نن ورځ د نشه یي توکو قاچاق په نړۍ کې د “ام المعضلات” (د ټولو ستونزو مور) ګرځیدلې او دا کار د لویې ګټې له امله په ټوله نړۍ کې په ځانګړې توګه په اسلامي هیوادونو کې خپریږي؛ خو د هغو د خرڅلاو، وېشلو او خپراوي لاملونه څه دي؟
وزګاري او د مناسبو دندو نشتوالی: د نشه يي توکو قاچاق ته د مخه کولو لومړی او ستر لامل بې روزګاري او د مناسبو دندو نشتوالی دی. دا یو له هغو ستونزو څخه دی چې حکومت پورې اړه لري؛ ځکه دولت د ځوانانو د استخدام او جذب لپاره سم پلانونه نه لري.
لوړ عاید: له بده مرغه له دې لارې ځیني په یوه شپه کې میلیونران او میلیاردران کیږي. ډیری ځوانان کله چې ویني چې په یوه شپه کې کولی شي څو میلیونه ترلاسه کړي، په دې ناوړه کار لاس پورې کوي؛ خو په دې نه پوهېږي چې که په یوه شپه کې ترلاسه شي، په یوه شپه کې هم له لاسه ځي.
بې وزلي: د مناسبو دندو د نشتوالي او بې وزلۍ له امله ځینې خلک له فقر څخه د خلاصون لپاره دې کار ته مخه کوي.
په ډیرو هیوادونو کې له کلونو څیړنو وروسته کارپوهان دې نتیجې ته رسیدلي چې له نشه یي توکو سره د مبارزې او د روږدي کیدو د ریښې وچولو اصلي لاره په ځوان نسل کې د روږدي کیدو د شالید او هڅونې لرې کول دي.
کله چې يوه هوښياره ټولنه د نشه يي توکو له استعمال او روږديتوب څخه مخ واړوي او د نشه يي توکو د خرڅلاو او توزيع له شبکو سره په هوښيارانه ډول چلند او مبارزه پيل کړي، د نشه يي توکو بازار خپل مشتريان له لاسه ورکوي او د اعتياد پديده له ټولنې څخه د يو ارزښت ضد په توګه ورکیږي.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له کلونو تجربو وروسته کارپوهان دې نتیجې ته رسېدلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې او د اعتیاد د ریښې وچولو اصلي لاره په ځوان نسل کې د روږدي کېدو د شالید او هڅونې له منځه وړل دي.
د ځوانانو د اړتیاوو په اړه دقیق پوهاوی: د ځوانانو ترټولو اساسي اړتیاوې عبارت دي له تعلیم، کار، واده، کور، سالمه تفریح او د سپورټ اسانتیاوې او نور. د دغو اړتیاوو په مفصل درک او د کورنیو، ځوانانو، چارواکو او نورو بنسټونو له خوا د هغوی د حل لپاره جدي تصمیم نیول، د روږدي کېدو د مخنیوي او د روږدو کسانو د درملنې لپاره هیله مندي پیدا کولای شو.
د ماشومانو سمه روزنه: د ماشومانو د زده کړې او روزنې لومړنی مرکز د کورنۍ ده، میندې او پلرونه کولای شي خپل اولادونه په هر شکل او هر رنګ کې چې وغواړي ویې روزي.
د ماشومانو په روزنه کې د والدینو رول خورا مهم دی. په ماشومتوب کې چې کوم طريقې او لارې خپلو ماشومانو ته ور زده کوي، هغه به ماشومان د خپل ژوند بنسټ جوړوي او د خپل ژوند ټوله ودانۍ به پرې جوړوي.
علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله د سوره تحريم آيت ته اشاره کوي او وايي: په قرآن کې هيڅ کلمه بې مقصده نه ده، دلته د «ایهاالمسلمون» پر ځای «ایها المؤمنون» «اَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قوا انفسکم و اهلیکم نارا وقودها الناسو الحجارة»؛ (اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړی!، “اې هغو کسانو چې په خپله مو ایمان راوړی دې! خپل ځان او د خپلې کورنۍ غړي، خپل متعلقین او تابعین له هغه اور څخه وژغورئ چې سوند توکي یې خلک او ډبرې دي». ایا کوم سړی په قصدي توګه خپل ماشوم اور ته اچوي؟”
نو د دې آيت معنا څه ده کله چې الله تعالی فرمايي: “اې مؤمنانو، خپل ځانونه او د کورنۍ غړي له اور څخه لرې وساتئ؟” ايا د “سيرت” په کتابونو کې داسې کومه پېښه راغلې ده چې صحابه کرامو خپل اولادونه اور ته اچولي وي او يا پخپله ماشومانو غوښتل چې اور ته ننوځي او صحابه کرامو لیدلي وي؟ آیا په راتلونکي کې دا ممکنه وه چې د مسلمانانو ځینې ماشومان ځانونه په اور کې واچوي، نو خدای تعالی په هغه وخت کې وحی نازل کړ؟ که داسې نه وای نو د دې آیت معنی څه ده؟ يقيناً د دې آيت معنا دا ده چې خپلو اولادونو ته د هغو اعمالو په وړاندې خبرداری ورکړئ چې د دوی د دوزخ اور ته د ننوتو سبب ګرځي.
هو! یقینا دا خطر شتون درلود چې ماشومان او د کورنۍ غړي به په پوهه یا ناپوهۍ سره داسې کارونه وکړي چې دوی به دوزخ ته ورسوي. د بېلګې په توګه که يو څوک بل چا ته داسې فاسد او وژونکې دوا ورکړي چې د هغه د خوړلو په نتيجه کې هغه مړ شي، دا عمل د قتل مترادف دې او د قانون له مخې هغه څوک چې درمل ورکوي قاتل ګڼل کېږي.
د ماشومانو او ځوانانو د دیني زده کړو لپاره پلان نه جوړول او د بې دینۍ چاپېریال ته یې سپارل او په دې اړه بې تفاوته کښېنستل د ایمان لپاره لویه خطا ده او د اولاد د آخرت د تباهۍ سبب ګرځي.
د بنسټونو او فرهنګي مرکزونو رول: ښکاره خبره ده چې له دې ناورین څخه د ځوانانو د لرې کولو لپاره بنسټونه لکه ښوونځي، دیني بنسټونه او داسې نور خورا ګټور او اغېزناک دي.
د روغتیا رول: په ټوله نړۍ کې، روغتیا د درملنې دمخه راځي. په روږديتوب کې هم د زده کړې او هڅونې له لارې مخنیوی باید د خلکو په ځانګړې توګه ځوان نسل د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې په سر کې وي.
دا د روږدي کیدو د مخنیوي لپاره ځینې بیلګې وې. همدارنګه نورې حل لارې هم شته چې د روږدي کیدو په مخنیوي کې اغیزمنې دي، لکه: د زده کړې رول، د رسنیو رول، د کار پیدا کول او د بیکارۍ سره مبارزه، او د معالج ډلو پیاوړتیا او د هغوی ملاتړ.