Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
  • د احادیثو پوهنغونډ
  • د نامتو علماوو د ویناوو پوهنغونډ
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
  • د احادیثو پوهنغونډ
  • د نامتو علماوو د ویناوو پوهنغونډ
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۲)
د امت مشران سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۲)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۲)
د امام ابوحنيفه رحمه الله حديثي اثار
د امام ابوحنیفه رحمه الله حديثي مسندونه(دوام لري)
دويم: ددې مسانيدو راټولونکي او د هغوی پيژندنه
دا هغه مسانيد وو کوم چې له ابوحنیفه رحمه الله څخه روايت شوي، لیکن دا مسندونه ددوی په راټولونکو او روايت کونکو په نومونو سره مشهور دي، بناءً ضرور ده چې د دې مسندونو د جمع کونکو او روايت کونکو څخه د ځينو پيژندنه او ژوند ليک بيان کړو.
1-د لومړي مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی عبدالله بن محمد بن يعقوب بن الحارث الحاثي البخاري الفقيه دی، چې په استاد سره مشهور و. له ده څخه ابو عبدالله بن منده روايت کوي. الخليلي وايي: هغه په دې فن کې ډير ماهر وو، په استاذ سره پيژندل کيده. ډير تصنيفات لري د ابوحنیفه رحمه الله مسند يې هم را جمع کړی دی. له عبيدالله بن واصل، محمد بن علی الصائغ او عبدالصمد بن الفضل البلخی څخه روايتونه کوي.
ځينې نور وايي: دا هغه فقيه او حنفي شيخ و چې ماوراء النهر کې اوسيده، محدث او په فقه کې سرخیل و. تصنيفات يې کړي، ۸۲ کاله عمر يې درلود او په ۳۴۰ هجري کې وفات شوی دی. ([1]).
2- د دويم مسند راټولونکی: طلحة بن محمد بن جعفر المعدل الشاهد البغدادي دی ، د دارقطني په زمانه کې مشهور و، دصحيح سماع خاوند او د ابن مجاهد له ملګرو څخه و.
له البغوی، ابو صخرةالکابت او عمر بن أبی غيلان څخه حديث روايتوي په ۳۸۰ هجري کې وفات شوی دی.
العقيلي او ابن ابی حاتم ضعيف ګڼلی ځکه چې اعتزال ته مائل و. له ده څخه ابو العلاء الواسطي، عبدالله الازهري، الحسين بن محمد الخلال ابوالقاسم التنوخي، ابو محمد الجوهري او نور روايتونه کوي.
شاګردانو يې هم ده اعتزال ته د ميلان له امله ضعيف ګڼلی دی، داسې ښکاري چې دی همداسې و، لیکن اعتزال ته د دعوت خبره يې دمنلو وړ نه ده. ځکه د ده په وخت کې اعتزال د جنګ وسيله وه، خلک د دې اعتزال له امله بندي کيدل او سختي پرې راوستل کيده خصوصاً هغه مهال چې حنبلي مذهب په بغداد کې خپور شو او مشران يې وزيرانو او چارواکو ته نژدې شول، هغوی هر هغه څوک نيول چې لږ به هم په اعتزال مشهور و. طلحة بن محمد ۹۰ کاله عمر تير کړ او په بغداد کې وفات شو([2]).
3 – د دريم مسند راټولونکی: ابوالحسن محمد بن المظفر بن موسی ابن عيسی بن محمد البغدادي دی. له حامد بن شعيب البلخي،ابوبکر الباغندي، قاسم بن کريا المطرز څخه روايت کوي. له ده څخه ابو حفص بن شاهين،دارقطني،البرقاني ابن ابی الفوارس او نور روايتونه کوي.
ذهبي وايي: حافظ او د عراق محدث دی.
خطيب وايي: هغه حافظ، صادق، پوه او ډير روايت کونکی و.
البرقاني وايي: دارقطني له ده څخه زرګونه احاديث ليکلي، د هغه يې ډير تعظيم او درناوی کاوه، د هغه په هکله به يې ويل: هغه مامون او ثقه دی.
ابو نعيم وايي: حافظ او مامون دی، الباجي وايي: حافظ دي خو ښکاره تشيع په کې وه، په ۳۷۹ هجري کال وفات شوی دی (۹۱).
4 – د څلورم مسند راټولونکی: احمد بن عبدالله بن احمد بن اسحاق بن موسی بن مهران ابو نعيم الاصبهاني الصوفی الاحوال دی.
ذهبي وايي: ده ته د ټولو دنيا مشائخو اجازه ورکړې وه، له واسط ښار څخه عبدالله بن عمر بن شوذب، نيشاپور څخه ابوالعباس الاصم. شام څخه خيثمه بن سليمان الطرابلس، بغداد څخه جعفر الخلدي ده ته اجازه ورکړې وه.
د ده دروازې ته ډيرو حفاظو سفرونه کړي، ځکه دی عالم، حافظ او سند يې عالي و.
له ده څخه الخطيب ابو صالح المؤذن، ابو علي الوخشي، ابوبکر محمد بن ابراهيم العطار روايت کوي.
هغوی وايي: د نړۍ په هر کونج کې له ده څخه ډير حافظ او ډير سند والا بل څوک نشته.
د عالي سند له امله ۱۴ کاله په شرق او غرب کې بې مثاله پاتې شو چې د هر چا د ده ترجمه (پيژندنه) کړې ده، د ده صفت يې بيان کړ او د ده د کتاب حلية الاوليا‌ء ستاينه يې کړې، په ۴۳۰ هجري کال کې د ۹۴ کلنو په عمر وفات شوی دی ([3]).
5 – د پنځم مسند راټولونکی: محمد بن عبدالباقي محمد بن عبدالله الانصاري الخزرجي دی.
امام ذهبي وايي: نوموړی شيخ ، امام، عالم، د ميراثو متخصص، عادل د خپلې زمانې مسند ‎و مشهور قاضي و. له خپل پلار او خطيب څخه يې حديث اوريدلي او هم ابوالقاسم التنوخي، ابوالفتح بن شيطا او قاضي القضاعی عبدالله بن سلامة ورته د احاديثو اجازه ورکړې وه.
له ده څخه السمعاني، ابن عساکر، ابن الجوزي او عبدالله بن مسلم بن جوالقی روايتونه کوي.
ذهبي له ابن عساکر څخه نقل کړي چې هغه مجروح ګڼلی خو له ابن الجوزي څخه نقل کړي چې وايي: نوموړی ثقه، ثبت، پوه، حجت او په ميراثو علم کې ماهر متخصص و.
سمعاني وايي: ما بل څوک نه دی ليدلی چې د ده په څير علوم يې را جمع کړي وي په علم ميراث او علم الحساب کې پوره ماهر و.
يو وخت په سفر وتلی و چې د روميانو په لاس کې بندي شو، هغوی قيد کړ او ولچک يې کړ، هغوی ترې وغوښتل چې د کفر کلمه ووايي خو دهچ ونه منله له هغوی څخه يې رومي ليک زده کړ، له ۹۰ کلنو څخه يې عمر زيات و خو حواسو کې هيڅ تغير نه و راغلی.
وايي چې: ده صحيح البخاري، مسند ابی حنيفه او نور کتابونه روايت کړي نوموړی رحمه الله ۵۳۵ هجري کال کې وفات شو ([4]).
6- د شپږم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی عبد الله بن عدی بن عبد الله بن محمد الجرجاني أبو أحمد الإمام الحافظ الكبير والناقد الخبير دی چې په ۲۷۷ هجري کال د ذي القعدة په مياشت کې زيږيدلی دی، په جرجان کې لوی شوی، په ۲۹۰ هجري کې يې په همدې ښار کې له احمد بن حفص څخه احاديث وليکل، بيا يې نورو ښارونو ته مخه کړه شام ، مصر او نورو ځايونو ته د زده کړې لپاره لاړ له سترو او مشرانو څخه يې احاديث واوريدل.
وكتب الحديث بها سنة ۲۹۰ عن أ أحمد بن حفص السعدی، له عبد الرحمن بن القاسم الرزواس ، بهلول بن إسحاق الأنباری و محمد بن یحیی المروزی وأبو خليفة الجمحي والحسن بن سفیان څخه روايت کوي.
له ده څخه أبو العباس بن عقدة ، أبو سعد الماليني ، الحسن بن رامین ،حمزة السهمی روايتونه کړي.
حمزة السهمي دده ډيره ستاينه کوي او وايي :  دده په وخت کې دده هم مثله نه و،
دارقطني دده د کتاب  ( الكامل في ضعفاء الرجال)  ډير صفت کړی ويلي دي: بس همدا کتاب کافي دی په دې بايد اضافه والی ونشي.
ابن عساكر وايي: ثقه دی. ذهبي وايي: د علل او رجالو په پيژندنه کې نو بې ساری و.
ډيرو يې ستاينه يې کړې. بلآخره نوموړی رحمه الله په ۳۶۵ هجري کال د جمادی الاخر په مياشت کې وفات شو.([5])
7- د اووم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی حسن بن زياد اللؤ اللؤي دی چې پيژندنه يې د امام ابوحنیفه رحمه الله په شاګردانو کې تيره شوه.
8- د اتم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی عمر بن الحسن بن علی بن مالك بن أشرس بن عبد الله بن متجاب البغدادی دی، چې په ابن الاشناني سره مشهور و.
السمعانی وايي:  د يو ښايسته او کره احاديثو خاوند و، ډيرو خلکو ته احاديث اوريدلي.
ده له خپل پلار، محمد بن عيسى بن حبان المدائنی ، موسی ابن سهل الوشاء ، أبو بكر بن أبي الدنيا  او نورو څخه حديث اورېدلي.
له ده څخه أبو العباس بن عقدة الحافظ وأبو عمرو بن السماک، محمد ابن المظفر ، أبوالحسن الدارقطني ، أبو حفص بن شاهين روآيتونه کړي دي.
د شام په ځينو ښارونو کې او هم يې په بغداد کې قضاء کړې ده.
بيا السمعاني وايي: دارقطني يې د هغه د ضعف د سبب په اړه خبرې کړي دي.
نوموړی رحمه الله د ۳۳۹ هجري کال د ذي الحجة رحمه الله په مياشت کې وفات شو.([6])
9- د نهم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی أحمد بن محمد بن خالد بن مهدي الكلاعي المقرئ القرطبي دی. چې کنيه يې ابوعمر او په  ابن مهدي سره مشهور و.
له أبوالمطرف القنازعى، قاضي يونس بن عبد الله وأبو محمد بن بنوش ، مکی بن أبي طالب المقرئ څخه روايت کوي.
ابن بشکوال په الصلة  کې وايي([7]): – يواځينی کس ابن بشکوال دی چې دده يادونه يې کړې ده – مقرئ، فاضل، او متقي و، د قراءتونو عالم و.
په ۴۳۲ هجري کال د ذالقعدې مياشتې په لسمه نيټه د شنبې په ورځ وفات شو.
10- د لسم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی الحسين بن محمد بن خسرو البلخی، ثم البغدادی الحنفی دی.
ذهبي وايي: نوموړی محدث، عالم او د بغداد اوسيدونکو ته ډير ګټه رسونکی شخصيت و.د امام ابوحنیفه رحمه الله مسند يې را جمع کړی دی.
له مالك البانیاسی ، أبو الحسن الأنباری ، عبد الواحد بن فهد روايت کوي.
له ده څخه ابن الجوزی او نورو روايتونه کړي دي.
سمعاني وايي: ابن ناصر ا و ابن عساکر کمزوری بللی دی.
په ۵۲۶ هجري کال د شوال په مياشت کې وفات شوی دی([8]).
11- د يولسم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی قاضي أبو يوسف دی، چې پيژندنه يې د امام ابوحنیفه رحمه الله په شاګردانو کې تيره شوه.
12- د دولسم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی محمد بن الحسن الشيبانی، چې د امام ابوحنیفه رحمه الله مشهور شاګرد او حنفي فقهي راټولونکی دی.
13- د ديارلسم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی حماد بن ابی حنيفه دی ، دا د امام صاحب يواځينی زوی دی چې له دې پرته بل زوی نلري.
الصفدي ويلي: يو صالح او د خير شخصيت و، کله يې چې پلار مړشو، له ده سره ډير د سرو او سپینو زرو امانتونه ايښي وو، چې څښتنان يې غايب ول، په هغو کې يتيمان هم وو. حماد ټول واخيستل او قاضي ته يې يوړل. قاضي ده ته وويل: نه يې له تا اخلو او نه يې له تا وباسو همدا ته يې د ساتنې اهل او ځای يې. بيا حماد ورته وويل: ته يې وزن کړه، قبض يې کړه چې زما د پلار غاړه خلاصه شي بيا چې څه پرې کوې هغسې يې وکړه، قاضي همداسې وکړل په وزن يې څو ورځې تيرې شوې، کله يې چې وزن پوره شو، حماد ځان ورک کړ، کله چې يې بل چا ته وسپارل بيا راپیدا شو. ([9])
14- د څوارلسم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی هم محمد بن الحسن الشيباني دی چې دويم روايت يې دی.
15- د پنځلسم مسند راټولونکی: ددې مسند راټولونکی أبو القاسم عبد الله بن محمد بن العوام السعدي دی، ددې شخص د نورو معلوماتو په اړه کتابونو څه معلومات نه دي ليکلي.
دوام لري…
مخکینی برخه  |  راتلونکې برخه

سرچینې:
[1] ـ لسان الميزان ۳/ ۳۴۸، ميزان الاعتدال۲/ ۴۹۷ ، تاريخ بغداد ۱۰/ ۱۲۶،شذارت المذهب ۲/ ۲۵۷.
[2] ـ لسان الميزان ۳/ ۲۱۲، الجرح والتعديل ۱/ ۴۳۹، شذرات الذهب ۳/ ۹۷.
[3] ـ تذکرة الحفاظ ۳/ ۱۰۹۲،لسان الميزان ۱/ ۲۰۱.
[4] ـ سير اعلام النبلاء ۲۰/ ۲۳، ، الانساب ۱۳/ ۱۱۳.
[5] – تاریخ جرجان للسهمي – أبي القاسم حمزة بن يوسف بن إبراهيم السهمي الجرجاني الحافظ – الطبعة الثانية. ط. عالم الكتب ببيروت 1401ه ص۲۲۶ رقم 443 ، تذكرة الحفاظ للذهبی ۳ 940/۳، شذرات الذهب لابن العماد ۰ ۲ / ۵۱.
[6] – الأنساب ۱ / ۲۷۵ ، هداية العارفين ۱ / ۳۸۰.
[7] – الصلة لابن بشکوال – أبي القاسم خلف بن عبد المطلب . ط الدار المصرية للتأليف والترجمة بدون تاریخ۱ / ۴۸
[8] – سیر اعلام النبلاء ۱۹ / ۵۹۲ ، میزان الاعتدال۱ / ۵۴۷، لسان الميزان ۲/ ۳۱۲.
[9] – میزان الاعتدال ۱ /۵۹۰ ، لسان الميزان ۲ / ۳۴۶، رقم 1405 ، الجرح والتعديل ۳ / ۶۵۲ ،شذرات الذهب ۱ / ۲۸۷.
اثار ټولول حدیث مسانید مقتدا
Previous Articleد حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷)

اړوند منځپانګې

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷)

سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله](برخه:۴۱)

دوشنبه _23 _نوومبر _2026AH 23-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۶)

دوشنبه _23 _نوومبر _2026AH 23-11-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۲)

سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD1 Views

ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۲) د…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷)

سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD6 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷) (د شهيد…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله](برخه:۴۱)

دوشنبه _23 _نوومبر _2026AH 23-11-2026AD12 Views

ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۱) د…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۶)

دوشنبه _23 _نوومبر _2026AH 23-11-2026AD19 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۶) (د شهيد…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۲)

سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷)

سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.