Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
  • د احادیثو پوهنغونډ
  • د نامتو علماوو د ویناوو پوهنغونډ
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
  • د احادیثو پوهنغونډ
  • د نامتو علماوو د ویناوو پوهنغونډ
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۹)
د امت مشران پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۹)

AdminBy Admin۱ څرگندون
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال : قاري عبدالستار«سعید»
د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۹)
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
له ځاځیو تر کابله
د شپې دوولس بجې دوی له عسکري مرکز څخه وایستل شول او مخې ته د عسکرو د تمرین په میدان کې منتظر وو، برګېډ عبدالغني هم له دوی سره د سفر ملګری و، په میدان کې شاوخوا ګڼ شمېر عسکر صف صف ولاړ چې دوی ته یې شا وه، وروسته د قاضي صاحب او حضرت صاحب لپاره دوه آسونه راوستل شول او څلور قچرې چې کلکې کتې ورباندې تړل شوې وې د نورو څلورو کسانو لپاره راوستل شوې. قاضي صاحب خپل آس د دوی تر ټولو کشر ملګري او د حضرت شمس المشائخ صاحب  زوی معصوم مجددي ته ورکړ او ورته ويې ویل: معصوم جانه، ته ځوان یې تکلیف دې نه دی لیدلی، زه له تکليف او سختۍ سره بلد یم، د قچر سوارلي مې نه تکلیفوي زما په آس ته سپور شه.
وروسته د برګېډ عبدالغني په ملتیا دوی روان شول، درسته شپه یې مزل وواهه، تر دې چې د منګلو یوې ساحې ته ورسېدل. د شپې په وروستۍ برخه کې لږ ویده شول او د سهار د لمانځه له اداء کولو وروسته یې بیا حرکت وکړ. د رڼا په خپرېدلو سره معلومه شوه چې شاوخوا يې ټوله عسکرو نیولې ده له یوه عسکر نه یې پوښتنه وکړه چې د دوی انتقال لپاره څومره کسان ګمارل شوي؟ هغه وویل موږ شپږ سوه نفر یوازې پیاده عسکر یو، نور افسران او مشران هم شته چې هغوی په آسونه سپاره دي.
اصل خبره دا وه چې د ګردیز حاکم، عبدالغني خان ته ویلي وو چې د قاضي صاحب او ملګرو د انتقال په وخت کې دې ډېر احتیاط وکړي، کیدای شي هغوی د فرار هڅه وکړي او یا که د فرار هڅه ونه کړي هم، دا چې په ولس کې محبوبیت لري، کیدای شي په غرنیو سیمو کې ولسي خلک د هغوی د خلاصون لپاره حمله وکړي نو د داسې احتمالي خطر د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر کسان د هغوی په ساتنه وګماري. قاضي صاحب چې له دې وضعیت نه خبر شو، عبدالغني ته يې وویل چې موږ خپله ځان حکومت ته سپارلی چې د فرار اراده نه لرو، نو زموږ په خاطر دومره ډېر کسان عبث مه سرګردانوه. خو هغه وویل چې ده ته همداسې امر شوی او مجبور دی د حکومت امر پر ځای کړي.
تر ګردیزه لار اوږده وه، قاضي صاحب له همیشني عادت سره سم له ملګرو سره خوشطبعي او خوږ مجلس کاوه.  د جالبو کیسو او لطيفو په ویلو سره يې هغوی ته روحیه ورکوله او اندیښنو ته یې نه پرېښودل او کله به یې علمي یا معلوماتي مسئله یاده کړه. یو ځل یې له حضرت صاحب نه پوښتنه وکړه، چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لقب خو ابن الذبیحین ( د دوو قربان شویو زوی) و. یو ذبیح خو اسمعیل علیه السلام و، مګر اوس زما له ذهنه وتلي چې دوهم ذبیح کې اشاره چا ته ده؟ حضرت صاحب ورته وویل له دوهم ذبیح نه مراد عبدالله بن عبدالمطلب دی. قاضي صاحب وویل: بالکل درست دې وویل، زما له ذهنه دا خبره وتلې وه. قاضي صاحب لږ غلی شو او بیا یې وویل: او زه ویلی شم چې أنا ابو الذبیحین ( زه د دوو قربان شویو پلار یم) ځکه یو زوی مې محمد عیان د غلو له لاسه شهید شو او دوهم زوی مې عبدالحنان به د امان الله خان لخوا اعدام شي.
حضرت صاحب ډاډ ورکړ چې الله تعالی مهربان دی، هیڅ نفر ته به هم تکلیف نه رسیږي. خو قاضي صاحب وویل چې زه یقین لرم چې ژوندی نه پاته کیږم. وروسته یې معصوم مجددي ته ډاډ ورکاوه ورته ویل یې چې تا ته ان شاءالله کوم تکلیف نه رسیږي. معصوم مجددي وویل چې ډېر وارخطا نه دی خو اطمنان هم نه لري. خو قاضي صاحب ورته وویل چې زه په  الله تعالی قسم کوم چې تا ته هیڅ تکلیف نه رسیږي او زه به خامخا اعدام شم. که چیرې داسې ونه شول او ته اعدام شوې نو د قیامت په ورځ ما له ګریوانه ونیسه او راته ووایه چې ته دروغجن وې او ما ته دې په دروغو ولې اطمنان راکاوه. ( اما بالاخره کټ مټ هماغسې وشول چې قاضي صاحب یې وړاندوینه کړې وه)
د ورځې په ۹ بجې میرزکې ته ورسېدل، هلته له ګردېز څخه مسؤلين له دوو سوه عسکرو سره مخې ته راغلي وو، تر څو بندیان رسما تسلیم کړي. شاوخوا ډېر خلک نندارې ته راټول شوي وو او چا چې دوی پیژندل په حسرت او افسوس یې ورته کتل. د یادونې وړ ده چې څو کاله وړاندې د ملا عبدالله د پاڅون په وخت کې چې له کابل څخه د علماء کرامو یو هیئت پکتیا ته راغلی و په هغه کې له حضرت نور المشائخ فضل عمر مجددي سره قاضي عبدالرحمن او حضرت محمد صادق مجددي هم وو. نو ځکه د پکتیا ډېرو خلکو دوی پیژندل. بل دا چې حکومت اعلان کړی و چې هغه قاضي القضات چې بغاوت یې کړی و، نیول شوی دی او نن له ځاځیو ګردیز ته انتقالیږي، نو ځکه ډېر خلک راوتلي وو. ځینې خلک چې دوی یې پيژندل د دوی په داسې حال کې لیدلو باندې د افسوس اوښکې تویولې، ځینې به بیا نږدې ورغلل روغبړ به یې ورسره وکړ او لاسونه به یې ورښکل کړل.
یو ځای خلکو دوی ته چای، ډوډۍ او شیدې راوړې. خو حضرت محمد صادق مجددي ترې خوراک ونکړ او خلکو ته يې وویل موږ  ستاسو د همکارۍ په تمه راغلي وو، خو ستاسو مشرانو په وعده وفا ونه کړه، چې له مجبورۍ موږ ځان حکومت ته تسلیم کړ، اوس ستاسو ډوډۍ په ما حرامه ده. ګردېز ته په رسیدو یې دوی د سمت جنوبي حاکم اعلی عبدالحکيم خان او فرقه مشر محمد صدیق خان ته وروستل.
کله چې دوی حکومتي ځای ته نږدې شول، ويې لیدل چې حاکم اعلی او فرقه مشر یې له ګڼو حکومتي مسؤلینو او عسکرو سره استقبال ته ولاړ دي. حاکم اعلی او فرقه مشر د دوی تود هرکلی وکړ او لاسونه یې ورښکل کړل. خو د پولیسو مشر چې په پغمان کې د قاضي صاحب وطندار و، داسې چلند یې وکړ لکه هیڅ تعارف چې ورسره نه لري. قاضي صاحب ورباندې غږ وکړ چې ته ولې له ما داسې په څنګ تېریږي. زه او ته خو له پخوا ښه سره شناخته یو. که زما د بندي توب په وجه تعارف نه کوي، نو وګوره چې زه که څه هم بندي یم، خو ستاسو له حاکم اعلی نه په لوړه څوکۍ او معتبر ځای کې ناست یم، نو ښه ده چې له یو بل سره روغبړ او تعارف وکړو. په دې خبرو سره د پولیسو مشر هم ورغی او له قاضي صاحب سره یې روغبړ وکړ.
دوام لري…

 

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
حجاب ځاځي سفر عفت قاضي
Previous Articleمقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۴)

اړوند منځپانګې

د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۴)

پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۳)

چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸)

چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD
نور یی ولوله

۱ څرگندون

  1. Pingback: د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸) - کلمات پښتو

Leave A Reply Cancel Reply

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۹)

پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD1 Views

لیکوال : قاري عبدالستار«سعید» د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۹) (د شهيد قاضي…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۴)

پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD3 Views

ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۴) د…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۳)

چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD12 Views

ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۳) د…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸)

چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD10 Views

لیکوال : قاري عبدالستار«سعید» د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸) (د شهيد قاضي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۹)

پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۴)

پنجشنبه _26 _نوومبر _2026AH 26-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.