لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو علیهمالسلام په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ۶۲)
مصرته ننوتل او د شکر سجده:
یعقوب علیهالسلام له خپلې ټولې کورنۍ سره یو ځای د یوسف علیهالسلام پر لور مصر ته روان شو. کله چې هلته ورسېدل، یوسف علیهالسلام خپل موراو پلار په غېږ کې ونیول، په تود هرکلي یې بدرګه کړل او ویې فرمایل:
“ادْخُلُوا مِصْرَ إِن شَاءَ اللَّهُ آمِنِینَ” [۱] ژباړه: «ښار ته ننوځئ كه د الله خوښه وي نو ډاډمن به اوسئ».
یوسف علیهالسلام خپل موراو پلار د پاچاهۍ پر تخت خپل څنګ ته کښېنول او مور، پلار او پاتې وروڼه یې هغه ته په سجده پرېوتل. بیا یوسف علیهالسلام خپل پلار ته وویل:
“وَرَفَعَ أَبَوَیهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ یا أَبَتِ هَذَا تَأْوِیلُ رُؤْیای مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّی حَقًّا.”[۲]
ژباړه: «او مور او پلار يې پر تخت پورته وخېژول او بيا ټول د هغه پر وړاندې په سجده ټيټ شول او ده وويل اې زما پلاره دا زما د هغه پخواني خوب تعبیر دی چې دا دى الله رښتيا كړ.»
وروسته یوسف علیهالسلام پر ده (خپل ځان) او خپلې کورنۍ د الله تعالی نعمتونه وشمېرل او ویې فرمایل:
“وَقَدْ أَحْسَنَ بِی إِذْ أَخْرَجَنِی مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزَغَ الشَّیطَانُ بَینِی وَبَینَ إِخْوَتِی إِنَّ رَبِّی لَطِیفٌ لِّمَا یشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِیمُ الْحَكِیمُ* رَبِّ قَدْ آتَیتَنِی مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِی مِن تَأْوِیلِ الْأَحَادِیثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنتَ وَلِی فِی الدُّنْیا وَالْآخِرَةِ تَوَفَّنِی مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِی بِالصَّالِحِینَ.” [۳]
ژباړه: «او دا ښېګڼه يې هم راسره وكړه چې كله يې زه له زندانه راووېستم او تاسو يې له بيديا راوستلئ، له هغه وروسته چې زما او د ورونو ترمنځ شيطان فساد واچولو، بې شكه زما رب د هغه څه لپاره چې غواړي يې د باریک بین تدبيرونو جوړوونكى دى، بې شکه هماغه د حكمت والا ډېر پوه دى. زما ربه! خامخا ماته دې واكمني راكړې او (اصلي معنا ته) د خبرو ورګرځولو پوهه راكړې ده، د آسمانونو او ځمكې پېدا کوونکیه! همدا ته مې په دنيا او اّخرت كې کار جوړوونكى يې، د مسلمانۍ حالت كې مې درواخلې او صالحانو سره مې يو ځاى كړې.».
کله چې یوسف علیهالسلام د ځواک او پوهې لوړې مرتبې ته ورسېد او د نعمتونو شمېر یې ډېر زیات شو، نور یې د دنیا هیله نه لرله؛ ټول پام یې آخرت ته واړاوه او د ښې پایلې او له صالحانو سره د یوځای کېدو دعا یې وکړه.
په اسلام کې د درناوي د سجدې حرمت:
دا ډول سجده، چې د یوسف علیهالسلام په کیسه کې یې یادونه شوې ده، په پخوانیو شریعتونو کې روا او دود وه. کله به چې خلکو کوم ستر شخصیت ته سلام کاوه، د درناوي لپاره به یې ورته سجده کوله؛ خو الله تعالی په اسلامي شریعت کې دا ډول تحیت (سجده) حرامه کړه او سجده یې یوازې او یوازې د الله متعال جل جلاله لپاره ځانګړې کړه.
په همدې اړه په حدیث کې راغلي چې معاذ رضياللهعنه په شام کې ولیدل چې د هغه ځای خلک خپلو پادریانو(مذهبي مشرانو) ته سجده کوله. کله چې معاذ رضياللهعنه له شام څخه مدینې ته را ستون شو، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ته یې سجده وکړه.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «اې معاذه! دا دې څه وکړل؟» معاذ ځواب ورکړ: «ما هغوی ولیدل چې خپلو پادریانو ته سجده کوي؛ او ته، اې د الله رسوله صلیاللهعلیهوسلم! تر ټولو ډېر ددې وړ یې چې خلک درته سجده وکړي.»
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «که مې چا ته د بل چا د سجدې امر کولای، نو ښځې ته به مې امر کړی وای چې د خپل مېړه د حق د لویوالي له امله ورته سجده وکړي.»[۴]
د یوسف علیهالسلام او دهغه د کورنۍ کیسه ، د ژورې مینې او د پلار او اولاد د اړیکې یوه تلپاتې حماسه ده. الله تعالی دا کیسه په قرآن کریم کې د «أَحْسَنُ الْقَصَص» په نوم یاده کړې او د عقل خاوندانو لپاره یې د تلپاتې عبرت سبب ګرځولې ده:
“لَقَدْ كَانَ فِی قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُولِی الْأَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِیثًا یفْتَرَى وَلَكِن تَصْدِیقَ الَّذِی بَینَ یدَیهِ وَتَفْصِیلَ كُلِّ شَیءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یؤْمِنُونَ” [۵]
ژباړه: «د هغوى په دې كيسو كې خامخا د هوښيارانو لپاره عبرت دى، دا څه له ځانه جوړې خبرى نه دي، بلكې د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكى (نازل شوى) وو او د هر شي بېل بېل بيان او د مومنانو لپاره هدايت او رحمت دى.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
- یوسف: 99.
- یوسف: 100.
- یوسف: 101-100.
- أخرجه الترمذي، ج3، ص465، الحديث (١١٥٩)؛ و أحمد في المسند، ج4، ص381.
-
یوسف: 111.


