لیکوال: نعمان سعید
د بشریت د تاریخ تر ټولو کم عمره (کشران) رهبران
که د تاریخ هره پاڼه او هر باب لولو؛ نو په هر اړخ کې د مسلمانانو تاریخ ځلند او له افتخاراتو څخه ډک وي. په دې لیکنه کې د تاریخ تر ټولو کشرانو او کم عمره قومندانانو او جنګي مشرانو د تاریخ پاڼې ته ځغلنده نظر کوو او د څو داسې نومیالیو یادونه کو، چې د مسلمانانو د لویو ـ لویو لښکرو قومنده او مشري یې کړې ده او په حیرانتیا ډول یې لوی ـ لوی هېوادونه فتحه کړي او سترې ـ سترې امپراتورۍ یې له منځه وړې دي.
د لیکنې موخه او مقصد دا دی، چې زموږ ځوانان(ځلمي) او کهول(مشران) باید د دوی له سیرته دا زده کړي، چې څه ډول هغوی د خپلو مشرانو په رهبرۍ او اطاعت کې دومره سترې کارنامې ترسره کړي او مشران هم باید دا درک کړي، چې څه ډول پخپلو کشرانو باور کیدلی شي او څه ډول خپل ځوانان کارونو ته رهبري شي؟
(الیکم نعم القادة و نعم الشباب)
* اسامه ابن زید ۱۸ کلن:
اسامه ابن زید ـ رضی الله عنه ـ د لویو ـ لویو اصحابو کرامو لکه ابوبکر او عمر ابن الخطاب ـ رضی الله عنهما ـ په موجودیت کې د مسلمانانو د لښکر مشري وکړه او د داسې یوه لښکر مشرۍ ته انتخاب شو، چې د هغه وخت د نړۍ د تر ټولو له قوي او لوی لښکر سره مقابله وکړي.
* محمد ابن قاسم ۱۷ کلن:
هغه محمد ابن قاسم، چې د وخت د یو لوی لښکر مشر او د وخت ستر فوځي جنرال بلل کیده او له خپل هیواده په سونو کیلومتره لرې یې د سند په نوم پراخ هیواد او خواوشا سیمه فتحه کړه.
* سعد ابن ابي وقاص ۱۷ کلن:
سعد ابن ابي وقاص ـ رضی الله عنه ـ هغه ځوان فوځي جنرال، چې تاریخ د لومړی هغه کس چې د الله ـ جل جلاله ـ د رضا لپاره یې غشی وار کړی او په ځلمیتوب کې د رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ د (مشورتي شورا) له شپږو ملګرو څخه یو و. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته اشاره وکړه او ویي ویل: “دا زما تره دی، نو هر سړی دې ماته خپل تره وښيي”.
* ارقم ابن ابي ارقم ۱۶ کلن:
ارقم ابن ابي ارقم ـ رضی الله عنه ـ هغه ځوان او ځلموټی، چې په ډیرو سختو، نامعلومو او پیچلو حالاتو کې یې خپل کور په پرلپسې توګه دیارلس کاله د رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ په واک کې ورکړ، ورته درسګاه یې کړه او د هغه مبارك صلی الله علیه وسلم د اوسېدو ځای یې کړ.
* طلحه ابن عبیدالله ۱۶ کلن:
طلحه ابن عبید الله ـ رضی الله عنه ـ هغه چې په اسلام کې د عربو په سطحه تر ټولو عزتمند و، او د احد په جنګ کې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په مرګ بیعت وکړ، مبارك علیه السلام یې له کفارو ځینې وژغوره، د کفارو د تورو، نیزو او غشیو وارونو ته د هغه مبارك په مخ کې سپر شو، تر دې، چې ګوتې مبارکې یې فلج شوې؛ خو د ځان په سپر کولو یې د رسول الله مبارك ساتنه وکړه.
* زبیر ابن العوام ۱۵ کلن:
زبیر ابن العوام ـ رضی الله عنه ـ هغه چې تاریخ د لومړني هغه کس په نوم ثبت کړی دی، چا چې په مسلمانانو کې اول ځل د خدای ـ جل جلاله ـ د رضا لپاره خپله توره په زغرده ډګر ته کړه او واری یې وکړ، چې همدا زبیر د رسول الله صلی الله علیه وسلم حواري/ نږدې ملګری/ خصوصي شاګرد هم و.
* معاذ بن عمرو بن الجموع ۱۳ کلن:
او معوذ بن عفراء ۱۴ کلن:
معاذ او معوذ ـ رضی الله عنهما ـ هغه دوه وړوکي او ځلموټي جنګیالي چې د جګړې او قضیې ټوله معضله یې بدله کړه، دوی دواړو د بدر په جګړه کې ستر کافر، د وخت لوی فوځي، سیاسي او هر اړخیز مشر او د همدغه لښکر مشر او جنرال ابو جهل ـ لعنة الله علیه ـ لومړی را چپه او بیا یې وواژه.
* زید ابن ثابت ۱۳ کلن:
زید ابن ثابت ـ رضی الله عنه ـ د وحې لیکوال، په ۱۷ ورځو کې یې سریاني او یهودي ژبې زده کړې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترجمان شو، د خدای ـ جل جلاله ـ کتاب قرآن کریم یې حفظ کړ او د قرآن کریم په تألیف/ جمع کولو کې یې ونډه وه.
د نن ورځې ځوانان ولې داسې نه دي؟
زما د مطالعې او څیړنې په اساس، چې د اسلام د ۵۳ تنه مخکښو کشرانو او نومیالیو په باب مې کړې ده، د دې پوښتنې ځواب مې دا موندلی چې زموږ د نن ورځې ځوانان د هغوی سیرت نه لولي او هغوی ځکه نومیالي و، چې د خپلو مشرانو په اطاعت کې یې د ژوند تیرولو لپاره ځان ته منظم ترتیب جوړ کړی و، له خپلو مشرانو سره یې په هر کار کې مشوره کوله او د هغوی مشرانو د دوی د تربیت او روزنې لپاره منظم کار او زیار کوی او په دوی یې باور او اعتماد کړی و.