په غربي ټولنه کې د سیکولریزم د رامنځ ته کیدو او ودې تر ټولو مهم او اساسي لامل د کلیسا او دیني مراکزو بغاوت او سرکشي وه. په اصل کې بغاوت او سرکشي یوه ګناه او خطرناکه ناروغي ده او د انسان او یو خوځښت د شخصیت د ارثي عیب او کموالي نښه ده او یوه غلطه وسیله او ویجاړونکې ناروغي ده.
د بغاوت څپې به یو څه معقول وي که چیرې دا د بت پرست واکمن یا مادي مشر لخوا ترسره شي؛ که څه هم د هغې بدۍ او شناعت د هیڅ عقل او ضمیر لخوا د تایید وړ نه ده؛ خو که له هغو کسانو څخه چې د ټولنې او عامو خلکو په نظر کې د سپېڅلو انسانانو او د سولې د استازو او د آخرت د طلابو په نامه صادر شي، نو د انسان نفس ته به يې زغمل ستونزمن وي او منل به یې له ذهنه لرې وي .
د انسان نفس هيڅکله له بغاوت او سرکشۍ څخه خلاص نه دی؛ خو له الله څخه وېره او ډار او د هغه حاضر او ناظر ګڼل او د هغه د قدرت په وړاندې ځان بې وسه ګڼل، د بغاوت او سرکشۍ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونه دي. خو کلیسا د دې کارونو له کولو څخه خالي وه او په دې کار سره یې یو داسې دنیاوي شرکت جوړ کړ چې د ټولنیز نفوذ او د نړۍ د کم ارزښته او فاني مالونو په تمه وو، او بیا یې د مختلفو وسیلو په ذریعه یو داسې ځواک جوړ کړ چې ظلم او جبر یې خپل مسلک ګرځولی وو .
په کلیسا کې د بغاوت او سرکشۍ بېلګې
کلیسا د روم د خلکو د ژوند په مختلفو اړخونو کې فساد او جنایتونه کړي وو، چې تر ټولو مهم یې په لاندې ډول دي:
مذهبي بغاوت
له هغه وخته چې په 325 میلادي کال کې د نیکیا په شورا کې د مسیحیت رسمي شتون تثبیت شو، کلیسا د خلکو په مذهبي چارو کې په بغاوت او سرکشۍ ککړه شوې وه. په خپل لومړي عمل کې، کلیسا په خپل لومړي ګام کې په جدي توګه او په زور سره د تثلیث عقیده لازمي کړه او په خپلو مخالفینو یې بندیز او لعنت وکړ. بلکې د مؤحدینو وينې يې تويې کړې او هر ډول شکنجې به يې ورکولې. کلیسا د سپېڅلي مجلسونو له لارې ځان د خدای په توګه جوړ کړی و، چې کولی شي دیني چارې حلال او حرام کړي، د دین د احکامو یوه برخه لغوه کړي او په دین کې یوه برخه اضافه کړي، هېچا حق نه درلود چې اعتراض او تبصرې وکړي، که هر چا به دا کار وکړ، هغه به محروم کېده او د هغه سزا به لعنت او رټل و؛ ځکه هغه کافر شو.
ډېر شرعي احکام بدل شول؛ په دې ډول چې سنت کول واجب وو خو حرام شول، په خپله مړ شوی څاروی حرام و خو حلال شو، د مجسمو او بت پالنه شرک او بت پرستی وه، خو اوس د تقوا او له خدایه د ویرې تعبیر او وسیله شو، د دین د رجالو واده حلال و اما منع او حرام شو، د کلیسا د پیروانو مال اخیستل ناوړه او غلط وو، مګر اوس دا اړین او فرض شوی وو.
ډیری نور شیان چې د کلیسا د شورا لخوا حلال یا حرام شوي و، د کلیسا د بغاوت او سرکشۍ پایله وه.