ليکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۲۷)
حيواني نښې (سمبولونه) او ماسوني دلالتونه (دوام)
په تېرو دوو برخو کې مو د هغو نښو په اړه ولوستل چې د حیواناتو د ځانګړنو او صفاتو پر اساس طرحه شوې وې. په دې برخه کې هم د همدې موضوع پر دوام د فراماسونرۍ ځینې نور سمبولونه څېړو.
(۷) د «سرې رنګې غوا» سمبول

که څه هم غوا په لرغونو تمدنونو کې د ځواک، وړتيا او ګټورتيا نښه بلل کېده، خو په فراماسونۍ کې د «يهودو د موعود پاچا» د راښکاره کېدو د وخت نږدېوالي ته اشاره کوي. له همدې امله یاد سمبول د نړۍ د ګڼو لویو يهودي شرکتونو له خوا، په ځانګړي ډول د لبنياتو په توليدي صنعت کې د شعار په توګه کارول کېږي.[1]
(۸) د «ماهي» سمبول

د ماهي نښه په لومړیو کې مسيحيانو د يوه پټ سمبول په توګه کاروله او موخه ترې دا وه چې د ماهي سمبول په وسیله د مسیحیت پيروان په ځانګړي ډول «حواريون» پرته له دې چې د رومي مشرکانو له ځورونې، اذيت او شکنجې سره مخ شي، يو بل وپېژني. دا کار هغه مهال ترسره کېده چې مسيحيت لا د روم د امپراطورۍ له لوري د رسمي دين په توګه نه و منل شوی.
خو د ماسوني تفکر له مخې د ماهي شعار د نړۍ په کچه د غير ماسونيانو پر وړاندې د مطلق تاوتريخوالي د کارولو نښه ده.[2]
(۹) د «ګونګټ» شعار
که څه هم ګونګټ (جُعَل) د لرغونو مصريانو په نزد د ژوند او حیات نښه بلل کېده، خو په ماسوني تفکر کې د شيطان له سمبولونو څخه شمېرل کېږي او ډېری وخت د ګوتمۍ په بڼه کارول کېږي.[3]
(۱۰) د وحشي سوی (خرگوش) سمبول
د وحشي سوی (خرګوش) سمبول په لرغونو تمدنونو کې د نسل د زياتوالي، د مور ځمکې د طبيعي ګټورتیا، بيا زېږون، د ځوانۍ د بېرته راتګ، بيا را ژوندي کېدو، د نسل د ډېروالي او همدارنګه د جنسي ميلان نښه بلل کېده، خو دا سمبول په معاصر ماسونيت کې له تر ټولو خطرناکو شهواني او اباحي نښو څخه شمېرل کېږي.
دا شعار د جنسي انحراف د بشپړې او ښکاره ازادۍ نښه ګڼل کېږي؛ د جنسي انحراف ټولې بڼې او چلندونه پکې شامل دي او هېڅ ډول جزا يا ديني مخنيوی له ځان سره نه لري. ان د ترويج لپاره یې له فشحا ډکې خاصې مجلې ځانګړې شوې دي، لکه «پلې بوای» (Playboy)، چې د «هيو هفنر» له خوا رامنځته شوې او لومړۍ ګڼه يې په (۱۹۵۳ز) کال په امريکا کې خپره شوه.[4]
پایله
د پورته مطالبو له ټوليزې ارزونې څخه دا پایله اخيستلای شو چې د فراماسونرۍ په اند حیواني سمبولونو د دې بهير د ځانګړو دلالتونو او معناوو په جوړښت کې ډېر مهم رول لري، چې له هغې جملې څخه يې ځينې په لاندې ډول دي:
(۱) د درې سري مار شعار: یاد شعار د ديني، مدني او نظامي قدرتونو پر ضد د جګړې د اعلان او په نړۍ کې د ټولو غیریهودي- ماسوني دینونو د له منځه وړلو په معنا دی.
(۲) د هغه مار شعار چې خپله لکۍ خوري: د ځمکې پر اوسېدونکو د واکمنۍ او کنترول نښه ده.
(۳) د زمري او باز شعار: د ځواک، تاوتريخوالي، برلاسۍ، زړورتيا او د هر خنډ د ماتولو د چمتووالي نښه او همدارنګه په ټولو بشري ټولنو کې د نړيوال ماسونيت د پراخ نفوذ څرګندونه کوي.
(۴) د ژېړې پروانې شعار: د نړيوالو رسنيو له لارې د انسانانو پر ذهنونو د ولکې نښه ده.
(۵) د بوم (جغد) شعار: د ماسونيانو د ځان سمبوليک توصيف دی، په دې معنا چې ګواکې دوی په دې سياره کې د حکمت او معرفت يوازيني څښتنان دي.
(۶) د سرې رنګې غوا شعار: د يهودي پاچا د راڅرګندېدو د وخت د نږدېوالي نښه ده.
(۷) د ماهي شعار: د غيرماسونيانو پر وړاندې د مطلق تاوتريخوالي د کارولو نښه ده.
(۸) د ګونګټ (سوسک) شعار: د شيطان له نښو څخه يوه نښه ده، چې زياتره د ګوتمې په بڼه د ښي لاس په ګوته کې کارول کېږي.
(۹) د سوی (خرگوش) شعار: د جنسي انحراف نښه او په ښکاره ډول له هر ډول جزا او محدوديت پرته د جنسي انحرافاتو د ترسره کولو شعار دی.[5]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې
[1] بلال العلي، بلال موسی، قصة الرمز الديني، مخ: 125، د چاپ کال: 2011م، بېځايه.
[2] الموسوعة المصورة للرموز التقليدية، مخونه: 226–227.
[3] قصة الرمز الديني، مخ: 150.
[4] الموسوعة المصورة للرموز التقليدية، مخونه: 245–265.
[5] دلالات الرموز والأرقام المقدسة في الفكر الماسوني، مخ: 227.




