Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (پنځمه برخه)
اسلام چهارشنبه _4 _سپتمبر _2024AH 4-9-2024AD

په اسلام کې د ښځې مقام (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکواله: "ام عایشه"

په اسلام کې د ښځې مقام (پنځمه برخه)

په هغه وخت کې چې جهالت او تيارې نړۍ پوښلې وه، اخلاق او معنويت تر پښو لاندې شوي وو او شیطان او شیطانان واکمنان وو. د لرګیو خدایان د کورونو او عبادت ځایونو په کونجونو کې د خدای د سمبول په توګه ځای په ځای شوي وو. خو په حقیقت کې، دا هوا او هوس و چې د دوی په زړونو یې واکمني کوله. په دې زمانه کې ښځې د دوی د خواهشاتو او ارمانونو د پوره کولو سامان ګرځېدلي وې او په خپل مظلومیت کې به یې د عدالت‌غوښتنې غږ پورته کاوه. په دې حالت کې اسلام د عربي جزيرې څخه د مظلومانو غږ ته ځواب ورکړ او په خپلو پاکو او انساني لارښوونو سره د انسان او انسانیت مرستې ته ورغی. اسلام ښځه د ذلت له کندې څخه را وایستله او په خپلو پاکو لارښوونو یې د عزت او وقار اوج ته ورسوله.
د مقالې په تېره برخه کې د جاهلیت په بدمرغه او غمجنه دوره کې د نړۍ د اکثرو ملتونو له نظره د ښځو دریځ څرګند شو. په دې برخه کې د ښځو د وضعیت په اړه د اسلام له نظره به خبرې وکړو.
په اسلام کې د ښځو مقام د قرآن له نظره
د اسلام سپېڅلي دين د الهي او انساني ارزښتونو د بيا ژوندي کولو په هدف د ناسمو افکارو پر ضد مبارزه وکړه او پر هغه باندي يې د بطلان خط کش کړ. اسلام د ښځو د ورک شوي شخصیت د راژوندي کولو لپاره قيام وکړ‌. او د یوې داسې ټولنې په منځ کې یې رڼا او امید وړاندې کړ، چې ښځې يې د خپل جنسیت له امله د یوې تیارې او نامعلوم برخلیک په تمه ناهيلي او نا امیده وې.
خدای تعالی ښځو ته دومره لوړ ارزښت ورکړی دی چې په خپل ستر کتاب (قرآن کریم) کې یې یو سورت د «نساء» په نامه مظلومو انسانانو ته ځانګړی کړی دی. اسلام بېلابېلو ټولنو ته دا پیغام ورکړی چې ښځې هم باید په ټولنه کې خپل حقوق ترلاسه کړي او په دې برخه کې ښځې هم د نارینه وو په څېر په ټولو حقوقو او وظایفو کې مساوي دي. لوى څښتن تعالی د ښځو لپاره يوه قاعده او اساسي قانون د لاندې آيت په نازلولو سره وضع كړى دى: «فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى»؛ ژباړه: «نو د دوی رب د دوی دعا قبوله کړه (او ویې فرمایل) بې شکه زه به ستاسو څخه د هیڅ یو نارینه او ښځینه عمل به ضایع نکړم.» او په بل ځای کې فرمایي: «مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ»؛ ژباړه: «هر هغه څوک چې نر وي او که ښځه، ښه عمل وکړي او مؤمن وي، موږ به خامخا هغه ته پاک ژوند ورکړو او خامخا به دوی ته له هغه څه چې دوی کړي د هغه ښه بدله ورکوو.»
هو، اسلام ښځې ته ځکه عزت او قدر ورکړی دی چې هغه یو داسې مخلوق دی چې د خدای په حکم او قانون کې د انسانیت ټول سپیڅلي صفتونه لري. اسلام د فضيلت په حاصلولو کې د نارينه او ښځې توپير نه کوي، بلکې هر څوک په عقيده، عباداتو او اخلاقو کې مساوي ګڼي، لکه څنګه چې ټول نارينه او ښځې په دې برخه کې د علم، عمل او هڅو په برخه کې مساوي دي. نه د نارینه وو تاوتریخوالی د دوی تقوا ډېروي او نه د ښځو نرمښت د دوی نیکمرغي کموي. لکه څنګه چې په قران کریم کې راغلي دي: «مَنْ يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلَا يَجِدْ لَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا (۱۲۳) وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا»؛ ژباړه: «څوک چې بد کار وکړي، د هغه سزا به ويني، او له الله سبحانه وتعالی پرته به هیڅ کوم مرستندوی او نصرت‌کوونکی به پيډا نکړي. او هر نر او يا ښځه، ښه عمل ترسره کړي، نو جنت ته به داخل شي او په دوی به هيڅ ظلم ونه شي.”
که موږ په دې ټولو آيتونو کې په ښه توګه پام وکړو، په ښکاره ډول وينو چې په دې ټولو آيتونو کې خداى پاک ښځې د نارينه و سره مساوي معرفي کړي او تقوا او نېک کارونه يې د دواړو ډلو د منلو معيار ټاکلى دى.
اسلام ښځې د جاهليت د زمانې په څېر بې ارزښته نه ګڼي، بلکې د تبعيض د له منځه وړلو او د ښځو د مقام د لوړولو لپاره يې اغېزمن ګامونه پورته کړي دي. اسلام ټول هغه انساني او اجتماعي حقوق چې نارينه يې لري د ښځو لپاره هم وضع کړي دي او ښځې ته يې هم د هغې د جسمي او روحي طبيعت او جوړښت مطابق دندې ټاکلي دي. له دې امله چې نارينه پوره جسمي او روحي قوت لري، نو د اسلام مبارک دين د ښځې د چارو مسئوليت نارينه و ته سپارلی چې د هغې دفاع او له خپل خرچې څخه پر هغې انفاق وکړي.
ادامه لري…
Previous Articleعلامه سید ابو الحسن ندوي رحمه الله (اوولسمه برخه)
Next Article شيطان‌پرستۍ (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څېړنه او د معترضینو د شکونو رد (څلورمه برخه)

سه شنبه _2 _دسمبر _2025AH 2-12-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پينځه‌ویشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD17 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پينځه‌ویشتمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (څلوریشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (څلوریشتمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (شپږمه او وروستۍ برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD13 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (شپږمه او وروستۍ برخه) څه ډول ځای…

نور یی ولوله
اومانیزم

اومانیزم «انسان‌پالنه» (دویمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD14 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­زهي اومانیزم «انسان‌پالنه» (دویمه برخه) د اومانیزم «انسان‌پالنې» تعریف کله چې د انسانیت…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پينځه‌ویشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (څلوریشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.