لیکوال: مفتي محمدگل سعید
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۱۵)
د نن عصر نامتو عالم مفتي محمدتقي عثماني (دامت برکاته العالية) د امام صاحب رحمه الله زيارت ته تللی دی او د خپل يون په هکله ليکي: د امام ابويوسف رحمه الله له مزار نه په داسې وخت کې اووتلو، چې د لمر سترګه په ډوبيدو وه او په زړه کې مې د امام صاحب رحمه الله قبر ته د رسيدلو سخت شوق او زياته تلوسه وه، هغه که څه هم له دې ځايه لږ څه زيات لرې و؛ خو زموږ موټروان د خپلې موټروانۍ ترڅنګ د ميلمه پالنې حقوق هم په ښه مينه او اخلاص سرته رسول، چې په دې توګه يې د ماښام لمانځه لپاره هلته ”مسجد الامام الاعظم“ ته ورسولو. د امام صاحب رحمه الله د قبر مبارک له وجې نه دا ټوله سيمه په ”اعظميه“ باندې مشهوره ده. اوس دغه ځای د ښار تر ټولو خورا ښايسته سېمه ده؛ خو د امام صاحب رحمه الله په دور مبارک کې دا ځای يوازې هديره وه؛ البته دا چې هلته د خليفه وينځه ”خيزران“ په کې دفن وه؛ نو له همدې کبله يې په ”مقبرة الخيزران“ باندې شهرت درلود.
خطيب رحمه الله په خپل کتاب ” تاريخ بغداد“ کې ليکلي دي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سيرت مشهور راوي ”محمد ابن اسحاق “ هم په دغه هديره کې دفن دی؛ خو اوس هلته نور قبرونه ړنګ شوي دي او کومې نښې نښانې يې هم نه ليدل کيږي او آبادي ورباندې راغلې ده؛ البته د امام صاحب رحمه الله قبر اوس هم شته او تر څنګ يې ستر جامع جومات د ”جامع الامام ابوحنيفه“ په نوم باندې رغول شوی دی. موږ د جومات دروازې ته په رسيدو وو، چې د ماښام آذان په زړه وړونکي غږ کې وشو، قبر ته له ورتللو وړاندې مو همدلته په جومات کې د ماښام لمونځونه وکړل او بيا په ډېره مينه او تلوسه د قبر څنګ ته ورغللو، هلته په ورتللو موږ داسې احساس کاوه، چې ګواکې خوښي او آرام مجسم شوي دي او د قبر څخه چاپېره را تاو دي او زما مخې ته هغه محبوب ويده دی، چې له ماشومتوبه مې ورسره دومره مينه وه، که به چېرې د هغه نوم مبارک مخې ته راغی ؛ نو د قدر او مينې ولولو به مې زړه په درزا کړ.
امام ابو حنيفه رحمه الله هغه وخت په کوفه کې وزيږيد،کله چې دغه ښار د علم او پوهې ستر مرکز ګرځيدلی و، د دې ښار په هره کوڅه کې د لويو، لويو محدثينو او فقهاء کرامو د درس حلقې جوړيدلې او د حدیثو دعلم يو طالب العلم هم داسې نه و، چې هغه دې د کوفې علماوو ته محتاج نه وي. د امام صاحب رحمه الله پلار محترم ” ثابت“ نوميده او هغه په داسې وخت کې وفات شوی و، چې امام صاحب رحمه الله لا ماشوم وه؛ البته په يوه روايت کې داسې هم ويل شوي دي، چې د هغه مور محترمې وروسته له امام جعفر صادق رحمه الله سره نکاح وکړه، چې هغه د امام صاحب رحمه الله سرپرستي پر غاړه واخيسته.([1])
په لومړيو کې امام صاحب رحمه الله په تجارت باندې اخته و؛ خو کله، کله به يې د عقايدو او علم کلام سره هم مينه څرګندوله او د علماوو په مجلسونو کې به يې برخه اخيسته، حضرت عامر بن شراحيل په هغه مبارک کې د ذهانت او فطانت اثار وليدل؛ نو ورته يې د علم په زده کړه کې د ښې ژورې پوهې د ترلاسه کولو توصيه وکړه، امام صاحب رحمه الله باندې يې نصيحت اغيز وکړ او د تجارت پر ځای يې د علم زده کړې ته مخه کړه. ([2]) او د خپل وخت له ټولو سترو، سترو علماوو څخه يې د علم زده کړه وکړه، تر دې چې ځينو دده د استادانو شمېر څلور زره ياد کړی دی. له دې وروسته چې الله جل جلاله له امام صاحب رحمه الله نه د دين کوم خدمت واخيست د هغه بيانولو ته کوم حاجت نشته او دا د هغه رحمه الله برکت دی، چې نن ورځ له نيمې نړۍ څخه زياته مسلمانه ټولنه د قران او حديثو په تشريح کې هغه رحمه الله ته محتاج دي او خپل امام او مقتدا يې ګرځوي.
امام صاحب څه موده په کوفه کې مقيم و او هلته اوسيده؛ خو د کوفې مشر ” ابن هبيره“ د ځينو سياسي وجوهو پر بنا باندې نه تنها دا چې هغه بندي کړ؛ بلکې سخت تکليفونه يې هم ورته ورکړل؛ خو کله چې له بنديخانې څخه خلاص شو؛ نو د ظلم او ستم څخه د ساتنې په موخه يې مکې مکرمې ته مخه کړه، هلته لاړ او څو کاله يې هلته اوسيدنه غوره کړه، له هغې نه وروسته چې کله د عراق حالات ښه شول؛ نو بيرته عراق ته ستون شو او دا هغه وخت و، چې د عباسي خلافت پیل و، په لومړيو کې هغه عباسي خلافت ته په دې وجه ښه راغلاست ووايه، چې په ديني اعتبار سره به له بني اميه څخه ښه ثابت شي؛ خو چې کله يې دا ارمان پوره نشو؛ نو د عباسي خليفه ګانو سره هم د هغه رحمه الله اختلافات پيل شول. خليفه منصور غوښتل چې د هغه په پاچاهۍ کې امام صاحب کوم دولتي منصب قبول کړي، تر څو په دې توګه د خلکو حمايت ځان ته راجلب کړي؛ خو امام صاحب دا ډول هيڅ کوم منصب منلو ته تيار نشو؛ ځکه چې ځینې شرعي کارونه د دولتي فرمانونو د پر ځای کولو په وجه له منځه تلل؛ البته کله، چې په هغه باندې فشار زيات شو؛ نو هغه د ښاروالۍ دندې منلو ته غاړه کيښوده. له هغې وروسته منصور ورباندې سخت زيات فشار راوړ، تر څو د قضاء دنده قبوله کړي؛ خو امام صاحب رحمه الله په هيڅ ډول دغه دندې منلو ته غاړه نه کيښوده، چې په دې سره يې هغه بنديخانې ته واچاوه او يوسل او لس دُرې يې هم او واهه. په ځينو رواياتو کې راغلي دی، چې هغه رحمه الله په همدغه بنديخانه کې وفات شو او په ځينو نورو کې بيا ويل شوي دي، چې له بنده خلاص شو؛ خو حکومت ددې اجازه نه ورکوله، چې فتوا ورکړې، يا له کور څخه بهر اووځي تر څو بهر له خلکو سره وګوري، چې همدې وخت کې ورته د مرګ قاصد راغی او له دنيا څخه رخصت شو، چې د بغداد دغه برخې” اعظميه“ د هغه د ارامګاه سعادت ځان ته حاصل کړ.
لکه څنګه چې وړاندې وويل شول: چې دغه ځای چېرې چې د امام صاحب رحمه الله قبر دی دا په لومړيو کې يوه هديره وه، چې د مقبرة الخيزران په نوم باندې مشهوره وه؛ خو د امام صاحب رحمه الله د تدفين نه وروسته يې په اعظميه سره شهرت وموند، د امام صاحب رحمه الله متعلقينو د هغه له قبر سره خوا کې يو مسجد جوړ کړ، د درس او تدريس لړۍ يې پيل کړه، چې دغه جومات ورو په ورو پراخي پيدا کړه تر دې، چې لوی جامع مسجد شو، ځان ته بيل او اوږد تاريخ لري او د دغه جومات برحاله امام ورباندې بشپړ کتاب ليکلی دی.
د امام صاحب رحمه الله قبر ته خاص او عام ټول راځي؛ خو علامه خطيب بغدادي د خپلې خوښې په خاطر د امام شافعي قول را نقل کوي، وايي: اني لاتبرک بابي حنيفة، و اجيئ الی قبره في کل يوم – يعني زائر – عرضت لي حاجة صليت رکعتين، وجئت الی قبره وسألت الله تعالی الحاجة عنده فاذا ، فماتبعد عني حتی تفصيل. ([3])يعنې، زه په امام ابو حنيفه سره د برکت حاصلولو لپاره د هغه قبر ته هره ورځ ورځم او کله، چې ماته کوم حاجت پيدا شي؛ نو دوه رکعته لمونځ وکړم او د هغه قبر ته ورشم، او هلته الله جل جلاله ته د خپل حاجت اړوند سوال وکړم؛ نو الله جل جلاله زما حاجت ډېر ژر را پوره کړي.
او د امام شافعي رحمه الله بله خبره، چې زياته مشهوره دی هغه داچې يو ځل امام شافعي د هغه قبر ته ورغلی؛ خو هلته يې د خپل مسلک خلاف لمونځ وکړ، د سهار په لمانځه کې يې قنوت ونه ويله، دا ځکه چې د امام صاحب رحمه الله مذهب دا نه و، چې سهار لمونځ کې دې دعا قنوت ولولي.
د امام ابو حنيفه رحمه الله په قبر باندې په کيناستلو کې داسې ارام او سکون پروت و، لکه ماشوم ته، چې د مور په غيږه کې کوم ارام او سکون پروت دی، زړه غوښتل چې دا کيفيت بايد تر ډېره او تلپاتې وي؛ خو که تر ډېره هم ناست وی؛ نو د پورته کيدلو نه بله چاره نه وه او په داسې ډول ورڅخه را پورته شوم، چې هيڅکله مې زړه نه غوښتل ترې لاړ شو.
د امام ابوحنيفة رحمه الله په مناقبو زيات شمير کتابونه ليکل شوي دي، چې د يو څو کتابونو نومونه دادي:
-
فضائل الامام أبی حنيفة: للشيخ احمد بن محمد بن احمد بن شعيب الحنفی
-
أخبار أبی حنيفة وأصحابه: للامام قاضی أبی عبدالرحمن بن علی الصميری
-
شقائق النعمان فی مناقب النعمان:لجارالله زمخشري
-
مناقب الامام الاعظم: للعلامه صدر أبی المؤيد موفق الدين بن احمد المکی الخوارزمی
-
قلائد عقود الدرروالعقيان فی مناقب أبی حنيفة النعمان: للامام شرف الدين أبوالقاسم بن عبدالعليم العينی القرشی الحنفی.
-
البستان فی مناقب النعمان:للشيخ محی الدين عبدالقادر القرشی
-
کتاب الإمتصار لامام أئمة الأمصار: للشيخ ابن مظفريوسف بن قزاغلی البغدادی
-
تحفة السلطان فی مناقب النعمان:لابن خلکان
-
الخيرات الحسان: لابن حجر المکی الشافعی
-
تبييض الصحيفة: للسيوطی
-
عقودالجمان: للامام أبی عبدالله محمد بن يوسف الصالحی
-
لإمام ابو حنيفه: للدکتور طارق السويدان
-
تاريخ مذاهب الاربعه: ابی زهره
-
الدر المنظم فی مناقب الامام اعظم: نوح آفندی
-
امام ابو حنیفہ کی سیاسی زندگی: مولانا منظور نعمانی
-
امام اعظم ابو حنیفہ کا محدثانہ مقام: مفتی محمد نعمان
-
مكانة الإمام أبي حنيفة بين المحدثين :محمد قاسم عبده الحارثي
مکانة الامام أبی حنيفة: علامه عبدالرشيد نعمانی رحمه لله او نور….. ([4])
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]: – (حدایق الحنفیه: ۴۳/ د مفتاح السعادة په حواله)
[2]: – (مناقب الامام الاعظم: ۵۹/۱/ د. علامه مکي لیکنه)
[3]: – (تاریخ بغداد: ۱۲۳/ ۱).
[4]: – الجواهر المضية : ١ جلد، ١٤ مخ. جامع المسانيد : ٣٣ مخ. او …


