لیکوال: مهر الله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه : ۲۲)
د بودیزم افکار او باورونه
۵. له معاد څخه انکار
په بودیزم کې د معاد په اړه درې بنسټیزې برخې مطرح دي:
لومړۍ برخه: د جزا قانون (کارما).
دویمه برخه: د ارواحو تناسخ.
درېیمه برخه: نیروانا.
د سیدارتا ګوتاما (بودا) زیاتره فکر او هڅه دا وه چې داسې لاره ومومي چې انسان د ژوند له کړاوونو وژغوري؛ لکه د زېږون، زړښت، ناروغۍ او مرګ کړاوونه. د دغې لیدلوري له مخې هر انسان خپل برخلیک پخپل ټاکي او هېڅ خدای پکې دخیل نه دی؛ بلکې هغوی په اصل کې د خدای پر شتون باور نه لري. له همدې کبله بودا او د هغه پیروان د آخرت پر ورځ او د بیا راژوندي کېدو، حساب او کتاب، جنت او دوزخ په څېر چارو باندې باور نه لري.[۱]
آن بودا خپل شاګردان له مرګ او له مرګ وروسته د پېښېدونکو چارو په اړه له بحثونو څخه منع کول. روایت دی چې یوه ورځ د بودا شاګردانو له هغه څخه د خپل یوه تازه مړه شوي پلوي په اړه وپوښتل چې آیا هغه به بیا راژوندی شي، او که نه؟ ده مثبت ځواب ورکړ؛ خو کله چې یوه برهمن دا خبرې واورېدې او نیوکه یې وکړه، بودا خپلو شاګردانو ته وویل: دا ډول پوښتنې ګټه نه لري او هېڅوک یې هم په دقیق ځواب نه پوهېږي. د غیبي چارو په اړه پوښتنې او دا چې له مرګ وروسته به څه کېږي، ګټه نه لري او یوازې ذهن ستړی کوي. تاسو روښانه او سمه لاره خپله کړئ؛ هماغه لاره چې په همدې ژوند کې درته سکون درکوي، او هغه څه چې له دې ژوند وروسته پېښېږي، پرېږدئ.[۲]
خو بودایان باور لري چې انسان د خپلو ښو او بدو کارونو پایله ویني؛ مګر دا پایله په همدې نړۍ کې راڅرګندېږي، نه په بله نړۍ کې. دوی دې اصل ته «کارما» وایي. د همدې باور له مخې وایي چې روح له مرګ وروسته له یوه بدن څخه بل بدن ته لېږدول کېږي او په همدې تګ راتګ کې د خپلو عملونو بدله یا سزا د خوښۍ او کړاو په بڼه ویني. که څوک غواړي چې د زېږون له دې پرلهپسې کړۍ څخه خلاص شي، باید ټولې نفساني غوښتنې پرېږدي، له هیلو او تمایلاتو زړه راخلاص کړي او ځان د خواهشاتو له بند څخه آزاد کړي، تر څو د «نیروانا» پړاو ته ورسېږي؛ هغه حالت چې پکې نه زېږون وي او نه مرګ، بلکې د کړاو پای او بشپړې ارامۍ ته رسېدل وي.[۳]
لومړۍ برخه: د جزا قانون (کارما)
الف: د عقیدې تشریح
«کارما» د سنسکریت ژبې کلمه ده او مانا یې «کړنه او عمل» ده. له کارما څخه مراد هر هغه کار دی چې انسان یې ترسره کوي؛ که عمل وي، که وینا او آن که فکر.
د بودایي باور له مخې هره کارما لامل او پایله لري. که کارما ښه وي، پایله یې هم ښه وي؛ او که بده وي، ثمره او پایله یې هم بده وي. په ساده وینا، څه چې کرې، هماغه به رېبې.[۴]
د «هند ادیان» په کتاب کې راغلي دي: «د کرمې د اصل موخه دا ده چې انسان هر کار چې په نړۍ کې ترسره کړي، که کردار وي، که وینا او که فکر، اغېز او پایله به یې ویني. په بله وینا، په دې نړۍ کې هر عمل یومناسب غبرګون لري، او دا غبرګون هم د انسان په اوسني ژوند او هم د هغه په راتلونکي ژوند، یعنې په بل زېږون (سنساره/تناسخ) اغېز لري. له همدې امله، د هر انسان اوسنی ژوند په تېر ژوند کې د هغه له کرما سره سم دی، او د هر چا ستونزه او کړاو په پخواني ژوند کې د هغه د کرمې پایله ده. د کرمې اغېز دومره زیات دی چې کولای شي په بل ژوند کې د انسان ټولنیزې طبقې ته بدلون ورکړي، لوړه او یا یې ټیټه کړي.»[۵]
په عامه مانا، کارما دې ته وایي چې هر څه چې کوو، فکر یې کوو یا یې وایو، بېرته موږ ته راګرځي. د دې مانا له مخې کارما په خپل ځان کې هم عمل او هم د عمل پایله رانغاړي.
د ادیانو د تاریخ شنونکی محمد جواد شمس، کارما داسې تشریح کوي: «کارما د بودا له دیني باورونو څخه یو باور دی چې لومړی ځل او په تفصیل سره په اوپانیشادي متنونو کې بیان شوی دی. کرما د عمل په مانا ده، او په اصطلاح کې د انسان د عملونو پایله ده؛ که ښه وي، د هغه د نېکمرغۍ لامل کېږي او که بده وي، د هغه د ستونزې او کړاو سبب ګرځي.»[۶]
پروفیسور آتریا وایي: «شهوت زموږ په ژوند کې تر ټولو پیاوړی عامل دی؛ خو زموږ غوښتنې او تمایلات پر نورو هم اغېز کوي. له همدې امله، په هغو کارونو کې چې د شهوت له مخې یې کوو، کله له نورو سره نېکي کوو او کله بدې ور رسوو. نو بې له شکه د جزا قانون پر موږ تطبیقېږي؛ هغه قانون چې په نړۍ کې د ټولو آزادو موجوداتو پر ژوند حاکم دی. د جزا دې قانون ته په سنسکریت ژبه کې «کارما» ویل کېږي او هېڅوک ترې نشي تښتېدای. په «یوګا واسِشته» کتاب کې داسې راغلي دي: په ټوله نړۍ کې هېڅ داسې ځای نشته؛ نه غرونه، نه آسمانونه، نه سمندرونه او نه آن جنتونه، چې انسان ورته پناه یوسي او د خپلو عملونو له پایلې ، که نېک وي که بد، خلاصون ومومي.
بودایان باور لري چې دا قانون پر ټول ژوند او ټولې نړۍ واکمن دی او د برخلیک په څېر ټول انسانان په ځان کې رانغاړي. کارما پخپله عمل کوي او هېڅوک پکې لاسوهنه نه لري. هر انسان د خپل عمل مسئول دی او د هماغه عمل پایله بېرته ده ته ورګرځي.[۸]
پر کارما ایمان د دې آیین له بنسټیزو اصولو څخه ګڼل کېږي او هر بودایي یې باید ومني. له همدې باور څخه د تناسخ، یا ژوند ته د بیا راګرځېدو، عقیده هم راپیدا شوې ده. ځکه دوی لیدلي چې د کارونو پایله تل په همدې ژوند کې نه را څرګندېږي؛ د بېلګې په ډول، کېدای شي ظالم ومري او په ښکاره د خپل ظلم سزا و نه ویني، یا نېک انسان له نړۍ څخه ولاړ شي او بدله و نه مومي. له همدې کبله دوی باور لري چې که چېرې مجازات او مکافات په دې ژوند کې پلې نه شول، په بل ژوند او په بل قالب کې به ترسره شي.[۹]
د دې فکر له مخې، د انسان روح له مرګ وروسته نوي قالب ته ننوځي، تر څو د خپلو تېرو کارونو پایله وویني او پخوانۍ تېروتنې او بدۍ جبران کړي.
د کارما په باور، که څوک بد کارونه وکړي؛ لکه حیواناتو ته اذیت رسول، وژل، شراب څښل، غلا، زنا او دې ته ورته نور، ښایي په بل زېږون کې د حیوان یا هم تر دې د ټیټ موجود په بڼه را ژوندی شي. او کله چې د هغه د کارما یوه مرحله پای ته ورسېږي، بېرته د انسان په بڼه راګرځي؛ خو هر څوک د خپل کردار په اندازه شاید مظلوم، فقیر، لنډعمر لرونکی، یا آن په رواني ناروغیو او سختو ستونزو اخته انسان وي. د دغې لیدلوري له مخې پرلهپسې ژوندونونه تر هغې دوام کوي چې انسان د کارما له څرخ څخه آزاد شي.[۱۰]
ب: ځواب او نقد
د عمل او جزا په اړه د بودیزم دا باور د اسلام له کلکې عقیدې سره بشپړ ټکر لري؛ ځکه بودیزم د عمل بدله او پایله له همدې نړۍ سره تړي، او دا چې قیامت شتون لري، انسانان به د حساب او کتاب په ورځ خپلې عمل نامې ترلاسه کوي او د ښو او بدو کارونو له امله به جنت او دوزخ ته ننوځي، په بشپړه توګه انکار ترې کوي.
د اسلام له نظره، د دوی دا باور له څو اړخونو د نقد او بطلان وړ دی:
لومړی: د کارمايي باور له مخې یو خودکاره او خپلسری قانون پر نړۍ واکمن دی او له الهي ارادې پرته سزا او بدله پلي کوي. خو په سپېڅلي اسلام کې نړۍ د الله تعالی د مستقیم او حکیمانه تدبیر لاندې ده او بل هېڅ شی د سزا او بدلې د ټاکلو واک نه لري. قرآن کریم په دې اړه فرمایي: «إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ» ژباړه: « پریکړه له هغه پرته د بل چا نه ده.»[۱۱]
بل آیت ټینګار کوي چې بدله او سزا یوازې د الله تعالی په واک کې ده؛ لکه څنګه چې فرمایي: «لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى»[۱۲]
ژباړه: «تر څو بدعمله کسانو ته د خپلو عملو بدله ورکړي او چاچې ښه کړي هغه ته په ښو سره بدله ورکړي.»
نو د دې آیتونو له مخې، بدله او سزا د الله تعالی په لاس کې ده او هغه به د قیامت په ورځ خپلو بندګانو ته د عملونو له مخې بدله او عذاب ورکوي. له دې امله د کارما باور یو فلسفي او عقلمحور باور دی او په بشپړه توګه باطل دی.
دویم : کارما پر دې اساس او اصل ولاړه ده چې جزا په همدې دنیا یا د راتلونکو زېږونونو په قالب کې ترسره کېږي او آخرت نشته؛ په داسې حال کې چې پر قیامت، د حساب او کتاب پر ورځې او پر جنت او دوزخ ایمان د اسلام له مهمو او بنسټیزو ارکانو څخه دي. په قرآن کریم کې څو ځله د قیامت، حساب او کتاب، حشر او نشر او نورو په اړه خبرې شوي او د معاد منکرینو ته قانع کوونکي او کلک ځوابونه ورکړل شوي دي.
«فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ * وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ»[۱۳]
ژباړه: «نو چا چې د ذرې په اندازه نېکي کړې وي، وبه یې ویني؛ او چا چې د ذرې په اندازه بدي کړې وي، هغه به وویني.» یعنې هر چا چې په دنیا کې د ذرې په اندازه نېک یا بد عمل کړی وي، د قیامت په ورځ به یې خامخا پایله ویني او پروردګار به له هر یوه حساب اخلي.
دا سمه خبره ده چې په اسلام کې کېدای شي د عملونو د پایلې یوه برخه په دې دنیا کې هم ولیدل شي، خو بشپړ او عادلانه حساب به په آخرت کې کېږي.
درېیم : د کارما باور د تناسخ له عقیدې سره بشپړ تړاو لري، او د کارما د باور له پایلو څخه یوه هم د تناسخ عقیده ده. تناسخ دې ته وایي چې د انسان روح له مرګ وروسته بیا بل بدن ته لېږدول کېږي. د تناسخ باور به په راتلونکو بحثونو کې په جلا توګه په تفصیل سره وڅېړل شي خو له اسلامي عقیدې سره سم، هر انسان یو ځل نړۍ ته راځي او ژوند کوي؛ له مرګ وروسته د برزخ عالم ته داخلېږي او هملته تر قیامته پاتې کېږي. کله چې له دنیا څخه ولاړ شي، هېڅکله بېرته نه راګرځي.
لکه څنګه چې الله تعالی په دې اړه فرمایي: «حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ… كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا ۖ وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ»[۱۴]
ژباړه: «تر هغه چې کوم یوه ته یې مرګ راشي … هېڅکله نه؛ دا یوه خبره ده چې هغه یی کوونکی دی، او (اوس) د هغوی په مخکې یوه پرده ده تر هغې ورځې چې بیا ژوندي راپاڅول کېږي.»
نو د اسلام له نظره په نوي قالب کې د انسان د روح بېرته راتګ هېڅکله نه دي منل شوي، بلکې په کلکه رد او باطل ګڼل کېږي.
څلورم: د کارما په عقیده کې د عملونو پایله په جبري توګه او له بښنې پرته پلي کېږي؛ یعنې هر څوک چې په ژوند کې بد عملونه وکړي، د دوی له باور سره سم به خامخا په بل ژوند کې خپله سزا ویني. خو په سپیڅلي اسلام کې د عدالت ترڅنګ الهي رحمت او مغفرت هم شته؛ که پروردګار وغواړي، خپل ګناهکار بنده په رښتینې توبې سره بښي.
«إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا»[۱۵]
ژباړه: «یقینا الله تعالی ټول ګناهونه بښي.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې :
- بحث الیوم الآخر عندالبوذیة، ص ۵.
- أحمد شلبي، أديان الهند الكبرى، ص154.
- العقل والقفاري، الموجز في الأديان، ص87. والحمد، رسائل في الأديان، ص54- 56.
- بحث الیوم الآخر عندالبوذیة، ص ۶.
- فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۴۷.
- محمد جواد شمس، ادیان هند، صفحه ۲۸.
- احمد شلبی، أدیان الهند الکبری، ص ۵۹.
- بحث الیوم الآخر عند البوذیة، ص ۶ نقل دی له : سانج جانترا، اصول البوذیة، ص۱۹۰-۱۹۱.
- أحمد شلبي، أديان الهند، ص62.
- عبد الله نومسك، البوذية، ص191-192.
- یوسف: ۴۰.
- النجم: ۳۱.
- الزلزلة: ۷-۸.
- المؤمنون: ۹۹-۱۰۰
-
الزمر: ۵۳.


