Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
  • د احادیثو پوهنغونډ
  • د نامتو علماوو د ویناوو پوهنغونډ
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
  • د احادیثو پوهنغونډ
  • د نامتو علماوو د ویناوو پوهنغونډ
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د حجاب او عفت شهید (برخه : ۲۰)
د امت مشران یکشنبه _29 _نوومبر _2026AH 29-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۲۰)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال : قاري عبدالستار«سعید»
د حجاب او عفت شهید (برخه : ۲۰)
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
له ځاځیو تر کابله… (دوام لري)
ماښام چې دوی یوازې پاته شول او حکومتي کسان ورسره نه وو، نو په دې يې مشوره پیل کړه چې خپل تحقیق سره یو کړي. که په کابل کې ترې پوښتنه او تحقیق کیږي نو د دوی خبره باید سره یوه وي. دا چې د دوی د حرکت اصلي محرکين خپله قاضي عبدالرحمن او حضرت محمد صادق مجددي وو، نو په دې اتفاق وکړ چې یوازې همدا دوو کسان به ټول مسؤلیت په غاړه اخلي. هغوی به په صریحو ټکو امان الله خان ته وایي چې د حکومت غیر شرعي اقدامات دوی مجبور کړل چې لاس په کار شي. اما دوی په پیل کې د جګړې اراده نه درلوده، دوی غوښتل یو ولسي قوت راټول کړي او دمفاهمې له لارې حکومت دې ته وهڅوي چې د اسلام پر ضد پيل کړي اقدامات معطل کړي او که چیرې سوله ييزو هڅو نتیجه نه ورکوله نو بیا به دوی په نظامي اقدام غور کاوه.
د سفر نور ملګري چې د قاضي صاحب شاګردان  او ځوان طالبان وو، دوی ته وویل شول چې په تحقيق کې دې ورته ووايي چې موږ د قاضي صاحب او حضرت صاحب سره د بدرګې په شکل په دې سفر کې ملګري شوو، موږ د دوی له اصلي قصد څخه خبر نه و، ځکه حضرت صاحب به مخکې هم په لوګر او نورو سیمو کې د خپلو ځمکو او مریدانو د لیدلو لپاره سفر کاوه، نو موږ هم ورسره ملګري شوو او وروسته د دوی له اصلي هدف څخه خبر شوو. په دې توګه قاضي صاحب ځان قربانۍ ته ورکړ او وروستۍ هڅه یې دا وه چې نور څلور ملګري چې درې تنه یې نوي ځوانان وو له اعدام څخه محفوظ شي. په همدې بحث او مشوره کې معصوم مجددي چې د دوی تر ټولو کشر ملګری و، یو وار بیا د وارخطايي خبره وکړه. اما قاضي صاحب دا ځل د نرمې لهجې پر ځای په ډېر توندۍ مخاطب کړ او ورته ويې ویل: میاجانه! کله مو چې په ځاځیو کې له موږ څخه د بیلېدلو او فرار ټول امکانات درته برابر کړل، خو تا په خپله خوښه انکار وکړ، زموږ ملګرتیا دې غوره کړه او ځان دې حکومت ته تسلیم کړ. اوس بیا دا شکایت او ناقراري څه معنی؟ زه په قسم درته وایم چې تا به هیڅکله اعدام نه کړي او ما به پرې نه ږدي، فقط لږ صبر وکړه.
په همدې وخت کې عبدالحکيم خان او محمد صدیق خان اطاق ته راغلل، عبدالحکيم خان دوی ته وویل چې زه له تاسو سره خواخوږي لرم، خصوصا له مجددي خاندان سره مې ډېر محبت دی. زما مشوره دا ده چې تاسو خپل تحقیق داسې جوړ کړی چې موږ لوګر ته د خپلو ځمکو د لیدلو لپاره راغلي وو. دا چې په احمدزیو کې زموږ ډېر مخلصین او مریدان شته نو مچلغو ته راغلو. دلته یو چا خبر کړو چې حکومت ته ستاسو د تګ په اړه ناسم معلومات ورکول شوي او ستاسو د نیولو حکم یې صادر کړی. موږ وارخطا شوو او د ځان د نجات لپاره مو هڅه وکړه چې له افغانستانه ووځو. خو په لارو هماغو مفسدینو چې موږ ته یې په دروغو حال راوړی و، موږ ته لار ونیوله او هر څه یې رانه لوټ کړل او موږ مجبور شوو ځان مو حکومت ته وسپاره.
عبدالحکيم خان وویل چې زه دلته حاکم یم او لومړني تحقیقات زما کار دی، زه به همداسې تحقیق جوړ کړم، ستاسو همدا خبرې به تائید کړم او مرکزي حکومت ته به راپور ورکړم،دا به ستاسو د تحقیق بنیاد شي او بیا تاسو هم همدا خبره ټینګه کړئ. په دې سره به ستاسو محاکمه آسانه شي. د ملګرو په نمایندګي حضرت صاحب له عبدالحکيم خان څخه مننه وکړه، چې واقعا له دوی سره اخلاص لري، خو ورته ويې ویل چې موږ له اولې ورځې عزم کړی وو چې په خپله خبره به تر مرګه ټینګ دریږو، که پکتیا ته له راتګ وړاندې هم له امان الله خان سره مخامخ شوي وای، دا به مو ورته ويل چې غوره کړې لار دې غلطه ده. زموږ هدف دا دی چې خپل پیغام تر هغه ورسوو، تر څو د تباهۍ او فتنو مخه ونیسو. موږ د خپل مرګ او ژوند پروا نه لرو بلکې داعيه راته اهمیت لري. عبدالحکيم خان دلته په خندا سره وپوښتل چې که تاسو کامیاب شوي وای له موږ سره مو څه کول؟ حضرت صاحب ورته وویل تاسو مو د توپ خولې ته تړلئ او د امان الله خان خوا ته مو فیر کولئ. تر څو هغه پوه شوی وای چې د یوه ملت له طبیعت سره مخالفت څومره درنې پایلې درلودلای شي.
حضرت صاحب عبدالحکيم خان او محمد صدیق خان ته په خطاب کې زیاته کړه: همدا تاسو وزیران او لوړرتبه مامورین د دې حالاتو مسؤلین یاست. تاسو حقیقي وضعیت او د ملت حالت له امان الله خان څخه پټوئ، د هغه د ناسمو اقداماتو او غير شرقي قوانینو اضرار نه ورته بیانوئ، بلکې په دروغو د خیر او خیرت راپورونه ورکوئ. د هغه مستبد حکومت د یوه قانوني حکومت په حیث تعبیروئ حال دا چې موږ ټول پوهیږو چې هغه په دې اسلامي ملک کې د قانون په نوم نفساني خواهشات او شيطاني اوامر نافذ کړي دي.
سبا سهار عبدالحکيم خان دوی ته حال ورکړ چې کابل ته د تګ لپاره موټر تیار دي، د دوی تګ لپاره یې درې باروړونکې لارۍ موټر آماده کړي وو، په هر موټر کې ګڼ شمېر مسلح عسکر هم وو، بندیان یې په لاریو تقسیم کړل چې قاضي صاحب او حضرت صاحب په یوه لارۍ کې و. له دوی سره د کابل سفر کې برګېډ عبدالغني هم ملګری و، کله چې د تېرې کوتل ته ورسېدل، له کابل څخه دوه موټره عسکر چې د شاهي خاص ځواک کسان وو د دوی مخې ته راروسېدل او بندیان یې تسلیم کړل. د خاص ځواک کسان چې دوی یې پیژندل ځکه حیران شول چې په کابل کې ورته ویل شوي وو چې په پکتیا کې څو غله نیول شوي هغه کابل ته راوړل کیږي. اوس یې چې قاضي القضات او حضرت صاحب لیدل نو هېښ پاته شول.
په لاره د تاج محمد په نوم شخص دوی ته وویل چې د قاضي صاحب د کورنۍ غړي هم حکومت نیولی او په ارګ کې بندیان دي، دغه راز د حضرت محمد صادق مجددي ځینې خپلوان هم نیول شوي دي.  مازدیګر دوی په کابل کې حربیه وزارت ته ورسېدل خو ورته وویل شول چې امان الله خان په پغمان کې ستاسو راتګ ته انتظار دی نو ځکه یې په عجله د پغمان په خوا روان کړل. په دې موسم کې به امان الله خان د پغمان په بالاباغ سیمه کې اوسېده. دوی یې هم بالاباغ ته یووړل، د بالاباغ له محوطې بهر یې له موټرو کوز کړل او د ډېرو عسکرو په محاصره کې بالاباغ ته داخل شول. دا چې د مازدیګر وخت و د مازدیګر لمونځ یې په جماعت اداء کړ. دوی لا د لمانځه په ځای وو چې یو صاحب منصب راغی د قاضي عبدالرحمن نوم یې واخیست او هغه ورولاړ شو.
له همدې وخته د قاضي عبدالرحمن او د هغه د ملګرو محاکمه پیل شوه، هغوی له یو بل نه بېل شول او تر خپل منځ خبرو ته نه پرېښودل کېدل. د قاضي صاحب د محاکمې لومړنی مجلس چې د مازدیګر له لمانځه وروسته پیل شوی و، د ماښام تر لمانځه روان و، ځکه د ماښام له لمانځه وروسته حضرت محمد صادق مجددي محاکمې ته وغوښتل شو.
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
حجاب حضرت صاحب سفر عفت قاضي
Previous Articleمقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۵)

اړوند منځپانګې

د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۵)

شنبه _28 _نوومبر _2026AH 28-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۹)

پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۴)

پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۲۰)

یکشنبه _29 _نوومبر _2026AH 29-11-2026AD1 Views

لیکوال : قاري عبدالستار«سعید» د حجاب او عفت شهید (برخه : ۲۰) (د شهيد قاضي…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۵)

شنبه _28 _نوومبر _2026AH 28-11-2026AD7 Views

ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۵) د…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۹)

پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD10 Views

لیکوال : قاري عبدالستار«سعید» د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۹) (د شهيد قاضي…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۴)

پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD8 Views

ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۴) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۲۰)

یکشنبه _29 _نوومبر _2026AH 29-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۵)

شنبه _28 _نوومبر _2026AH 28-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.