Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (درېیمه برخه)
متفرقه سه شنبه _4 _مارچ _2025AH 4-3-2025AD

د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: سید مصلح الدین

د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (درېیمه برخه)

د مسلمانانو د تکفیر بنسټونه: 
۱. د تکفیر ریښې:
د تکفیر پدیده نه له فضا راغلې او نه یې بې دلیله وده کړې ده، بلکې د دې پدیدې ترشا عوامل او انګیزې شتون لري. که مو وشو کولای چې همدا عوامل او انګیزې تشخیص کړو نو د دې آفت د له منځه وړلو او علاج په لار کې به مو لومړی ګام پورته کړی وي؛ ځکه چې ناروغي یوازې د هغې له تشخیص وروسته له منځه وړل کیدای شي او تشخیص یې هم یوازې د هغې د عواملو او عوارضو په پیژندلو سره ترسره کیږي. له همدې امله، باید وپوښتل شي: د دې پدیدې یا آفت عوامل څه دي؟ په حقیقت کې تکفیر ګڼ شمیر عوامل لري چې ځینې یې دیني، ځینې یې فرهنګي، او ځینې یې سیاسي او استعماري دي. خو ځینې وخت همدا ټول عوامل لاس سره یو کوي او تکفیري اشخاص په ګوته کوي. د دې پدیدې په برخه کې یواځې یو واحد لامل ته ګوته نیول مناسب ندي؛ ځکه په دې توګه واقعیت له پامه غورځول کیږي.
په دې لیکنه کې په اسلامي ټولنو کې د تکفیر د شتون عمده او اصلي عواملو ته اشاره کوو.
الف. جهل او ناپوهي:
ناپوهي تل د انسانانو ترمنځ د دښمنۍ د خپریدو یو له مهمو عواملو څخه وه؛ ځکه خلک د هغه څه دښمن دي چې په اړه یې نه پوهیږي. له همدې امله طبیعي ده چې ناپوهي یا سطحي لید د تکفیري خوځښتونو د رامنځته کیدو له ځانګړنو څخه دي. موږ د خوارجو په ډله کې د دا ډول وضعیت شاهدان یوو. دې ډلې به هر هغه څوګ چې کبیره ګناه به یې ترسره کوله او د دوی نظریه به یې نه منله نو تکفیرول به یې. ناپوهي او قشري‌ګري په دوی کې د ټولو په ژبه وه. حضرت علي (رضي الله عنه) فرمایي: «ناپوه نه را پورته کیږي او له نصیحتونو ګټه نه اخلي.»
ب. دیني افراطیت یا دین کې سختي کول:
لکه مخکې مو چې وویل، څه ډول چې د دین په اړه د سطحي‌لید لرل منفور دي همدا ډول په دین کې سختي‌ کول هم ناوړه چاره ده. څنګه چې سطحي لید یو کس تکفیر ته کشوي یا لږ تر لږه د تکفیري فضا په رامنځته کولو کې رول لري، په دین کې سختي کول هم ورته پایلې لري. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي: «يَسِّرُوا وَلاَ تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا، وَلاَ تُنَفِّرُوا»؛ «په دیني چارو کې اساني کوئ او سختي مه کوئ، زېری ورکوئ او خلک مه بېزاره کوئ.»
ج. اخلاقي کمزورتیاوې او انحرافات:
۱. ناسم پوهاوی:
کله چې ناسمه پوهه او بدګوماني سره یو ځای شي نو په پایله کې یې تکفیري او سخت‌گیرانه افکار رامنځته کیږي. کله چې دا ډول افکار رامنځته شي نو پرته له دې چې حقیقت یې درک کړي د نورو خلکو په وړاندې فرامین صادروي، او له دلیل او توجیې پرته پر نورو ظلم کوي. همدارنګه دوی ته هغه خبرې منسوبوي چې نه یې دي ویلي او په هغه عقیده یې تورنوي چې اعتقاد پرې نه لري. له ناسم پوهاوي زموږ موخه دا ده چې یو کس د متونو له واقعي درک څخه عاجز واوسي، د متونو د ابعادو او مقاصد درک خو لرې خبره ده. د دا ډول شخص برداشت نیمګړی او قضاوت یې ناقص او ناسم دی؛ ځکه چې د یو څه په اړه سم قضاوت کول د همغه څه د تصور او فهم فرع دی.
۲. غرور او خودپسندي:
کبر او غرور، عجب او خودپسندي، خودبیني او خودمحوري د انسان له جدي کمزورتیاوو څخه دي. کبر د تواضع او عاجزی برعکس عمل دی. کبرجن انسان هغه دی چې له نورو څخه ځان لوړ وګڼي، غاړه اوچته ګرځوي او سرلوړي وکړي. له عجب موخه په ځان مئینیدل، په ځان ویاړ کول او ځانته په ډېر ارزښت قایل کیدل دي. په تکبر کې اړینه ده چې یو بل څوک هم شتون ولري ترڅو انسان خپل ځان له هغه څخه لوړ وګڼي، خو په عجب کې د بل کس شتون اړین نه دی. له همدې امله د ځینو تورونو او تکفیرونو ریښه هم باید په دې خصلت او ځانګړنې کې وڅیړل شي.
۳. ناوړه تعصب:
له ناوړه تعصب او عصبیت موخه د ظلم او یا د باطلې عقیدې په لار کې له خپلوانو او ملګرو څخه ملاتړ او طرفداري کول دي، خو د حق په لار کې تعصب، د صحیحو عقایدو طرفداري او د اهل حق ملاتړ، محمود، غوره او ځینې وخت واجب او اړین دی. په همدې اساس له حق او اهل حق لارې پرته د حزبي او ډله‌ییزو موخو لپاره تعصب کول ناوړه او بې ځایه تعصب دی.
۴. کینه کول او انتقام‌ اخیستل:
په اسلام کې د انتقام‌ اخیستل، کینه‌ او بغض درلودل، له هغو کسانو پرته چې په شعوري ډول له حق سره دښمني او عناد کوي، جایز نه دي، او که څوک د یوه مؤمن په وړاندې خپله کینه او حقد څرګند کړي، نو له عدالت څخه ساقطیږي. د پورته عبارت په شرح کې ویل شوي: د اسلام د فقهاوو ترمنځ د مؤمن د حسد او بغض د حرمت په اړه اختلاف نشته، او په ډېرو روایاتو کې دا کار په شدت سره منع شوی او په اړه یې د عذاب وعده ورکړل شوې ده، چې دا د عدالت په زیان ده.
د. استعمار
استعماري ځواکونه په اسلامي هېوادونو د خپل استعماري حاکمیت د تثبیت او د دغو هیوادونو د وسایلو او معنوي شتمنیو د لوټلو له امله تل له لویو ستونزو او خنډونو سره مخامخ شوي دي، او  هیڅ کله نه دي توانېدلي چې په اسانۍ سره کوم اسلامي هېواد ته د ننه شي، مالي او بشري سرچینې یې لوټ کړي. په ځینو هېوادونو د مسلمانانو د عکس العمل له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي، او په نورو هیوادونو کې هم د خپل استعماري تسلط په پراختیا کې بریالي نه وو، ځکه له استعمار سره د مسلمانانو د ویښو او اګاه حرکتونو مقاومت استعمارګرانو ته اجازه ورنه کړه چې په اسانۍ سره د دې هېوادونو پر شتمنیو تسلط پیدا کړي.
ادامه لري…
Previous Articleعلامه سید ابوالحسن ندوي رحمه‌الله‌ (اووه شپېتمه برخه)
Next Article شیبې له روژې سره (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.