Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د کعبې شریفې تاریخ (اوومه برخه)
متفرقه پنجشنبه _12 _دسمبر _2024AH 12-12-2024AD

د کعبې شریفې تاریخ (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شعیب احمد "غزنوي"

د کعبې شریفې تاریخ (اوومه برخه)

مُلتزم (د واکمن درګاه)
ملتزم، د حجرالاسود او د کعبې د دروازې تر منځ واټن دی چې دوه متره اوږدوالی لري او د دعا او تضرع لپاره د ځان نښلولو ځای دی. لیدل کېږي چې حضرت ابراهیم علیه السلام د کعبې دروازه د هغې په منځ کې نه ده ایښې، بلکې هغه یې حجرالاسود ته څېرمه ځای پر ځای کړې، څو دا ځای ملتزم وي، او ځینې یې «متعوذ» هم یادوي.
په ملتزم کې سنت دا دی چې انسان باید خپله سینه، مخ، مټې او د لاسونو ورغوي په دې ځای ونښلوي، او هر کله چې زړه یې وغواړي، دا عمل دې ترسره کړي او د الله تعالی دربار ته دې دعا او تضرع وکړي.
مجاهد رحمه الله وايي: «ما ابن عباس رضي الله عنهما وليد چې د حجرالاسود او د کعبې د دروازې تر منځ یې الله تعالی ته پناه وړله.»
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه خپله سینه، لاسونه او مخ په ملتزم پورې نښلولي وو او ویې ویل: «ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې دا ډول عمل یې وکړ.»
په ملتزم کې درېدل د هغه انځور بېلګه ده چې ځان د خپل ژوندي او تل پاتې څښتن او مالک په دربار کې اچوي، د هغه لوري ته ځغلې او د هغه حرم ته پناه وړې، او د هغه درګاه ته مخ کوي. په دې ځای کې درېدل د هرچا لپاره چې عمرې، حج یا د خدای د کور زیارت ته راغلی وي، په هر وخت کې چې وغواړي، جایز دی او د حج او عمرې له احکامو او مناسکو سره هېڅ تړاو نه لري.
د ښځو لپاره دا مناسبه نه ده چې د نارینه وو په شتون کې په ملتزم کې ودرېږي؛ ځکه چې هلته له نارینه وو سره د اختلاط خطر شته. مګر کولی شي د ملتزم تر شا ودرېږي او دعا وکړي او له خپل څښتن تعالی څخه څه وغواړي، ځکه دا هغه ځایونه دي چې دعاګانې قبليږي، ان شاء الله.
زمزم (تر ټولو غوره اوبه)
زمزم د یوې څاه نوم دی چې د حجر الاسود په ختیځ کې او د مقام ابراهیم په جنوب کې موقعیت لري، او د زمزمه له کلمې څخه اخیستل شوی چې د مطلق آواز معنی لري. دې څاه ته نور نومونه هم ورکړل شوي دي لکه “الشباعة”، “هزمه”، “الملک” او “رکضه جبرئیل”. د زمزم اوبه له درېو خواوو څخه تویېږي: یو چینه د ابي قبیس غره له لوري، بله د مروه د غره له لوري او بله د حجر الاسود له لوري، چې تر ټولو زیاتې اوبه لري.
دا مبارکې اوبه د جبرائیل علیه السلام په ذريعه د الله سبحانه و تعالی په حرم کې بهېدلي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه په دې اوبو مینځل شوی دی.
له همدې امله څومره مبارکې اوبه دي! او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا اوبه مبارکې دي. دا اوبه د خوړلو وړ دي.»
همدارنګه د جابر رضي الله عنه په حدیث کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د زمزم اوبه د همغه مقصد لپاره دي چې څښل کېږي.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته هڅونه کړې چې د زمزم اوبه په کافي اندازه وڅښي، ترڅو د بدن ټولې برخې ترې ډکې شي او د بدن په ټولو برخو کې یې احساس شي. همدارنګه فرمايي: «زموږ او د منافقانو نښه دا ده چې هغوی په کافي اندازه زمزم نه څښي.»
له حضرت اسمعیل علیه السلام څخه وروسته، د جرهمیانو په زمانه کې کله چې دوی د خدای د کور په حرمت کې غفلت وکړ، د زمزم څاه له منځه ولاړه، تر دې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نیکه عبدالمطلب بیا ځلې هغه وکینډله. خلک په هغه څاه کې د اوبو څښلو لپاره ښکته کېدل، تر دې چې په 1425 هجري قمري کال کې د مطاف د پراختیا او د طواف په وخت کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په خاطر د هغې چت پټ شو. د مسجد الحرام او نبوي جومات عمومي ریاست د جومات دننه او بهر د نارینه او ښځو لپاره د زمزم د اوبو څښلو لپاره ځانګړي ځایونه برابر کړل. له همدې امله، د زمزم څاه لپاره ځانګړي تمځایونه شتون لري.
همدارنګه د زمزم اوبه له مکې څخه بهر وړل هم روا دي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوښو او مشکونو کې لېږدولې.
له حنفي علماوو پرته چې مکروه یې ګڼي، نور ډیری علما د زمزم په اوبو باندې استنجاء کول روا بولي، پرته له دې چې د برکت لپاره وي، او طبري رحمه الله د دې کار په تحریم فتوا صادره کړې ده.
له طواف څخه وروسته د زمزم اوبه څښل مشروع دي، او د زمزم په اوبو کې باید هیڅ شی ور زیات نشي، ځکه د زمزم اوبه یو ځانګړی خوند لري چې باید بدل نشي. دا هم سنت دی چې خلک له دې لارې له ټولو ناروغیو څخه شفا وغواړي.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: «بیشکه تبه د دوزخ د ګرمۍ له وجې ده، نو په اوبو یې یخه کړئ.» یا یې ویل: «د زمزم په اوبو یې یخه کړئ.» د زمزم په څښلو سره له نورو ناروغیو څخه هم شفا غوښتلای شئ، حتی د زمزم په څښلو سره له خدایه دنیوي حاجتونه هم وغواړئ، ځکه د زمزم اوبه د همغه مقصد لپاره دي چې څښل کېږي.

 

ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (درې دېرشمه برخه)
Next Article د امام ترمذي (رحمه الله) ژوندلیک (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.