Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته‌ویشتمه برخه)
اسلامي تمدن یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته‌ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

اته‌ویشتمه برخه

د مثلثاتو علم په برخه کې د عرب او مسلمانو علماوو رول
د مثلثاتو د علم اساسي موخه په غیر مستقیم ډول د لويو مساحتونو او اوږدو واټنونو اندازه اخیستل دي؛ لکه د اهـرامونو اندازه اخیستل، یا هغه فاصلې چې لاس‌رسی ورته ستونزمن وي، لکه د دوو غرو ترمنځ لار یا د ناوبري اړوند ابعاد.
د «مثلثاتو د حساب علم» کلمه په ټولو ژبو کې د لوړوالي (ارتفاعاتو) د اندازه کولو مانا لري او د مثلثاتو د حساب علم د تناسبونو علم بلل کېږي؛ ځکه چې یاد علم د مثلث د اړخونو ترمنځ د مختلفو تناسبونو پر بنسټ ولاړ دی. زما په اند پورته تعریف یو منل شوی تعریف دی ځکه هم لنډ دی او هم یې په بیان کې کافي دقت شوی دی.
د مثلثاتو علم په برخه کې د يوناني علماوو ونډه، چې په سر کې یې د فزیک او ستورپوهنې لوی عالم «ابرخس» او همداراز د «المجسطی» نومي کتاب لیکوال «بطلمیوس» دي، یوازې دومره وکړل چې هغه معلومات یې راټول کړل چې د ستورپوهنې له علم او د دوی له مشاهداتو سره مرسته وکړي او له لارې یې خپل هندسي نظریات عملي کړي، ځکه دوی باور درلود چې د مثلثاتو علم یوازینی علم دی چې د هغوی د ځینو هندسي موندنو د اثبات لپاره استفاده ترې کېدای شي.
خو د هند علماوو په دې برخه کې ستر ګامونه پورته کړي دي او هغوی ته باید د «جېبي زاویې» د کشف او اندازه‌ کولو اعتبار چې د مثلثي حساب له تر ټولو مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي ورکړل شي. په همدې اساس لوستونکي باید هېره نکړي چې هندیانو د مثلثاتو د حساب علم په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او د لویدیځو پوهانو دا ادعا چې وایي یونانیان د دغه علم بنسټ‌ايښودونکي دي حقیقت نه لري. [۱]
مسلمان علماوو د هندوانو او یونانیانو د مثلثاتو د علم لاسته راوړنې تنظیم او سره یوځای کړې او نوي مالوماتو یې پرې وراضافه کړل، څو یاد علم نور هم پراخ شي او وده موموي. له همدې امله دا د حیرانتیا وړ نه ده چې د علومو تاریخ‌پوهان پر دې باور دي چې مثلثات یو عربي او اسلامي علم دی، هماغسې لکه څه ډول چې د هندسې نسبت یوناني پوهانو ته کیږي.
د حساب، الجبر او هندسې په څېر په ریاضیکي علومو کې متخصصو مسلمانو علماوو د مثلثاتو له علم سره ډېره علاقه درلوده، دوی غوښتل چې له دې لارې خپلې ریاضيکي نظریې پلي کړي. دوی همداراز د پخوانیو غربي او ختيځو تمدنونو له پېژندلو سره ځانګړې علاقه درلوده، د مثلثاتو علم په اړه یې زیات مالومات راټول کړل او په دې برخه کې یې عربي ژبې ته د هندوانو او یونانیانو ډیری علوم وژباړل.
په ۱۵۴ هجري (۷۷۱ میلادي) کال کې عباسي خلیفه ابو جعفر منصور ژباړونکي هڅول چې د مثلثاتو په شمول ستورپوهنې ته مخه کړي، نوموړي د دغه کار لپاره په زیاته اندازه پیسې ځانګړې کړي او دې موضوع ته یې پوره پام کاوه.
په همدې لړ کې څېړونکو د «المجسطی» کتاب چې د ستورپوهنې په برخه کې د یونانیانو دایرةالمعارف ګڼل کیده عربي ژبې ته وژباړه. یاد کتاب کې لاندې موضوعات شامل وو:
 د نړۍ کروي‌والی، د رایج باور له مخې د نړۍ په مرکز کې د ځمکې د شتون ثبوت، برجونه، د بېلابېلو هېوادونو وېش، د لمر حرکت، د مني او پسرلي ترمنځ اعتدال، شپه او ورځ، د سپوږمۍ حرکت او حسابونه، خسوف او کسوف، ثابت ستوري او ګرځنده سیارې.
عباسي خلیفه «مأمون» د بغداد په شمال او د دمشق په «قاسیون» غره کې د (رصدخانو) د جوړولو حکم صادر کړ. مأمون همداراز د رصدي وسایلو د کارونې یادونه وکړه او د بغداد د «بيت‌الحکمه» له علماوو یې وغوښتل چې د مثلثاتو علم په برخه کې څېړنې وکړي.
یوه له هغو مهمو پایلو څخه چې د مأمون د خلافت په دوران کې تر لاسه شوه د ځمکې د محیط اندازه‌ کول وو چې شاوخوا ۴۱۲۴۸ کیلومتره اټکل شوی و؛ دا اندازه له هغې اندازې سره چې نن ورځ د الکترونیکي محاسباتو په وسیله تر لاسه شوې خورا نږدې ده. [۲]
داسې ښکاري چې د مثلثاتو پر حساب علم  د ستورپوهنې د غلبې له امله ورو پرمختګ کاوه. عربو او مسلمان علماوو ټوله هڅه وکړه چې دا نوی علم له ستورپوهنې څخه بېل او خپلواک کړي، خو یاد علم د ۸۵۴ هجري (۱۴۵۰ میلادي) کال په شا و خوا کې وکولای شو چې د ستورپوهنې له علم څخه ځان بېل کړي او د یوه خپلواک علم په توګه را څرګند شي.
له شک پرته تر دیارلسمې هجري (نهمې میلادي پېړۍ) پورې د نړۍ پوهان ونه توانېدل چې د مثلثاتو د علم په برخه کې له هغو پرمختګونو مخکې قدم کېږدي چرته چې عربو او مسلمان علماوو اېښی و.
په هغه وخت کې د تحلیلي مقادېرو لپاره نوې مفاهیم رامنځته شول او مثلثاتو داسې یوه علمي بڼه خپله کړه چې یوازې د مثلثاتو د حل لپاره نه، بلکې په نورو برخو کې هم کار ترې اخیستل کېده.
د «فلورین کاجوری»، «جورج سارتون»، «دیوید یوجین اسمیت» او نورو په شمول د دې علم د تاریخ لوی څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې د آلماني عالم «ریجیومونتانوس» (۱۴۳۶–۱۴۷۶ میلادي) ټولې لیکنې او څېړنې د عربو او مسلمان علماوو د آثارو او څېړنو پر بنسټ ولاړې وې او د ده ډېری څېړنې، په ځانګړي ډول د مثلثاتو د حساب علم په برخه کې له هغوی څخه اخیستل شوې وې.
له بده مرغه «ریجیومونتانوس» ګڼ هغه مثلثاتي نظریات چې د عربو او مسلمان علماوو له‌ لوري ابداع شوي وو ځان ته منسوب کړل او ځینو لوېدیځو پوهانو هم دا خبره ورسره ومنله او هغه یې «د مثلثاتو د حساب علم» په برخه کې د تاریخ تر ټولو ستر عالم معرفي کړ. [۳]
لنډه دا چې مسلمان علماوو د مثلثاتو د حساب علم په برخه کې ډېرې نوښتګرې لاسته راوړنې درلودې. هغوی ته باید د سینوس، تانجنت، کتانجنت او د ورته نورو معادلو ترمنځ د اړیکو د پېژندلو نسب ورکړل شي؛ دا هغه مفاهیم دي چې نن سبا یې موږ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې کاروو، خو له بده مرغه ډېری وخت نه پوهېږو چې دا مفاهیم له کومه راغلي دي او داسې انګېرو چې ګواکي له لوېدیځو علماوو اخیستل شوي دي.
خو په حقیقت کې دا لاسته راوړنې د عربو او غیرعربو مسلمانو څېړونکو دي چې شپه او ورځ یې هڅه وکړه څو حقیقت روښانه کړي او هر حق خپل خاوند ته وسپاري. له همدې امله د مثلثاتو علم یو اسلامي علم دی.
یو له هغو مهمو معاصرو علومو څخه چې د علمي کشفیاتو او اختراعاتو پر پرمختګ یې ژور اغېز کړی د «لوګاریتمونو علم» دی، یاد علم د ګڼو طبیعي، انجنيري او صنعتي څېړنو د ساده‌ کولو لپاره یوه مهمه وسیله ده.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] تاریخ العلوم عند العرب، ص: ۳۸.

[۲] روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، ص: ۱۰۷.

[۳] هماغه منبع، ص: ۱۰۸.

Previous Articleد افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دوه دېرشمه برخه)
Next Article د افغانستان فيلسوف؛ سيد جمال‌الدين افغان رحمه الله (درِي دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه‌دیرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌ دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD6 Views

لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه لومړۍ برخه سریزه  الله…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD3 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ دېرشمه برخه د انترناسیونالیزم پدیده او موخې د پیل خبرې: د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه‌دیرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD2 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول نهه‌دیرشمه برخه کانونه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان (اووه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان اووه‌دېرشمه برخه د ختیځ سړی د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD

نشنلیزم (نهه‌ دېرشمه برخه)

یکشنبه _20 _جولای _2025AH 20-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.