د افغانستان فیلسوف؛ سید جمالالدین افغان رحمه الله
نههویشتمه برخه
دوهم درس:
صنعت، د انسان د بقا رمز؛
په دوهم درس کې سید جمالالدین د انسان پر ماهیت او د هغه د تکامل پر مسیر تمرکز کوي. هغه څرګندوي چې انسان هم د نورو حیواناتو په څېر په پیل کې د ودې د طریقو او د ژوند د طرز له پلوه له هغوی سره ډېر توپیر نه درلود؛ خو د وخت په تېرېدو سره یې د تجربو او عمل له لارې د پرمختګ لاره وموندله.
د هابیل او قابیل کیسه د دې تکاملي مسیر یوه بېلګه ده. انسان له تېرې تجربې زدهکړه وکړه او له چاپېریال سره د تعامل او انفعال له لارې یې د ژوند او بقا نوې لارې چارې وموندلې. ګام په ګام یې د خپلو اړتیاوو له مخې د صنعتونو اختراع او پراختیا ته مخه کړه، او بالاخره د صنعت له لارې یې هغه ځواک او قدرت ترلاسه کړ چې نور موجودات ترې برخمن نه وو.
سید جمالالدین په پای کې ټینګار کوي چې صنعت د انسان د بقا بنسټ او اساس دی. انسان د نورو مخلوقاتو خلاف یوازې د خپل بدني ځواک په مټ نشي کولای پر طبیعت برلاسی شي؛ خو د صنعتونو او ټکنالوژیو له لارې کولای شي فوقالعاده ځواک ترلاسه کړي او د خپلې بقا لپاره لاره هواره کړي.
د انسان په برترۍ کې د صنعت ځواک او د عقل رول؛
صنعت، د ځواک او اغېز سرچینه
سید جمالالدین باور لري چې صنعت پخپله یو ډول ځواک دی، او ځواک هر وخت اغېز لري، که دا د عمل (فعل) په بڼه وي او که د تأثر (انفعال) په بڼه. له دې وروسته هغه د عقل ځواک ته اشاره کوي او وایي چې عقلاني ځواک یواځې انسان ته ځانګړی دی، او دا ځواک د بشر د نېکمرغۍ او رستګارۍ بنسټ بلل کېږي، خو تر هغې چې د سمې لارې لپاره وکارول شي.
که انسان خپل عقلاني ځواک یوازې د طبیعي او حسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکاروي، او دا ځواک د غریزو د اشباع او جسماني لذتونو تر کچې محدود کړي، نو دا لوی الهي نعمت یې ضایع کړی دی. د بېلګې په توګه، که د عقل وروستۍ موخه یواځې د خوراک برابرول، د بدن پیاوړتیا، د شهوت ارضا او د نفساني غوښتنو پورهکول وي، نو دا شخص خپل لوړ عقل بېځایه ضایع کړی او دا یې لکه د بېمیوې ونې په څېر بېګټې ګرځولی دی.
دغه ډول انسان نه یوازي له خپل انساني مقام څخه رالوېږي، بلکې د هغو ټیټو حیواناتو او حتی نباتاتو په کتار کې راځي چې له دې ستر نعمت نه بېبرخې دي. خو هغه څوک چې پر نفساني غوښتنو خپل واک ټینګ کړي، کنټرول یې کړي او د هوسونو له کندې ځان وژغوري، نو پر عقلاني لاره روان شوی دی. دا ډول انسان د نړۍ حقیقت ښه درک کوي او پوهېږي چې د انسان بقا له تعادل او د راتلونکو نسلونو له دوام سره تړلې ده (حکیم مشرق زمین، صفحه ۵۱).
د ټولنیز یووالي او د کار وېش اړتیا؛
هر عاقل انسان پوهېږي چې دا ارمان، یعنې د انسان د ژوند بقا او د نسلونو ساتنه یوازې هغه مهال پوره کېدای شي چې د ټولنې غړي له یوه او بل سره همکاري او یووالی ولري؛ ځکه هېڅ فرد په یوازې نشي کولای چې خپلې ټولې اړتیاوې پوره کړي.
انسان په خپل ورځني ژوند کې بېلابېلو مهارتونو، صنعتونو او کسبونو ته اړتیا لري، خو د هغه د عمر موده دا اجازه نه ورکوي چې ټول مهارتونه زده کړي او تخصص پکې پیدا کړي. نو ځکه اړ دی چې د نورو له پوهې او وړتیاوو څخه استفاده وکړي؛ له همدې امله همکاري او د کار وېش یوه حتمي اړتیا ده.
په دا ډول شرایطو کې بشري ټولنه د یو بدن مثال لري، چې غړي یې د خلکو بېلابېلې طبقې دي. هر غړی ځانګړې دنده لري، چې بالاخره د ټول بدن (ټولنې) په ګټه تمامېږي او په پایله کې د هماغه فرد لپاره هم ګټوره وي. که څوک له ټولنې ځان جلا کړي او ځان له نورو بېنیازه وبولي، په داسې حال کې چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري، نو په حقیقت کې پرته له دې چې پخپله هم ترې خبر واوسي ځان یې تباه کړی دی.
د کار ارزښت او ټولنیز مسؤولیت؛
کله چې یو عاقل او فکري انسان دې حقیقتونو ته متوجه شي نو ځان د ټولنې یو اغېزناک او واقعي غړی ګڼي. هغه پوهېږي چې د ده هڅې نهیوازې نورو ته ګټه رسوي، بلکې بالاخره د ده هڅې بېرته خپل ځان ته ورګرځي.
د ژوند اړتیاوې، په ځانګړي ډول د اوږدې مودې لپاره پرته له صنعتونو او کسبونو نشي پوره کېدای. صنعت د ټولنې د بقا بنسټ او اساس دی، او هر څوک چې د ټولنې لپاره ګټور او مؤثر مهارت ونه لري، نو د ټولنې پر اوږه بار وي.
دا ډول کس نه یوازې نورو ته ګټه نه رسوي، بلکې د خپلې اصلاح مسؤلیت هم نه احساسوي؛ له همدې امله ټولنه کې د داسې کس شتون بېګټې دی، او نهشتوالی یې تر شتون غوره دی؛ ځکه دا د بدن د یوه بېګټې او زائد غړي مثال لري، چې باید ترې لرې شي (هماغه منبع، صفحه ۵۲).
سید جمالالدین افغان او د نهضتغوښتونکو شاګردانو روزنه
لیکلو ته هڅول او د آزاد فکر پیاوړتیا؛
سید جمالالدین افغان خپل شاګردان د لیکلو تمرین ته هڅول او هڅه یې کوله چې هغوی د خبرونو خپرولو او د خپلو افکارو له بیانولو سره علاقهمند کړي، ترڅو د هغوی د لیکلو مهارتونه پیاوړي شي. هغه له خپلو شاګردانو غوښتل چې د ځانګړو موضوعاتو په اړه چې پخپله به یې ټاکل، لیکنې وکړي.
سید جمال الدین له همدې لارې غوښتل چې د خپلو شاګردانو استعداد او ذوق وازمويي، او د هغوی شخصیتونه د سمون، ټولنیز پرمختګ او مثبت فکر پر لور رهبري کړي. روایت دی چې یوه ورځ یې له خپلو شاګردانو وغوښتل چې د “آزادۍ” په اړه مقاله ولیکي. سعد زغلول، چې یو له وتلو شاګردانو څخه و، یوه ډېره ښه لیکنه وکړه. سید جمال د ده له لیکنې دا پایله واخیسته چې په مصر کې د آزادۍ بهیر روڼ او پرمخ روان دی، ځکه دې ځوان وکولای شول چې د آزادۍ روښانه انځور وړاندې کړي.
د سید جمالالدین فکري مکتب
سید جمالالدین تل هڅه کوله چې خپل شاګردان او مریدان فکر کولو، آزاد بحث او مناظرې ته وهڅوي. هغه وکولای شول چې د هغو لیکوالانو یوه ډله راټوله کړي چې هم په لیکلو کې ماهر وو او هم یې د ګټورو او رغوونکو موضوعاتو د انتخاب واړتیا درلوده.
د سید فکري مکتب هماغه غونډې وې چې یا به یې په خپل کور، یا د دوستانو په کورونو، او یا به یې هم په نورو علمي مجالسو کې جوړولې. ان تر دې چې د متاتیا په نوم مشهوره قهوهخانه چې ازبکیه باغ ته څېرمه یې موقعیت درلود، د فکر او تامل د خاوندانو د محفل ځای ګرځېدلی و.
په دغو مجلسونو کې به هره ورځ لسګونه او ان سلګونه ادیبان، علما، صوفیان او محصلین سره راټولېدل، او له ده سره به یې د پېچلو علمي، ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو په اړه مشورې او بحثونه کول. ده به د خپلې ځانګړې پوهې او درایت له مخې د هرې مسئلې ځواب ورکاوه او د قناعت وړ حللارې یې وړاندې کولې.
وتلي شاګردان او د بیدارۍ نهضت مخکښان
دا هماغه مجالس وو چې پکې د اسلامي بیدارۍ نهضت ډېری مخکښان وروزل شول. د دغو وتلو شخصیتونو له جملې څخه کولی شو د محمد عبده، سعد زغلول، محمود سامي بارودي، ادیب اسحاق، عبدالسلام موبلخي، سلیم نقاش، ابراهیم لقاني، علي مظهر، ابراهیم مویلحي او عبدالکریم سلمان نومونه واخلو. دې ټولو کسانو وروسته د اسلامي نړۍ په فکري، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو کې مهم رول ولوباوه.
د سید جمالالدین په رول د سعد زغلول اعتراف
کالونه وروسته سعد زغلول چې د واک لوړو څوکو ته رسېدلی و، یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې دا ومنله:
«لکه څنګه چې ځینو ویناوالو ویلي دي ما دا د بیدارۍ نهضت نه دی پيل کړی؛ زه دا ادعا نه کوم، حتی دا تصور هم نشم کولای، ځکه دا بیداري یو اوږد تاریخ لري. دا نهضت د محمد علي پاشا او احمد عرابي له وخته پیل شوی، خو هغه څه چې دا نهضت یې پیاوړی کړ د سید جمالالدین افغان، د هغه د پیروانو او شاګردانو هڅې وې. دا یو حقیقت دی چې باید هېر نه شي، ځکه له حقیقتونو څخه یوازې ضعیف او ناتوانه خلک انکار کوي.» (حکیم مشرق زمین، صفحه ۵۴).
د متاتیا قهوهخانې فکري محفل
استاد احمد بهاءالدین د دې دورې په توصیف کې لیکي: «سید جمالالدین افغان به هر مازدیګر متاتیا قهوهخانې ته راتلو او خپل شاګردان به یې راټولول. په یوه لاس کې به یې خوشبویي لرله، او په بل لاس کې به یې د قروتو لویې ټوټې وې، چې د خپلو شاګردانو تر منځ به یې وېشلې.
شاوخوا به یې لسګونه محصلین او مفکرین راټول وو. د سید نږدې یاران، ادیب اسحاق او سلیم نقاش وو، چې د نوي فرهنګ ځینې مظاهر یې له سوریا څخه مصر ته راوړي وو.
همدغې قهوهخانې ته به محمود سامي بارودي هم راتلو، هغه چې شخ برېتونه یې درلودل څو کاله وروسته یې د احمد عرابي په پاڅون کې مهم رول ولوباوه. همداراز، محمد عبده یو لنډقده خو لوړفکره ځوان، او سعد زغلول یو جګقده ځوان چې وروسته یې په ۱۹۱۹ ز کال کې ستر انقلابي خوځښت رهبري کړ او لومړنی وزیر اعظم شو چې د خلکو په رأیه واک ته ورسېد، همدلته وروزل شول.»
د مصر په قهوهخانو کې د انقلاب تخم
په همدې قهوهخانه کې د بدلون او راتلونکو انقلابونو نسیم لګېده. د هماغه دورې سیاسي او فکري قهرمانان به چې لا یې خپل برخلیک نه و پېژندلی، د دې قهوهخانې پر زړو او خوړلو څوکیو ناست وو او د سید جمالالدین خبرو ته به یې غوږ نیولی و.
دا حیرانوونکی انسان (سید) به د خپلو شاګردانو په منځ کې ناست و، چپق (چیلم ته ورته د تمباکو د استعمال کوچنۍ آله) به یې پرلهپسې لګاوه، او خبرې به یې د بریښنا په څېر هوا ته خوشې کولې؛ داسې خبرې چې د خلکو وینې به یې په جوش راوستې او د اسلامي ټولنې د غیرت او حرکت رګونو ته به یې ټکان ورکاوه (احمد بهاءالدین، أيام لها تاريخ، ص ۱۴–۱۵).