له هغو ټولو جګړو وروسته چې په اوولسمه پېړۍ کې د کلیسا او مسیحي ساینس پوهانو تر منځ وشوې او همدارنګه هغه شکنجې او ځورونې چې ساینس پوهانو د عقایدو د پلټنې د محاکمو له لارې په دې زمانه کې وزغملې او هم د دې جګړو او شخړو په پای کې یې ځیني لاسته راوړنې او بریاوې ترلاسه کړې، اتلسمه پېړۍ د ژوند په ټولو چارو او ټولو اړخونو کې د شکونو له رامنځته کېدو سره مخ شوه.
په دې پېړۍ کې بېلابېل فلسفي مفکورې راڅرګندې شوې چې د ټولو محور د دوو کلمو په شاوخوا کې چې په اصل کې دوه بتونه وو، راڅرخېده. دا دوه کلمې د هغو خلکو لخوا رامینځته شوې چې د کلیسا له سره او سوځوونکي اور څخه تښتیدلي و او د دې مرکز له غلامۍ او محکومیت څخه د خلاصون لاره یې لټوله. دا دوه کلمې «عقلانیت» او « طبیعت پالنه» وې.
په دې پېړۍ کې عقل او عقلانیت هېڅکله هم د “ډېکارت دوه اړخیزه” اصولو او محدودیتونو پورې تړلی نه و، بلکې د حقیقي تاثیر او حقیقي خدای پالنې په لور یې لاره هواره کړه. ډیر وخت نه و تېر شوی چې د عقلپالو او فیلسوفانو غږ اوچت شو او په ډاګه یې وویل چې عقل یوازینی پریکړه کونکی دی او له دې پرته بل څه فریب او خیال او توهین دی او دا چې وحی د عقل خلاف دی نو دروغ دی، معجزې هم د عقل له اصولو او قواعدو سره سمون نلري، دي، نو دا له پخوانیو خرافاتو پرته بل څه نه دي.
په همدې ډول سپېڅلي عملونه لکه د عیسی علیه السلام قرباني کیدل، صلیب، رهبانیت او داسې نور هم دروغ او ګمراه کوونکي او ناوړه عقاید او د عقل خلاف دي.
دوهم خدای او دوهم بت هم «طبیعت پالنه» وه. په دې ډول چې دوی په الله تعالی باندې له ایمان او باور څخه لاس اخیستی و او د خدای ټول صفتونه او ځانګړتیاوې یې طبیعت ته ورکړې وې . «جورج سول» لیکي: “د هغو خلکو لپاره چې په الله سبحانه وتعالی یې له ایمان څخه ډډه کړې وه اړینه وه چې د دې لپاره بدیل او ځای ناستی ولټوي او دوی دا په “طبیعت” کې وموندل.
د لوېدیځو لیکوالانو کتابونو دې دور ته د “طبیعت د اله جوړونې” یا د “طبیعت عبادت” دور نوم ورکړی و. دوی دا اصطلاح په مجازي توګه نه کاروي، مګر دوی دا د واقعیت په توګه او په ریښتینې معنی کې کارولې؛ په دې ډول چې طبیعي فیلسوفانو ټول هغه صفات چې مسیحي خلکو یوازې خدای تعالی ته ځانګړي ګڼل، خپل نوي خدای ته انتقال کړي وو او د ډالۍ په توګه یې ورکړي وو، په داسې حال کې چې دوی د دې دوو خدایانو ترمنځ خورا ژور توپیر احساس کړی و. ځکه چې د کلیسا خدای ظالم، کینه لرونکی او د انسان نسل شکنجه کوي او خپل ماشوم یې ځکه وژلی چې لومړي انسان د باغ څخه میوه خوړلې وه. هغه یو متعصب خدای دی چې په انسان باندې محدودیتونه وضع کوي او هغه له آزادۍ څخه محروموي او په هغه باندې رهبانیت او ذلیل تابعیت او پیروي مسلط کوي.
مګر بل خدای چې طبیعت دی، یو زړه راښکونکی او پراخه سینه لرونکی خدای دی، هغه نه کلیسا لري، نه سختي، نه هغه ځانګړي عملونه لري، نه لمونځ او عبادت. دا نوی خدای نه دیني انسانان لري چې رعیت خپل غلامان کړي، نه دا کوم مقدس کتاب لري چې متضاد وي، او نه لوړ رتبه مقدس رازونه لري، مګر دا د روسو، فولټر او دیډرو په څیر مبلغین لري او د دائرة المعارف، ټولنیز تړون او روح القوانین په څېر علمي کتابونه لري.
د دې ساینس پوهانو په اند د طبیعت د جاذبې قانون کائنات په داسې ډول منظم او له نورو برخو سره نښلوي چې هیڅ ډول ګډوډي او بې نیمګړتیا پکې نه وي او طبیعت د انسان د خلاصون لپاره طبیعي قانون ټاکلی دی چې له مخې به یې هغه ته د دوو جهانونو د خوشحالۍ ضمانت ورکوي، خو انساني او مذهبي نظامونو دا قانون له منځه وړی او له همدې امله انسان بدبخت او په کړاوونو کې راګیر دی.
دا د طبیعت د دین د اصولو او مبادۍ برخه ده چې د ډیرو خلکو لپاره د دین په توګه ځای په ځای شوي او له دې تیورۍ څخه ډیری مواد چې د طبیعت د قوانینو سره سم نړۍ تشریح کوي، ترلاسه شوي.
په اتلسمه ميلادي پېړۍ کې د عقل او طبیعت عبادت د دې زمانې لازمي ځانګړنه وه، چې د فکري روڼتیا زمانه هم ورته ويل کېده. « برینټن» په دې دوره کې د ساینس او مذهب ترمنځ د جګړې یوه برخه انځوروي او لیکي: “عقل، د روښانتیا په دوره کې د عامو خلکو د نوې نړۍ لوی اسرار و. عقل، هغه وسیله وه چې انسان یې د طبیعت پېژندلو ته وهڅاوه او د هغه علم له لارې چې انسان له طبیعت څخه ترلاسه کړ، خپل چلند او ژوند یې د هغې له مخې تنظیم کړ او په دې توګه یې له هغو بې ځایه هڅو څخه چې د پردیو او مسیحي غلطو افکارو په سیوري کې یې کاوه او هغه سیاسي او اخلاقې کړنې چې د طبیعت سره مخالف و، ډډه وکړه».
هغه همدارنګه د عیسویت د دودونو او عقایدو په وړاندې په خپل اعتراض کې لیکي: “عقل موږ ته دا روښانه کوي چې د رهبانیت عمل د انسان د تولیدي ځواک د ضایع کیدو لامل کیږي، له هغه روښانه خبر داده چې عقل بیانوي چې دا د انساني نړۍ د طبیعت خلاف ده چې یو روغ او سالم العقله انسان په بشپړ ډول د جنسي اړیکو څخه ډډه وکړي او د دې غیر طبیعي عمل شرعي او دیني استدلال لکه پر لیونیانو د شیطان د واکمنۍ نظریه، بې بنسټه ده.”
په دې دوره کې د عیسویت ترټولو مهم دښمن ښاغلی «فولټر» و. هغه په مذهب او مذهبی سړیو نیوکه کولو او د عیسویت او یهودیت په افکارو ملنډې وهلو کې لوړې کچې ته رسیدلی و. د هغه له نظره، د تثلیث نظریه او د خدای مجسم او سپیڅلي شکلونه د« پولس» لخوا رامینځته شوي او هغه د عیسوي مذهب تحریف کړی.
د فولټر په اند، په عیسویت باور کول په ناممکنو او ناشونو شیانو باور کول دي چې د عقل لپاره خورا ستونزمن او سخته دې، د بیلګې په توګه، د مار خبرې، د خره خبرې، د اریحا دیوالونه د طوطیو د غږ په اوریدلو سره ویجاړیږي او…؛ نو داسې ایمان جنون او لیونتوب دی.
د هغه له نظره «لومړۍ تېروتنه» ( د آدم علیه السلام لخوا د ممنوعه مېوې خوړل) الله تعالی ته سپکاوی ګڼل کېږي او هغه یې د بشریت پر ضد په وحشت او تضاد تورن کړی دی؛ ځکه که موږ دا فکر ومنو نو موږ باید په دې باور ولرو چې الله تعالی د انسان نسلونه پیدا کړي او بیا یې دوی ته له دې امله سزا ورکړې چې د دوی لومړني پلار د هغه د باغ میوه خوړلې.
فولټر په “اووه رسمونو” باندې ډیره نیوکه کوي او په سپېڅلی کتاب باندې ملنډې وهي او وايي: څه چې روښانه دي هغه دا دي چې خدای تعالی د جغرافیې په ساینس کې قوي نه و! هغه دا هم وویل چې عیسوي روژه د غریبانو لپاره درمل دی او بډایه هیڅکله دا نه کوي.
د سیاست په ډګر کې هغه په دې باور دی چې د دین او دولت تر منځ یووالی او جمع کول یو له بدو نظامونو څخه دی او له همدې امله باید له منځه یوړل شي او یو بل نظام رامنځ ته شي چې هلته مذهبي کسان د دولتي نظام په وړاندې او راهب د قاضي په وړاندې سجده وکړي.
هغه دا هم وویل چې د الله سبحانه وتعالی د اطاعت په نوم د انسان اطاعت ممکن نه دی، بلکې د دولت د قوانینو په نوم باید انسانان اطاعت وکړي.
د دې نظرونو په وړاندې، کلیسا په هغه لعنت وکړ او هغه یې تکفیر کړ او د هغه د کتابونو لوستل یې حرام کړل. په انګلستان کې هم « ګیبون » د عیسویت په وړاندې یوه تاریخي نیوکه ترتیب کړه او د “د رومانیا امپراتورۍ سقوط او د هغې ړنګېدل” په نوم کتاب کې یې ولیکله.