امان الله خان د جرګې واګې خپل یو اعتمادي شخص سردار شیر احمد خان ته سپارلې وې، په ظاهره که څه هم استازو مختلف موضوعات د بحث لپاره وړاندیزول خو شیر احمد خان یوازې هغه موضوعات د بحث او پریکړو لپاره په اجنډا کې نيول چې امان الله خان يې د ابلاغ او تائید لپاره دغه مجلس رابللی و. په دې ډول د غونډې په لومړیو څلورو ورځو کې امان الله خان د ریفورمونو په نوم خپل ډیری نوي اقدامات په جرګه باندې ومنل. د نوموړي د دې اقداماتو په وړاندې ځکه کوم قوي غبرګون ښکاره نه شو، چې یو خو له لویه سره جرګې ته هغه کسان نه وو رابلل شوي چې د مخامخ مخالفت وېره ترې کیدله. بل دا چې د جرګې فضا داسې ډیزاین شوې وه چې د مخالفت غږ پورته کول آسان نه و.
ډاکټر محمد حسن کاکړ د جرګې د برخوال منشي علي احمد له قوله ليکلي چې په پنځمه ورځ هغه وخت خبره لانجمنه شوه چې امان الله خان د ښځو د پردې یا حجاب موضوع مطرح کړه. هغه غوښتل له جرګې د حجاب د ممنوعيت تائید هم واخلي خو په جرګه کې موجودو څو تنو علماوو یې په کلکه مخالفت وکړ، هغوی امان الله خان ته د حجاب په اړه آیتونه او احادیث وویل خو امان الله خان وويل چې دی ملا نه دی، خو په دې پوهیږي چې د حجاب یا ستر حکم له غاړې نه ښکته د بدن پټولو په اړه دی مخ او د سر نورو برخو ته شامل نه دی.
مخالفو علماوو د ده په نظر یو ځل بیا په کلکه رد کړ او په دې وخت کې لکه امان الله خان ته چې د مصطفی کمال اتاترک لارښوونه وریاد شوي وي، کنټرول یې له لاسه ورکړ او په لوړ غږ یې وویل:
( دا ټول مصیبتونه ستاسو له لاسه دي، تاسو ملایان له ( دووسانو) پرته نور څه نه یاست، مګر زه به هغه څه نافذوم چې زه یې غواړم. زه به ستر پریښودل آن د برچې په زور عملي کړم، نه په غوړه مالۍ سره . په دې پوه شئ چې زه یو انقلابي پاچا یم.[1]
امان الله خان بیا نورو خلکو ته نظر واړاوه او په لوړ غږ یې وویل: زما د ګران ملت استازو! تاسو ته زما توصیه ده، دغه توصیه زما ټول ملت ته ورسوئ. تاسو باید پوه شئ چې دغه ملایان په دې هیواد کې په خپلو وعظونو سره د دښمنانو د دسیسو د خپرولو مسؤلین دي. زموږ د خلکو وروسته پاتي والی د هغو موهومي خبرو له امله دي چې دوی یې خلکو ته رسوي او په هغه سره یې تېرباسي. زه به د دې ملایانو چاره وکړم خو تاسو باید ملت پوه کړئ چې د دې ملایانو چې د ملت بده غواړي په خبرو ونه غولیږي.[2]
د امان الله خان دغه اظهارات د دیني قشر په وړاندې د ده هغه خطرناک عزائم څرګندول، چې د قاضي عبدالرحمن غوندې په حکومت کې دخيلو کسانو ته له وړاندې معلوم شوي وو، نو ځکه هغوی ته له دې پرته بله لار پاته نه وه چې ولس ته مراجعه وکړي، علماء، قومي مخور او عام مسلمانان د بدل شوي پاچا په سیکولر عزائمو خبر کړي. د دې لپاره اړتیا وه چې دوی له کابل څخه ووځي او د ولس منځ ته ورشي. د داسې یو سفر لپاره له وړاندې حضرت محمد صادق مجددي د پکتیا تر مچلغو او ځاځي اریوب پورې د ارتباط مزي غځولي وو. هغه د لوګر او پکتیا یو شمېر قومي مشران په اعتماد کې اخیستي وو، اوس چې د امان الله لخوا دوی ته د سر خطر هم متوجه و، د دې وخت رارسیدلی و چې دوی هم د خپل سر د حفاظت او هم خپل ورته متوجه مسؤلیت د اداء کولو لپاره له کابل څخه ووځي. بناء له هغه یوه ورځ وړاندې چې امان الله خان په پغمان کې جرګه پیلوله، قاضي عبدالرحمن سره له نورو ملګرو په پټه له کابل څخه ووت. دا چې دوی د څه لپاره، څنګه او چیرې لاړل راځئ له حضرت محمد صادق مجددي يې اورو چې په خپلو خاطراتو کې یې دا جریان په ډېر تفصيل بیان کړی، خو موږ د کتاب حجم ته په پام سره په لنډو رااخلو.
پکتيا ته د سفر پيل
د ۱۳۰۷ هـ ش کال د سنبلې ۷ مه او د ۱۳۴۷ هـ ق کال د ربیع الاول ۱۲ مه، د نبوي ميلاد مبارکه شپه وه د نا معلوم منزل څو تنه لارویان ( قاضي عبدالرحمن، مولانا محمد صادق مجددي، سنا معصوم مجددي، مولانا سلطان جان او نور ملګري یې) د پغمان بیکتوت ته نږدې د قلعه میر په سیمه کې د سباني سفر لپاره په تیاریو بوخت دي. له يوې خوا سفر ته وارخطا له بلې خوا د خپل انتخاب کړې لارې په اړه زړه نا زړه دي. حاکم فساد او د فتنو را الوتی توپان په سترګو ویني چې باید په وړاندې یې اقدام وکړي، خو دا چې ټول وطن په درانه خوب ویده او هيڅوک په روان وضعیت باک نه کوي، نو دوی هم په خپل اقدام شکمن شي. شپه له نیمايي اوښتې ده چې د سفر پنډې وتړل شوې او ملګرو یوه شېبه د خوب دنیا ته پناه یووړه.
د ملګرو له جملې مولانا محمد محمد صادق مجددي خوب ويني چې والد محترم، د مجددي حضراتو متوفی سرلاری او د دوی ټولو مرشد حضرت صاحب غلام قیوم مجددي رحمه الله ولاړ دی، یو بل تن هم ورسره دی او په وړاندې یې زوی ( مولانا محمد صادق مجددي) او لمسی ( سنا معصوم مجددي) ولاړ دي. مشر حضرت ضاحب خپل زوی او لمسي ته په لاس اشاره کوي او دا آیت کریمه وایي(فَاسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَانِّ سَبِيلَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ(٨٩ ) سورة یونس. مشر حضرت صاحب خپل زوی او لمسي ته په اشاره د (فَاسْتَقِيمَا) کلمه څو ځلې تکراروي او بیا یې هغوی هم ورسره تکراروي.
مولانا محمد صادق مجددي چې سهار را پاڅيږي لومړی لمونځ اداء کوي او بیا په ډېر بېړه خپل استاد قاضي عبدالرحمن ته ورځي او بیګانی خوب ورته بیانوي. قاضي صاحب او د سفر ټول ملګري د دې خوب په اورېدلو ډېر خوشالیږي، په عزم کې تردد يې له منځه ځي او تعبیر یې دا راباسي چې مشر حضرت صاحب د دوی د اقدام تائید کړی دی.
[1] دغه موضوع د مشهور مؤرخ ډاکټر محمد حسن کاکړ د کتاب ( د پاچا امان الله واکمني ته یوه نوې کتنه) د ۶۹ مخ په استناد راوړل شوې. چې نوموړي د منشي علي احمد له یاداشتونو را اخیستې ده.
۱ څرگندون
Pingback: د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۱۱ ) - کلمات پښتو