لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نهه څلوېښتمه برخه)
پنځم بحث: ښکلایز یا تحسینیات مقاصد
درېیم ډول شرعي ارزښتونه یا مقاصد (ښکلایز یا تحسینیات) دي، چې درجه یې له (حاجیاتو) ښکته ده او د هوساینې او رفاه په موخه تشریع شوې دي. یعنې دا چې له دې ارزښتونو پرته هم ژوند ممکن دی.
-
د تحسینیاتو مفهوم او اهمیت
تحسینیات هغه مقاصد دي چې د دوی له تشریع څخه موخه د نېکو عادتونو او ښایسته اخلاقو رامنځته کول دي. که څه هم نشتون یې د ژوند ټول نظام له منځه نه وړي، خو د ضروري مقاصدو په څېر هم د سختۍ او مشقت سبب نه ګرځي، خو په پایله کې د انسان ژوند له هغه نېغې لارې وباسي چې د سالم فطرت او د انساني کریمو عادتونو غوښتنه ده. دا مقاصد د مرتبې له مخې په درېیم ځای کې له حاجیاتو وروسته راځي. [1]
تحسینیات هغه چارې دي چې پکې نه کومه ځانګړې اړتیا لیدل کېږي او نه عمومي حاجت، بلکې د مکارمو اخلاقو لاسته راوړل پکې وي او یا د هغوی ضد او نقیض له منځه وړل کېږي. [2]
په حقیقت کې، تحسینیات د مکارمو اخلاقو او د عباداتو او معاملو په برخه کې د ښایسته او غوره لارو د مراعات برخه ده. دا مقاصد بېرته د مکارمو اخلاقو، د مروت غوښتنې او د سالم انساني فطرت اړخ ته راګرځي، چې اسلامي شریعت ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده او د دې ډول ارزښتونو د رامنځته کولو، ودې او ساتنې لپاره یې ځانګړي احکام مشروع کړي دي.
-
د تحسینیاتو د تطبیق برخه
د فقهې د اصولو عالمان د اسلامي شریعت د احکامو د تشریع د مقاصدو په بحث کې؛ د تاریخ التشریع او د اسلامي شریعت د مبادیو پوهان د شریعت د ځانګړتیاوو او د اسلامي حقوقي نظام د ځانګړتیاوو په څېړنه کې او د فقهي جزا یا د اسلامي جزایي حقوقو عالمان د احکامو د تشریع د فلسفې او د شرعي جزاو د ټاکلو په بحث کې او ځینې وخت د قانون په تفسیر کې د ضروري شرعي قواعدو په بیان کې — هر یو د خپل بحث د موضوع او مناسبت له مخې — د شریعت په احکامو کې د مصلحت جلب او د مفسدت دفع اصل د مقاصدو د تشریع د یوې بنسټیزې موضوع په توګه څېړلی دی. دوی هغه مصالح یا شرعي مقاصد چې اعتبار لري، په هغو درې ډولو وېشلي او طبقهبندي کړي دي چې موږ مخکې یاد کړي دي.
اسلامي شریعت په ګڼو برخو کې، بېلابېل احکام د ښکلایزو ارزښتونو (تحسینیاتي مقاصد) د رعایت په موخه په نظر کې نیولې دي. د عباداتو په برخه کې ظاهري او باطني پاکوالی، چې د لمانځه د صحت له شرطونو څخه بلل کیږي.
خدای تعالی په دې اړه فرمايي: ” وَرَبَّكَ فَكَبِّرۡ – وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ – وَٱلرُّجۡزَ فَٱهۡجُرۡ”[3] ژباړه: او د خپل رب لويي اعلان کړه؛ او خپلې جامې پاکې وساته؛ او له چټلۍ څخه په څنګ اوسه؛ په یوه بل ایت کې بیا فرمايي – إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلتَّوَّٰبِينَ وَيُحِبُّ ٱلۡمُتَطَهِّرِينَ “[4] ژباړه : د الله هغه خلك خوښیږي چې له بدۍ څخه لاس واخلي او سپېڅلتياغوره کړي.”
د عورت پټول او هغه جامو استعمال، چې د انسان د لا ښکلا سبب ګرځي او د عبادت او جومات د تګ په وخت یې کې اغوستل او همداشان د عطرو وهل، لکه څنګه چې خدای تعالی فرمايي؛ ” يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمۡ عِندَ كُلِّ مَسۡجِدٖ “[5] ژباړه: اې د ادم اولادې! د هر عبادت په وخت کې په خپله ښکلا سينګار اوسئ …
په همدې ترتیب الله تعالی یې خپلو بنده ګانو ته جومات ته د تلو او د عبادت او طواف په وخت کې د ځان د سینګارولو او پاکي امر کړی دی. د دې ایت د نزول د سبب په اړه د ابن عباس رضی الله عنه په روایت کې راځي، چې مشرکانو به په بربنډ ډول د کعبې طواف کاوه او په دې ایت یاد عمل مردود اعلان شو.
د ژوند د عادتونو په برخه کې؛ د خوړو او څښاک د آدابو مراعات، له اسراف څخه ډډه کول، له ناپاکو او ککړو خوړو او څښاکو ځان ساتل او دې ته ورته نور کارونه، هغه احکام دي چې د انساني فطرت او د تحسیني ارزښتونو د ساتنې لپاره د ژوند د ورځنیو عادتونو په باب کې مشروع شوي دي.
د معاملو په برخه کې؛ د ناپاکو او پلیدو شیانو د پیر او پلور منعه، د بل چا په په روان بیعه کې مداخله او معامله کولو ممنوعیت، په معاملو کې بېځایه او نامناسبه لاسوهنه، د غش، تدلیس، غرر او اسراف مخنیوی او د مباحو شیانو لکه اوبه او بوټو د پلور منع – دا ټول هغه احکام دي چې د معاملو په برخه کې د تحسیني ارزښتونو د خوندي کولو لپاره وضع شوي دي.
د مجازاتو او د جګړې او سولې اړوند معاملو په برخه کې: د انساني کرامت خلاف د مجازاتو په توګه د مُثله (د جسد بېحرمتي) منعه، د دښمن په وړاندې د تړونونو په ماتولو کې د خیانت او غدر مخنیوی او په جهاد کې د ښځو، ماشومانو او راهبانو د وژلو منعه – دا ټول هغه شرعي احکام دي چې د دې برخې اړوند د اخلاقي ارزښتونو د ساتنې او تضمین لپاره مشروع شوي دي. [6]
انس رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي؛ «انطلقوا باسم الله، وبالله، وعلى ملة رسول الله، ولا تقتلوا شيخاً فانياً، ولا طفلاً، ولا صغيراً، ولا امرأة، ولا تَغْلُوا، وضُمُّوا غنائمكم، وأصلِحُوا، وَأَحْسِنُوا، إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ.»[7]
ولاړ شئ! د خدای او د خدای په نوم او د رسو الله په دین جهاد وکړئ، خو زاړه، واړه، ښځې مه وژنئ، البته که یې په جګړې کې ګډون کړی وو او یا یې هم په جګړې کې نظر ورکاوه، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ، چې درید ابن صمه چې د جنګي مهارتونو لرونکی او د ۱۲۰ کلونو ووژل شي.
او له غنمتونو څخه غلا مه کوئ، خیانت پکې مه کوئ، غنیمتونه راټول او احسان وکړئ، ځکه الله تعالی نیکانو او مصلحین خوښوي.
عبدالله ابن یزید الانصاري وايي؛ «نَهَى النَّبِيُ صَلّىاللهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ عَنِ النَّهْبَى وَالمُثْلَةِ.»[8]
نبي اکرم صلی الله علیه وسلم، له چور او د مړو د بدن د بې حرمته کولو څخه منعه کړې ده.
د پورته خبرو له مخې څرګندیږي چې ضروریات د شریعت د مقاصدو په سر کې ځای لري؛ ځکه چې د هغو په نشتون کې د انسانانو د ژوند نظم او امنیت ګډوډیږي او بېنظمي خپرېږي. حاجیات په دویمه درجه کې راځي؛ ځکه چې د هغو په نشتوالي کې افراد او ټولنه له سختۍ او مشقت سره مخامخ کېږي. په درېیمه درجه کې بیا تحسینیات ځای لري چې که څه هم د هغو نشتوالی د نظم او امنیت ګډوډۍ ته لاره نه پرانیزي، خو له دې له کبله هغه څه له منځه ځي چې عقل یې ښه ګڼي او انسان له خپلو کمالاتو لیرې کوي.
په پایله کې، که د یوه ښکلایز (تحسیني) حکم پلي کول د یوه حاجياتي (د اړتیا وړ) حکم په پلي کېدو کې خنډ جوړ کړي او که حاجیات د یوه ضروري حکم پلي کېدو ته زیان رسوي، نو دا ډول احکام نه عملي کېږي. په حقیقت کې، ضروریات په هر حالت کې د پلي کېدو په برخه کې پر نورو دواړو (حاجیاتو او تحسینیاتو) مقدم دي. [9]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1]. الزحیلی، اصول الفقه الاسلامي: 2/۱۰۲۳.
[2]. البرهان في أصول الفقه: ۷۹/۲.
[3]. سورۀ مدثر، آیه ۳-۵.
[4]. سورۀ بقره، آیه ۲۲۲.
[5]. سورۀ اعراف، آیه ۳۱.
[6]. النجدي، أهمية المقاصد في الشريعة الاسلامية: ۲۸۲.
[7]. سنن أبي داود :۲۵۶/۴.
[8]. صحيح البخاری :۳/۱۳۵.
[9]. الكليات الخمس حقيقتها وآثارها: ۱۳۱.


