Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپاړسمه برخه)
اسلامي علما یکشنبه _28 _اپریل _2024AH 28-4-2024AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپاړسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: عبیدالله نیمروزي


علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپاړسمه برخه)

 انګلستان ته سفر:
 په ۱۹۸۳ زیږدیز کال کې مولانا ندوي په لندن کې د« اکسفورډ» پوهنتون د اسلامي مرکز په جوړېدو کې د ګډون په موخه د هغه بلنې له مخې چې ده ته رالیږل شوې وه، په دغه غونډه کې د ګډون لپاره انګلستان هېواد ته سفر وکړ ، تر څو په یاده غونډه کې د ګډون تر څنګ د لويديځ كلتور بیاځلي له نږدې وګوري او د فرنګ (لویدیځ) له خلكو سره کښیني او د اسلام او لويديځ په اړه د نظريو تبادله وكړي؛ لکه څنګه چې هغه په ​​دې برخه کې یوه مقاله لیکلې وه او په انګلیسي ژبه ژباړل شوې وه. مولانا بالاخره له دوی سره د ناستې بندوبست وکړ او له عربي ژبې له ویناوالو سره یې له لنډو خبرو وروسته د مقالې په لوستلو پیل وکړ او د یوه اسلامي مفکر او د نظر خاوند له تجربو یې ګټه واخیسته چې ډېر وخت یې په غرب کې د علومو او فلسفې په برخه کې تېر کړی و، يعنې ډاکټر محمد اقبال لاهوري او د هغه شعر يې ولوست:
جلوه او بی کلیم و شعله او بی خلیل
عقل ناپروا متاع عشق را غارت ګر است
در هوایش ګرمی یک آه بی تابانه نیست
رند این میخانه را یک لغزش مستانه نیست
 مولانا ندوي په ۱۹۸۵ کال کې د اکسفورډ پوهنتون د اسلامي مرکز د جوړولو لپاره یو ځل بیا انګلستان ته سفر وکړ او د دې مهم کار مشري او د غونډې ریاست یې هم پرغاړه و، مولانا د دې غونډې په پیل کې وویل: بشریت د هلاکت او تباهۍ کندې پر غاړه و او نږدې و چې وغورځېږي چې په دغه وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم قیام وکړ او د ژوند روح يې په انسانيت کې پو کړ او هغه ته يې يو ځل بيا ژوند ورکړ او هغه ستر پرمختګ چې په دې وروستيو پېړيو کې انسان تر لاسه کړ، د همدې ستر جهاد له امله دی چې د انسانیت د ژغورلو لپاره ترسره شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې جهاد او مبارزې رهبر او لارښود وو.
په ۱۹۹۲ کال کې یو ځل بیا انګلستان ته ولاړ او د لندن د اکسفورډ د اسلامي مرکز په کلنۍ غونډه کې یې ګډون وکړ او بیا یې د لندن په اسلامي انستیتوت کې وینا وکړه په دې خطابه کې دغه مُبارک آیت یې تشریح کړ: «إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَ فَسادٌ كَبِير»؛ په دې مُبارک آيت کې خدای تعالی جل جلاله د هغه وخت مؤمنانو ته فرمايي: که تاسو د بشر د يووالي او ژغورونکې ډله نه ياست او د ايمان او عقیدې ځانګړتياوې ونلرئ، په ځمکه کې به سترې فتنې او لوى فساد رامنځ ته شي، په داسې حال کې چې دوی د ایران او روم امپراتورۍ په پرتله ډېر لږ وو؛  نو حقیقت روښانه کېږي چې قیمت ارزښت لري، نه قد؛ که څه هم دا شمېر لږ وو؛  خو د عقیدې او ایمان له نظره دوی په هغه لوړ مقام کې وو چې د نړۍ سیاست او لاره یې بدلولای شوای؛  بیا د اروپا او انګلستان مسلمانانو ته په خطاب کې وايي: که تاسو د اسلام د پیغام او د اسلام دعوت کوونکي نه یاست، هر ځای به فساد خپور شي او نړۍ به له فتنو ډکه شي او په پای کې د هغوی لپاره د علامه اقبال دغه شعر؛ خبره بیانوي:
ناموی ازل را تو امانی تو امینی
دارایی جهان را یساری تو یمینی
ای بنده خاکی تو زمانی تو زمینی
صهبای یقین درکش و از دیر ګمان خیز
از خواب ګران خواب ګران خواب ګران خیز از خواب ګران خیز
فریاد ز افرنګ و دلاویزی افرنګ
فریاد ز شیرینی و پرویزی افرنګ
عالم همه ویرانه ز چنګیزی افرنګ
معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز
از خواب ګران خواب ګران خواب ګران خیز از خواب ګران خیز
 د برما سفر:
 د ۱۹۶۰ کال په پیل کې مولانا «برما» ته لاړ او هلته یې د رنګون خلکو ته وویل: خدای تعالی جل جلاله مسلمانانو ته په دومره لوی ښار کې د مالي او دنیوي عزت له لحاظه ښه مقام ورکړی دی، چې دا د خوښۍ ځای دی؛ خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د اخلاقو او نیکو صفاتو په ډګر کې  اسلامي زده کړې او ارشادات ډېر کم ليدل کېږي؛  بيا يې دا آيت ولوست: «إِنِّي أَراكُمْ بِخَيْرٍ وَ إِنِّي أَخافُ عَلَيْكُمْ عَذابَ يَوْمٍ مُحِيطٍ»؛ له “برما” څخه د مولانا له راستنېدو څو ورځې وروسته، کمونستانو یو انقلاب رامنځته کړ او لوی مسلمان سوداګر له هېواده ووتل او وتښتېدل هغه مهال وو چې د مولانا خبرې او سپارښتنې ور په یاد شوې او د هغو تصدیق یې وکړ.
نور بیا…
Previous Articleد اسلامي تحقیق رواج او په اړه یې د اسلافو کړنلاره (دوهمه برخه)
Next Article اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (شپږ ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۶  )

شنبه _7 _نوومبر _2026AH 7-11-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD4 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵) امام …

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD9 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۶  )

شنبه _7 _نوومبر _2026AH 7-11-2026AD35 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۶  )…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۴)

شنبه _7 _نوومبر _2026AH 7-11-2026AD16 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۴) امام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۵)

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۷  )

سه شنبه _10 _نوومبر _2026AH 10-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.