Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۵)
اسلام سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۵)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۵)
د الهي پوهې او لارښوونو په رڼا کې د ایډز ناروغي
د میکروبونو نړۍ هغه نړۍ ده چې موندنې یې د پوهې وروستۍ لاسته راوړنې ګڼل کېږي. د «جرثوم» کلمه په اصل کې د هر شي د ریښې او اصل معنا لري او له همدې امله دې وړو موجوداتو ته ویل شوې ده؛ ځکه چې همدا واړه موجودات د ډېرو ناروغیو سرچینه او بنسټ دي. دا موجودات په سترګو نه لیدل کېږي، بلکې یوازې د پرمختللو علمي وسایلو په مرسته لیدل کېدای شي.
قرآن کریم دې نه لیدونکو نازکو موجوداتو ته په داسې ډول اشاره کړې ده: “فَلَا أُقسِمُ بِمَا تُبصِرُونَ ۝ وَمَا لَا تُبصِرُونَ.”[1] ژباړه: «نو داسې نه ده، زه قسم کوم پر هر هغه څه چې تاسې يې وينئ او پر هغه څه چې نه يې وينئ.»
هغه څه چې انسان نه ویني، د «نسبي غیب» برخه ده؛ یعنې هغه شیان چې زموږ د هستۍ په دایره کې شته، خو زموږ حواس یې د مستقیم درک او لیدو وړتیا نه لري. د دې نسبي غیب له خورا څرګندو بېلګو څخه همدا میکروبونه او ویروسونه دي، چې د بشر د ژوند په ټولو اړخونو، لکه: خوړو، اوبو، هوا او ان د انساني اړیکو تر منځ شتون لري.
لکه څنګه چې د اسلام مبارک دین د بشر د ژوند بشپړ پلان دی، نو بېشکه په الهي وضع کړو احکامو کې داسې لارښوونې شته چې انسان د دغو مایکروسکوپي (microscopic) موجوداتو له زیانونو څخه وساتي.
د بدن دفاعي سیستم (معافیت سيستم)
د انسان په بدن کې د وينې درې ډوله اصلي هجرې شتون لري، چې عبارت دي له:
(۱) د وینې سرې هجرې چې د اکسیجن د لېږد دنده پر غاړه لري.
(۲) د وینې سپینې هجرې چې له بدن څخه د ساتنې دنده پر غاړه لري.
(۳) د وینې صفیحات (پلېټونه) چې د وینې د بندولو او د وینې بهېدنې د مخنیوي مسؤولیت پر غاړه لري.
د وینې سپینې حجرې په حقیقت کې د بدن د دفاعي لښکر حیثیت لري. دوی د هر ډول میکروبي او ویروسي برید پر وړاندې چمتو او له بدن څخه ساتنه کوي. دا حیرانوونکی لښکر ځانګړې وړتیاوې لري، چې عبارت دي له:
(۱) کولای شي د وینې د جریان پر خلاف حرکت وکړي.
(۲) له رګونو څخه ووځي او نسجونو ته ننوځي.
(۳) د بدن له قوي خنډونو څخه تېرېږي، چې په هر ځای کې دښمن وڅېړي.
دا حجرې په ځانګړو مرکزونو (لنفاوي غدو) کې سره راټولېږي. دغه غدې د بدن د دفاعي کلاوو په څېر عمل کوي، چې په هغو کې د سپینې وینې حجرې روزل کېږي، تنظیمېږي او د میکروب ضد مواد تولیدوي.
پوهان وایي چې د دغو حجرو یوه برخه د «استخباراتو» دنده پر غاړه لري؛ یعنې لومړی له میکروب سره اړیکه نیسي، د هغه جوړښت پېژني او بیا اړین معلومات د قوماندانۍ مرکز (لنفاوي غدې) ته لېږدوي. هلته ځانګړي مواد چې «پادتنونه یا انتي‌ باډي» بلل کېږي، جوړېږي او د دښمن د له منځه وړلو لپاره د وسلې په څېر کارول کېږي. وروسته د جګړه‌ کوونکو حجرو یوه ډله د دغه انتي ‌باډي په لېږد سره د دښمن پر لور حرکت کوي، میکروب محاصره کوي او له منځه یې وړي. د بدن سپین پړسوب یا التهاب په حقیقت کې د همدې داخلي جګړې پایله ده، چې د دفاعي حجرو او ناروغۍ‌ وړونکو عواملو ترمنځ رامنځته کېږي.
خو کله ناکله دا دفاعي نظام، له ټول ځواک او ترتیب سره سره بيا هم له کاره لوېږي او یوه له تر ټولو خطرناکو ناروغیو څخه چې دا کار کوي، «ایډز ناروغي» (AIDS) ده.
د ایډز ناروغۍ ماهیت او واقعیت
ایډز ناروغي یا د بدن د دفاعي نظام اکتسابي نیمګړتیا، یوه ډېره خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې لومړی ځل په (۱۹۸۱ز) کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې وپېژندل شوه. په پیل کې یوازې پنځه پېښې ثبت شوې، خو په لنډ وخت کې د اخته کسانو شمېر سلګونو او بیا زرګونو کسانو ته ورسېده. په (۱۹۸۴ز) کال کې د اخته کسانو شمېر دولس زرو ته ورسېده، چې نیمایي یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
تر نن ورځې د ایډز لپاره هېڅ قطعي درملنه نه ده موندل شوې او ټولې علمي هڅې یوازې د دې ناروغۍ د سرعت کمولو او ناروغ د ملاتړ لپاره دي. د دې ناروغۍ ویروس چې«HIV»  بلل کېږي؛ د بدن دفاعي نظام فلجوي، په ځانګړي ډول د سپینې وینې «CD4» ډوله حجرې په نښه کوي، چې د بدن د دفاعي لښکر اصلي امر کوونکې دي. د دغو حجرو د له منځه وړلو په پایله کې، بدن د عادي میکروبونو پر وړاندې هم دفاع نه شي کولی او ان يو ساده ميکروب هم کولای شي د انسان د مرګ لامل شي.
نړيوالې شمېرې او ډېروالی
د روغتیا د نړيوال سازمان (WHO) د احصايې له مخې، په وروستیو کلونو کې شاو خوا «۳۴ میلیونه کسان» په نړۍ کې د ایډز په ویرووس اخته وو، خو روغتیايي کارپوهان باور لري چې اصلي شمېر دوه چنده یا تر دې هم ډېر دی.
د نړۍ ډېر هېوادونه په ځانګړي ډول هغه ټولنې چې اخلاقي فساد او فحشا پکې دود ده، د دې ناروغۍ تر ټولو ډېر زیان لیدونکي دي. احصایوي څېړنې ښيي، په هغو ټولنو کې چې جنسي بې ‌حیایي، د نشه ‌يي موادو کارول او نامشروع اړیکې دود دي، د ایډز د اخته کېدو کچه په «هندسي ډېروالي» یا ان په «انفجاري» ډول لوړېږي. په ځینو هېوادونو کې په هرو لسو ثانیو کې یو کس د ایډز له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. وړاندوینې ښیي چې که اوسنی بهیر دوام ومومي، د اخته کسانو شمېر ښایي تر (۲۱۰۰ز) کال پورې له سل میلیونو کسانو څخه واوړي.
د انسان د چلند او ناروغۍ ترمنځ اړیکه
د ایډز ویروس له لاندې لارو څخه انسان ته انتقالېږي:
(۱) د بې ‌پروا او نامشروع اړیکو له لارې.
(۲) د روږدو کسانو ترمنځ د ستنې ګډه کارونه.
(۳) د ککړې وینې لېږدول.
(۴) جنین او په نادرو مواردو کې له اخته مور څخه جنین ته.
د دې ویروس عجیبه ځانګړنه دا ده چې په ډېرو مواردو کې د نامشروعو اړیکو او اخلاقي انحرافاتو له لارې لېږدول کېږي. دا هماغه ټکی دی چې قرآن کریم او نبوي سنت يې پېړۍ وړاندې  په اړه خبرداری ورکړی دی.
الله جل جلاله فرمايي: “وَلَا تَقرَبُوا ٱلزِّنَىٰۖ إِنَّهُۥ كَانَ فَٰحِشَةً وَسَاءَ سَبِیلاً.”[2] ژباړه: «او زنا ته مه نږدې کېږئ، هغه يو ډېر ناوړه کار او بده لاره ده.»
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: “یا معشر المهاجرین خمس إذا ابتلیتم بهن، وأعوذ بالله أن تدركوهن: ‌لم ‌تظهر ‌الفاحشة فی قوم قط، حتى یعلنوا بها، إلا فشا فیهم الطاعون، والأوجاع التی لم تكن مضت فی أسلافهم الذین مضوا… .”[3] ژباړه: «ای مهاجرينو! پنځه شیان دي چې که پرې اخته شئ، زه خدای ته پناه وړم چې تاسو یې ونه پېژنئ؛ هېڅ قوم په ښکاره ډول زنا نه ده کړې، مګر دا چې په دوی کې طاعون او ناروغۍ خپرې شوې، چې په تېرو نسلونو کې نه وې.»
دا مبارک حدیث په ښکاره ډول د جنسي انحراف او نویو ناروغیو د رامنځته کېدو ترمنځ اړیکه څرګندوي او نننی طبي علم هم همدا حقیقت تاییدوي.
په روغتیايي سيستم کې الهي حکمت
ایډز د دې وخت له تر ټولو حیرانوونکو الهي خبرداریو څخه دی. دا ویروس په داسې ډول جوړ شوی چې په اسانۍ سره « د درملنې یا کنترول وړ نه دی» او تل خپل شکل او جوړښت بدلوي؛ له همدې امله تر اوسه پورې ورته قطعي واکسین نه دی جوړ شوی، خو په عین حال کې د دې ویروس مخنیوی ډېر اسان دی؛ یوازې په انساني اړیکو کې د پاکوالي، عفت او الهي لارو په مراعاتولو سره یې مخنیوی شونی دی.
خدای جل جلاله د اخلاقي غفلت پر وړاندې په طبیعت کې یوه داخلي سزا ایښې ده، چې انسان پوه شي بې ‌نظمي او له مذهبي حدودو څخه سرغړونه خطرناکې پایلې لري، لکه څنګه چې قرآن کریم فرمايي: “ظَهَرَ ٱلفَسَادُ فِی ٱلبَرِّ وَٱلبَحرِ بِمَا كَسَبَت أَیدِی ٱلنَّاسِ لِیُذِیقَهُم بَعضَ ٱلَّذِی عَمِلُوا لَعَلَّهُم یَرجِعُونَ.»[4] ژباړه: «څرګند شوی دی فساد په وچه او لمده کې د هغو ګناهونو له امله چې د خلکو لاسونو کړي دي، ترڅو وڅکي دوی ته ځينې سزا د هغو عملونو چې دوی کړي دي، د دې لپاره چې دوی د الله اطاعت ته وګرځي.»
د الهي حکمت له نښو څخه یوه دا ده چې که څه هم حشرات، لکه ماشی چې له ککړې وینې سره اړیکه لري، د ایډز ویروس له دې لارې نه شي انتقالولی. دا علمي حقیقت څرګندوي چې دا ناروغي تصادفي نه ده، بلکې د انسان لپاره یو خبرداری دی، چې له فساد او فحشا څخه بېرته را وګرځي.
اخلاقي او ټولنیز پیغام
سالمه ټولنه د پاکې کورنۍ او مشروع واده پر بنسټ ولاړه ده. هر ځوان چې د حلال کار او پاک واده په لټه کې وي، په حقیقت کې د خپل امت په ابادۍ او روغتیا کې برخه اخلي. برعکس هغه څوک چې حرامو شهوتونو ته مخه کوي، په ناپوهۍ سره د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې په ویجاړولو کې رول لري، لکه څنګه چې شاعر وایي:
یا بناتَ الجیلِ هَیا حصِّنوا هذا البناء                   احفظوا جیلَ الشباب أرشدوهم للصواب
فهم النبعُ الغزیر ولكم عذبُ الشراب                  حصّنوا كلّ الشباب لینیروا كالبدور
یسّروا أمر الزواج لا تغالوا بالمهور                        واحذروا داءَ التباهی بالأثاثِ والقصور
ژباړه: ای د نن نسل لوڼو! راشئ او دا ودانۍ (ټولنه او کورنۍ» ټینګه کړئ. ځوان نسل وساتئ او د سمې لارې پر لور هغوی ته لارښوونه وکړئ. هغوی د خوټېدونکې چینې په څېر دي او تاسې ته به خوږ څښاک وي. له ټولو ځوانانو ملاتړ وکړئ، چې د بدر د سپوږمۍ په څېر ځلېدونکي شي. د واده کار اسانه کړئ او په مهرونو کې افراط مه کوئ او د اثاثو او ماڼیو په ښودلو د ځان ‌ښودنې له ناروغۍ څخه ځانونه وساتئ.
دا بیتونه یو څرګند پیغام لري: عفت، پوهه او اسانه واده د یوې سالمې ټولنې کیلي ده.
په پای کې باید وویل شي چې د ایډز ناروغي له یوه طبي بحران سره سره، یو الهي خبرداری دی، چې انسان د فطرت پر لور بېرته را ګرځېدو ته رابولي. هغه ټولنه چې د الله تعالی حدود په پام کې ونيسي، بدن او روح یې د سلامتۍ په کلا کې خوندي کېږي، خو کله چې د فحشا او فساد ښکار شي، نوې ناروغۍ او ګډوډۍ را پیدا کېږي.
نو ایمان، پاک لمني، پوهه او اخلاقي ژمنتیا د دې بلا پر وړاندې یوازینی رښتینی سپر دی. اصلي درملنه په دوا او واکسین کې نه ده، بلکې  په الهي لارو او صراط مستقیم ته په بېرته ستنېدو کې ده.[5]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. الحاقة: 38-39.

[2]. إسراء: 32.

[3]. سنن ابن ماجه، كتاب الفتن، باب العقوبات، رقم الحدیث: 4019، ج2، ص 1332 ت عبدالباقي.

[4]. الروم: 41.

[5]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص  229-0221.

اسلام قرآن قران تلپاتې معجزه قران کریم معاد د قران کریم له نظره
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل پاتې معجزه (برخه: ۶۴)

شنبه _14 _فبروري _2026AH 14-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱) حضرت…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۵)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD1 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۵) د الهي پوهې او لارښوونو…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰) د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴) ۳. له معاد (قیامت ورځ او…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۵)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.