ليكوال: سید ابوالحسن ندوی (رح)
 

د قرآن کریم د پوهېدو اصول

مقدمه

الحمدلله رب العالمین والصلاة والسلام علی سیدالمرسلین و خاتم النبیین محمد و آله و صحبه أجمعین و من تبعهم بإحسان إلی یوم الدین.
خدای تعالیٰ بشریت خلق کړ او د هغه وجود یې مادیاتو او معنویات ته اړ وګرځوه. پرته له شک لکه څنګه چې انساني جسم د ژوند د دوام لپاره اوبو، خوړو وغیره ته اړمند دی د انسان روح هم روحاني خوړو ته اړ دی او څه ډول چې د انسان جسم په آفاتو، امراضو او ستونزو مبتلا کیږي، انساني روح هم د آفاتو، ناروغیو او ستونزو هدف ګرځي. هو! انسان مرکب له جسم (بدن) او روح څخه دی هر مرکب چې فقط د انسان یو بُعد ته پاملرنه وکړي او بل بُعد یې مهمل او بې‌پاملرني پریږدي، قطعاً انسان ته یې جنایت کړی او هغه یې نه دی پیژندلی.
د مادي ښونځیو تېروتنه په همدي ټکي کې ده چې هغوی یوازې د بشر مادي بُعد په نظر کې نیولی او د روحي ارخ یې انکار کړی او یا یې پامه غورځولی دی. په دې سبب هغوی د انبیاؤ د ښوونو په نسبت د ضرورت نه لرلو احساس کړی او ځان یې مستغني ګڼلی دی. تاریخ او تجربه شاهدي ورکوي چې د بشر توره ورځ هغه وخت پیل شوه چې هغه ځان له الهي وحي بې‌نیازه ګڼلی او فقط غواړي د عقل او تجربې په مرسته ژوند ته دوام ورکړي.
په رېښتیا هم خدای تعالیٰ چې د انسان خالق دی او د هغه په ټولو ابعادو باخبر دی په بشریت یې مهرباني وکړه او د پیغمبرانو په بعثت، او په پای کې د رسول اکرم ﷺ په بعثت او د قرآن مجید په نازل کولو یې هغه د خپل لطف هدف وګرځوه.
د پروردګار د لطف او مهربانۍ اقتضاء څنګه اجازه ورکوله چې د بشر د جسم د ضرورت لپاره دا ټول مادي امکانات مهیا کړي خو روحي اړتیاوي یې بی‌ځوابه پرېږدي او پرته له دې چې هغه ته د ژوند لپاره دستورالعمل ورکړي هغه خپل حال ته پرېږدي، کاش چې بشریت متوجه شوی وای او د الهي پیغامونو قدر یې کړی وای.
له نورو څه ګیله! متأسفانه خپله مسلمانان هم د دښمنانو د منفي تبلیغاتو او د ابلیس د تلقیناتو په دلیل د قرآني تعلیماتو او ددې کتاب پیغام اړوند بې‌تفاوته شوي دي او ډېرو یې له هغه اعراض کړی او د دې آیت مصداق ګرځېدلي دي:
{وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِکْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِیْشَة ضَنْکَا} [طه: ۱۲۴].
«څوک چې زما (قرآن) له نصیحت اعراض وکړي قطعاً ډېر یو تنګ ژوند به ورته مقدور شي».
که په رښتوني لید د مسلمانانو ژوند په دې آیت سره و ازمایو، آیا دا حقیقت نلري چې نن ورځ مسلمانان پریشانه مغشوش او اندیښمن دي؟ آیا د مسلمانانو سیاسي ژوند له مینځه تللی او ګډوډ شوی ندی؟ آیا مغلوب او تابع شوي ندي؟ آیا ورسته پاتي او مستضعف نه یادیږي؟ آیا هغوی ته دښمنان زور نه وایي؟ آیا یهود او نصارا مسلمانان د تحقیر او تمسخر هدف نه ګرځوي؟ آیا د هغوي سیاسي، ټولنیز او اخلاقي ژوند بې‌شمېره خطرات نه تهدید کوي؟ پرته له شک دا ټولي ګډوډۍ د خدای له کتاب او برحق دین څخه د مسلمانانو د اعراض په سبب  دي.
البته اعراض (مخ اړول) هم مختلف ډولونه لري د بعضو په باور او عقیده کې ضعف راغلی دی او په یو ډول د اعتقاد له نظره اعراض کوي، ځيني باور لري خو له عمل کولو یې مخ اړولی دی، بعضي بیا د تلاوت په برخه کې دومره سست او غافل دي ګویا اعراض یې کړی دی، ځيني نورو بیا په قرآن د صحیح پوهي او تدبر په نسبت بې‌پروا دي. په هر حال له قرآن څخه اعراض او مخ اړول که په شکل وشي، یو ډول محرومیت او بدبختي له ځان سره لري او هېڅ شئ د هغه ځای نشي ډکوالای.
د مسلمانانو په غاړه د قرآن حقوق
که خپله قرآن ته مراجعه وکړو وینو چې قرآن مجید له هر مسلمان وګړي څخه پنځه غوښتني لري:
۱- ایمان او تعظیم
{آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ} (البقره: ۲۸۵).
«د خدای رسول په هغه څه چې د پروردګار له لوري یې په هغه رانازل شوي، ایمان راوړئ دی او مؤمنانو هم».
۲- د آیاتونو تلاوت
{الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ أُولَٰئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ} (البقره: ۱۲۱).
«هغه کسانو ته چې هغوی ته مو کتاب ورکړی دی، هغه چې څه ډول د تلاوت وړ دی، تلاوت کوي».
۳- پوهه او تدبر
{كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ} (ص: ۲۹).
«کتاب دی مبارک چې هغه مو پر تا نازل کړی دی تر څو انسانان د هغه په آیاتونو کې تدبُر وکړي او تر څو هوښیاران تري عبرت واخلي».
{أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا} (محمد: ۲۴).
«آیا په قرآن کې تدبُر نکوي یا یې په زړونو قفل (مُهر) دی».
۴- په قرآن عمل او په ژوند کې د هغه اوامر عملي کول.
قرآن د عمل کتاب دی هغه کسانو چې د قرآن په اوامرو عمل نه ده کړی او هغه یې په ژوند کې نده پیاده کړی د قرآن له نظره فاسق او ګنهکار شمیرل کیږي.
{وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ} (المائده: ۴۷).
«او هر څوک په هغه څه چې خدای نازل کړي دي ایمان نه راوړي همدوی دي چې نافرمان دي».
رسول اکرم ﷺ فرمایلي دي: «ما آمن باالقرآن من استحل  محارمه» «هغه څوک چې د قرآن حرام کړي شیان حلال وګڼي، په هغه یې ایمان نده راوړی.»
۵- د قرآن فرهنګ خپرول او د هغه په لور د خلګو دعوت کول.
{هَٰذَا بَلَاغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُوا بِهِ} (ابراهیم: ۵۲).
«دا د خلګو لپاره هغه پیغام رسونه ده او تر څو په هغه خبرداری ومومي».
رسول الله ﷺ وفرمایل:  «بلغوا عني ولو آیة» «زما له لوري یې ورسوئ ولو که یو آیت هم وي».
که مسلمانان په دې پنځه برخو کې قرآن ته پاملرنه وکړي او د قرآن  دا پنځه حقونه ادا کړي په قطعي ډول به د هغوی په ژوند کې حیرانونکی تحول او انقلاب رامینځه شي. د صدر اسلام د مسلمانانو د بریا راز په دې کې وو چې هغوی په پورته ټولو برخو کې د قرآن کریم حق اداء کړی وو او سرلوړې شول، هغوی تل د اسلام د ستر پیغمبر ﷺ دا حدیث په نظر کې نیولی وو چې فرمایل یې: «ان‌الله یرفع بهذا الکتاب أقواماً ویضع به آخرین». «الله تعالی د دې کتاب په وسېله ځينې قومونو ته د سرلوړئ نعمت ور په برخه کوي او بعضي نور پست او ذلیل ګرځوي».
د مشرق شاعر او د اسلام راز پېژندونکی په همدې برابر خپلو انقلاب زیږونکو اشعارو کې داسي اشاره کوي:
گر تو می‌خواهی مسلمان زیستن                          نیست ممکن جز به قرآن زیستن
فاش گویم آنچه در دل مضمر است                    این کتابی نیست چیزی دیگر است
د خوښۍ ځای دی چې معاصر نسل په ځانګړي ډول ځوانان او لوستي کسان د حیرانتیاو او ډول ډول ګډوډیو له لیدو کتو وروسته د قرآن لور ته متوجه شوي دي او هغوی څخه ډېرو یې د قرآن پیژندلو او معنیٰ اړوند تحقیق او څیړنو ته مخه کړي ده، چې پرته له تردید دا عمل د روښانه راتلونکي خبر ورکوي او انسان هېله‌مند کوي. اما په دې اړه د یو مهم مطلب ذکر کول ضرور دی، هغه دا چې ډیر کسان چې د قرآن د پیژندلو علاقه مندان دي هغه کسان دي چې ځان له علماؤو راسخ العلم او مستغني ګڼي او یا په خپل سرو مطالعو مشغول دي، یا دا چې په قرآن د پوهېدو لپاره د هغه کسانو ليکنو ته متوسل کیږي چې هغوی خپله د قرآن له نور څخه چندان ګټه نده اخیستي او په یو ډول انحراف اخته دي. دې ته په کتو باید په قرآن د پوهیدو اصول او مبداء سره اشنا شو او د راسخ العلمو لارموندونکو د لارښونوو مطابق په دې نړۍ کې ګام واخلو.
 دا کتاب چې د امام سید ابوالحسن ندوی (رحمه‌الله) د هڅو پایله ده په همدی اړه بحث کوي.
حضرت سید ابوالحسن ندوي (رحمه‌الله) هغه څوک دی چې د قران مجید په پوهېدو کې یې د رجال ‌الله څخه ګټه اخیستي او د لویو عالمانو لکه حضرت سید حسین احمد مدني (رحمه الله) امام التفسیر مولانا احمد علي لاهوري (رحمه‌الله) او سید سلیمان ندوي (رحمه‌الله) څخه مستفیض شوی دی او د الهي د ځانګړو توفیقاتو سره یې د قرآن له پوهي ډېره ګټه په نصېب شوي ده.
د حضرت علامه ندوی (رحمه الله) دا په زړه پوري اثر د تیارو په دې عصر کې د قرآني تعلیماتو غوښتونکو کسانو لپاره روښانه څراغ دی چې د هغې په مرسته به ان‌شاءالله وکولای شي  د قرآن سره مطلوبه اړیکه ونښلوي او رښتونی سعادت په لاس راوړي او بشریت ته د سعادت په رسولو کې د قرآن په وسیله برخمن او سعید شي.
د قرآن سره ملګرتیا د قرآن له ژبي په واسطه:
هغه څه چې قرآن د ځان په اړه ویلي دي د هغې په رڼا کې کولای شو د هغه په ځانګړنو او ډول ډول ابعادو پوه شو او د هغه د عظمت او اعجاز په هره برخه خبر شو چې عموماً له نظره پټ ښکاری.
هو! کله چې د قرآن مجید متعدد آیاتونه چې د قرآن د پېژندلو لپاره دي، وڅارو وینو چې زموږ په مخ د معرفت نوی باب پرانیزي. په دې اړه ځیني د قرآن مجید آیاتونه د لازمو توضیحاتو سره ذکر کیږي.
۱- قرآن مجید علم قطعي او غیر متشبه دی
د قرآن مجید تر ټولو لويه معجزانه او فوق البشري ځانګړنه، د هغه یقيني او قطعي والی دی.
{ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ} (البقره: ۲).
«دا هغه کتاب دی چې هيڅ تردید په هغه لار نلري»
{وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ} (یونس: ۳۷).
«د احکامو تفصیل په بر کې لري هیڅ شک په هغه کې نشته د جهانیانو د پرودګار له لوري دی».
{…وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ۴۱ لَّا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ ۖ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ۴۲} (فصلت: ۴۱-۴۲).
«دا کتاب پیاوړی دی باطل نه د هغه مخ ته راځي او نه د هغه له شا، دا د حکیم او د ستایل شوي ذات، نازل شوی کتاب دی».
په دې ځانګړنه کې هېڅ خبره د انساني خبرو او هېڅ کتاب د بشري لیکنو شریک (ګډ) نه دی او نشي کولای چې ګډ شي. ځکه د قرآن منبع او سرچینه (الهي علم) او د نزول وسیله یې (الهي وحي) ده. دا سرچینه د هر ډول نقص او عیب، شک او اشتباه، ګمان او تخمین، تعارض او اختلاف څخه پاکه او مبراء ده، هر څه چې په هغه کې دي ټول قطعي او یقیني، ګواه او مریي، یو ډول او نهائي دي؛ الهی علم تدریجي او رُشدمنونکی نه دی پرته له شک د هغه علم لکه د هغه نور صفات ابدي دائمي دي.
{هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ} (الحدید: ۳)
«هغه دی وړاندې له ټولو او هغه دی وروسته له ټولو او هغه دی پناه (پټ) او هغه په هر څه پوه دی».
د هغه علم د هر څه احاطه کونکی دی
{إِنَّمَا إِلَٰهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا} (طه: ۹۸).
ستاسو معبود یوازې الله دی، چې پرته له هغه بل هېڅ معبود نشته، ټول شیان یې په خپل علم سره احاطه کړي دي.
{وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَىٰ كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا} (جن: ۲۸)
«خدای تعالیٰ د هغوی ټول احوال احاطه کړی دی او د هر څه شمېر باندې پوره پوه دی».
تېروتنه او هېرول په هغه لار نلري:
{قَالَ عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي فِي كِتَابٍ ۖ لَّا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنسَى} (طه: ۵۲)
«(حضرت موسی ع) وویل: د هغوی (مخکنيو) علم زما له پروردګار سره دی؛ زما پروردګار تېروتنه نکوي او نه یې هېروي. هغه دی چې حتیٰ غیر محسوس امور او غیر مادي شیانو باندې هم پوره پوهیږي او د کائناتو یوه ذره هم د هغه له علم څخه بهر نه ده.»
{عَالِمِ الْغَيْبِ ۖ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ.} (سبأ: ۳).
«هغه په غیبو پوه دی، د زري په اندازه هم د هغه له علم نه پټ پاتي نه دي، نه په اسمان او ځمکه، او نه کوچنی او لوی مګر ټول په مبین کتاب کې دي».
الهي کتاب د الهي علم څخه اخیستل شوی دی:
{فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَن لَّا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ} (هود: ۱۴).
«که ستاسو آواز ته مثبت ځواب نه درکوي هغه وخت دي پوه شي چې قرآن مجید د هغه په علم سره نازل شوی دی، او پرته له الله بل معبود نشته، نو آیا تاسو تسلیم کیږئ».
{وَلَقَدْ جِئْنَاهُم بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ} الاعراف: ۵۲).
«او موږ د هغوی لپاره کتاب نازل کړ چې په هغه کې مو ټول مطالب د علم په وسېله واضح کړي دي او هغه کتاب د ایمان د خاوندانو لپاره هدایت او رحمت دی».
 په دې دلیل الهي کتاب له هر ډول تعارض او اختلاف څخه لري دی، ځکه تعارض او اختلاف د جهل او ناپوهۍ پایله یا د لږ او ډېر علم، یا د نسیان، غفلت، کذب او افتراء نتیجه ده، او مسلماً الهي علم د ټولو عیبونو څخه پاک دی بناً کلام یې هم د هر ډول تعارض او اختلاف څخه پاک او مصؤن وي.
{أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا} (النساء: ۸۲).
«آیا په قرآن کې فکر نکوئ؟ که قرآن پرته له خدای د هر چا له لوري وای په هغه کې به مو ډېر اختلافات لېدلي وو».
کله داسی حال مخ ته راځي چې د یوه علم او معلوماتو اصلي سرچینه ډیره ښکاره او محفوظه ده خو هغه رسنۍ چې هغه خلګو ته ابلاغ کوي  مؤثق او د اعتماد وړ نه ده، ګوا هغه وخت چې علم له مبدا څخه د مقصد په لور په حرکت وو د لاري په اوږدو کې یې ټکر ولید او محفوظ پاتي نشو، خو د قرآن مسئله دا ډول نه ده، بلکي هغه ډول چي یې خپله قرآن تصریح کوي د حضرت محمد ﷺ  د علم وسیله وحي ده، او هغه پرته له لږ او ډېروالي محفوظ او مصئون ده او په هغه کې د هېڅ ډول دخالت امکان نشته دی.
{وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ۱۹۲ نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ ۱۹۳ عَلَىٰ قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِينَ ۱۹۴ بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُّبِينٍ ۱۹۵} (الشعراء: ۱۹۲-۱۹۵)
«او دا قرآن د دنیاوالو د پرودګار له لوري رالیږل شوی دی، امانت کاره ملائکې (جبرئیل ع) هغه ستا په زړه په عربي ژبه روښانه کړه تر څو ته د ډار ورکونکو څخه شې».
{وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ ۳ إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ۴} (النجم: ۳-۴).
«هغه څه چې هغه وایي د هغه د نفس جوړي شوي غوښتنې نه دی بلکي خبري یې وحي دي چې په هغه باندې نازل کیږي»
{قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ} (النحل: ۱۰۲).
«ته ووایه: روح القدس هغه د پروردګار له لوري په حق سره راوړی دی تر څو مؤمنانو ته ثبات ور وبخښي او د امر منونکو بنده‌ګانو لپاره، هدایت او زېری شي».
{إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ۱۹ ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ ۲۰ مُّطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ۲۱} (۱۹-۲۱).
«دا قرآن، د خدای کتاب، د عرش مالک ته د ارزښتمني، قدرتمندي فرښتې له لوري راوړل شوی، اوامر یې د اجرا وړ او امین (امانت کار) دی».
۲- انساني علوم او د هغه ځای
اوس که د الهی علم په وړاندې انساني علومو ته نظر واچوئ وینئ چې د هغې منبع او سرچینه بې‌عیبه نده، ځکه د هغه اساس او پیل غالباً په ظن او قیاس دی.
د محدودیت با وجود د هغه ابزار  قدرت‌مند نه دي.
دا چې د انساني علم تر ټولو ښه وسېله پنځه‌ګوني حواس دي، ځکه هغه علم چې انسان د پنځه‌ګونو حواسو له لاري لاس ته راوړي ناڅاپه شمېرل کیږي.
 د عقلي علومو اساس هم په محسوساتو ولاړ دی په دې سبب انسان له پنځه ګونو حواسو د حاصل شویو معلوماتو په مرسته عقلي نتایج په لاس راوړي خو ستونزه هلته مخ ته راځي چې خپله پنځه ګوني حواس ځيني وخت د ستونزو سره مخ کیږي.
د پنځه ګونو حواسو وروسته د عقل نوبت دی، د عقل ستونزه دلته ده چې د هغه په درجاتو کې تفاوت ډېر دی. بله ستونزه چې انساني علومو کې وجود لري دا ده، چې انسان نشي کولای په یو وخت کې خپل معلومات او محسوسات احاطه کړي.
له دې ور اخوا، د مادیاتو په نړۍ کې بې‌شمیره مسائل موجود دي چې تر اوسه نه دې حل شوي؛ او د رأیو اختلاف چې حد او مرز نلري، د انساني علم لازمه پرمختګ په تدریج دی او د پرمختګ حد او مرز معلوم نه دی. په هغه حال چې د علم مرز او حد مشخص وي، د هغه د نقص دلیل شمیرل کیږي او که حد او مرز یې معین نه وي د هغه د عدم اکمال دلیل دی، او په هر صورت کې د نقص او شبهې خالي نه دی. دا چې د نړۍ موضوع مادیات دي چې په هر حال انسان څه اندازه د هغه مربوطه علم وسایل په اختیار کې لري. اما مابعدالطبیعه (متافیزیک) نړۍ، چې د مادیاتو جهان وړاندې ده او په مراتبو د هغې نه پراخه ده  کُلاً د انساني علم له محدودې بهر ده انسان د ځان د حقیقت په اړه، قطعي علم نلري او د ځان د پیل او پای په اړه بې خبر دی. د دې نړۍ پیل او پاي د هغه لپاره نامعلوم راز دی، اما عقل د خپل تعقل له حقیقت څخه ناتوان دی.
بیا هم دلته یو انسان نشي کولای د محض ګمان او ظن په وسیله یا  په خپل قیاس او فطرت د پروردګار له مرستي پرته د هغه امورو اړوند چې د حق د خوښئ او ناخوښئ سبب کیږي مفصل معلومات پیدا کړي د انسانانو ناتواني هومره ده چې نشي کولای د قیاس او فراست په مرسته د یو بل  له دننه کامل معلومات پیدا کړي. انسانان په قانون جوړونې او د سیاسي او اخلاقی نظامونو په تشکیل کې بې‌شمیره تېروتني کوي او د منابعو د متفاوت والی په دلیل یې، خودساخته قوانین یو له بل سره ضد او نقیص کیږي.
ددې قوانینو پر اساس به ملتونه یو له بل سره په جنګ شي، ډېري غوښتني او مصلحتونه به یو له بل سره په تعارض کې واقع شي.
او په دې دلیل چې بشري علم پوره او قطعي نه دی بشري قوانین به قهراً له ډېرو مراحلو تېر شي او د اخذ او رد کولو،  مقایسې او ترجیح سلسله به پرله پسې دوام لري، بې‌شمېره حرکتونو او خوځښتونه به پیدا او بشریت به هېڅ  کله راحتۍ ته ونه رسیږي.
هو! ددې ګډوډیو سرچینه انساني علم دی چې نقصان درلودونکی او پر ګمان بنا دی مګر مع‌الوصف انسان په هغه اعتماد لري او دا خپله یو ډول ظلم او طغیان دی. الله تعالیٰ په دې  اړه فرمایي:
{وَمَا أُوتِیتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِیلَا} (الأسراء: ۸۵)
«او هغه علم چې تاسو ته درکړل شوی دی ډېر لږ دی».
( وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا ۚ إِنَّ {الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ} (یونس: ۳۶)
«او ډېر د خلګو له ګمان او وهم څخه اطاعت کوي، هغه ګمان چې د حق په پېژندلو کې هېڅ فعالیت نه لري. په حقیقت الله په هغه څه چې کوي یې ډېر پوه دی».
{إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ ۖ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا} (النجم: ۲۸)
«هغوی د وهم او گمان تعقیب‌ونکی دي او ګمان حق ته د رسېدو لپاره هېڅ ګټه نلري».
۳- قرآن محکم او مفصل کتاب دی
قرآن مجید د دین اصولو او کلیاتو اړوند هغه څه چې د انسان د اخروي خلاصون او دنیوي بریا لپاره  اړین دي پوره قطعي، روښانه،  مفصل او واضح دی.
لکه څنګه چې فرمایي:
{أَفَغَيْرَ اللَّهِ أَبْتَغِي حَكَمًا وَهُوَ الَّذِي أَنزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلًا} (الأنعام: ۱۱۴).
«آیا بل داور غیر له الله ولټوو حال دا چې هغه دی چې په تفصیل توضیح ورکونکی کتاب یې ستاسو لوري ته نازل کړی دی».
{وَلَقَدْ جِئْنَاهُم بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ} (الاعراف: ۵۲)
«او په تحقیق موږ د هغوی لپاره کتاب راووړ چې په علم او پوهي مو هغه واضح بیان کړ. هغه کتاب د مؤمنانو لپاره د هدایت او رحمت سبب دی»
{الر ۚ كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ} (هود: ۱).
«الف لام را. دا هغه کتاب دی چې آیاتونه یې محکم دي او د خدای له لوري له حکمت او له خبر سره په تفصیل بیان شوي دي».
{وَمَا كَانَ هَٰذَا الْقُرْآنُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ اللَّهِ وَلَٰكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ} (یونس: ۳۷)
«او دا قرآن داسي ندی چې چا غیر له الله ج څخه هغه د خپل زړه په خوښه راوړئ وي بلکي تائید دی پر ټولو وحيو چې مخکي له دې نازل شوي دي او د کتاب تفسیر دی. هېڅ شک په هغه لار نلري. د دنیاوالو د پروردګار له لوري دی».
خو باید پوه شو چې د اسلام له نظره، دین کوچنی او منحصر مفهوم نه لري لکه څنګه چې په نورو مذاهبو کې له هغه برداشت او اخذ کیږي. په اسلامي لیدلوري کې انسان د خدای عبد او بنده دی او د ژوند په یوه برخه کې هم د خدای له بنده‌ګۍ او اطاعت څخه آزاد نه دی. د هغه هر کار حتیٰ پاچاهي او سلطنت یې (چې په ظاهر کې له غلامۍ سره مغایرت او مخالفت لري) د هغه د بنده‌ګۍ مظهر شمېرل کیږي. د نړۍ دا لیدلورۍ چې وایي دین له سیاست نه جدا دی هیڅ معنیٰ نه لري، دقیقاً د خدای تعالیٰ له لوري چې د همدې عبد او بنده مولا او خاوند دی هغه ته یې کامل دستورالعمل او قانون د قرآن په شکل راستولی دی چې کولای شي د هغې په رڼا کې ښه ژوند ولري. په رېښتیا چې د ژوند دا آیین او قانون هیڅ ډول سیاسي تبصرې ته اړتیا نه لري.
۴- قرآن، فرقان او مُمیز دی
د قرآن یو ممتاز صفت د هغه فرقان والی دی چې د هغه د نوم قائم مقام دی.
{تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا} (الفرقان: ۱).
«مبارک دی هغه ذات چې حل او فصل کوونکی کتاب یې په خپل بنده نازل کړی تر څو هغه د نړیوالو لپاره بیم ورکونکی وي».
په ریښتیا چې قرآن مجید تر قیامته د هدایت او ګمراهۍ، ایمان او کفر، اسلام او جاهلیت، د الله رضا او د هغې عدم، یقین او ګمان، حلال او حرامو په مینځ کې داسې فرق ایښی دی چې په اسماني کتابونو کې یې مثال نه لیدل کیږي. د بیلګي په ډول، د توحید او شرک تفاوت یې داسې واضح بیان کړی دی چې په هغه کې د هيڅ ډول احتمال او تیروتني امکان پاتي نه دی حقا چې د هغه په اعجاز دلالت کوي.
{قَدْ تَبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ} (البقره: ۲۵۶).
«د هدایت لار د ګمراهی څخه ځانګړی شوي ده»
{لِیَمِیزَاللّٰهُ الْخَبِیثَ مِنَ‌الـطَّیِّبِ} (الأنفال: ۳۷).
«او دا ددې لپاره ده  چې خدای تعالیٰ غواړي پاک له نا پاکو څخه جلا کړي».
{لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَن بَيِّنَةٍ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَيَّ عَنْ بَيِّنَةٍ} (الأنفال: ۴۲).
«دا هم په دې خاطر چې څوک وروسته له اتمام حجت څخه هلاک کیږي  هلاک دي شي او څوک چې ژوندي پاتي کیږي ژوندي دي پاتي شي».
۵- قرآن مجید د مخکنیو کتابونو تصدیق کونکی او د هغوی ساتونکی دی
په دې برخه کې درې ټکي باید په نظر کې ونیول شي:
۱- د دین اصول او کُلیات په ټولو اسماني کتابونو او د انبیاؤ په تعلیماتو کې مشترک او متفق علیه دي. او دا مطلب په قرآن کې هم تائید شوی دی.
۲- له قرآن مجید مخکې نازل شوي کتابونه د محدود وخت لپاره راغلي وو تر هغه وخت محفوظ وو او هیڅ یو یې هم تل نه وو.
۳- قرآن الکریم آخرین کتاب دی او د ابد لپاره دی.  د دين ټول اصول په کې شامل دي او تر قیامته به محفوظ وي.
{إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ} (الحجر: ۹).
 «بېشکه چې موږ قرآن نازل کړی او موږ به د هغه حفاظت او ساتنه کوو»
هو! قرآن کریم د مخکنیو اسمانی کتابونو تصدیق کونکی او د هغوی د اصلي تعلیماتو ازموینه ده. په همدې سبب د تېرو شویو کتابونو هر مطلب چې له قرآن سره موافق وي صحیح او محفوظ دي، او هر څه چې یې مخالف او معارض وي محرف او غیر مصؤن محسوس کیږي.
ډېر آیاتونه په قرآن مجید کې په دې امر دلالت کوي چې قرآن  کریم د تېرشویو کتابونو مصدق (تصدیق کونکی) دی. په لاندې آیت کې د قرآن مجید دوه صفات (مصدق او مهیمن) ذکر شوي دي
{وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ} (المائده: ۴۸).
«او موږ تا ته په حقه دا کتاب درلېږلی دی، او هغه څه چې د ده په وړاندي وو د هغو تصدیق کوونکی او د هغو ساتونکی دی. »
۶- قرآن مجید زړونو ته د سلامتۍ لارښونه کوي او د تیارو یې د نور لوري ته رابولي
{يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ ۚ قَدْ جَاءَكُم مِّنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ ۱۵ يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ۱۶} (المائده: ۱۵-۱۶)
«روښانه نور او کتاب د خدای له لوري تاسو ته راغلی دی. الله تعالی د هغې په وسېله، هغه څوک چې د هغه د رضاء غوښتونکی دی د خلاصون او سلامتۍ لارو ته یې لارښونه کوي او په خپله اراده هغوی له تیارو د نور لورې ته راولي او هغوي سیده لاري ته هدایت کوي».
{الر ۚ كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ۱ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَوَيْلٌ لِّلْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ۲} (ابراهیم: ۱-۲)
«الف لام را. دا یو کتاب دی چې پر تا مو د دې لپاره نازل کړی چې خلک له ترږمیو څخه د رڼا په لور را وباسې. د هغه خدای لاري ته چې زورور او ستایل شوی دی. او د اسمانونو او ځمکې د ټولو هستیو څښتن دی، او د حق د منکرانو لپاره سخته تباه کوونکې سزا ده».
{هُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَىٰ عَبْدِهِ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِّيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَإِنَّ اللَّهَ بِكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ} (الحدید: ۹).
«هغه دی چې واضح آیاتونه خپل بنده ته استوي تر څو تاسو له تیارو راوباسي او د نور لورې ته مو راولي. په ریښتیا چې خدای تعالی پر تاسو مهربان دی».
{اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ ۗ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ} (البقرة: ۲۵۷).
«الله تعالی د مؤمنان ملګری دی چې هغوی له تیارو راکاږي او د نور لور ته یې راولي او د کافرانو ملګری شیطان دی چې هغوی له نور څخه باسې د تیارو لوري ته یې بیایي. هغوی د اور (دوزخ)  اهل دي او تل به په هغه پاتي وي».
قرآن مجید د ژوند د ښه طرز لپاره مستقیمي او هواري لاري چې د هر ډول خطر او افراط څخه لري دي د بشریت پر مخ غوړوي او دا لارې په «سبل السلام» (د سلامتۍ لارې) تعبیر کوي چې په ریښتیا هم تر دې بل ښه تعبیر وجود نه‌لري. او د «سبل السلام» د شرحي او توضیح لپاره تر همدې بله غوره کلمه وجود نه لري.
د سلامتۍ او سعادت لاري، په حقیقت کې د هغي لویي لارې (صراط) کوڅې دي چې حضرت رسول اکرم ﷺ بنده‌ګانو ته د هغې په ورښودلو مأمور شوی دی.
{وَأَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ} (الأنعام: ۱۵۳).
«( او هغه خبر ورکړی دی چې) همدا لار، زما سیده لاره ده په همدې لارې ولاړ شئ او په نورو لارو مه ځئ ځکه چې تاسو به د هغه له لاري تیت او لرې کړي».
په دې اړه یو مهم ټکی د پام وړ دی او هغه دا چې قرآن مجید تل د نور په مقابل کې، ظلمت او تیارې یو ځای استعمال کړي دي، دا ددې لپاره ده چې که روښنایي او نور موجود نه وي ظلمتونه او تارېکۍ به هومره ډېري وي چې حد به نلري. او انسان به د ژوند په هره مرحله کې له تورو تیارو سره مخ کیږي.
که د ریښتوني دین څخه نور لري کړو په دې نړۍ کې به پرته له توري تیارې بل هېڅ څه باقي پاتې نشي. البته نه یوازې یوه تیاره بلکې بې‌شمېره تاریکۍ.
ای نړۍ څېړنه وکړه، خدای ته رسېدونکي ټولې لاري؛ مذاهب او ادیان، بې‌روحه قهري رواجونه؛ د خلکو د اعتقاداتو بنا په جهالت او وهم؛  پوهه او معرفت، قیاس او ګمان، د معاشرې او معاملاتو بنا پر بې عدالتۍ او نه جوړښت، سیاست او قانون، دولتونه حکومتونه، زور ویل او تېری. هو د دې ګډوډیو او ناورینونو په مینځ د یو لار ورکي انسان مثال داسي دی چې قرآن یې فرمایي:
{ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا} (النور: ۴۰).
«تیارې د تیارو په سر دي لکه د یو بل بر سر چې ووډل شوي یي تیاره هغه ډول ده چې یو کس خپل لاس هم نشي لیدای».
په ریښتیا هم چې د ظلماتو په دې بحر او د تاریکیو په لوی سیند کې، د نور او رڼا یوازینی منار الله تعالیٰ دی چې ځمکه او اسمان د هغه له رڼا روښانه دی.
{اَللّٰهُ نُورُ السَّمَٰوٰتِ وَالأَرْضِ} (النور: ۳۵) «الله تعالیٰ د اسمانونو او ځمکې نور دی».
په همدې دلیل د نور کلمه د «ظلمات» (بې‌شمیره تیارو) په وړاندې مفرد استعمال شوي ده. که د یوازینۍ سرچیني نه د نور افاضة ونشي هیڅ څه به روښانه نشي.
{وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ} (النور: ۴۰) «او هغه څوک چې الله هغه ته نور نه وي ورکړی هېڅ نور به وه نه لري».
هغه څوک چې د قرآن مجید او نبوي نور په وسیله د غفلت او ګمراهیو له نړۍ را بهر او پښه د نور او رڼا نړۍ کې ږدي حقا چې نوی ژوند په لاس راوړي؛ هغوی احساس کوي چې د لید او بصیرت خاوندان شوي دي، هغه وخت د ژوند ټولي لارې ورته روښانه کیږي او «سبل السلام» او صراط المستقیم يې په نظر کې واضح کیږي، د ژوند په مسیر کې یې هر ګام د خدای د نور په رڼا کې پورته کیږي. او تر هغه وخته چې د حق د لارښونو مطابق ژوند کوي اشتباه او تیروتنو سره نه مخ کیږي.
په حقیقت کې دا دوه حالته (تیاره او رڼا) بې‌حده له یو بل تفاوت لري قرآن مجید همدا تفاوت داسي بیان کړی دی:
{أَوَمَن كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا ۚ } (الأنعام: ۱۲۲).
«آیا دا دوه کسان سره برابر دي چې یو له هغوی مړ شوی وو بیا مو هغه ته ژوند ور وباښه او هغه ته مو نور ورکړ چې د هغه نور په واسطه د خلګو په مینځ کې تګ وکړي او بل یې په ډېرو تیارو کې پاتي راغلی دی او د هغې څخه د وتلو هېڅ لار نه لري».
الله تعالیٰ وعده کړي ده چې د قرآن کریم لارویانو ته داسي نور ور وبښي، لکه څنګه چې فرمایي:
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ} (الحدید: ۲۸).
«ای د ایمان خاوندانو! له الله وویرېږئ او د پیغمبر په رسالت یې یقین ولرئ تر څو خدای تعالیٰ تاسو ته د خپل رحمت دوه برخي درکړي او ستاسو لپاره نور در وبښي چې د هغه په واسطه تګ وکړای شئ او ګناهونه مو وبښي»
د {یَمْشِي بِهِ فِي‌ النَّاسِ} او {تَمْشُوْن‌َ} کلمات دې ته اشاره لري چې دا نور یوازې د آخرت ورځ ته ځانګړی شوی نه دی، د دې نور خاوندان د ژوند په ټولو برخو کې د بصیرت او تشخیص ځواک لري. هغوی ټول کارونه د الهي وحي او د پیغمبر ﷺ د لارښونو په رڼا کې ترسره کوي.
 الله تعالیٰ هغوی سره په هره برخه کې د «فرقان» (د ښه او بد د تشخیص ځواک) په واسطه مرسته کوي. د هغوی د ژوند طریقه د غیر مؤمن وګړو ژوند سره کاملاً فرق لري. د هغوی ځانګړی خصوصیت دا دی چې د ژوند اساس یې په قیاس او تجربې ولاړ نه دی بلکي پر وحي او رسالت ولاړ دی. په لاندي آیت کې همدې ځانګړني او امتیاز ته اشاره شوي ده.
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا} (الأنفال: ۲۹).
«ای ایمان لرونکو! که تاسو له خدای ووېريږئ الله تعالیٰ به تاسو ته د حق او باطل د تشخیص ځواک در وبښي».
په همدې دلیل الله تعالیٰ قرآن مجید د نور، بصائر، هدي، بینه، موعظه، شفاء او ذکر مبارک په القابو مسمیٰ کړی دی.
۷- قرآن مجید د ټولو اعمالو کامله آینه ده چې د ډول ډول افکارو او اعمالو خاوندان کولای شي خپلې څېرې په هغه کې په پوره توګه وویني، البته کله په صراحت او کله په اشاره، کله په ضمن کې د اشخاصو ذکر او کله په مستقیم ډول لکه څنګه چې قرآن مجید فرمایي:
{لَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ} (الأنبیاء: ۱۰).
«په تحقیق موږ ستاسو په لور هغه کتاب چې ستاسو احوال په هغه کې ذکر دي نازل کړی دی. آیا له عقل کار نه اخلئ».

د یوې واقعې بیان

مشهور محدث شیخ الاسلام ابوعبدالله محمد بن نصر مروزي بغدادي (۲۹۴-۲۰۲ هـ) چې د احمد بن حنبل (رحمه الله) شاګرد دی په خپل کتاب «قیام الیل» کې دا واقعه را نقل کړي ده چې انسان سره د پورته آیت په پوهیدو کې مرسته کوي او د اسلافو د تګلارې اړوند په قرآن د پوهېدو او په هغه کې د تدبر په اړه دلالت کوي:
«یوه ورځ جلیل القدر تابعي او د عربو مشهور سردار «احنف بن قیس» په داسې حال چې ناست وو دا آیت یې غوږو ته ورسېد»:
{لَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ} الأنبیاء: ۱۰).
«په تحقیق موږ ستاسو په لور هغه کتاب چې ستاسو احوال په هغه کې ذکر دي نازل کړی دی، آیا له عقل کار نه اخلئ».
هغه له خپل ځای څخه تکان وخوړ او وې ویل د قرآن کریم یوه نسخه ماته راوړئ تر څو وګورم چې زه په کومې ډلي کې یم او د څه ډول کسانو سره مشابهت لرم. قرآن کریم خلاص کړ د ځینو خلګو له څنګ تېر شو چې د هغوی داسي وصف دی:
{كَانُوا قَلِيلًا مِّنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ ۱۷ وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ۱۸ وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ۱۹} (الذاریات: ۱۷-۱۹)
«د شپې لږه برخه خوب کوي او سهار مهال بښنه غواړي او هر څوک یې په اموالو کې څه برخه لري (که یې وغواړي او یا یې ونه غواړي)».
سترګې یې په بلې ډلې ولګېدې چې دا حال یې وو:
{تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ} (السجده: ۱۶).
«اړخونه یې د خوب له بستر څخه لرې دي په داسې حال چې خپل پروردګار په خوف او امېد لولي او هغه څه چې هغوی ته مو رزق ورکړي نورو ته ورکوي».
بیا یې تر سترګو بله ډله راغله چې دا ډول توصیف شوي ده:
{وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا} (الفرقان: ۶۴).
«هغوی چې شپه په سجدو کولو او په ولاړو پښو د خپل پروردګار په حضور کې لمانځي ( تېروي )».
هغه خپل تګ ته دوام ورکړ یوه ډله یې ولیده چې داسې معرفي شوي وه:
{الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ} (آل عمران: ۱۳۴).
«هغوی چې خپل مال په راحتۍ او ستونزو کې د خدای په لار کې مصرف کوي او خپل قهر کښته کوي او د خلګو له تقصیراتو تيریږي او خدای تعالیٰ نیکي کونکی خوښوي».
بله ډله یې ولیده چې دا حال یې درلود:
{وَيُؤْثِرُونَ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ} (الحشر: ۹)
«او نورو ته پر ځان ترجیح ورکوي اګر څه خپله هغه شي ته اړمند وي او هغه کسان چې د نفس له حرص څخه محفوظ وي بریمن دي».
هغه ستړی نشو او همداسي په لیدلو او کتلو مشغول وو یوې ډلې ته ورسېد چې داسي اخلاق او صفات یې درلودل:
{وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ} (الشوری: ۳۷)
«او څوک چې د لویو ګناهونو او د عفت خلاف اعمالو څخه پرهېز کوي او کله چې قهرجن شي لنډ راځي او ترې تيریږي».
{وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ} (الشوری: ۳۸).
«او هغه کسان چې د خپل پروردګار امر پر ځای کوي او لمونځ په ښه توګه وایي او کارونه یې په مشوره ترسره کیږي او هغه څه اندازه (مال) چې موږ هغوی ته ورکړي انفاق کوي».
احنف بن قیس چې کله دلته ورسېد په تعجب شو او وې ویل: یا الها! زه له خپل حال خبر یم په ریښتیا چې زه په دې ډلو کې نه لیدل کېږم، وروسته یې بله لاره انتخاب کړه او خپل تګ ته یې دوام ورکړ. یوه ډله یې ولیده چې حال داسې وو:
{إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ ۳۵ وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُو آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ۳۶} (الصافات: ۳۵-۳۶)
«کله چې هغوی ته ویل کېدل چې غیر له الله تعالیٰ بل معبود وجود نه لري مخ یې ګرځاوه او ویل یې: آیا موږ د لیوني شاعر په خبره خپل معبودان پرېږدو؟»
بیا یې په همدې لاره کې سترګي په هغه خلګو ولګیدې چې داسی معرفي شوي دي:
{وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ ۖ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ} (الزمر: ۴۵).
«او کله چې یوازې د خدای خبره مینځ ته راشي د هغه کسانو زړه چې په آخرت ایمان نه لري تنګیږي، او کله چې غیر له هغه د بل چا خبره وشي دوي ناببره خوشاله کیږی».
بیا د یوې بلي ډلي تر څنګ تیر شو چې د پوښتني هدف واقع شوي وو:
{مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ ۴۳ وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ ۴۴ وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ.۴۵ وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ ۴۶ حَتَّىٰ أَتَانَا الْيَقِينُ ۴۷} (المدثر: ۴۲-۴۷).
«کوم شي (عمل) تاسو دوزخ ته واچولئ؟ ځواب کې به ووایي: موږ لمونځ نه ویلو ناچارو او مسکینو ته مو خوراک ته ورکاوه او خپل هم‌مثلو کسانو سره مو دروغ او رښتیا جوړول او شایعات مو خپرول تر دې چې مرګ راورسېد».
هغه خپلو هڅو ته دوام ورکړ د قرآن کریم پاڼي یې لټولې تر څو خپل ځان په کې پیدا کړي، چې بالآخره په دې آیت یې توقف وکړ:
{وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللَّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ} (التوبة: ۱۰۲)
«او شته ځیني کسان چې په خپلو ګناهونو اعتراف کوي. هغوی ښه او بد اعمال سره مخلوط کړي دي. ژر ده چې الله تعالیٰ به په خپل رحمت سره دوی ته نظر وکړي. په رښتیا چې خدای تعالی بښونکی او مهربان دی».
په دې وخت کې یې بې‌اختیاره په خولې دا جمله جاري شوه: هو! هو! پرته له شم او تردید همدا زما حال دی.
۸- د بشر د نسل لپاره ابدي لارښود!
د قرآن مجید یو اعجازي بُعد دا دی چې د هغه ملتونو او افرادو ذکر یې کړی دی، چې د ځانګړو اخلاقو پر بنا فنا منونکي نه دي.
د جرمونو او جنایاتو په برخه کې یې هم هغه نادرالوقوع جنایات نه دی ذکر کړي چې یوازې بعضي افراد یې ځیني وخت ترسره کوي. بلکي هغه جنایات او ګناهونه یې بیان کړي دی چې ډېر ترسره کیږي. د دې حقایقو په رڼا کې ویلای شو چې قرآن کریم ژوندۍ او ابدي کتاب دی چې د هغه لپاره ماضي او حال، نوي او قدیم فرق نلري، د قرآن کریم خطاب د هر تمدن او هري زمانې لپاره یو ډول دی، دعوت یې په هر وخت کې تازه او د حال د مقتضاء مطابق دی؛ د انساني فطرت ټول شموله هنداره او د بشر د نسل لپاره ابدي لارښود دی. د هغه نازل کونکي څومره ښه فرمایلي دي:
{وَلَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِّنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ} (النور: ۳۴).
«موږ ښکاره آیاتونه او د هغه کسانو احوال چې مخکي له تاسو څخه تېر شوي دي ستاسو لوري ته او د پرهېزګارانو لپاره پند او نصیحت نازل کړي دي»
{وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَٰذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ} (الزمر: ۲۷).
«او موږ هر ډول مثال او داستان په دې قرآن کې د خلګو لپاره بیان کړی دی تر څو د هغوی لپاره یادونه وي».
{لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَىٰ وَلَٰكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ} (یوسف: ۱۱۱).
«او د عقل د خاوندانو لپاره د پیغمبرانو په داستانونو کې عبرت موجود دی. قرآن هغه خبره چې په دروغو جوړه شوي ده نه دی مګر قرآن هغه څه چې مخکې له ده تير شوي دي تائیدوي او هر څه په تفصیل سره بیانوي او د مؤمنانو لپاره د هدایت او رحمت سبب دی»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version