لیکوال: عبدالله زماني
فراماسونري ( برخه : ٤٧ )
له اروپايي سیمو سره د یهودیانو لېوالتیا
په تېرو برخو کې مو یادونه وکړه، سره له دې چې یهودیانو ته د فراماسونانو او نورو لابيګرو په مرسته یو ځل بیا فلسطین ته د ستنېدو زمینه برابره شوه، خو په حقیقت کې دوی له دې خاورې سره هېڅ ډول قلبي او عاطفي تړاو نه لري. یهودیان په دې خاوره کې ژوند کولو، پانګونې، اوږدمهاله پلان جوړونې او پرمختګ ته زړه نه ښه کوي. دا ډول فکر د امریکايي یهودیانو ترمنځ په ښکاره ډول لیدل کېږي.
دې حقیقت ته ګڼو امریکايي لیکوالانو او مفکرینو هم اشاره کړې ده. له هغوی څخه یو هم امریکایی یهودي خبریال “ویلیام زوکرمن” دی، چې دا تناقض یې په ډېر ښکلي ډول داسې انځور کړی دی:
«هیڅ هغه تبلیغ، تحریک او احساساتي کمپاین چې یهودي ملتپالو، په ځانګړي ډول “بن ګوریون” ترسره کړ، ونه توانېد چې امریکايي یهودیان په امریکا کې د پاتې کېدو له پرېکړې واړوي. د یوه امریکايي یهودي لپاره اسرائیل هغه څه دي چې پرې ویاړي او افتخار ورباندې کوي، بلکې د هغه د دیني باور یوه برخه ګڼل کېږي. له همدې امله مالي مرستې ورسره کوي، خو هېڅکله دا فکر نه کوي چې اسرائیل دې د ده یا د ده د اولادونو راتلونکی وطن شي. همدا د غربي یهودیانو په وړاندې د اسرائیلو تر ټولو ستره ستونزه ده؛ هغه ستونزه چې په پایله کې به په اسرائیلو کې د یهودیانو د راټولېدو مفکوره له سختې عقیدوي ماتې او ناکامۍ سره مخ کړي.»[1]
د دې خبریال وړاندوینه چې ویل یې په فلسطین کې به د یهودیانو د راټولېدو پروژه ناکامه شي، نن تر ډېره بریده په حقیقت بدله شوې ده؛ ځکه دا سیمه د نړۍ د یهودیانو په نظر د ناامنۍ، جګړې او ترهګرۍ سمبول ګرځېدلې ده.
له همدې امله، کله چې یو صهیونیستي مهاجر خپل لومړي تمځای ته رسېږي، فلسطین ته د هجرت لومړنی شوق یې ورو ورو له منځه ځي، او پر ځای یې د نیویارک، لندن او پاریس په څېر ښارونه د ده د راتلونکو هیلو پر پاڼه راڅرګندېږي؛ هماغه ښارونه چې د بورسونو، سرو زرو او میلیاردونو پانګو مرکزونه دي.
همدا وضعیت د دې لامل شو چې “خاخام کلوزر” سخت خواشینی او غوسه شي او داسې ولیکي:
«باید یهودي ملت دې ته اړ کړل شي چې فلسطین ته مخه کړي؛ ځکه هغوی نه د خپل اوسني وضعیت د درک وړتیا لري او نه په راتلونکو ژمنو د پوهېدو. د امریکايي ډالر ارزښت او جذابیت د دوی لپاره تر هر څه مهم دی.»[2]
حتی د «صهیونیست» په اړه یو لطیف تعریف هم مشهور شوی دی، چې وایي:
«صهیونیست هغه څوک دی چې د بل صهیونیست مال خیراتوي، څو دریم صهیونیست فلسطین ته ولېږي.
د فلسطین خاورې ته د بېرته ستنېدو په اړه د یهودانو همدې بېرغبتۍ په پای کې صهیونیستان دې ته اړ کړل چې پر متحده ایالاتو فشار راوړي، څو داسې قانون تصویب کړي چې امریکا ته د هر هغه یهودي د کډوالۍ پر وړاندې لوی خنډونه جوړ کړي چې غواړي هلته ولاړ شي؛ ترڅو هغوی اړ شي اسرائیلو ته مخه کړي.
ښایي داسې وخت هم راورسېږي چې یهودیان له خپلو ماسوني شاګردانو وغواړي فلسطین ته کډه وکړي او د صهیونیستانو پر ځای یو ځل بیا هیکل (معبد) ودان کړي؛ ځکه یهودیان نه شي کولای هغه پانګه، هوسا ژوند، خوندونه او خوشحالۍ چې په اروپايي هېوادونو او متحده ایالاتو کې یې لري، پرېږدي. له بلې خوا، دوی د خپل عقیدوي باور له مخې ځان د فلسطین له خاورې سره تړلی ګڼي.
همدا حقیقت یو ځل بیا ماکبراید یادوي او وایي چې ښایي فراماسونان په فلسطین کې له یهودیانو سره همکاري وکړي. نوموړی یوه د پام وړ خبره مطرح کوي او لیکي:
«کېدای شي ماسونانو په خپلو موخو کې بدلون راوستی وي، خو یو څه هېڅکله نه دي بدل شوي، او هغه د “هیکل جوړول” دي؛ ځکه همدا مفکوره پخوا هم د ماسوني لژونو اصلي محور وه او نن هم همداسې ده.»[3]
وروسته په ډېر احساساتي او مینهناک انداز زیاتوي:
«همدا هیکل د ماسونیت تر ټولو ستره نښه او تر ټولو لوړ آرمان دی. اې وروڼو! زموږ پر وړاندې څومره ستر کار پروت دی!»[4]
د اسلامي هېوادونو ماسونان
که څه هم په اسلامي او عربي هېوادونو کې د فراماسونرۍ د نفوذ موضوع به په جلا بحث کې په تفصیل سره وڅېړو، خو لازمه ده چې اسلامي هېوادونه د ماکبراید هغې خبرې ته، چې د فراماسونرۍ اصلي موخه بیانوي، په دقت پام وکړي. ماکبرایډ د هغو کسانو په اړه خبرې کوي چې هوډ یې کړی دی په خپلو هېوادونو کې هېڅ مهم دولتي مقام داسې چا ته ونه سپاري، مګر دا چې هغه له نسل او کورنۍ څخه ریښه لرونکی ماسون وي. ولې؟ ځکه د اسرائیلو استخباراتي اداره هغوی ته داسې معلومات ورکوي چې یوازې خدای پوهېږي، چې له څومره توطئو، دروغو او فریب څخه ډک دي. خو هماغه ماسون، د ماکبرایډ د څرګندونو او د هغه هېواد د واکمنانو د رسمي فرمانونو له مخې، د وفادارۍ له پلوه یهودي ګڼل کېږي؛ له همدې امله، کله ناکله له اصلي یهودي څخه هم کلک یهودي، په تورات ټینګ، ډېر احساساتي او د خپلو موخو په تعقیب کې تر هغه هم زیات چټک وي.
له همدې امله، اسلامي او عربي هېوادونو ته چې فراماسونري پکې پراخ نفوذ لري لازمه ده چې راویښ شي او له دې حقیقت څخه ځان خبر کړي.
د دې خبرې د اثبات لپاره او دا چې اسلامي واکمنان باید د فراماسونانو له نفوذ څخه خبر او ويښ وي، مناسبه ده د فراماسونرۍ د یوه بل ملاتړي وینا هم راواخلو. دا څرګند او صریح متن د آرثر قول دی، هغه وایي:
«په پخوا زمانو کې به ماسونان په هر هېواد کې په دې تورنېدل چې د هماغه هېواد له دین سره تړاو لري؛ خو اوس دا غوره ګڼل کېږي چې وویل شي، دوی داسې یوې عقیدې ته ژمن دي چې ټول انسانان پرې اتفاق لري.[5]
دا شاهدي دومره څرګنده او واضحه ده چې د «لویو استادانو» لکه حنا ابي راشد، شاهین مکاریوس او د هغوی د نورو همفکرو په ویناوو کې یې ساری نه موندل کېږي؛ ځکه نوموړي په ښکاره توګه د فراماسونرۍ یوه مهمه او پټه موخه بیان کړې ده.
کله چې د فراماسونانو دغه ادعا وڅېړو، کومه روښانه او قانع کوونکې پایله ترې نه حاصلېږي. څنګه ممکنه ده چې ټول بشریت پر یوې عقیدې ولاړ وي او فراماسونان هم هماغه عقیده ولري؟
کله چې د نړۍ واقعیت ته وګورو، وینو چې نړۍ له بېلابېلو آسماني او بشري عقایدو څخه ډکه ده، او آن د یوه دین پیروان هم په ګڼو فرقو او مذهبونو وېشل شوي دي. د بېلګې په توګه، تر هغه ځایه چې موږ پوهېږو، نن په شمالي امریکا کې مسیحیان له سلو څخه زیاتې کلیساوې لري، او هره کلیسا د یوه خپلواک دین په څېر ځانګړی فکر او عقیده لري. همدا حالت د اسلام او مسلمانانو، یهودیت او یهودانو، هندوییزم، بودیزم او نورو ادیانو په منځ کې هم لیدل کېږي.
یوازې په هند کې له درې سوه پنځوسو څخه زیات دینونه شمېرل شوي دي؛ تر دې چې په شمال کې د«خیر خدای» د جنوب په سیمه کې د « شر خدای» ګڼل کېږي. ځینې خلک د پیسو او شهوت عبادت کوي، حتی شیطان هم خپل عبادت کوونکي لري، او ملیونونه ملحدان هم شته چې هېڅ دین نه لري.
نو د دې دومره بېلابېلو دینونو، مذهبونو او عقایدو له شتون سره، د فراماسونانو دا ادعا چې ګواکې د عقیدې او دین له پلوه له ټول بشریت سره یووالی لري، څنګه عملي او د منلو وړ کېدای شي؟[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] الماسونیة والیهود والتوراة، ص: ۶۶، نقل دی له «الصهیونیة حرکة عنصریة»، ص: ۵۴، موتمر طرابلس، لومړی چاپ.
[2] الماسونیة عقدة المولد وعار النهایة، ص: ۵۰.
[3] الماسونیة عقدة المولد وعار النهایة، ص: ۵۶.
[4]. هماغه سرچینه.
[5]. الماسونیة والیهود والتوراة، ص: ۶۸.
[6]. هماغه سرچینه، ص: ۶۹.


