Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱)
اسلامي علما یکشنبه _1 _نوومبر _2026AH 1-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مولوي رحمت الله عبید
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱)
امام  اعظم ابو حنیفه رحمه الله او علم حدیث
د امام ابو حنیفه رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه
نوم او نسب: د امام صاحب رحمه الله نوم نعمان، د پلار نوم یې ثابت،  د نیکه نوم یې نعمان بن مرزبان یا زُوطَی بن ماه (بر وزن موسی) او کنية یې ابو حنیفه رحمه الله دی، مکمل نسب یې داسې دی: امام ابو حنیفه نعمان بن ثابت بن نعمان بن مرزبان الکوفي.
د محققینو پر دې خبره اتفاق دی چې امام صاحب رحمه الله په اصل کې عجمي وو، او په کوفه کې زېږېدلی. خو د امام صاحب رحمه الله د نسب په اړه چې کومه خبره کیږي چې دوی په اصل کې د کابل دي او دا خبره چې نیکه یې (نعمان بن مرزبان) د کابل په یو جنګ کې بندي شو او د مرېیي په توګه اسلامي فوځونو له ځانونو سره یووړ، وروسته بیا د تیم الله قبیلې یوې ښځې واخیست او ازاد یې کړ، دا خبره که څه هم ډېره مشهوره ده، خو د امام صاحب رحمه الله زوی “حماد” دا په کلکه ردوي او وایي: “په الله قسم! زموږ پر کورنۍ په هیڅ وخت کې غلامتوب نه دی تېر شوی”.
داچې دا خبره د امام صاحب د خپل زوی ده، نو ډېری علماوو همدې ته ترجیح ورکړې چې پر دوی باندې مرییتوب نه دی راغلی، او دوی ټول وخت ازاد پاتې شوي دي.
زوکړه :
د امام ابو حنیفه رحمه الله د زوکړې په اړه څلور اقوال راغلي دي:
یو قول دا دی چې امام صاحب په (۶۱ هـ ق) کې زېږېدلی دی.
دوهم قول دا دی چې (۶۳ هـ ق) کې زېږېدلی دی.
دریم قول دا دی چې په (۷۰ هـ ق) کې زېږېدلی دی.
او څلورم قول دادی چې په (۸۰ هـ ق) کې زېږېدلی دی.
په دې قولونو کې که څه هم مشهور قول څلورم دی یعنې د امام صاحب زوکړه په اتیایم ۸۰ هجري قمري کال کې شوې ده، او ډېری مناقب لیکونکو ذکر کړې ده، خو علامه زاهد کوثري رحمه الله د ځینو واقعاتو او علماوو د اقوالو پرمټ دريم قول یعني اویایم هجري قمري کال ته غوره والی ورکړی.  والله اعلم.   (تانیب الخطیب: ۴۰ ل– ۴۴.)
زده کړې :
ویل کیږي چې امام صاحب رحمه الله په ماشومتوب کې زده کړې نه دي کړي او په لومړیو وختونو کې یې په تجارت لاس پورې کړی دی، دا چې امام صاحب رحمه الله ته الله تعالی ډېره پوهه اوځیرکتیا ورکړې وه، یو ورځ د احادیثو ستر امام عامر بن شراحیل رحمه الله ولېده او ورته ويې ویل: ته علم حاصل کړه؛ ځکه چې ته لوی خدمت کولی شې. د دې خبري په اورېدلو سره امام صاحب په خپله له تجارت کولو څخه لاس واخیست او علم ته یې مخه کړله.
په لږ وخت کې یې په علم الکلام کې داسې مهارت ترلاسه کړ چې د هغه وخت ګمراه فرقې لکه قدریه، زنادقه او نورې ډلې یې له مناظرو څخه عاجزي او ناتوانه شوې.
داچې په علم کلام کې زیات ډوبیدل د صحابه کرامو رضی الله عنهم او لویو تابعینو شغل نه وو، امام صاحب هم له دې څخه لاس واخیست او علم فقهې ته یې پاملرنه وکړه. د کوفې په مرکزي مسجد کې درس ورکوونکي حماد بن سلیمان رحمه الله خوا ته راغی او د هغه په فقهي مجلس او شاګردانو کې شامل شو. د اتلس کاله اوږدې پابندۍ وروسته چې کله هغه په حق ورسېد نو امام صاحب رحمه الله يې ځای ناستی مقرر کړل شو.
مرتبه او مقام :
د امام صاحب رحمه الله د مناقبو لیکونکو، د لوی شمېر محققینو چې علامه ذهبي او ابن حجر رحمهما الله هم پکې دي، پر دې خبره اتفاق دی چې امام ابو حنیفه رحمه الله له تابعینو څخه وو، حضرت انس رضی الله عنه او یو شمېر نور صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین یې په خپلو سترګو لیدلي دي، او د دې ایت مصداق ګرځېدلی: {وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ} [التوبة: ۱۰۰]
ژباړه: او هغه کسان چې د دې مهاجرینو او انصار صحابه وو په ښه توګه پیروي وکړي، الله به له دوی ټولو څخه راضي شي او دوی به له الله څخه، او د دوی لپاره یې داسي جنتونه تیار کړي چې د هغوی لاندې نهرونه بهیږي، او دوی به په هغو کې د تل لپاره اوسي، حقیقي کامیایي همدا ده.
وفات او د بندي کېدلو سبب یې :
د مناقبو لیکونکو پر دې خبره اتفاق دی، چې د امام صاحب رحمه الله د ژوند وروستی وخت په بندخونه کې تېر شوی دی، دا چې د بندیتوب اصلي علت یې څه وو؟ په دې اړه دوه قولونه را نقل شوي:
یو قول دا دی چې عباسي خلیفه “منصور” ور ته د قضاء وړاندیز وکړ او امام صاحب رحمه الله رد کړ.
دا قول مشهور دی او ډېری علماوو ذکر کړی.
دوهم قول دا دی چې په اصل کې امام صاحب رحمه الله د منصور پر خلافت نه وو راضي او هغه یې د خلافت اهل نه ګاڼه، کله چې ابراهیم او محمد د منصور په خلاف پورته شول نو امام صاحب رحمه الله د هغوی مالي مرسته وکړه، چې د هغو د وژل کېدلو وروسته د انتقام په توګه منصور امام صاحب رحمه الله زندان ته واچاوه، او د قضاء وړاندیز یې بهانه کړ، او زهر یې ورکړل، چې په دې توګه امام صاحب رحمه الله د شهادت پر مرګ باندې وفات شو.
د وفات نېټه :
د مناقب لیکونکو پر دې خبره اتفاق دی چې امام صاحب رحمه الله په (۱۵۰هـ ق)  کې وفات شوی، خو د میاشت په تعیین کې یې اختلاف دی:
یو قول دا دی چې د رجب المرجب میاشت وه.
او دوهم قول دا دای چې د شعبان المعظم میاشت وه.
د امام صاحب رحمه الله محدثانه شان :
داچې امام صاحب رحمه الله په کوفه کې زیږېدلی دی، په احادیثو کې د امام صاحب رحمه الله د مقام او مهارت ذکر کولو کې به اول کوفې ته ور وګرځو، چې علمي حیثیت یې څه وو، او د احادیثو د خپریدا او علمي مرکز په توګه یې کوم رول لوبولی؛ ځکه چې دا د امام صاحب رحمه الله پر محدثانه شان باندې مستقیما اغېز لري.
دوام لري…
مخکینی برخه
زده کړې زوکړه علم حدیث مقتداء، امام، ابوحنیفه نوم او نسب وفات
Previous Articleد حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )

شنبه _31 _اکتوبر _2026AH 31-10-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱)

یکشنبه _1 _نوومبر _2026AH 1-11-2026AD3 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱) امام …

نور یی ولوله
اسلامي علما

د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )

شنبه _31 _اکتوبر _2026AH 31-10-2026AD12 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD75 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD52 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱)

یکشنبه _1 _نوومبر _2026AH 1-11-2026AD

د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )

شنبه _31 _اکتوبر _2026AH 31-10-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.