
ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۴)
د امام ابوحنيفه رحمه الله حديثي اثار
د امام ابوحنیفه رحمه الله حديثي مسندونه(دوام لري)
څلورم: دې مسانيدو ته د علماوو پاملرنه کول، د هغو شرح کول، مسائل ترې استنباطول او کره کتنه يې کول
وړاندې تير شول چې خوارزمي رحمه الله د امام ابوحنیفه رحمه الله پنځلس مسندونه راجمع کړي او بيا يې د فقهې په بابونو باندې ترتيب کړي دي، دده منهج دادی چې لومړی حديث راوړي او بيا يې په دا نورو مسندونو کې ځای ښيي.
له خوارزمي وروسته ددې مسندونو خدمت ته علماوو مټې رانغاړلي، لکه څنګه چې نورو له خورازمي وړاندې او وروسته نقد کړي دي.
له خوارزمي – چې په ۶۶۵ هجري قمري کال کې وفات دی وروسته، حافظ الدين محمد بن محمد ابن شهاب بن يوسف الکردري، البريقني الخوارزمي الحنفي چې په ابن البزازي مشهور و، فقيه او اصولي عالم و، اصلاً د بلفار ښارونو څخه و، بيا له هغه ځايه د القرم ښارونو ته نقل شو، بيا مکه کې اوسيده او هملته په ۸۲۷ ه. ق وفات شو. بزازي هم د ابوحنیفه رحمه الله مسندونه را ټول او ترتيب کړل. بيا يې په صحاحو او سننو کې د امام ابوحنیفه رحمه الله زوائد راټول کړي او د هغه په سندونو يې خبرې کړې دي، د هغو شواهد او متابعات يې راټول کړي دي.([1])
دده کتاب په احمد دريم کتابتون کې ثبت مخطوط پروت دی، چې ۱۲۲۷ احاديث په کې دي([2]). بيا له دوي وروسته نور علماء راغلل ځينو دا مسندونه شرح او ځينو نورو مختصر کړي دي.
د مسند شرحې:
لومړی: لومړی دا مسند جمال الدين محمود بن احمد بن مسعود بن عبدالرحمن القونوي الدمشقي الحنفي شرحه کړی دی، دی هم اصولي او محدث و.په دمشق کې قاضي وو. په ۷۷۱ هجري کې وفات دی.
ده لومړی د امام ابوحنیفه رحمه الله مسند را مختصر کړی او ( المعتمد مختصر المسند ) نوم يې ورته ايښی، سندونه او مکرر احاديث يې حذف کړي، په سل ورقو کې په وړوکي حجم کې په ترکيه کې په ۱۹۲۳ م کال چاپ شوی دی.
بیا يې دا مختصر شرح کړی او ( المستند) نوم يې ورته ايښی دی. احاديث يې شرح کړي، له هغو څخه يې په حنفي مذهب کې د فقهي مسائلو استدلال کيفيت يې ښوولی او د مخالفينو معارض احاديث يې راوړي دي. غريب الفاظ يې شرح کړي، په ځينې متکلم فيه راويانو کې يې خبرې کړي، د دوی د توثيق په اړه يې د علماوو نظرونه رانقل کړي([3]). دده دا شرح مخطوطه ده او په الظاهرية کتابتون کې په ۳۱۳ شميره ثبت ده.([4])
دويم: همدارنګه دا مسند قاسم بن قطلوبغا بن عبدالله المصري چې په قاسم الحنفي مشهور او زين الدين يې لقب دی؛ شرح کړی دی. نومړی فقيه، اصولي ، مؤرخ او محدث دی. په ۸۰۲ هجري کال کې زيږيدلی او په ۸۷۹ هجري کال په قاهره کې وفات دی([5]). دده شرح ( الامالي علی المسند) نوميږي، ده د امام ابوحنیفه رحمه الله مسند د الحارثي په مسند سره ترتيب کړی، بيا يې په فقهي بابونو له ترتيب وروسته ( الامالي) پرې ايښي دي.
په دې الامالي کې – چې دوه پريړ جلدونه لري په احاديثو باندې تعليقات لري، غريب الفاظ يې شرح کړي او په دې احاديثو کې د فقهي مسائلو په اړه د حنفي فقهاوو د استدلال وجه يې بيان کړې، د کتاب پيل يې د امام ابوحنیفه رحمه الله په مناقبو کړی، لکه دا کار خوارزمي هم کړی دی. او د کتاب په پای کې يې په ابن ابی شيبه او نورو امامانو چې د ابوحنیفه رحمه الله په ضد يې احاديث روايت کړي؛ رد کړی، د هغو د روايتونو د سندونو په ځينو رجالو کې يې خبرې کړي دي. دده شرح په بغداد الاوقاف مکتبه کې مخطوطه پرته ده.
دريم: بيا دا مسند جلال الدين سيوطي چې په ۹۱۱ هجري کال وفات دی، شرحه کړې، دا يو مهم کار دی چې يو شافعي عالم دې د ابوحنیفه رحمه الله مسند شرح کړي. لکه وړاندې مونږ ورته اشاره وکړه چې ده د امام ابوحنیفه رحمه الله د مناقبو په اړه يوه ځانګړې رساله هم ليکلې او هغه يې په ( تبييض الصحيفه بمناقب ابی حنيفه) نوم سره نومولې ده.بيا يې د ابوحنیفه رحمه الله مسند شرحه کړی هغه ته يې ( التعليقة المنيفة علی مسند ابی حنيفه) نوم ايښی دی. په دې مسند باندې د تبصرې کولو پر مهال يې له انصاف څخه کار اخيستی، سره له دې چې دی شافعي مذهبه دی، بيا يې هم خپل مذهب ته تعصب نه دی کړی.
شوکاني وايي: ده د عادت خلاف په دې تعليق کې ډير اختصار کړی؛ خو ګټور شيان يې راوړي دي([6]).
څلورم: بله شرحه يې ملا علي القاري علی بن سلطان محمد الهروي القارئ الحنفي چې په نورالدين ناصر السنة المکي سره مشهور و، کړې ده. ده له هرات څخه نورو اسلامي ښارونو ته سفر کړی، په مکه کې پاتې شوی او هملته په ۱۰۱۴ هجري کال وفات دی([7]).
ده د الحصفکي په روايت سره چې د ابوحنیفه رحمه الله کوم مسند دی، هغه يې شرح کړی، دده د احاديثو تخريج په ډيره ښه توګه کړی دی. له کومو کتابونو لکه صحيحينو يا نورو څخه چې حديث تخريجوي، هلته يې باب او يا کتاب هم ښيي، ډير ځلې د حديث درجه او په هغه کې د علماوو اقوال هم بيانوي. بيا د حديث ډيره دقيقه شرحه کوي، د مسند عبارت د دوه قوسونو په مينځ کې ليکي، لومړی په سند پیل کوي د سند د رجالو پيژندنه کوي بيا دحديث يا اثر کلمه شرح کوي. په دې کې چې څه فقهي حکم او نور فقهي احکام ترې استنباطيږي، هغه بيانوي. يواځې په دې هم اکتفاء نه کوي بلکې د حديث نور طروقو کې نور الفاظ هم ذکر کوي تر څو هغه حديث چې دی يې شرح کوي او هغه حکم چې له دې روايت څخه استنباطيږي؛ نور هم قوي شي. دا کتاب چاپ شوی او خلکو سره موجود دی([8]).
دوام لري…
سرچینې:
[1] – الضوء اللامع لآهل القرن التاسع للسخاوي، شمس الدين محمد بن عبدالرحمن – طبع دار مکتبة الحياة – بيروت. تصوير عن طبعة ۱۳۱۳ ه. ۱۰ / ۳۷، اکشف الظنون ۱ / ۲۴۲، الاعلام للزرکلي، خيرالدين، طبع دارالعلم للملايين- لبنان، بيروت ۷ / ۲۷۴.
[2] – وګوره: فهرست المخطوطات، مکتبه احمد الثالث بترکيا، الفتاوی بزازيه المشهوره للبزازي. شرح مختصر القدوري، مناسک الحج ، مناقب ابي حنيفه.
[3] – الدرر الکامنة ۴ / ۳۲۲، الفوائد البهية للکنوي ۲۰۷، الجواهر المضية ۲ / ۱۵۶، کشف الظنون ۱ / ۱۲۱.
[4] – وګوره: فهرست المکتبة الظاهرية ، اصدار المکتبة و طبع باشراف المجلس الاعلی لمجمع اللغة العربية بدمشق.
[5] – الضوء اللامع ۶ / ۱۸۴.
[6] – کشف الظنون ۱ / ۲۲۷، البدر الطالع ۲ / ۱۲۸.
[7] – البدرالطالع ۱ / ۴۴۵، کشف الظنون ۱ / ۲۴ او ۶۰ ، ايضاح المکنون فی الذيل علی کشف الظنون، تأليف اسماعيل بن باشا بن محمد امين، طبع دارالفکر بيروت، ۱۹۸۲ م. ۱ /۲۱، ۹۰، معجم المؤلفين ۷ / ۱۰۰.
[8] – دا کتاب د شرح مسند ابي حنيف لملاعلي القاري باندې مشهور دی، په ۱۴۰۵ هجري کال کې شيخ محي الدين خليل المنسي په يوجلد کې چې تقريباً ۶۰۰ مخونه لري، ددې کتاب تحقيق هم کړی دی .