Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فیمنیزم»فیمینیزم او د نارینه او ښځینه‌و اختلاط ته هڅونه (پنځلسمه برخه)
فیمنیزم سه شنبه _26 _مارچ _2024AH 26-3-2024AD

فیمینیزم او د نارینه او ښځینه‌و اختلاط ته هڅونه (پنځلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

ليکوال: ابوریان عزیزي

فیمینیزم او د نارینه او ښځینه‌و اختلاط ته هڅونه (پنځلسمه برخه)

فمینیسټان چې تل د اسلام ضد چلند لري، هڅه کوي چې د ټولنې په منځ کې د نارینه او ښځینه‌و تر منځ د اختلاط د زیانونو په پام کې نیولو څخه پرته، په ښایسته بڼه عادي وښيي.
په کومو ټولنو کې چې دا اختلاط موجود وي، د اخلاقو او آدابو له پولو تېر شوي وي او د اخلاقو نوکریزې  به په هغه ټولنه کې نور رنګ نه لري. په علمی مرکزونو کې د ځوانو هلکانو او نجونو اختلاط د دې زوال او انحطاط یو له سترو لاملونو څخه دی چې د دښمنانو د دسیسې له امله رامینځته شوی او په اسلامی هیوادونو او بهر کې د هغوی د نفوذیانو او ملاتړو له خوا ترسره شوی دی.
فکري جګړه له دې جګړې سره ملګرتيا کوي او د هلکانو او نجونو اختلاط ته لمن وهي او د دې لپاره دروغجنې نسخې خپروي او د دې لپاره چې اختلاط عادي وښيي، رواني، ټولنيز او تعليمي دلايل ورته وړاندې کوي. له بلې خوا جنسي غریضه او غوښتنه هم دې ته اړمنه وي او شین څراغ ورکوي، په ځانګړې توګه کله چې یو څوک د ځوانۍ په وخت کې وي؛ ځکه چې په دې عمر کې د انسان په وجود کې د شهوت اور تر بل هر وخت ژبغړانده وي. او که د داسې انسان وجود چې په شهواني وسايلو محاصره او پوښل شوی وي، له اسلامي علومو بې برخې وي او په وجود کې يې د ايمان هيڅ ژغورنکی هم نه وي؛ نو حالات به ډیر کړکېچن شي.
په علمي مرکزونو کې د هلکانو او نجونو د اختلاط له امله د خلکو په اخلاقو او آدابو کې بې شمېره بې حیايي راڅرګنده شوه او نوی نسل د اروپایانو د لیونۍ ژوند په بڼه وده وکړه او د نویو هغه چاپېریالونو چې د بې حیایۍ لاره هواره کړه، ناروا خواهشات يې خواږه او خوندور ښکاره کړل او داسې حالت ته ورسېدل چې نور يې عفت او پاکلمني ښه صفت نه ګڼل او حتی هغه کورنۍ چې اخلاقي بنسټونه لري او عفت پالي، هم بې ارزښته او متحجر ګڼل کېږي.
په دې توګه ډېری ځوان هلکان او نجونې په تړلو سترګو په لذتونو او خوندونو پسې ګرځي او خپل ټول بدني ځواک د حرامو خوندونو د لاسته راوړلو لپاره لګوي او خپل ټول فکري ځواک په دې لاره کې مصرفوي او په پای کې به خپل شریف انساني ارده هم په دې حیواني جبلت او غریضه لګوي.
د ځوانانو یوه ډله په داسې چاپېریال کې د ځای پر ځای کېدو له امله چې پردي او نامحرمه نارینه او ښځې سره ګډ ژوند کوي او د ګناه لاملونه چمتو کېږي او هر شی یې ګناه ته بلي، د فضیلت او انساني غریضې تر منځ واقع کېږي او له ذهني پلوه داسې پریشانه وي چې ګواکې په داسې ډګر کې واقع دي چې سخته جګړه روانه وي، طبیعي ده چې دا ډول ځوان چې د ګرمو وسلو په جګړه کې واقع وي، ډیر به لخ سختیو سره لاس او ګرېوان وي او طبیعي ده چې دا حالت به دښمنان ډیر خوشحاله کوي او زړونه یې یخوي.
دښمنانو په پرله پسې تجربو پوه شو چې په مختلفو وختونو او مناسبتونو کې د ښځو او نارینه‌و اختلاط د ټولنې د ناکامۍ لامل ګرځي او له سمې لارې څخه یې بې لارې کوي. او کومه ټولنه چې اخلاقي فضیلت په کي له منځه ولاړ شي، د مهاجمینو او یرغلګرو پر وړاندې خپل اصلي ځواک له لاسه ورکوي او نه شي کولای د وقار او افتخار لوړو څوکو ته ورسېږي او د پرمختګ او تمدن په ډګرونو کې له سيالۍ څخه به پاتي راشي. او که مسلمانان د خپل ایمان په ځواک دې مبارزې ته داخل شي، نو کولای شي په لنډه موده کې خپل د څو کلونو پسماندګۍ جبران کړي او که د تاریخ پاڼو وګرځو، نو د نړۍ له رهبرۍ څخه د مسلمانانو شاته کېدل، د شهوتونو په سمندر کې ډوبېدل او دنیاوي ارمانونو په لټه کې اوسېدل دي.
سپک مغزه خلک فکر کوي چې د دين له قیدونو او آسماني شریعتونو او اخلاقي فضیلتونو څخه خلاصون، د پرمختګ يوه لاره ده چې لويديځ او شرقي هېوادونه د همدې لارې په نيولو سره د پرمختګ او اختراع درجو ته رسېدلي دي؛ په داسې حال کې چې حقیقت بل څه دی. د لویدیځ او ختیځ حقیقي او واقبین پوهان له دې څخه ویره لري چې د دوی هیوادونو کومه لاره غوره کړې او ډاډه دي چې دوی به بالاخره کړکېچ سره مخ شي او د شخصي اخلاقو، اخلاقي فضیلتونو، حرمتونو او د ټولنیزو قوانینو اطاعت ته به د دوی په منځ کي هیڅ ځای نه وي او د هیچا محرمیت به نه ساتل کیږي.
دا منصف پوهان د بې حیایی خپریدل او د هلکانو او انجونو اختلاط یو خبرداری (اخطار) ګڼي چې د ټولنې د تخریب او ویجاړیدو لامل کیږي. دا ویروس (د نارینه او ښځینه‌و اختلاط) په کورني غونډو کې عام شوی او د کورنۍ غړي په بې احتیاطۍ سره اختلاط کوي، همدارنګه په عامه غونډو کې په خلاصو ځایونو او په بندو ځایونو، خصوصي غونډو او د ماتم په مراسمو او علمي غونډو کې په کلتوري، سپورتي او د لامبو حوضونو کې هم اختلاط سرایت کړی دی.
بده دا ده چې ښځې په دې نیم بربنډې یا د نیمه بربنډو په څېر مرکزونو کي له یو بل سره د نارینو د جنسي غریضو په راپارولو کې سیالي کوي چې له همدې امله ټولنه او خلک ورو ورو له دې حالت سره عادت کیږي او ګناه عمومي بڼه غوره کوي. ليدل شوي چې په ټولنيزو غونډو کې شراب په مېزونو اېښودل کېږي او په قمار او اسراف کې قمار سيالي عادي کارونه بلل کېږي او په دې غونډو کې ډېرې پيسې لګول کېږي او ښايي د همدغو بې ځايه اسرافونو له امله ډېرې کورنۍ له ماتې پاشلتیا سره مخ شوي دي.
د دې بې شرمه غونډو له امله غیرت او مېړانه تباه او له منځه تللې ده او د غوښتنو د تازه کولو، په لذتونو کې د ډوبېدو، د غلط نظریو او د ښکار لپاره دا ټول وسايل چمتو شوي دي. دا اختلاطات هغه فتنه ده چې د عامیدو په صورت کې به اسلامي امت د داخلي او خارجي بحرانونو په وړاندې د مقاومت توان له لاسه ورکړي.
هغه دښمنان چې له اسلام سره په جګړه بوخت دي هڅه کوي چې اسلامي ټولنې خطرناک چاپېریال ته واړوي او نوره هم د وروسته پاتې والي په دلدل کې ډوب کړي. په داسې حال کې چې مسلمانان په دې هڅه کې دي چې د ولسونو په منځ کې خپل له لاسه وتلی عزت او وقار او پخوانی مقام بیرته راژوندي کړي. په دې توګه د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې چې د ټولو مسلمانانو اصل او بنسټ دی، یوه ویجاړونکې او هر اړخیزه جګړه پیل شوه.
ادامه لری …
Previous Articleاستعمار (پنځلسمه برخه)
Next Article مرجئه (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۳)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۲)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.