لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۲ )
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
شهيد قاضي عبدالرحمن پغمانی څوک و؟
شهيد قاضي سيد عبدالرحمن د سید محمد منير زوی د سید محمد بشير لمسی، په قوم حسیني سيد، په ۱۲۸۴ هجري قمري کال کې د کابل ولایت اړوند د پغمان ولسوالۍ د سه ګنبد سیمه کې زېږېدلی دی.
د قاضي عبدالرحمن د خپلوانو او د هغه په اړه لیکل شوې مهمې رسالې (مختصر البیان در تاریخ شهید علم و ایمان ) په استناد د نوموړي اصلي سیمه د پغمان سه ګُنبد کلی دی. همدلته پيدا شوی، لوی شوی او د شهادت تر وخته یې کور په همدې کلي کې و. [1]
د شهید قاضي عبدالرحمن د کوچنیتوب د حالاتو او علم د حصول د دورې په اړه ډېر معلومات په لاس کې نه لرو. دا چې هغه وخت په افغانستان کې منظمو مدرسو شتون نه درلود او د دیني علومو طالبانو به په مساجدو او کلیوالي درسونو کې له علماوو څخه زده کړې کولې، ودې شي چې قاضي صاحب هم د کابل او شاوخوا ولایاتو په مختلفو درسونو کې علم حاصل کړی وي.
خو په عموم کې دا مشهوره او مسلمه ده چې هغه له کوچنيوالي د فوق العاده ذهانت او علمي استعداد څښتن و. په کم وخت کې یې ټول مروجه علوم لکه صرف، نحو، بلاغت،عقائد، اصول الفقه، منطق، ریاضي، جغرافيه او ورپسې عالي علوم لکه علم التفسیر، علوم الحدیث او علم الفقه په ښه طریقه لوستي وو. د قاضي صاحب د استادانو په اړه یوازې دومره معلومات په لاس کې لرو چې ډېره استفاده يې د هغه وخت له ستر عالم او مجاهد مولانا عبدالرزاق اندړ څخه کړې، دغه راز يې د کابل د شوربازار له مجددي حضراتو او د وخت له نورو مشهورو علماء کرامو څخه علمي فیض حاصل کړی دی.
د قاضي په حیث د دندې پيل
شهيد قاضي عبدالرحمن د دیني علومو له زده کړونه له فراغت وروسته تر دیرش کلنۍ پورې د تدریس دنده ترسره کړه او وروسته په ۱۳۱۵ هجري قمري کال کې د لومړي ځل لپاره د کابل شمال کې د پنجشیر د ابتدائيه محکمې د قاضي په حیث وټاکل شو. هغه په پنجشیر کې څلور کاله په پوره امانتدارۍ د قضاء مهمه دنده ترسره کړه. د غوره دیانت او تقوی له امله ورته خلکو یوازې د قاضي په حیث نه بلکې د یو پرهیزګار لارښود او مرشد په حیث کتل. ځکه هغه وخت چې د افغانستان په اطرافي سیمو کې محلي خانانو ډېر قدرت درلود او په بې وزلو او عاجزو خلکو به یې ډېر مظالم کول، قاضي صاحب د دغو ظالمانو د ظلم مخنیوی وکړ، د هغوی د ټولنیز مقام، مال او جایداد تر اثر لاندې نه راتلو او د هغوی د تطميع ټولې حربې ورباندې بې اثره وې. له همدې امله یو شمېر قومي مخور او خانان ورسره سخت مخالف وو او داسې فرصت ته په تمه وو چې نوموړی د پنجشیر له شرعي محکمې څخه معزول او یا هم بل ځای ته تبدیل شي.
کله چې په ۱۳۱۹ هجري قمري کال کې امیر عبدالرحمن وفات او پر ځای یې امير حبیب الله خان د پاچاهۍ پر تخت کیناست، د قاضي صاحب مخالفینو د حکومت په رهبرۍ کې دغه بدلون غنیمت وشمېره او په کابل کې یې د ده خلاف شکایت وکړ. د لنګر خان په نوم د پنجشېر یو قومي مخور دعوه وکړه چې قاضي عبدالرحمن په عدل او انصاف فیصلې نه کوي، رشوتونه اخلي او ډېره سرمایه یې موندلې ده. د نوموړي د شکایت په اساس د کابل چارواکو قاضي صاحب له پنجشیر څخه راوغوښت او تر هغو یې نظر بند وساته، تر څو په ده لګول شوی اتهام سپين شي. حکومت په پنجشېر کې پلټنې شروع کړې، ترڅو د قاضي عبدالرحمن لخوا خیستل شوي رشوتونه او سرمایې معلومې کړي او د هغه په اساس یې محکوم کړي. خو په پنجشیر کې له څو میاشتې پلټنې وروسته معلومه شوه، چې قاضي صاحب هیڅ سرمایه نه لري، بلکې لس زره کابلۍ روپۍ د خلکو قرضداره دی. د پنجشېر خلک چې کله د قاضي صاحب له حبس نه خبر شول، په هغه باندې قرضونه یې اداء کړل او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې قاضي صاحب بېرته د دوی په سیمه کې په قضاء مقرر کړي. په دې ډول قاضي صاحب له شپږ میاشتې حبس وروسته له ټولو اتهاماتو سپين وخوت او له زندان څخه آزاد شو. خو دا ځل یې د قضاء په ځای تدریس ته مخه کړه چې بیا يې د ژوند تر پايه له نورو مسؤلیتونو سره تدریس هم د ژوند همیشنی شغل و.
د تألیف او تحقیق په برخه کې فعالیت
امیر حبیب الله خان اراده وکړه چې د تکړه او باوري علماء کرامو یوه ټولنه جوړه کړي. چې لاندې مسؤلیتونه به لري:
۱ــ د خصوماتو به برخه کې له معتمدو کتابونو څخه د مسائلو راټولول او کتابي شکل ورکول، چې وروسته دغه مجموعه د (سراج الاحکام في معاملات الاسلام) په نوم په څو جلدونو کې چاپ شوه.
۲ــ د هغو کسانو علمي سویه ارزول چې په محاکمو کې د قاضي، مفتي، محرر او یا په مساجدو کې د امام او خطيب په حیث ټاکل کیږي.
۳ــ د افغانستان د محاکمو د فیصلو نهایي ارزونه، چې کومه غلطي په کې تېره نه شي.
۴ــ د هغو کسانو شکایاتو ته رسیدنه او بررسي چې د کابل د شرعي محکمې په پریکړو یې اعتراضونه درلودل.
د جیدو علماوو دغه ټولنه چې په پيل کې یې ( علماء مؤلفين) بلل، لومړی یې د کابل ښار د چوب فروشي ګذر په شاهي مدرسه کې ( چې د امیر عبدالرحمن په وخت کې جوړه شوې وه) کار پيل کړ. خو وروسته دا ټولنه په ځانګړې ادارې بدله شوه چې ( میزان التحقیقات الشرعية) نوم ورباندې کیښودل شو. د دې ټولنې لومړنی مشر د دارالسلطنت خطیب سید میرعلي خان اغا صاحب و، ورپسې یې څه موده سردار محمد عثمان خان مشر شو او بیا يې ډېره موده ستر عالم مولانا عبدالرزاق خان اندړ مشر و. شهيد قاضي عبدالرحمن هم له پيله د دې ټولنې غړی و او نور هم د وخت مشهور علماء کرام لکه مولوي عبدالرؤف کندهاري، سید غلام محمد آغا چارباغي، مولوي احمد جان اخندزاده، مولوي محمد سرور خان واصف، ملا لالا ګل ارغندیوال او مولانا ګل اخندزاده يې اعضاء وو. خو څرنګه چې قاضي عبدالرحمن د دې ادارې د مشر مولانا عبدالرزاق اندړ شاګرد و او وروسته د همدې ادارې نائب هم مقرر شو، نو ځکه به د ادارې مشر ډېر کارونه قاضي عبدالرحمن ته سپارل. د حضرت محمد صادق مجددي په قول د سراج الاحکام کتاب د موادو راټولولو، د مسوداتو تهيه او تبييض کې تر هر چا زیات کار قاضي عبدالرحمن کړی دی. خو دا چې د میزان التحقیقات الشرعیة ادارې عمومي مسؤلیت د مولانا عبدالرزاق اندړ و، نو ځکه پر کتاب د هغه نوم لیکل شوی دی.
په ۱۳۲۴ هجري قمري کال کې قاضي صاحب د حج فريضې د اداء کولو لپاره حرمینو شریفینو ته لاړ، هغه وخت چې د حج سفرونه پیاده کېدل، نوموړی په دې سفر کې سخت مریض شو، چې تر څو کلونو له هماغه تکلیف څخه کړېده. خو د تدریس او نورو دیني خدمتونو په برخه کې یې د ده عزم مات یا کمزوری نه کړ.
په همدې موده کې له تحقیق او تألیف سره سره شهيد قاضي صاحب تدریس هم کاوه. د هغې زمانې اکثر طالبانو خصوصا هغه چې په شاهي مدرسه کې یې درس او تعلم کړی د شهيد قاضي صاحب له علمي فیوضاتو برخمن شوي. حتی د شوربازار مجددي حضراتو کرامو هم د هغه لوړ علمي مقام منلی و. د شوربازار د حضرت خواجه غلام قيوم مجددي درې واړه اولادونه شمس المشائخ فضل محمد مجددي، نور المشائخ فضل عمر مجددي او محمد صادق مجددي د قاضي صاحب شاګردان پاته شوي دي.
حضرت محمد صادق مجددي وایي په ۱۳۲۹ هجري قمري کال کې چې کله حضرت غلام قیوم مجددي سرهند ته روانېده تر څو د خپل غور نېکه امام رباني شیخ احمد سرهندي زیارت وکړي، نو قاضي عبدالرحمن يې راوغوښت، ورته ويې ويل چې خپله بستره دې د شوربازار خانقاه ته راوړه همدلته اوسه او د خپل کشر زوی ( محمد صادق مجددي) په اړه یې خاص تاکید ورباندې وکړ چې دی مې ظاهرا تا ته وسپاره چې په تعلیم او تربیه کې یې کوښښ وکړې. له همدې وخته بیا تر ۱۳۴۷ هجري قمري پورې ۱۹ کاله د قاضي صاحب د شپې تېرولو ځای د شوربازار مجدديه خانقاه وه، ځکه د ده کور د پغمان په سه ګنبد کې و او هره شپه خپل کور ته نه شوای تللی.[2]
دوام لري…
مخکینی برخه | راتلونکې برخه
[1] یو شمېر لیکوالو په غلطۍ د قاضي عبدالرحمن نسبت د پغمان یو بل کلي بیکتوت ته کړی او د هغه له نوم سره یې ( بیکتوتي) لیکلي دي. اما ما چې په دې اړه پلټنه وکړه، دې نتیجې ته ورسیدم چې نوموړی د سه ګُنبد کلي اوسیدونکی دی چې له بیکتوت نه کاملا جلا سیمه او ورسره دوه کلي فاصله لري. دا چې بیکتوت شهرت زیات درلود شاید له همدې امله یو شمېر لیکوالو نوموړی همدې کلي ته منسوب کړی وي. [2] د شهيد قاضي عبدالرحمن د شخصي ژوند، زده کړو قضا او تدریس په اړه دلته ذکر شوي معلومات د ده په اړه د لیکل شوې رسالې ( مختصر البیان) له بیلابیلو صفحو را اخیستل شوي دي.

