
لیکوال: مفتي محمد نبي "المیداني"
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۷)
امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او د حنفي مذهب مزایاوې
سریزه
الحمد لله رب العالمین، والصلوة والسلام علی خیر خلقه محمد وآله وأصحابه أجمعین، وبعد:
په نړۍ کې څلور مشهور مذهبونه دي، د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی مذهب، د امام مالک رحمه الله مذهب، د امام شافعي رحمه الله مذهب او د امام أحمد بن حنبل رحمه الله مذهب، چې دا ټولو ته اهل السنت والجماعة ویل کېږي، البته په دې ټولو کې غوره، قوي او له احتیاط نه ډک مذهب د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی مذهب دی.
حنفي مذهب چې موږ یې پیروان یو د نورو مذاهبو په منځ کې ډېرې ځانګړتیاوې او خصوصیتونه لري چې په نورو مذاهبو کې نه لیدل کېږي. د هر مذهب جامعیت او فوقیت د هغه مذهب له مؤسس/ بنسټګر څخه ښه معلومېږي، حنفي مذهب ځکه هم په نورو مذاهبو برتریت لري چې د دې مذهب مؤسس/ بنسټګر ستر تابعي دی او د کوم مذهب امام چې تابعي وي نو هرو مرو به هغه مذهب له هر لوري غني، جامع او فوقیت لري.
څېړونکي وایي چې د نړۍ په مسلمانانو کې ۶۰٪ شپېته سلنه خلک د حنفي مذهب پیروان او منونکي دي، پاتې څلوېښت سلنه خلک په نورو درې واړو مذهبونو باندې وېشل شوي دي. په شام کې په اکثرو ښارونو کې خلک د حنفي مذهب پیروان دي او په عراق کې هم حنفي مذهب خپور، همداراز په ماوراء النهر کې پرته له حنفي مذهب څخه بل مذهب چا نه پېژانده ، په ارمینیا، اذربیجان، او چېن پورې خلک د حنفي مذهب پیروان و، په جنوبي اسیا هند، بنګلدیش، اوسني پاکستان خلک د حنفي مذهب منونکي دي، په ترکیه، البانیا، بوسنیا او هرسک، کوسوف، ترکستان، افغانستان، قفقاز او برازیل کې هم حنفي مذهب خپور دی، چې په حنفي مذهب باندې د زیاتو خلکو عقیده او باور د حنفي مذهب د جامعیت او فوقیت ستر دلیل دی.
داچې په ذکر شویو او ځینې نورو هېوادونو کې تر ډېره بریده خلک د امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله تعالی علیه پر مذهب دي، باید ټول په خپل مذهب ټینګ و اوسي، کلکه پیروي یې وکړي او په همدې مذهب فیصلې او فتواوې ورکړل شي، همدا حنفي مذهب زموږ لپاره بسنه کوي، البته نورو دریو مذاهبو ته به هم په احترام قائل وي، په دې لیکنه کې په همدې موضوع بحث او څېړنه شوې، ترڅو د یوې علاقې او یوه هېواد مسلمانان یوازې د یوه مذهب پیروي وکړي، نور مذاهب بد ونه ګڼي، تعصب ونه کړي او یو بل ته په احترام باندې قائل شي.
والله الموفق والمعین وهو حسبي ونعم الوکیل.
د څېړنې ارزښت
دا چې له یوې خوا موږ د حنفي مذهب پیروان یو او له بلې خوا د دې مذهب د ارزښت په اړه ډېر معلومات نه لرو، بناءً نن سبا په هر چا باندې لازم دی، چې په دې اړه د عامه پوهاوي لپاره څېړنې وکړي او ویناوال یې د خلکو غوږونو ته ورسوي، دا موضوع ځکه هم ارزښتناکه ده، چې نن سبا اسلامي نظام حاکم دی او د حنفي مذهب رشد، ترقي، حقانیت او تنفیذ ډېر اسانه دی.
د څېړنې لامل
د دې څېړنې دوه لاملونه و:
-
یو دا چې له یوې خوا شل کاله ( د اشغال په دوران کې ) په افغانستان کې پر خلکو دا پابندي نه وه، چې یوازې د خپل مذهب پیروي وکړي، له بلې خوا بې مذهبه او د مذهب لا وبالي خلکو ته هم ښه فرصت برابر شوی و، چې خلکو ته د مذهب په اړه شکوک پیدا کړي او د مسلمانانو منځ کې یې اختلافاتو او پر هغوی د شرک ټاپې لګولو ته وهڅوي.
-
او بل دا چې د “کلمات” په نوم ادارې چې مسلمه امت ته یې ډېر خدمتونه کړي او لا دوام لري، خبرتیا نشر کړې وه چې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله مناقبو او حنفي مذهب اړوند مقالې ولیکل شي، څو په راتلونکو کې په دې اړه غونډه جوړه او مقالې پکې ارائیه شي.
د څېړنې اهداف
دا څېړنه لاندې اهداف او موخې په بر کې نیسي:
-
د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله او حنفي مذهب د مزایاوو په اړه عامه پوهاوی.
-
د حنفي مذهب په نورو مذاهبو د ارجحیت او فوقیت دلائل څرګندول.
-
عامو خلکو ته د حنفي مذهب پیروي، په دې مذهب کلک درېدلو لارښوونې.
-
د حنفي مذهب په اړه ننګونې او فرصتونه.
د څېړنې منهج او تګلاره
طبعي خبره ده، چې دا بحث د تحلیلي او توصیفي تګلارو پر مټ تر سره شوی دی، چې په ترڅ کې يې کتابونو، کتابتونونو او د معلوماتو نورو منابعو ته مراجعه شوې، په ځانګړي توګه د دې موضوع اړوند وروستیو څېړنو او مقالو ته زیاته پاملرنه شوې.
د حنفي مذهب مزایاوې
په نړۍ کې څلور مذاهب شتون لري، چې ټول په حقه دي، البته حنفي مذهب د نورو په پرتله فوقیت، ارجحیت او غوره والی لري، د حنفي مذهب په غوره والي هېڅوک هم سترګې نه شي پټولی، دا چې یاد مذهب څه مزایاوې لري؟ او د کومو دلائلو پر بنسټ غوره دی؟ دا ټول په راتلونکو پراګراپونو کې په لاندې ډول بیانوو:
لومړی: د حنفي مذهب بنسټګر امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله جلیل القدر تابعي و
لد هر مذهب جامعیت او فوقیت د هغه مذهب له مؤسس/ بنسټګر څخه ښه معلومېږي، حنفي مذهب ځکه هم په نورو مذاهبو برتریت لري چې د دې مذهب مؤسس/ بنسټګر ستر تابعي دی، په داسې حال کې چې د نورو مذاهبو امامان تابعیین نه دي او د کوم مذهب امام چې تابعي وي نو هرو مرو به هغه مذهب له هر لوري غني، جامع او فوقیت لري.
د حنفي مذهب مؤسس/ بنسټګر (امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله تعالی) تابعي و او په دې وخت کې شپږ صحابه کرام ژوندي و، چې د امام صاحب رحمه الله ملاقات ورسره شوی و، ځینې معتبر تاریخ لیکونکي بیا لیکي چې پر دې مهال اوه صحابه کرام ژوندي وو، چې په هغو کې انس رضي الله عنه هم و، چې امام صاحب له هغه څخه روایت هم لري.
د امام اعظم رحمه الله په وخت کې دغه صحابه کرام ژوندي و: انس بن مالک، عبدالله بن انس، عبدالله بن حارث بن جزء الزبیدي، عبدالله بن أبي أوفی، جابر بن عبدالله الأنصاري، واثلة بن الأسقع، عائشة بنت عجرد رضي الله عنهم اجمعین([1]).
امام صمیري، حافظ ابن مزي او حافظ ابن کثیر رحمهم الله لیکي چې امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی په شپاړس کلنۍ کې په (۹۶) هجري کال کې حضرت انس بن مالک رضي الله عنه لیدلی دی او امام صمیري وایي چې امام صاحب رحمه الله تعالی د حضرت انس رضي الله عنه څخه دا دوه حدیثونه نقل کړي دي: فسمعته یقول سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: من تفقه في دین الله کفاه الله همه ورزقه من حیث لایحتسب([2]).
په بل روایت کې امام صمیري رحمه الله لیکي: عن بشر بن الولید عن أبي یوسف عن أبي حنیفة قال: سمعتُ أنس بن مالک رضي الله عنه یقول: سمعتُ النبي الله صلی الله علیه وسلم یقول: الدال علی الخیر کفاعله والله یحب إغاثة اللهفان([3]).
نو دا ښکاره خبره دی چې حنفي مذهب د خیرالقرون په دوهمه طبقه ( د تابعینو ) په وخت کې رامنځ ته شوی دی او د دې مذهب مؤسس/ بنسټګر د نورو مذاهبو په نسبت نږدې و چې دا د دې مذهب پر نورو مذاهبو د فوقیت ستر دلیل بلل کېږي.
دوام لري…
سرچینې :
([1]) مغاني الأخیار في شرح أسامي رجال معاني الآثار للعیني (۳/ ۱۲۲).
([2]) المرجع السابق.
([3]) أخبار أبي حنیفة وأصحابه للصمیري الشافعي ص: ۱۷- ۱۸).