل، معلومیږي چې د اسلام پیغمبر (ص) د رهبرۍ په ټولو برخو کې یو بې ساری شخصیت و او د ټولنیز، دیني، ملکي او نظامي رهبرۍ قوي او هوښیار مثالونه یې اسلامي ټولنه ته وښودل.
د پیغمبر صلی الله علیه و سلم په سیاست کې ژوند خوندي کیږي، شتمني وده کوي او هیوادونه له پاکوالي او اخلاص څخه ډک کیږي. صداقت او دين به لومړنۍ کلمې وي او د حاکم او اتباع تر منځ به هيڅ توپير نه یي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت د اسلامي حکومت د رهبرانو او زعیمانو په لاره کې یو ځلانده څراغ دی او په دې برخه کې هغوی ته درس او روزنه ورکوي، چې باید د اسلامي ټولنې مشر یو صادق، زړور، متمدن، د عقل او ټولنیزي پوهي خاوند وي چې د اسلامي نظام او قوانینو په وړاندې ځان قربان کړي.
Leave A Reply

Exit mobile version