Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)
اسلام دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)
د سمندرونو د مالګینوالي راز او د اوبو ترمنځ مانع
د طبیعت له سترو رازونو څخه یو هم «د سمندرونو د اوبو مالګینوالی» دی. د سمندر په هر لیتر اوبو کې، په اوسط ډول ۲۷ ګرامه مالګه حل کېږي او د سمندر په هر کیلومتره اوبو کې، له ۳۴ ملیون ټنو څخه ډېره مالګه شتون لري. که چیرې دا مالګې د ځمکې په سطحه خپرې شوې وای، نو ټول براعظمونه به د مالګې له یوې طبقې سره پوښل شوي وای چې له ۱۵۰ مترو څخه ډیر ضخامت لري.
ځواب دلته دی چې د مالګې سرچینه چېرې ده؟ علمي نظریاتو تر اوسه دې پوښتنې وروستی ځواب نه دی ورکړی؛  خو قران کریم یې حقیقت ښکاره کړی دی:
“وَهُوَٱلَّذِی مَرَجَ ٱلبَحرَینِ هَٰذَا عَذبٌ فُرَاتٌ وَهَٰذَا مِلحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَینَهُمَا بَرزَخاً وَحِجراً مَّحجُوراً”[1]  ژباړه:«الله هغه ذات دی چې دوه سمندرونه د یو بل ترڅنګ بهوي (او د ځانګړي وزن له امله، یعنې د مالګې او خوږو اوبو د غلظت د درجې د توپیر له مخې، سره نه ګډېږي). یو یې ډېر خوږ دی، بل یې ډېر مالګین! الله تعالی د دوی ترمنځ یو خنډ او مانع ایښې ده چې هغوی یې په بشپړ ډول له یو بل څخه جلا کړي دي.»
الله تعالی هغه ذات دی چې د هر سمندر ماهیت یې ټاکلی دی، د خوږو او شورو اوبو ترمنځ یې (نه لیدل کېدونکی خنډ)  ایښی دی؛ داسې خنډ چې نه یوازې د اوبو د بشپړ ګډېدو مخه نیسي، بلکې د خوږو اوبو د کبانو مالګینو سمندرونو ته د تېرېدو مخه هم نیسي.
دا هغه پدیده ده چې نننی پوهه یې د «مالګین مرز» (halocline) او «پوړیز جریانونو» په نامه تشرېح کوي، په داسې حال کې چې  قران کریم زرګونه کاله مخکې دې ته په څرګنده اشاره کړې وه.
په پای کې باید وویل شي چې سمندر، له خپل پراخوالي او ژوروالي سره، یو لابراتوار دی چې په هغه کې دقیق الهي قوانین څرګند شوي دي؛ د اوبو پر سر له پورته کېدو(شناورۍ) قانون څخه نیولې د غرونو  تر رنګونه، د اوبو په ژورو کې اور او د سمندرونو تر منځ تر مانع پورې.
دا طبیعي ایتونه، لکه هغه ایتونه چې په قران کریم کې نازل شوي، موږ ته یو روښانه حقیقت څرګندوي: «د دې ستر نظام خالق هماغه ذات دی چې قران یې نازل کړی دی.» هر څومره چې علم مخکې ځي، د علمي موندنو او وحیاني بیان ترمنځ یوشان‌والی لا څرګندېږي او د انسان هوښیار زړه په یقین وایي: “فَبِأَیِّ ءَالَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ”[2] ژباړه: «اې د پېریانو او انسانانو ډلو! تاسو به د خپل رب کوم کوم نعمتونه دروغ او انکارونکي وګنئ؟»[3]
د ځمکې او سمندر ترمنځ په توازن کې عددي او علمي معجزه
قران کریم یو داسې کتاب دی چې په خپل  هر اړخ کې د الهي معجزې نښه څرګندوي. په دې الهي کتاب کې معجزې بېلابېلې ډولونه لري: بلاغي معجزه، تشریعي معجزه، علمي معجزه، غیبي معجزه او د دوی په منځ کې، د معجزو یوه ځانګړې څرګندونه چې په وروستیو پیړیو کې ډیره څرګنده شوې ده «د قران کریم عددي او حسابي معجزه» ده.
عددي معجزه په دې مانا ده چې کلمې، شمېرې او نسبتونه په قران کریم کې په ډېر دقیق نظم او حساب سره راغلي دي؛ داسې نظم چې د بشر له وسې پورته دی او د خدای جل جلاله مطلق علم څرګندوي. د دې معجزې له حیرانوونکو بېلګو څخه یوه هم د «بَرّ» (وچه) او «بَحر» (سمندر) ترمنځ عددي همغږي ده چې په قران کریم کې راغلې ده.
په قران کریم کې د ځمکې او سمندر ترمنځ عددي همغږي
 په ټول قران کریم کې د «بَرّ» کلمه (وچه یا د ځمکې وچوالی) ۱۳ ځله راغلې ده او د «بَحر» کلمه (د سمندر په مانا) په مفرد ډول ۳۳ ځله ذکر شوې ده
که اوس دا دوه عدده سره جمع کړه:
۱۳ (ایته د چوالي په اړه ) + ۳۳ (ایته د سمندر په اړه) =  «۴۶ایت» کېږي.
نو ټول ټال په قران کریم کې ۴۶ ایته دي چې په هغه کې د «بَرّ» و «بَحر»نومونه راغلي دي.
که د سمندر اړوند ایتونو شمېر (۳۳) د  ټولو (۴۶) ایتونو پرشمېر ووېشو، پایله  یې نېږدې «۷۱ سلنه» کېږي او که د وچې اړوند ایتونه (۱۳) د ټولو (۴۶) ایتونو پرشمېر ووېشو، پایله یې نېږدې «۲۹ سلنه» کېږي.
دا تناسب په سمه توګه د «د ځمکې په سطحه د سمندر او ځمکې له تناسب» سره ورته دی چې عصري علمي پوهانو محاسبه کړی دی:
یعنې «۷۱ سلنه د ځمکې سطحه اوبه» (سمندرونه) جوړوي او «۲۹ سلنه یې وچه» (ځمکه) ده.
ایا دا دقیقه همغږي چې د قران د ایتونو شمېر، په ځمکه کې د اوبو او وچې رښتیني نسبت سره برابر دی، تصادفي کېدای شي؟ ایا ممکنه ده چې یو انسان، له علمي وسایلو پرته ، له ۱۴۰۰ کلونو څخه ډېر مخکې، داسې دقیقه همغږي ترلاسه کړې وي؟
دا دقیقه همغږي د قران کریم د علمي معجزې نښه ده؛ ځکه چې د قران د نزول پر مهال هېڅوک د دې نسبتونو په اړه نه پوهېدل؛ خو قران کریم په داسې ډول ورته اشاره کړې، چې د نن ورځې له علمي واقعیت سره بشپړ سمون لري.
جالب ټکی دا دی چې پیغمبر اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم په خپل عمر کې هېڅکله سمندر له نېږدې نه و لیدلی، نو څنګه یې کولای شوای چې په یوه الهي کتاب کې داسې دقیق او علمي تناسب بیان کړي؟ چې دا حیرانوونکې همغږي د بشر له خوا راتللی شي؟
دا دقیق توازن چې د کلمو او طبیعي واقعیتونو ترمنځ شتون لري، خپله «د قران کریم د حسابي معجزو یوه بېلګه» ده؛ هغه نظم چې خدای جل جلاله په خپل کلام کې بیان کړی دی، تر څو انسان پوه شي چې دا کتاب د نړۍ د خالق وینا ده.
د قران په نورو مفاهیمو کې عددي ترتیب
دا عددي همغږي یوازې په «البر» او «البحر» پورې محدوده نه ده. په قران کریم کې د «شهر» کلمه (میاشت) په دقیق ډول «دولس ځله» تکرار شوې ده؛ لکه د کال د میاشتو شمېر.
داسې نظم او تناسب هېڅکله تصادفي نه شي کېدای. دا عددي نظام څرګندوي چې د قران په هره کلمه او تکرار کې یو پټ حکمت او الهي هندسه موجوده ده.
څومره چې د بشر علم وده کوي، نوې څېرې له دې الهي نظم څخه ښکاره کېږي او انسان لا ډېر درک کوي چې قران کریم د پوه او حکیم خالق وینا ده.
«فضل كلام الله ‌على ‌كلام ‌خلقه، كفضل الله على خلقه.»[4]؛ ژباړه:«د خدای د کلام فضل او برتري پر نورو کلامونو باندې، د خدای د فضل په څېر دی چې پر خپلو مخلوقاتو باندې یې دی»
د قران بلنه د بېرته ستنېدو او تدبر لپاره
خدای جل جلاله په بېلابېلو ایتونو کې انسان د قران کریم پر لور بېرته ستنېدو ته رابولي: “إِنَّ هَٰذَا ٱلقُرءَانَ یَهدِی لِلَّتِی هِیَ أَقوَمُ.”[5]  ژباړه:«دا قران (خلک) هغې لارې ته راغواړي چې تر ټولو سمې لارې دي (د دنیا او اخرت نېکمرعۍ ته د رسېدو لپاره).»
“فَمَنِ ٱتَّبَعَ هُدَایَ فَلَا یَضِلُّ وَلَا یَشقَىٰ”[6] ژباړه:«هر څوک چې زما له هدایت او لارښوونو څخه پیروي وکړي، ګمراه او بدبخت به نه شي.»
“فَمَن تَبِعَ هُدَایَ فَلَا خَوفٌ عَلَیهِم وَلَا هُم یَحزَنُونَ”[7] ژباړه:«نو څوک چې له ما څخه پیروي وکړي نه به پر دوی کومه وېره وي او نه کوم غم»
دا الهي کتاب د الله تعالی کلکه رسۍ ده؛ هر څوک یې چې ونیسي، له ګمراهۍ او روحي فقر څخه خلاصېږي او هر څوک چې ورسره ژوند وکړي، په امن، سکون او معرفت کې به ژوند تېروي.
دوام لري…
مخکینۍ
سرچینې:

[1]. الفرقان: 53.

[2]. الرحمن: 13.

[3]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 102-90.

[4]. مسند الدارمي، ومن كتاب فضائل القرآن، ‌‌باب: فضل كلام الله على سائر الكلام، رقم الحدیث: 3400، – ت حسين أسد، ج 4، ص 2114.

[5]. الإسراء: 9.

[6]. طه: 123.

[7]. البقرة: 38.

اسلام، قرآن قر قرآن قران تلپاتې معجزه قران کریم
Previous Articleساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۸)

شنبه _21 _فبروري _2026AH 21-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۷)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD2 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰) د سمندرونو د مالګینوالي راز او…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه سریزه په تېرو برخو کې مو وویل چې…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۳)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD5 Views

ليکوال: عبدالحی ليان شیطان‌پرستي (برخه: ۳۳) د شيطان ‌پرستۍ پر وړاندې د مقابلې لارې چارې…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۹) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین په نړيوال اقتصاد…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.