کله چې انسان له روحانیت څخه غافل شي او یوازې د مادي شیانو او مادي خواهشاتو کې راګیر شي، نو ماده د هغه تر ټولو لوی هدف ګرځي، او د خدای تعالی بشپړ قدرت او د هغه عجیب نظام د هغه له سترګو پټیږي، او ټول عبادتونه د هغه په سترګو کې بې روحه ښکاره کیږي. په ځانګړې توګه د قربانۍ مسله، د یو اقتصادي ستونزې په توګه راڅرګندیږي، هغه به فکر کوي که دا دومره ډېري پیسې چې هر کال د قربانۍ لپاره مصرف کیږي او د دریو ورځو لپاره د غوښې خوړلو پرته بله ګټه نه لري نو ښه دی چې په اقتصادي کارونو او عمومي تاسیساتو مصرف شي؛ خو ریښتینی سړی چې د هغه لپاره د خلکو د اخلاقو اصلاح د خوراک او د د بدني عیشونو له پوره کولو څخه ډېر مهم دی، په دې ښه پوهیږي چې د انسان د خوراک او ډوډۍ ستونزه به هغه مهال په ارامۍ سره حل شي، چې انسان یو ریښتینی انسان او د انساني اخلاقو سره سم وي، که نه نو په غلا، فریب او چمبازۍ به هیڅوک خوندي او آرام نه وي. په احتکار (ذخيره کولو) سره د ژوند د ضرورتونو بيې لوړيږي او د رشوت په وسيله د خلکو حقونه تر پښو لاندې کيږي. لکه څنګه چې دا سړی د نورو اړتیاوو په پرتله د ملت په تعلیم کې مصرف کول مهم ګڼي، د انساني اخلاقو د اصلاح لپاره د پیسو مصرف ته ډېر اهمیت ورکوي.
مشاهدات او تجربې ددې شاهدان دي چې د انسان د اخلاقو او اعمالو د اصلاح لپاره له الله تعالی څخه د تقوا او د هغه د رضا په لټه کې بله کومه غوره نسخه نشته. د خدای جل جلاله د اطاعت جذبه هغه جذبه ده چې انسان په یوازیتوب کې هم له جرمونو څخه منع کوي. او قرباني د دې جذبې په پیاوړتیا کې د پام وړ اغیزه لري؛ له همدې امله د امت او ملت نجات او پرمختګ د مالونو د راټولولو او د هغې د ساتنې په موخه د نفسي خواهشاتو په ترويج کې نه دی، بلکې د امت اصلي فلاح او نجات په دې کې نغښتی دی چې د قربانۍ او سرښندني د جذبې د موندني لپاره دا پیسې په شوق سره مصرف کړي.
د دې حقیقت په پوهیدو سره موږ دې نتیجې ته رسیږو چې د قربانۍ هدف هیڅکله د غوښو خوړل نه دي. بلکي مقصد يې د شرعي حکم رعايتول، د ابراهيمي سنتو ژوندي کول او د قربانۍ روحيه روزل دي. قران کریم پخپله دغه ذکر شوی حقیقت په دې ډول روښانه کړی دی: «لَن يَنَالَ اللهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا ولكن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنْكُمْ»؛ ژباړه: «د قربانیانو غوښه او وینه خدای ته نه رسېږي، خو تقوا(د اطاعت جذبه) هغه ته رسیږي.» مطلب دا چې د قربانۍ غوښه او پوست د شريعت مقصود نه دي، بلکې د قربانۍ اصلي موخه د اطاعت او بندګۍ جذبه ده، له همدې امله دا غوښه د تېرو امتونو لپاره حلاله نه وه، بلکې دا په ځانګړي ډول د دې ملت لپاره حلال شوی.
د قربانۍ پر مسئلې باندي بله نیوکه دا ده چې په درې ورځو کې په سلهاو زره څاروي حلالېږي، چې د دغه زيان په رامنځته کېدو سره ملي اقتصاد ته زيان رسېږي، او څاروي کمېږي چې له امله یې ټول کال به خلک د غوښو له ستونزې سره مخ وي. خو دا مفکوره د انسان په ذهن کې هغه وخت غلبه کوي چې هغه د خدای له کامل قدرت او د هغه د قوي او ثابت نظام څخه په بشپړه توګه ناخبره وي.
په ټوله نړۍ کې د الله تعالی د قدرت نظام تل پر دې ولاړ دی چې کله د کوم شي اړتیا زیاته شي، نو د هغه پیدا کول هم زیاتېږي او کله چې اړتیا یې کمه شي، تولید یې هم کمېږي. په همدې ډول که يو څوک په يوه څاه رحم وکړي او له هغې څخه د اوبو د ايستلو څخه ډډه وکړي په دې ويره چې اوبه به یې ختمې شي، نو د څاه سوري به بند شي او د څاه په مخزن کې به د اوبو د وتلو مخه ونيول شي. د څاه څخه چې څومره اوبه اخیستل کیږي، د اوبو مقدار هم ډېریږي. حساب وکړئ چې په تېرو وختونو کې قرباني د اوسني وخت په پرتله څو ځله ډېر وژل شوي؛ ځکه لکه څنګه چې د دين په نورو احکامو لکه لمونځ او روژه کې سستي موجوده ده، د قربانۍ په مسئله کې هم زيات سستي موندل شوې ده. په لومړیو پیړیو کې هر کس سل اوښان قرباني کول. پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم سل اوښان قرباني کړل، چې له دې جملې څخه ۶۳ اوښان یې خپله حلال کړل او پاتې نور يې حضرت علي رضي الله عنه ته ورکړل. په داسې وخت کې به دا نه وي اورېدل شوي چې څاروي دې نه رانیول کیږي او یا دې قیمت لوړ شوی وي.
اوس مهال د لمانځه، روژې او نورو عباداتو په څېر د قربانۍ په برخه کې هم غفلت او بې پروايي ده، په زرګونو کسان چې په شرعي لحاظ قرباني پري واجب ده، قرباني نه کوي، د څارويو کمښت د قرباني کولو پخاطر له حقيقته لرې خبره ده.
نن ورځ په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې هلته مسلمانان مېشت دي، هلته نه قرباني کېږي او نه هم کوم څاروي کمېږي. خو له دې سره سره د غوښې او څارویو لوړ لګښت زموږ د هیواد په پرتله ډېر دي. او که څوک غواړي چې د یو کال لپاره د هیواد په یوه ښار کې د قرباني د بندولو تجربه وکړي، و به ګوري چې په ملي اقتصاد کې کومه اغیزه رامنځته کیږي؟ ایا حیوانات، غوښي، شیدې او غوړي ګران یا ارزانه کیږي؟
د هند یا “بهارت” په هیواد کې چې نه یوازې کلنۍ قربانۍ پکي ممنوع دي؛ بلکې خلکو ته اجازه نشته چې خپل د ورځني مصرف لپاره د غوا غوښي پیدا کړي. خو له دې سره سره ایا په هره کوڅه کې غواګانې شته؟ ایا شیدې یې لکه ولې بیانده دي؟ او ایا غوړي هلته ارزانه دي؟ په پخواني هند کې چې کله په لکونو مسلمانانو او انګرېزي پوځیانو هره ورځ په سلهاوو غواګانې حلالولې او هر کال به يې قرباني هم ورکوله، د غوړو او شېدو بيه د نن ورځې په پرتله ډېر ارزانه وو. خو اوس د ارزانۍ په نوم هیڅ شی نشته.
بله بېلګه وګورئ! د مثال په توګه سل کاله مخکې به ټول سفرونه په اسونو کېدل او د نړۍ ټولې جګړې په اسونو پای ته رسېدل او د هر لښکر لپاره بې شمېره اسونه موجود وو خو په اوسني وخت کې کله چې اسونو خپل ځای موټرو او الوتکو ورکړی، ایا آسانو شمېر ډېر شوی؟ یا د آس قیمت کم شوی، یا لوړ شوی؟
د قدرت دغه فابریکه او د هغه نظام زموږ د انسانانو له عقل او درک څخه بهر ده. کاش هغه مسلمانان چې د قربانۍ له حقایقو خبر نه دي، فکر وکړي او د اختر په ورځ قرباني د یوه رسم او تفریح په توګه نه بلکې د حق او د ابراهیمي سنت اتباع په توګه ترسره کړي. تر څو دوی ورو ورو په ایمان او عمل کې قوت او په اخلاص کې برکت وویني.
په هر عبادت کې د ثواب تر څنګ خاص آثار ایښودل شوي دي؛ د بېلګې په توګه: په لمانځه کې تواضع، په زکات کې د مال د محبت ورکېدل او د زړه صفاوالی، په روژې او حج کې د الله تعالی مینه او محبت. په همدې ډول په قربانۍ کې د مسلمان په ایمان او اخلاص، قوت او زحمت، عزم او کوښښ ډیریږي.