Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳)
اسلامي علما پنجشنبه _5 _نوومبر _2026AH 5-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مولوي رحمت الله عبید
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳)
امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله او علم حدیث
د امام صاحب رحمه الله استادان له تابعینو او سترو تبع تابعینو څخه
په تابعینو او تبع تابعینو کې د امام صاحب رحمه الله د استادانو شمېر ډېر زیات دی، د خوارزمي په وینا ابو حفص الکبیر رحمهما الله د امام صاحب رحمه الله د استادانو شمېر څلور زره ته رسولی، چې یو شمېر یې داسي هم دي چې هم یې استادان دي او هم یې شاګردان، لکه: امام مالک، امام لیث بن سعید المصري، جعفر الصادق او داسې نور رحمهم الله. موږ به دلته د حروف هجا پر ترتیب د ځینو مشهورو نومونو ذکر کړو:
ابراهيم بن يزيد بن قيس النخعي، ايوب بن ابي تمیمة السختياني، بهز بن حكيم، أبو عبد الملک بهلول بن عمرو الصیرفی المجنون، ثابت بن أسلم البناني، جعفر بن محمد المعروف بالصادق، حماد بن سليمان، حجاج بن أرطاة، رباح بن زيد القرشي، زيد بن أسلم مولى عمر بن الخطاب، زيد بن علي بن الحسين بن علي رضي الله عنهم، سالم بن عبد الله بن عمر أحد الفقهاء السبعة، سعيد بن أبي عروبة، سفيان الثوري، سليمان بن مهران الأعمش، شعبة بن الحجاج أمير المؤمنين فی الحديث، طاووس بن كيسان، عامر بن شراحيل الشعبي، عبد الله بن دينار، عبد الرحمان بن عمرو الأوزاعي، عبد الرحمن بن هرمز الأعرج، عطاء بن أبي رباح، عكرمة بن عبيد الله مولى ابن عباس، علقمة بن زهير، عمرو بن شعيب، الليث بن سعد المصري، مالك بن أنس إمام دار الهجرة، أبو عبد الله مكحول الشامي، محمد بن سيرين، محمد بن عبد الرحمان بن أبی ليلى، محمد بن الحسين أبو جعفر الباقر، محمد بن مسلم ابن شهاب الزهري، نافع بن عبد الله المدني مولى عبد الله بن عمر رضی الله عنهما، يحيى بن سعيد الأنصاري. (۱)
د امام صاحب رحمه الله شاګردان
د امام صاحب رحمه الله څخه د احادیثو او فقه علم حاصلوونکو شاګردانو شمېر هم ډېر زیات دی، چې بیانول یې له توان څخه وتلی کار دی. ابو محمد الحارثي رحمه الله وایي: “چې د امام صاحب رحمه الله شاګردان د ډېرو محدثینو او امامانو تر شاګردانو زیات دی، لکه امام مالک بن انس، امام اوزاعي، سفیان ثوري، یحیی القطان، امام شافعي او داسې نور امامان رحمهم الله، مګر زه له هغوی څخه اته سوه ذکر کوم”، بیا یې په ذکر کولو شروع کړې.
موږ به له هغوی څخه دلته د حروف هجا پر ترتیب یو څو مشهور شاګردان ذکر کړو:
إبراهيم بن أدهم البلخي الزاهد القدوة، إسحاق بن يوسف المخزومي المعروف بالأزرق، إسرائيل بن يوسف بن أبی إسحاق السبيعی، أيوب بن أبی تميمة الستختيانی، بلال بن أبي بلال مرداس الفزاری،جريج بن معاوية الكوفی، جرير بن حازم، جعفر بن عون، جعفر بن محمد بن علی الحسين المعروف بالصادق،
حسن بن زياد الؤلؤی، حماد بن الإمام أبی حنيفة، حماد بن سلمة، حمزه بن حبيب الزيات القارئ، داود بن نصير أبو سليمان الطائی الفقيه الزاهد، ربيع بن يونس بن يونس حاجب المنصور، زفر بن أبی زائدة خالد ابن الهذيل أحد الفقهاء الزاهد، زهير بن معاوية أبو خيثمة الجعفی، سعيد بن أبی عروبة، سفيان بن عيينة،
شقيق بن إبراهيم البلخي الزاهد، ضحاك بن مخلد،عباد بن العوام، عبد الله بن مبارك المروزی الإمام، عبد الله بن يزيد المكی، عبد الرزاق بن همام أبو بكر الصنعانی، عبد الملك بن وافد أبی سلمة الماجشون، عون بن العلاء، عيسى بن ماهان، فضيل بن دكين، فضيل بن عياض أبو علی الزاهد،ليث بن سعد الفهمی، الحارث المصری الإمام المشهور، مالك بن أنس، محمد بن إسحاق إمام أهل المغازی، محمد بن الحسن ابن فرقد القاضی الإمام أبو عبد الله الشيبانی، محمد بن خازم الحافظ، محمد بن عمر بن واقد الواقدی، محمد بن فضيل الضبی، مسعر بن كدام، معلى بن منصور، معمر بن راشد، مكی بن إبراهيم، يزيد بن زريع، يعقوب بن إبراهيم الإمام أبو يوسف القاضی. عقود المرجان: ۹۰ – ۱۵۹.
3ـ امام صاحب رحمه الله د احادیثو د حافظانو له ټولګې څخه و
د محدثینو د طبقاتو په اړه چې کومو علماوو کتابونه لیکلي دي، په هغوی کې یو شمېر کسانو امام صاحب د مبارکو احادیثو په حافظانو کې شمېرلی دی، چې په سر کې یې علامه ذهبي رحمه الله دی.
علامه ذهبي رحمه الله د خپل عظیم کتاب “تذکرة الحفاظ” په مقدمه کې لیکلي: “هذه تذکرة بأسماء معدلي حملة العلم النبوي، ومن یرجع إلى اجتهادهم في التوثيق والتضعيف والتصحيح والتزييف” ( ) یعني ما په دغه کتاب کې د هغو مخکښو محدثینو یادونه کړې کومو ته چې د یو چا د ثقه یا ضعیف ثابتولو او احادیثو په اړه د صحیح او مردود قول کولو کې رجوع کیږي.
کله چې یې د نورو محدثینو یادونه کړې، د هغوی په لړ کې یې د امام صاحب رحمه الله یادونه هم کړې ده.
له علامه ذهبي رحمه الله څخه وروسته مشهور حنبلي محدث احمد بن عبد الهادي المقدسي رحمه الله هم په خپل کتاب “المختصر فی طبقات علماء الحدیث” کې د نورو حفاظو د تذکرې سره یو ځای امام صاحب رحمه الله ذکر کړی، او د کتاب په اوله کې یې ویلي: “وبعد، فهذا کتاب مختصر، یشتمل علی جملة من الحفاظ، من أصحاب النبی صلی الله علیه وسلم والتابعین، ومن بعدهم، لا یسع من یشتغل بعلم الحدیث الجهل بهم”، یعني دا یو مختصر کتاب دی، چې د صحابه کرامو رضی الله عنهم، تابعینو او تبع تابعینو څخه مو دهغو یادونه کړې ده چې په حدیثونو کې د حفظ رتبې ته رسېدلي وو او په احادیثو کې مشغول کس ته د دوی په اړه د علم نه لرل ډېره لرې خبره ده.
همدارنګه مشهور شافعي محدث او مؤرخ ابن ناصر الدین الشافعي رحمه الله په خپلو دواړو کتابونو “بدیعة البیان عن موت الأعیان” او د هغه په شرح “التبیان لبدیعة البیان” کې چې د حفاظو د طبقاتو په اړه د نظم او نثر په توګه یې لیکلي دی وایي:
بعدهما فتی جریج الدانی مثل أبي حنیـفة النعمـان
یعني د حجاج بن ارطاة او زبیدي رحمهما الله د وفات څخه یو کال وروسته امام ابو حنیفه نعمان بن ثابت رحمه الله وفات شوی.(۱)
د علامه مناوي رحمه الله په وینا حافظ هغه چاته ویل کیږي کوم، چې یو لک حدیثونه یې د متن او سند سره یاد وي. الیواقیت والدرر شرح نخبة الفکر: ۲/ ۴۲۰.
4ـ امام صاحب رحمه الله د احادیثو په امامانو کې شمارل کېده
د امام صاحب رحمه الله په اړه لکه څرنګه چې د ټولو علماوو اتفاق دی، چې دی د فقهې یو لوی امام دی، همداسې جمهورو محدثینو د امام صاحب رحمه الله په اړه د احادیثو د امامت خبره هم کړې.
مشهور محدث امام ابو داود سجستاني رحمه الله وایي: “رحم الله مالکا کان إماما، رحم الله شافعيا كان إماما، رحم الله أبو حنيفة كان إماما.” د امام صاحب رحمه الله په اړه د امام ابو داود رحمه الله د امامت خبره که څه هم مجمله ده، خو امام ترمذي او مشهور شافعي محدث امام بیهقي رحمه الله چې کله د جرح او تعديل په باب کې د نورو محدثینو امامانو اقول راخستي، هلته یې د جابر جعفي او نورو ضعیفو رواتو په اړه د دلیل په توګه د امام صاحب رحمه الله قول هم راخیستی، چې دا د ابو داود رحمه الله د امام صاحب رحمه الله په اړه د احادیثو د امامت په دعوی کې ګویا دلیل دی.
همدارنګه مشهور محدث حاکم نیشاپوري رحمه الله چې کله د «لا نکاح إلا بولی» حدیث په اړه کلام کوي، نو وایي: “قد وصل هذا الحدیث عن أبي إسحاق جماعة من أئمة المسلمين غير ما ذكرناهم، منهم أبو حنيفة النعمان بن ثابت، ورقبة بن مصلقة العبدي ومطرف بن طريف الحارثي…”
او د احادیثو د علومو په اړه یې د خپل مشهور کتاب “معرفة علوم الحدیث” په نهه څلوېښتم فصل کې ویلي: “هذا النوع من هذه العلوم معرفة الأئمة الثقات المشهورين من التابعين وأتباعهم، ممن يجمع حديثهم للحفظ والمذاكرة والتبرك بهم… فمنهم من أهل الكوفة: عامر بن شراحيل…وإبراهيم النخعي… وأبو حنيفة النعمان بن ثابت التيمي…” ( ۲)
یعنې د احادیثو د علم دا فصل د تابعینو او تبع تابعینو د هغو مشهورو کسانو په بیان کې دی کوم چې ائمه دي، ثقات دي، او خلک ددوی حدیثونه د حفظ کولو او تبرک لپاره جمع کوي، چې د هغوی په لړ کې د کوفې د محدثینو څخه د عامر بن شراحیل، ابراهیم نخعي او نورو علماوو په څېر امام ابو حنیفه رحمه الله هم دی.
د یوچا په اړه د احادیثو د امامت دعوی کولو کې؛ لکه څرنګه چې د هغه کس سند د قوي او معتبر کېدلو ګواهي ده، همدا ډول د احادیثو علم د جرح او تعدیل په باب کې په ځانګړې توګه سره د هغه قول په پټو سترګو منل هم شهادت دی. یا په بل تعبیر: لکه څرنګه چې دی په خپلو حدیثونو کې ثقه او صادق بلل شوی، همداسې د نورو محدثینو څخه د روایت شویو حدیثونو په اړه د تصحیح یا تضعیف قول کولو کې هم د دلیل په توګه منل شوی دی.له همدې وجې چېرته چې محدثینو امام صاحب رحمه الله ته د ثقه والي له امله “امام” ویلی، هلته یې د جرح او تعدیل په باب کې هم “امامت” ورته ثابت کړی. شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله په “تلخیص کتاب الاستغاثة” کې وایي: وكلام يحيى بن معين، والبخاري، ومسلم، وأبي حاتم، وأبي زرعة، والنسائي، وأبي أحمد بن عدي، والدارقطني وأمثالهم، في الرجال، وصحيح الحديث، وضعيفه، هو مثل كلام مالك، والثوري، والأوزاعي، والشافعي وأمثالهم في الأحكام، والحرام. وفي الأئمة من هو إمام مع هؤلاء وهؤلاء مشارك للطائفيتن، وإن كان بأحد الصنفين أجدر. وأكثر أئمة الحديث والفقه كمالك، والشافعي، وأحمد… ولأبي حنيفة أيضا ماله ذلك. مطلب یې دا دی چې امامان پر دوه قسمه دي:
یو د احادیثو امامان دي، چې د حدیث د تصحیح یا تضعیف او د راوي د ثقه یا ضعیف توب په اړه خبرې کوي، لکه امام بخاري، امام مسلم، امام نسائي رحمهم الله او داسي نور.
او بل د فقه امامان دي، چې د احکامو، حلالو او حرامو په اړه خبري کوي. مګر ځنې بیا داسې وي چې په دواړو کې امامان وي او خبره یې منل کیږي، لکه امام مالک، امام شافعي، امام اوزاعي، امام ابو حنیفه او ځنې نور فقهاء رحمهم الله.
دوام لري…
مخکینی برخه | راتلونکې برخه

([1]) تذکرة الحفاظ، لشمس الدين (المتوفى: 748 هـ):1/ 1، دار إحیاء التراث العلمي، الطبعة الأولی: 1998.

([۲]) مكانة الإمام أبي حنيفة في الحديث: 21 – 27.

حافظ شاګردان علم حدیث مقتداء، امام، ابوحنیفه
Previous Articleد حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )

چهارشنبه _4 _نوومبر _2026AH 4-11-2026AD
نور یی ولوله
Blog

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲)

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳)

پنجشنبه _5 _نوومبر _2026AH 5-11-2026AD1 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳) امام…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )

چهارشنبه _4 _نوومبر _2026AH 4-11-2026AD12 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )…

نور یی ولوله
Blog

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲)

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD16 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲) امام …

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD25 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳)

پنجشنبه _5 _نوومبر _2026AH 5-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )

چهارشنبه _4 _نوومبر _2026AH 4-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.