ليکوال: میا نور آغا
ابراهيمي ملت (برخه: ۴)
څلورم بحث: د اختلاف اسباب او د انبیاوو د لېږل کېدو حکمت
كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ.[1]
ژباړه: (په ابتداء کې) ټول خلک یو ټولی او جماعت وو (په یوه حق دین باندې وو، بیا ځیني کافران شول او ځیني مسلمانان پاتي شول) پس ولېږل الله جل جلاله انبیاء زېري ورکونکي (مؤمنانو ته په نعمتونو) او ویره ورکونکي (کافرانو ته په عذاب سره) او نازل یې کړل له دوی سره کتابونه (بیانونکي د دین) په حقه سره، د دې لپاره چې حکم وکړي (الله جل جلاله یا نبي علیه السلام یا کتاب) په منځ د خلکو کې په هغه کار کې چې دوی په هغه کې اختلاف کړی او اختلاف نه دی کړی په هغه (حق یا کتاب یا اسلام) کې مګر هغو کسانو چې دوی ته کتاب ورکړی شوی وو، (اختلاف یې کړی وو) وروسته له هغه چې راغلي وو دوی ته ښکاره دلیلونه، د کینې له امله چې د دوی په منځ کې وه، پس سمه او صافه لاره الله جل جلاله وښودله هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی دی، هغه شي ته چې جګړه کړې وه دوی په هغه کې ( چې هغه عبارت دی) له حق دین څخه په خپل حکم سره او الله جل جلاله هدایت کوي هغه چاته چې (د هدایت) اراده یې وکړي د سمې لارې طرف ته.
د حضرت آدم علیه السلام له وخت راهیسي همدا یو دین پاتي و، له آدم علیه السلام څخه وروسته تر یوې مودې پوري دین پاتي و او بیا خلکو په کې اختلاف وکړ، الله جل جلاله د دوی د اختلافاتو د لرې کولو لپاره خپل انبیاء را ولېږل چې د ایمان او اطاعت والا ته یې د ثوابونو زېری ورکاوه او د کفر او معصیت والا یې له عذابونو څخه ډارول او له دوی سره یې حق کتاب هم ورلېږلی و، چې په دې سره د خلکو اختلاف او نزاع لرې شي او حق دین د دوی له اختلاف څخه محفوظ پاتي شي، د الله جل جلاله په احکامو کې هغو خلکو اختلاف واچاوه چې هغوی ته کتاب ورکړی شوی وو، لکه یهودو او نصرانیانو چې په تورات او انجیل کې اختلاف او تحریف وکړ او دا یې په ناپوهۍ سره نه کول، بلکي ښه پوهیدل، یوازي د دنیوي اغراضو، ضد او حسد له امله یې داسې کول، الله جل جلاله په خپل فضل او کرم د ایمان خاوندانو ته د حق او هدایت لاره وروښوده او د ګمراهانو له اختلاف څخه یې نجات ورکړ، لکه چې د محمد صلی الله علیه وسلم امت ته یې د هرې عقیدې او عمل په نسبت د حق امر تعلیم ورکړ او د یهودانو او نصرانیانو له اختلافاتو، افراط او تفریط څخه یې دوی محفوظ وساتل.
حدثنا محمد بن بشار قال حدثنا أبو داود قال حدثنا همام بن منبه عن عكرمة عن ابن عباس قال كان بين نوح وآدم عشرة قرون كلهم على شريعة من الحق، فاختلفوا، فبعث الله النبيين مبشرين ومنذرين. قال وكذلك هي في قراءة عبد الله “كان الناس أمةً واحدةً فاختلفوا”.[2]
ژباړه: له ابن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی، چې د آدم او نوح علیهم السلام ترمنځ شل قرنه وو، ټول په حق شریعت باندې وو، بیا یې اختلاف وکړ، نو الله جل جلاله انبیاء چې زېري ورکونکي او ویرونکي وو راولېږل.
حدثنا الحسن بن يحيى، قال أخبرنا عبد الرزاق قال أخبرنا معمر عن قتادة في قوله “كان الناس أمة واحدة” قال كانوا على الهدى جميعًا، فاختلفوا، فبعث الله النبيين مبشرين ومنذرين، فكان أوَّلَ نبي بُعث نوحٌ.[3]
ژباړه: له قتاده نه روایت دی (کان الناس أمة واحدة) ده فرمایلي دي: دوی ټول په هدایت باندې وو، بیا یې اختلاف وکړ، نو الله جل جلاله انبیاء چې زېري ورکونکي او ویرونکي وو ؛راولېږل اول نبي چې راولېږل شو نوح علیه السلام وو.
قد اختلف العلماء في ديانة القوم الذي أرسل إليهم نوح…[4]
ژباړه: بېشکه علماؤ د هغه قوم په دین کې چې نوح علیه السلام ورته لېږل شوی و اختلاف کړی، ځینو ویلې دوی په داسې عمل متفق شوي وو چې د الله جل جلاله په نزد بد و لکه فحشاء، کفر، شراب څښل او د الله جل جلاله له عبادت نه به په مستیو او بیهوده اعمالو کې مصروف وو. او ځینو ویلې دوی نېک تابعداران وو؛ خو بیوراسب اول هغه کس و چې د صابئي مذهب اظهار یې وکړ ،بیا یې هغو تابعداري وکړه کومو ته چې نوح علیه السلام لېږل شوی وو.
پنځم بحث: صابئین څوک دي؟
وَقَدْ اُخْتُلِفَ فِي الصَّابِئِينَ هُمْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أَمْ لَا؟ …[5]
ژباړه: بېشکه د صابئینو په باره کې د علماؤ اختلاف دی چې دوی له اهل کتابو څخه دي او که نه؟ له امام ابو حنیفه (رحمه الله) څخه روایت دی، چې دوی اهل کتاب دي.
او صاحبین وایي دوی اهل کتاب نه دي.
ابوالحسن الکرخي وایي: هغه صابئون د دوی په نزد اهل کتاب دي چې د عیسی علیه السلام دین ته یې نسبت کیږي او د انجیل تلاوت کوي او هغه چې د ستورو عبادت کوي او د حران په خوا کې اوسیږي بېشکه دوی د ټولو په نزد اهل کتاب نه دي.
ابوبکر وایي: صابئون چې په دې نوم په دې وخت کې پېژندل کيږي په دوی کې اهل کتاب نشته او په اصل کي د دوی نسبت یو دی، هغه که د حران په خوا کې اوسیږي او که د بطائح او د واسط په آبادي کې اوسيږي، د دوی اصلي عقیده د ستورو تعظیم او عبادت کول دي او دا یې په خدايي نیولي، دوی په اصل کې بت پرستان دي، خو کله چې فارسیان د عراق په ځمکه غالب شول او د صابئینو دولت یې ختم کړ، دوی په ښکاره د بتانو عبادت نشو کولی ځکه له دې منعه شوي وو.
همدارنګه رومیان، د شام او جزیرې خلک هم صابئین وو، کله چې قسطنطین نصراني شو دوی یې په زور په نصرانیت مجبور کړل، نو بت پرستي له دغه وخت څخه باطله شوه، دوی د نصرانیانو په تنګي کې راګیر شول او د دوی اکثر په دې دین کې پاتي شول د بتانو عبادت به یې پټ کاوه، کله چې اسلام غالب شو، دوی د نصرانیانو په ډله کې داخل شول او مسلمانانو د دوی او نصرانیانو فرق ونه کړ، کله چې دوی د بتانو عبادت پټ کاوه او خپله عقیده یې پټه ساتله دوی له هر چا ډېر د عقیدې پټونکي ول، دوی نور هم د ماشومانو په باره کې چې کله به بالغ کېدل د عقیدې پټولو په تړاو ډېر چلونه او حیلې لري او له دوی نه اسماعیلیه وو مذهب د پټونې چل اخیستی او د دوی مذهب ته یې دعوت رسیږي.
بنیاد د ټولو د ۷ اووه ستورو عبادت او د دغو اووه ستور په نوم باندې بتان جوړول دي، په دې کې د دوی تر منځ اختلاف نشته، یوازې د حران والا له بطائح والاوو نه په ځینو احکامو کې مختلف دي، په دوی کې اهل کتاب نشته.
زما په غالب ګمان د ابوحنیفه په قول کې چې د صابئینو په اړه دی، بېشکه ده د دوی یو قوم لیدلی چې دوی تقیه کړې (د ځانو لپاره یې دروغ ویلې) د نصرانیت اظهار یې کاوه او انجیل به یې تلاوت کاوه، په حقیقت کې د عیسی علیه السلام په دین نه وو، ځکه اکثر فقهاء د دوی په عقیدې معترفینو باندې د جزيې قائل نه دي، له دوی نه له اسلام یا سیف (قتال) نه غیر په بل څه قائل نه دي. او د چا چې د صابئینو په اړه هغه عقیده وي کومه چې ما بیان کړه بیا د فقهاو تر منځ اختلاف نشته چې دوی اهل کتاب نه دي، د دوی ذبیحه (حلال شوی) به نه خوړل کیږي او له ښځو سره به یې نکاح نه کیږي.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] سورة البقرة، ایت: ۲۱۳.
[2] تفسیر الطبري، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.
[3] تفسیر الطبري، دار الکتب العلمیة، بیروت لبنان.
[4] الكامل في التاريخ، ج 1، ذكر الأحداث التي كانت في زمن نوح عليه السلام، ص ۶۲، دار الکتب العربي، بیروت لبنان.
[5] احكام القرآن للجصاص، سورة المائدة، باب تزویج الکتابیات، مطلب في الکلام علی الصابئة و بیان نحلتهم. دار الکتب العلمیة بیروت لبنان.


