Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)
اسلام شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)
اووم بحث: د حرم احکام
د بیت الله د حرمت او عظمت له امله الله جل جلاله د هغې اطراف هم حرم وګرځاوه په داسې ډول چې هلته محرم او غیر محرم دواړه ښکار نه شي کولی یعني حیوانات هم محفوظ دي، همدارنګه که کوم قاتل په حرم کې پناه واخیسته له ده څخه به هم قصاص نه اخیستل کیږي بلکي په ده به تنګي کیږي تر څو له حرم څخه را بهر شي د حل په ځای کې به ترینه قصاص واخیستل شي، د حرم په ځمکه چې کوم بوټي، ونې او ګیا راشنه شوي وي یعني په طبعي توګه راشنه شوې وي خلکو نه وي کرلي د هغې وهل او رېبل هم حرام دي یوازي (اذخر) سرګړي واښه د ضرورت له امله رسول الله صلی الله علیه وسلم جائز ګرځولې، له دې ماسوا ټول طبیعي شنه شوي حرام دي.
دا ټول امور د کعبې د حفاظت، حرمت او عظمت دلائل او زرائع دي، له دې سره د ابراهیم علیه السلام له آثارو او تبرکاتو څخه مقام ابراهیم دی چې الله جل جلاله ورته عظمت ورکړی، له طواف څخه وروسته مقام ابراهیم له خوا سره چې په هر ځای کې سړی قادر شو دوه رکعته لمونځ کول واجب دي، مقام ابراهیم هغه تیږه ده چې ابراهیم علیه السلام د کعبې د بنا په وخت کې پرې درېدل و او د لفټ کار یې ورکړی و، چې د ضرورت په وخت کې به اوچتېده او ټیټېده چې د ابراهیم علیه السلام د قدمونو آثار او علامات هم په کې پاتي و.
وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ.[1]
ژباړه:  «یاد کړه هغه وخت چې کله موږ کعبه د خلکو لپاره د رجوع ځای وګرځاوو، (او ومو فرمایل) ونیسئ مقام ابراهیم ځای د لمونځ او امر مو وکړ ابراهیم او اسماعیل (علیهما السلام) ته زما بیت پاک کړئ د طواف کونکو لپاره او اوسېدونکو لپاره او لمونځ کونکو لپاره».
بغوی د دې آیت په تفسیر ویلي…[2]
ژباړه:{مَثَابَةً لِلنَّاسِ} ځای د واپس کېدو، مجاهد او سعیدبن جبیر فرمایلې خلک له هرځای نه ورته راځي او حج کوي، ابن عباس رضی الله عنهما فرمایلې پنا ګاه ده، قتاده او عکرمه فرمایلې ځای د اجتماع دی.
{وَأَمْنًا} ځای د امن دی، دوی په کې د مشـرکینو له ضرر نه په امن وو، ځکه  دوی د مکې خلکو ته تعرض نه کاوه او ویل به یې دوی اهل الله دي او د اطرافو خلکو ته به یې تعرض کاوه، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایلې «آیا نه ګوري چې موږ حرم امن ګرځولی او اطراف کې خلک شکول کیږي».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د فتح مکې په ورځ فرمایلې بېشکه دا ښار الله جل جلاله حرام ګرځولی کومه ورځ یې چې آسمانونه او ځمکه پیدا کړل، دا د الله جل جلاله په حرمت سره د قیامت تر ورځې پوري حرام دی، نه به یې ازغي پرې کیږي او نه به یې ښکار شړل کیږي او نه به ورک شوی شی اوچتیږي مګر که څوک یې چې وپېژني او نه به یې لانده واښه او بوټې وهل کیږي. عباس رضی الله عنه وویل مګر ازخر (سرګړي واښه) ځکه دا د دوی د ترکاڼ آهنګر او کار کوونکي لپاره دی او د کورونو (جوړولو) لپاره دی، رسول الله صلی الله علیه السلام وفرمایل مګر ازخر.
{وَاتَّخِذُوا} نافع او ابن عامر د (خا) په فتحې سره تلاوت کړی بنا په خبریت او نورو په زیر د (خا) په کسرې تلاوت کړی په صیغې د امر سره.
{مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى} ابن یمان فرمایلې ټول مسجد مقام ابراهیم دی او ابراهیم نخعي فرمایلې ټول حرم مقام ابراهیم دی او چا ویلې مراد له مقام ابراهیم نه د حج ټول ځایونه دي، لکه عرفه، مزدلفه او ټول ځایونه د حج. صحیح دا ده چې مقام ابراهیم هغه تیږه ده چې په مسجد کې ده او امامان هغې ته لمونځ کوي او دا هغه تیږه ده چې ابراهیم علیه السلام به د کعبې د جوړولو په وخت کې پرې درېده، ویل شوې د پښو اثر یې په تیږه ښکاره و خو په لاسونو باندې د زیاتې مسح له امله ختم شوی، قتاده، مقاتل او سدي فرمایلې مقام ابراهیم سره په لمانځه امر شوی، نه په مسح کولو او مچ کولو سره.
عمر رضی الله عنه فرمایل زه موافق شوم له رب سره په درې ځایونو کې، یا رب ما سره موافق شو په درې ځایونو کې ما وویل یا رسول الله! که مقام ابراهیم دې د لمونځ ځای ګرځولی وای؟ بیا الله جل جلاله دا آیت نازل کړ{وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى} او ما وویل یا رسول الله! تا ته ښه او خراب سړي راځي که دې د مؤمنانو مورګانو ته د پردې امر کړی وای؟ بیا الله جل جلاله د حجاب (پردې) آیت نازل کړ، ما ته دا خبره ورسیده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینو بیبیانو ته عتاب (زورنه) ورکړې، ما دوی ته وویل منعه شئ که نه خامخا به الله جل جلاله ستاسو په ځای ښه بدل ورکړي، بیا الله جل جلاله دا نازل کړ  «نژدې ده چې رب د (رسول الله صلی الله علیه وسلم) ده ته له تاسو ښې بهترې ښځې په عوض او بدل کې ورکړي».
هرڅه شروع د مقام ابراهیم د کیسې سعید بن جبیر له عبد الله بن عباس رضی الله عنه نه روایت کوي، ده فرمایلې کله چې ابراهیم علیه السلام اسماعیل علیه السلام او هاجره رضی الله عنها راوستل او په مکه کې یې میشت کړل، په دې باندې زمانه تېره شوه او جرهم قبیله دوی سره میشت شوو، اسماعیل علیه السلام له دوی نه واده وکړ او هاجره رضی الله عنها وفات شوه، ابراهیم علیه السلام له ساره رضی الله عنها نه اجازه واخیسته چې هاجرې رضی الله عنها ته ورشي، هغې ورته اجازه وکړه او دا یې پرې شرط کړ چې هلته به نه اوسیږي، ابراهیم علیه السلام مکې ته راغی په داسې وخت کې چې هاجره رضی الله عنها وفات شوې وه، نو د اسماعیل علیه السلام کور ته ورغی ښځې ته یې وویل خاوند دې چیرې ده؟ هغې ورته وویل ښکار ته تللی، اسماعیل علیه السلام به له حرم نه بهر ؤت او ښکار به یې کاوه، ابراهیم علیه السلام ورته وویل تا سره د مېلمستیا څه بندوبس شته؟ دې ورته وویل ما سره د مېلمستیا څه نشته او د ژوند پوښتنه یې ترې وکړه؟ دې ورته وویل موږ په سختي او تنګي کې یو او ده ته یې شکایت وکړ، ده ورته وویل چې کله دې مېړه راشي سلام ورته ووایه او ورته ووایه د دروازې دورشل دې بدل کړه، بیا ابراهیم علیه السلام لاړ او اسماعیل علیه السلام راغی د خپل پلار بوی یې حس کړ ښځې ته یې وویل آیا څوک راغلې ول؟ دې ورته وویل ما ته یو سپین ږیری راغلی و په دې صفت سره لکه سپک یې چې ذکر کړ، ده ورته وویل نو څه یې درته وویل، دې وویل ویل یې په مېړه دې سلام وایه او ورته ووایه د دروازې دورشل دې بدل کړه، ده وویل دا زما پلار دی او ما ته یې امر کړی چې زه تا جدا کړم خپل خاندان ته لاړه شه، طلاقه یې کړه او له دوی (جرهم) نه یې بل واده وکړ، څه وخت ابراهيم علیه السلام تېر کړ، بیا یې له ساره رضی الله عنها څخه اجازه واخیسته چې د اسماعیل علیه السلام زیارت وکړي، اجازه یې ورته وکړه او دا یې پرې شرط کړل چې هلته به نه اوسېږې، ابراهیم علیه السلام راغی تر دې چې د اسماعیل علیه السلام دروازې ته ورسېدی، د ده ښځې ته یې وویل مېړه دې چیرته دی؟ دې ورته وویل ښکار کوي اوس راځي ان شاء الله، راځه د الله په برکت سره، ده ورته وویل آیا تا سره د مېلمستیا څه بندوبس شته ؟ دې ورته وویل هو، شودې او غوښه یې ورته راوړه، د زندګي باره کې ترې پوښتنه وکړ؟ دې ورته وویل موږ په خیر او پراخي کې یو، بیا یې دواړو ته د برکت دعا وکړه، که دې په دغه ورځ د غنمو او د اوربشو ډودۍ او خورما راوړې وای نو د ځمکې په اکثره حصه کې به غنم اوربشې او خورما وه، دې ورته وویل ښکته شه چې سر دې ووینځم، دی ښکته نه شو، دې ورته مقام (تیږه) راوړه ښي طرف ته یې ورته کېښوده، ده قدم پرې کېښود او د سر ښي طرف یې ورته ووینځه، بیا یې چپ طرف ته واړاوو او چپ طرف سر یې پرې پریمینځه، د پښو نشان یې په تیږه باندې پاتي شول او د اسماعیل علیه السلام ښځې ته یې وویل چې کله دې مېړه راشي سلام ورته ووایه او ورته ووایه د دروازې دورشل دي ثابت وساته، چې کله اسماعیل علیه السلام راغی، د پلار بوی یې حس کړ ښځې ته یې وویل آیا تا ته څوک راغلی وو؟ دې ورته وویل هو، سپین ګیری و له ټولو خلکو نه یې مخ ښايسته و او له ټولو نه یې بوی ښه و، ما ته یې داسې داسې وویل او ما ورته داسې داسې وویل او سر مې ورته ووینځه داېې د قدمونو ځای دی، ده وویل دا زما پلار ابرهیم دی او ته دورشل یې ما ته یې امر کړی چې ویې ساته.
سعید بن جبیر له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت کوي ده فرمایلې ابراهيم عليهم السلام له دوی نه لري ډېر وخت تېر کړ، بیا راغی او اسماعيل عليه السلام زم زم سره خواکې ونو لاندې غشي جوړول، کله یې چې ولید ورته پاڅېدی هغسې وکړل لکه چې پلار یې له زوی سره کوي او زوی یې له پلار سره کوي (په وخت د ستړي مشي کې) بیا یې وفرمایل اې اسماعیله! بېشکه ما ته الله تعالی په یو کار امر کړی ما سره په کې مرسته کوې؟ هغه وویل هو، ده وفرمایل بېشکه ما ته الله جل جلاله امر کړی چې دلته کوټه جوړه کړم، بیا یې په دغه ځای کې بنیادونه اوچت کړل، اسماعیل علیه السلام به ورته تیږې راوړلې او ابراهیم علیه السلام به دېوال جوړاوو تر دې چې دېوالونه اوچت شو، د غه تیږه (مقام) یې راوړ او براهیم علیه السلام ته یې کېښود او ابراهیم علیه السلام  د مقام په تیږه ودریده کوټه یې جوړوله او اسماعیل علیه السلام به تیږې ورکولې، دواړو به ویل «اې ربه! له موږ څخه یې قبول کړې بېشکه ته ښه اورېدونکی او ښه علم لرونکی یې» او په روایت کې دي رکن (حجر اسود) او مقام دواړه د جنت له یاقوتو څخه دي، که چیرته د مشرکانو لاسونو نه وای پرې لګېدلې نو مشرق او مغرب به یې رڼا کړي و[3].
{وَأَمْناً} عطف على {مَثَابَةً} …[4]
ژباړه: مراد له امن څخه دا دی چې حرم ځای د امن دی یا د اوسېدونکو لپاره له شوکې او غلا نه او یا د حاجیانو لپاره له عذاب څخه ځکه چې حج مخکیني ګناهونه ختموي غیر د بندګانو له حقوقو او مالي حقوقو لکه کفاره، او یا امن دی د مجرم لپاره چې حرم کې پنا واخلي له قتل نه، دا د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه مذهب دی ځکه دده په نزد د نفس قصاص په حرم کې نه اخیستل کیږی بلکي په مجرم به تنګي کیږي خبرې به څوک نه ورسره کوي او نه به خوراک ورکوي او نه به معامله ورسره کوي تر دې چې له حرم نه راووځي بیا به قتل کړی شي او د امام شافعي رحمه الله په نزد په چا چې حد لازم شي او په حرم کې پنا واخلي امام به د ده په تنګي امر کوي چې را وتلو ته مجبور شي، چې کله راووت په حل کې به حد پرې قائم کړی شي او که را بهر نه شو بیا یې په حرم کې قتل جائز دی او د امام احمد رحمه الله په نزد په حرم کې له پنا اخیستونکي څخه مطلقا قصاص نه اخیستل کیږي که په نفس کې وي او که په اطرافو (اعضاؤ) کې وي؛ تر دې چې را بهر شي.
ثم نقول أما البيت فإنه يريد البيت …[5]
ژباړه: مراد له بیت نه د حرم بیت دی، بیت یې ځکه مطلق ذکر کړ چې الف لام پرې داخل دی، چې کله دا داخل شي لپاره د تعریف یا به جنس ترې مراد وي او یا به عهد او ټول مخاطبین پوهیږي چې جنس نه دی مراد نو معهود ته به راجع کیږي چې هغه د دوی په نزد کعبه ده. بیا موږ وایو چې مطلب ترې نفس کعبه نه ده ځکه الله جل جلاله په امن سره موصوف کړی او دا د ټول حرم صفت دی نه یوازي د کعبې او په دې باندې دلیل چې بیت ذکر شي او مراد ټول حرم شي دا قول د الله جل جلاله دی {هَدْياً بالغ الكعبة}(قرباني چې کعبې ته ورسېږي) مراد ټول حرم دی نه ذات د کعبې، ځکه ذبحه خو په کعبه کې نه کیږي او نه د حرم په مسجد کې کیږي همدارنګه دا قول د الله جل جلاله {فَلاَ يَقْرَبُواْ المسجد الحرام بَعْدَ عَامِهِمْ هذا} (مشرکین به) له دې کال نه وروسته د حرم مسجد ته نه نژدې کیږي) مراد له حج نه د دوی منع کول دي چې د حج افعالو ځایونو ته لاړ نه شي، و الله اعلم. او په بل آیت کې یې فرمایلې «آیا نه ګوري چې موږ حرم امن ګرځولی؟» او الله جل جلاله په بل آیت کې له ابراهیم علیه السلام نه خبر ورکوي فرمایي «اې ربه! دا ښار امن وګرځوه» دا په دې دلالت کوي چې د بیت موصوف کول په امن سره د ټول حرم تقاضا کوي، د دې سبب چې الله جل جلاله بیت ذکر کړ او مراد یې ټول حرم کړ، ځکه چې کله د حرم حرمت په بیت پوري تړل شوی و. جائز شو چې د حرم نه تعبیر په نوم د بیت سره وکړي.
وَأَمَّا الِالْتِجَاءُ إلَى الْحَرَمِ …[6]
ژباړه: هرڅه په حرم کې پنا اخیستل که چيرته حربي (هغه کافر چې مسلمانانو سره معاهده نه لري) په حرم کې پنا واخیسته، په حرم کې يې قتل جائز نه دی، خو ده ته به نه خوارک ورکول کیږي نه څښاک او نه به څوک ځای ورکوي، نه به څه پرې خرڅول کیږي تر دې چې له حرم نه بهر شي او د امام شافعي رحمه الله په نزد به په حرم کې قتل کیږي، زموږ د ملګرو ترمنځ اختلاف دی امام ابو حنیفه او امام محمد رحمها الله فرمایلې نه به په حرم کې قتل کیږي او نه به له حرم نه ویستل کیږي، امام ابو یوسف رحمه الله فرمايي په حرم کې یې قتل جائز نه دی خو له حرم نه یې ویستل جائز دي، دلیل د امام شافعي رحمه الله قول د الله جل جلاله دی «هر چیرته مو چې مشرکین وموندل مړه یې کړئ» او لفظ د (حیث) له ځای او مکان نه عبارت دی، نو په دې کې د مشرکانو د قتل جواز په ټولو ځایونو کې دی.
زموږ لپاره دلیل قول د الله جل جلاله دی «آیا نه ګوري (قریش) چې موږ حرم د امن ځای ګرځولی» دا هغه وخت چې پنا اخیستو په شکل داخل شي او که د زور، تکبر او جنګ په شکل داخل شي قتل کیږي به، ځکه الله جل جلاله فرمایي  «تاسو له دوی (مشرکینو) سره په مسجد حرام کې جنګ مه کوئ تر دې چې دوی له تاسو سره په مسجد حرام کې قتال وکړي، که دوی تاسو سره قتال وکړ تاسو یې هم ورسره وکړئ» او چې کله دوی د جنګ په شکل داخل شول دوی د حرم بې حرمتي وکړه، د بې حرمتي د تلافي له امله او چې د نور لپاره د بې حرمتي کولو نه زجر شي دوی به قتل کیږي، همدا رنګه که له حربیانو نه څوک د جنګ لپاره حرم ته داخل شي دوی قتل کیږي، که دوی شکست وخوړ او مسلمانانو دوی قتل کړل او یا یې بندیان کړل په مسلمانانو باندې هیڅ هم نه لازمیږي. الله جل جلاله ښه پوهیږي.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]  سورة البقرة ایت: ۱۲۵.

[2]  تفسير البغوي، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان. و مثله في الصحیحین.

[3]  تفسير البغوي، سورة البقرة، ایت: ۱۲۵. دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

[4]  تفسیر الآلوسي، سورة البقرة، ایت: ۱۲۵، دار الفکر، لبنان بیروت.

[5]  تفسیر الرازي، سورة البقرة، آیت: ۱۲۵، دار الکتب العلمیة بیروت لبنان.

[6]  بدائع الصنائع في ترتیب الشرائع، کتاب السیر، فصل في بیان اسباب المحرمة للقتال، ج ۹، ص ۴۵۲. دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.

ابراهیم علیه السلام ابراهیمي ملت احکام حرم ملت
Previous ArticleGinja Casino Mines: Estratégia e Gestão de Risco
Next Article Bonusuri Exclusiv VIP Vavada Dincolo de Promoțiile Standard

اړوند منځپانګې

اسلام

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)

یکشنبه _30 _اگست _2026AH 30-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

Korzystanie z VPN przy rejestracji w Vox Casino: Co musisz wiedzieć

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD0 Views

Spis treściDlaczego niektórzy gracze rozważają użycie VPN przy Vox Casino?Jakie są realne zagrożenia związane z…

نور یی ولوله

Bonusuri Exclusiv VIP Vavada Dincolo de Promoțiile Standard

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD0 Views

CuprinsCum se Poate Alătura un Jucător Programului VIP la VavadaBeneficiile Exclusiviste Oferite Membrilor VIPCondiții de…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD6 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله

Ginja Casino Mines: Estratégia e Gestão de Risco

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD0 Views

ÍndiceCompreendendo a Mecânica do Jogo MinesEstratégias de Aposta Conservadoras para Preservar o BankrollPadrões de Seleção…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

Korzystanie z VPN przy rejestracji w Vox Casino: Co musisz wiedzieć

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

Bonusuri Exclusiv VIP Vavada Dincolo de Promoțiile Standard

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.