لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی
اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱)
په نننۍ نړۍ او د کلماتو په دې بې کنټروله بازار کې د صداقت، عدالت او ازادۍ جنسونه د درواغو، جبر، اسارت او دیکتاتورۍ په جعلي جنسونو بدل شوي او د اوبو پر ځای سراب ښکاره کېږي. له همدې امله د يادښتونو په دې لړۍ کې د اسلام او ډیموکراسۍ موضوع مطرح شوې، هيله ده چې د لوستونکو د خوښې وړ وګرځي.
ډیموکراسي یو تش ډُول دی، چې په خلکو باندې د خلکو د حاکمیت او د هغوی د حقوقو د تحقق دعوا کوي، خو په حقیقت کې د ډیموکراسۍ پلویان له هغې څخه د خپلو غوښتنو د پوره کولو او د خپل تسلط د تحمیلولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
په دې لیکنه کې هڅه شوې، چې د ډیموکراسۍ اصلي څېره او د هغې د پلویانو اهداف ټولو ته وښودل شي او د پردې تر شا دسیسې یې په ډاګه کړي، ځکه چې حقیقي ډیموکراسي له هغه څه سره توپیر لري، چې ادعا کوونکي یې په ډیرو تبلیغاتو سره دفاع او ښکاره کوي، مګر د ډیموکراسۍ اصلي دنده د هیواد پر برخلیک باندې د یوې ټاکلې ډلې د حاکمیت مسلط کول دي.
د څېړني په دې برخه کې د ډیموکراسۍ په معنا او مفهوم او تاریخ باندې بحث کوو.
د ډیموکراسۍتعریف
ډیموکراسي هېڅ واحد تعریف نلري بلکې بېلابېلې معناوې يې وړاندې شوې دي او په ټولنيزو علومو کې د ډېرو مفاهيمو په څېر جامع او شامل تعريف نه لري. د دموکراسۍ ډیری تعریفونه دولتي سیسټم ته اشاره کوي او د هغې بنسټونو او فکري اصولو په ګوته کوي. د بېلګې په توګه: دموکراسي د یوناني کلمې (Demokratia) څخه اخیستل شوې اصطلاح ده، چې په هغه کې د «دمو» مختاړی د هیواد د بهرنیو چارو اداره کول د پولس (Polis) په مقابل کې کارول کیږي، چې معنا یې د هیواد د کورنیو چارو اداره ده[1].
د نن ورځې ډیموکراسي په سیاسي اصطلاحاتو کې د ملي ځواک او د ملت له خوا د حکومت اداره کولو په معنا ده.[2]
دموکراسي د حکومت هغه بڼه ده، چې د خلکو د حاکمیت، سیاسي برابري، د ټولو خلکو په مشوره او د اکثریتو د واکمنۍ پر بنسټ باندي سره تنظیمیږي.
ځینې نور تعریفونه یوازې ګډون او ټاکنو ته اشاره کوي، د بیلګې په توګه: «دموکراسۍ په دې معنا ده، چې خلک پرېکړه وکړي، چې څوک باید حکومت وکړي او هدف یې څه وي». [3]
د معاصرو اندپوهانو په اند، دموکراسي په خپل خورا عام مفهوم کې یو ډول حکومت ته اشاره کوي، چې په هغه کې واک د یو یا څو کسانو په لاس کې نه وي، او د اکثریت سره تړاو لري. په دې معیار سره دموکراسي د نورو دولتونو څخه په رسمیت پېژندل کیدای شي.
په عمومي ډول د دموکراسۍ په اړه دوه نظرونه ذکر کیدای شي:
۱ـ دموکراسي یو دولتي سیستم دی، چې پورته تعریفونه ورته اشاره کوي.
-
۲ـ دموکراسي د ټولنې لپاره یو پلان دی، چې هدف یې د ټولو وګړو فردي او اجتماعي سوکالي ده.
په دې نظریې کې دموکراسي د یو میکانیزم پر ځای د ارزښت په توګه وړاندې کیږي. دموکراسي د ژوند یوه لاره ده؛ که څه هم د حکومت د یوې بڼي په شکل هم وړاندې کیږي.
د ډیموکراسۍ تاریخ
د دموکراسۍ کلمه په لومړي ځل په لرغوني یونان او د «آتن» په ښار کې د «کلیستن» له خوا وکارول شوه (510 ق م). هغه د «هیپارک» او د هغه د ورور «هیپارس» د واکمنۍ له ختمولو وروسته، قانون کې یې اصلاحات راوړل، او حکومت یې کلیوالو او غریبانو ته وسپاره. په دې ډول دموکراسۍ کې له ښځو او غلامانو پرته ټولو خلکو په مستقیمه او شخصي توګه د قوانینو په جوړولو کې برخه اخیسته او په اجرایوي څوکیو به د قرعې له لاري ګومارل کېدل.
له لرغوني یونان څخه اوسني عصر ته
د دموکراسي (یا د خلکو لپاره د خلکو د حکومت) مفکوره د مشهور تاریخ لیکونکي «هرودت» له وخت راهیسې د یوناني فیلسوفانو او لیکوالانو په اثارو کې موندل کيدای شي، په لرغوني یونان کې حکومت د دموکراسۍ پر بنسټ ولاړ و او د آتن د اساسي قانون له مخې هر وګړی چې عمر یې شل کلن و، د ښار په شورا کې یې د ګډون حق درلود. د یونان تر څنګ په ختیځ (هند او لرغوني چین) کې هم د دموکراسۍ مفکوره پیژندل شوې وه. داسې چې ځینې تاریخپوهان د دموکراسۍ لومړنی ځای چین او هند ګڼي. افلاطون او ارسطو چې د لرغوني یونان له پوهانو څخه دي، په خپلو اثارو کې د دموکراسۍ یادونه کړې ده. د افلاطون په اند که څه هم د دولت د طبقه بندۍ معيار يې علم دی، خو بیا هم دموکراسي د جاهلانو د حکومت نښه وه. ارسطو دموکراسي د بې وزلو او بې وسه خلکو د واکمنۍ څرګندونه ګڼلې ده، له همدې امله دموکراسي د دواړو مفکرینو له خوا مسخره شوې او پر هغه باندې یې نیوکه کړې ده.
په لرغوني یونان کې د دموکراسۍ پر بنسټ د حکومت شتون یو لنډمهاله حکومت و او دوام یې و نه کړ. په لويديځ کې د «رنسانس» او د دیني اصلاحاتو د غورځنګ د څو پېړيو له تېرېدو وروسته، د نوې دموکراسۍ فکري بنسټ په تدريجي ډول کېښودل شو. له «ماکیاولي» څخه تر «هوبز» او «لاک» او بیا «روسو» او «مونتسکیو» پورې، هر یو د دموکراسۍ د مفکورې په جوړولو کې ژور اغېز درلود؛ په دې توګه په شلمه پېړۍ کې د انسان د فکر په جوړولو کې د دموکراسۍ نظریه داسې ځای ته ورسېده، چې له مسیح مخکې پیل شوې وه. په مفهومي لحاظ، د «روسو» دموکراسي د لرغوني یونان له دموکراسي سره توپیر درلود؛ روسو په دې باور و، چې پر خلکو د خلکو واکمني په عملي توګه ناشونې ده. هغه مفهوم چې روسو وړاندې کړ د اکثریت واکمني وه. د دموکراسۍ دغې طريقې هم په عمل کې کار و نه کړ، او د هغې نیمګړتیاوې د فرانسې د پاڅون په وخت کې څرګندې شوې. هغو کسانو چې د فرانسې د انقلاب وروسته یې حکومت په لاس کې ونیول، د خلکو د اکثریت په نوم یې دیموکراتیک حکومت جوړ کړ او د دولت په برخه کې د دوی افراط داسې تشریح شو، چې څنګه چې یو فرد یا اقلیت کولای شي ظالم وي، اکثریت هم کولای شي، مستبد او ظالم وي او د اکثریت په نوم ظلم تر نورو هم خطرناک وي.
که څه هم د دموکراسۍ په اړه د روسو لید سم شوی و، خو په عمل کې له ستونزو سره مخ شو. له همدې امله د لویدیځ ځیني لیکوالان دې پایلې ته ورسېدل، چې په حکومت کې د ټولو یا د اکثریتو خلکو مستقیم ګډون د اجرا وړ نه دی، نو د ولسواکۍ نوې نظریه د خلکو د غیر مستقیم حاکمیت (یا د استازیتوب سیسټم) پر بنسټ وړاندې شوه. له همدې امله د استازیتوب طریقه او د اکثریتو رایه یو عام مقبولیت تر لاسه کړ. نن ورځ دموکراسي د یو فرد یا اقلیت د واکمنۍ پر وړاندې د اکثریت خلکو د استازو واکمني ده. نو هغه څه چې له لرغونې دموکراسۍ څخه عصري دموکراسۍ ته په لېږد کې بدل شو، د خلکو د حاکمیت اصل نه دی، بلکې د پلي کولو طریقې یې دي. له همدې امله، هغه دموکراسي چې موږ یې پېژنو، د هغه د جوړښت څخه ډېر وخت تېریږي، د دموکراسي تدریجي تکوین او جوړښت په ډيرو بدلونونو سره پیاوړې شوې ده. د دغو پرمختګونو څخه کولی شو په (1215) کال کې د «مګنا کارټا» د سند لاسلیک، په (18) پیړۍ کې د فرانسې او امریکا انقلابونه، او په (19) پیړۍ کې په شمالي اروپا کې د رایې پراخوالي یادونه کولی شو. البته، دا په شلمه پیړۍ کې وه، چې د دموکراسۍ مفکوره د یو عادي حکومت په توګه رامنځته شوه، هغه بڼه چې په ټولو هیوادونو لکه اروپا، امریکا، آسیا او افریقا کې د هغه ادعا کیږي.
اسلام د خدای جل جلاله وروستی دین او وروستی قانون (شریعت) دی، چې پر محمد ـ صلی الله تعالی علیه وسلم ـ نازل شوی دی. دغه ستر دين د انسان ژوند له پيدايښت څخه تر مرګ پورې په تفصيلي اصولو او عمومي قواعدو سره تنظيموي.
د انسان په ژوند کې چې هر څه پېښېږي، په اسلام کې یې حکم شتون لري؛ دا حكم يا په صراحت سره ويل كېږي او يا د اجتهاد له عامو اصولو او د دين له اساسي مفاهيمو څخه ترلاسه كېږي. له بلې خوا، ډیموکراسي هغه طریقه ده، چې د واک د لېږد او د واکمنانو د ظلم د مخنیوي له پاره د انسانانو له خوا کشف شوې. په ورته وخت کې، ځینو خلکو په دې کې ځینې شخصي حالات شامل کړي دي. د دې طريقې له مخې، خلک حق لري چې خپل واکمن وټاکي، دوی د واکمن د لرې کولو حق هم لري او د مختلفو ازاديو څخه کار اخلي.
په بل عبارت، اسلام د بشپړ ژوند لارښود دی، چې حکومت یې هم یوه برخه ده؛ خو ډیموکراسي د ژوند د یوې ستونزې د حل لاره ده، چې کله ناکله د انسان د ژوند ځینې اړخونه اغیزمنوي، نو له اسلام سره د ډیموکراسۍ پرتله کول او د دوی دوه مخي پلان خورا ناسم او له حقیقت څخه لرې دی. اسلام د جزئي مسئلې د حل په پرتله ډېر بشپړ او جامع دی خو د ډیموکراسۍ بنسټ دا دی، چې حکومت په خلکو پورې اړه لري او خلک د واک سرچینه وي. دا د مسلمانانو له نظریې سره په ټکر کې ده، چې وايي: «حکومت د خدای له لوري دی» په دې اړه به په راتلونکي کې بحث وشي.
ادامه لري…
سرچینې:
۱. بابایی، فرهنگ علوم سیاسی، ج ۱، ص: ۲۱.
۲. آشنایی با علم سیاست، ص: ۱۳۸.
۳. نظریات فلاسفهی غرب، ص: ۱۱۵