
لیکوال : قاري عبدالستار«سعید»
د حجاب او عفت شهید (برخه : ۲۰)
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
له ځاځیو تر کابله… (دوام لري)
ماښام چې دوی یوازې پاته شول او حکومتي کسان ورسره نه وو، نو په دې يې مشوره پیل کړه چې خپل تحقیق سره یو کړي. که په کابل کې ترې پوښتنه او تحقیق کیږي نو د دوی خبره باید سره یوه وي. دا چې د دوی د حرکت اصلي محرکين خپله قاضي عبدالرحمن او حضرت محمد صادق مجددي وو، نو په دې اتفاق وکړ چې یوازې همدا دوو کسان به ټول مسؤلیت په غاړه اخلي. هغوی به په صریحو ټکو امان الله خان ته وایي چې د حکومت غیر شرعي اقدامات دوی مجبور کړل چې لاس په کار شي. اما دوی په پیل کې د جګړې اراده نه درلوده، دوی غوښتل یو ولسي قوت راټول کړي او دمفاهمې له لارې حکومت دې ته وهڅوي چې د اسلام پر ضد پيل کړي اقدامات معطل کړي او که چیرې سوله ييزو هڅو نتیجه نه ورکوله نو بیا به دوی په نظامي اقدام غور کاوه.
د سفر نور ملګري چې د قاضي صاحب شاګردان او ځوان طالبان وو، دوی ته وویل شول چې په تحقيق کې دې ورته ووايي چې موږ د قاضي صاحب او حضرت صاحب سره د بدرګې په شکل په دې سفر کې ملګري شوو، موږ د دوی له اصلي قصد څخه خبر نه و، ځکه حضرت صاحب به مخکې هم په لوګر او نورو سیمو کې د خپلو ځمکو او مریدانو د لیدلو لپاره سفر کاوه، نو موږ هم ورسره ملګري شوو او وروسته د دوی له اصلي هدف څخه خبر شوو. په دې توګه قاضي صاحب ځان قربانۍ ته ورکړ او وروستۍ هڅه یې دا وه چې نور څلور ملګري چې درې تنه یې نوي ځوانان وو له اعدام څخه محفوظ شي. په همدې بحث او مشوره کې معصوم مجددي چې د دوی تر ټولو کشر ملګری و، یو وار بیا د وارخطايي خبره وکړه. اما قاضي صاحب دا ځل د نرمې لهجې پر ځای په ډېر توندۍ مخاطب کړ او ورته ويې ویل: میاجانه! کله مو چې په ځاځیو کې له موږ څخه د بیلېدلو او فرار ټول امکانات درته برابر کړل، خو تا په خپله خوښه انکار وکړ، زموږ ملګرتیا دې غوره کړه او ځان دې حکومت ته تسلیم کړ. اوس بیا دا شکایت او ناقراري څه معنی؟ زه په قسم درته وایم چې تا به هیڅکله اعدام نه کړي او ما به پرې نه ږدي، فقط لږ صبر وکړه.
په همدې وخت کې عبدالحکيم خان او محمد صدیق خان اطاق ته راغلل، عبدالحکيم خان دوی ته وویل چې زه له تاسو سره خواخوږي لرم، خصوصا له مجددي خاندان سره مې ډېر محبت دی. زما مشوره دا ده چې تاسو خپل تحقیق داسې جوړ کړی چې موږ لوګر ته د خپلو ځمکو د لیدلو لپاره راغلي وو. دا چې په احمدزیو کې زموږ ډېر مخلصین او مریدان شته نو مچلغو ته راغلو. دلته یو چا خبر کړو چې حکومت ته ستاسو د تګ په اړه ناسم معلومات ورکول شوي او ستاسو د نیولو حکم یې صادر کړی. موږ وارخطا شوو او د ځان د نجات لپاره مو هڅه وکړه چې له افغانستانه ووځو. خو په لارو هماغو مفسدینو چې موږ ته یې په دروغو حال راوړی و، موږ ته لار ونیوله او هر څه یې رانه لوټ کړل او موږ مجبور شوو ځان مو حکومت ته وسپاره.
عبدالحکيم خان وویل چې زه دلته حاکم یم او لومړني تحقیقات زما کار دی، زه به همداسې تحقیق جوړ کړم، ستاسو همدا خبرې به تائید کړم او مرکزي حکومت ته به راپور ورکړم،دا به ستاسو د تحقیق بنیاد شي او بیا تاسو هم همدا خبره ټینګه کړئ. په دې سره به ستاسو محاکمه آسانه شي. د ملګرو په نمایندګي حضرت صاحب له عبدالحکيم خان څخه مننه وکړه، چې واقعا له دوی سره اخلاص لري، خو ورته ويې ویل چې موږ له اولې ورځې عزم کړی وو چې په خپله خبره به تر مرګه ټینګ دریږو، که پکتیا ته له راتګ وړاندې هم له امان الله خان سره مخامخ شوي وای، دا به مو ورته ويل چې غوره کړې لار دې غلطه ده. زموږ هدف دا دی چې خپل پیغام تر هغه ورسوو، تر څو د تباهۍ او فتنو مخه ونیسو. موږ د خپل مرګ او ژوند پروا نه لرو بلکې داعيه راته اهمیت لري. عبدالحکيم خان دلته په خندا سره وپوښتل چې که تاسو کامیاب شوي وای له موږ سره مو څه کول؟ حضرت صاحب ورته وویل تاسو مو د توپ خولې ته تړلئ او د امان الله خان خوا ته مو فیر کولئ. تر څو هغه پوه شوی وای چې د یوه ملت له طبیعت سره مخالفت څومره درنې پایلې درلودلای شي.
حضرت صاحب عبدالحکيم خان او محمد صدیق خان ته په خطاب کې زیاته کړه: همدا تاسو وزیران او لوړرتبه مامورین د دې حالاتو مسؤلین یاست. تاسو حقیقي وضعیت او د ملت حالت له امان الله خان څخه پټوئ، د هغه د ناسمو اقداماتو او غير شرقي قوانینو اضرار نه ورته بیانوئ، بلکې په دروغو د خیر او خیرت راپورونه ورکوئ. د هغه مستبد حکومت د یوه قانوني حکومت په حیث تعبیروئ حال دا چې موږ ټول پوهیږو چې هغه په دې اسلامي ملک کې د قانون په نوم نفساني خواهشات او شيطاني اوامر نافذ کړي دي.
سبا سهار عبدالحکيم خان دوی ته حال ورکړ چې کابل ته د تګ لپاره موټر تیار دي، د دوی تګ لپاره یې درې باروړونکې لارۍ موټر آماده کړي وو، په هر موټر کې ګڼ شمېر مسلح عسکر هم وو، بندیان یې په لاریو تقسیم کړل چې قاضي صاحب او حضرت صاحب په یوه لارۍ کې و. له دوی سره د کابل سفر کې برګېډ عبدالغني هم ملګری و، کله چې د تېرې کوتل ته ورسېدل، له کابل څخه دوه موټره عسکر چې د شاهي خاص ځواک کسان وو د دوی مخې ته راروسېدل او بندیان یې تسلیم کړل. د خاص ځواک کسان چې دوی یې پیژندل ځکه حیران شول چې په کابل کې ورته ویل شوي وو چې په پکتیا کې څو غله نیول شوي هغه کابل ته راوړل کیږي. اوس یې چې قاضي القضات او حضرت صاحب لیدل نو هېښ پاته شول.
په لاره د تاج محمد په نوم شخص دوی ته وویل چې د قاضي صاحب د کورنۍ غړي هم حکومت نیولی او په ارګ کې بندیان دي، دغه راز د حضرت محمد صادق مجددي ځینې خپلوان هم نیول شوي دي. مازدیګر دوی په کابل کې حربیه وزارت ته ورسېدل خو ورته وویل شول چې امان الله خان په پغمان کې ستاسو راتګ ته انتظار دی نو ځکه یې په عجله د پغمان په خوا روان کړل. په دې موسم کې به امان الله خان د پغمان په بالاباغ سیمه کې اوسېده. دوی یې هم بالاباغ ته یووړل، د بالاباغ له محوطې بهر یې له موټرو کوز کړل او د ډېرو عسکرو په محاصره کې بالاباغ ته داخل شول. دا چې د مازدیګر وخت و د مازدیګر لمونځ یې په جماعت اداء کړ. دوی لا د لمانځه په ځای وو چې یو صاحب منصب راغی د قاضي عبدالرحمن نوم یې واخیست او هغه ورولاړ شو.
له همدې وخته د قاضي عبدالرحمن او د هغه د ملګرو محاکمه پیل شوه، هغوی له یو بل نه بېل شول او تر خپل منځ خبرو ته نه پرېښودل کېدل. د قاضي صاحب د محاکمې لومړنی مجلس چې د مازدیګر له لمانځه وروسته پیل شوی و، د ماښام تر لمانځه روان و، ځکه د ماښام له لمانځه وروسته حضرت محمد صادق مجددي محاکمې ته وغوښتل شو.
دوام لري…