لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)
د نوح عليه السلام د کیسې روزنیز درسونه (دوام)
(۷) د مور او پلار لپاره د رحمت او مغفرت دعا کول د نېکۍ له څرګندو بېلګو څخه دي
حضرت نوح علیه‌ السلام په ډېر ادب او عاجزۍ سره د الله تعالی حضور ته دعا وکړه، چې د هغه مور، پلار او ټول مومنان وبخښي. هغه وویل: “رَبِّ اغْفِرْ لِی وَلِوَالِدَی وَلِمَن دَخَلَ بَیتِی مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِینَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِینَ إِلَّا تَبَارًا”.[1]‏ ژباړه: «زما ربه! ماته بخښنه وکړې، مور او پلار ته مې، هغه چاته چې ايمان را وړونکی زما کور ته را ننوځي او مومنانو نارينه او ښځو ته او ظالمانو ته له تباهۍ پرته بل څه مه ور زياتوه.»
دا دعا د هر مومن لپاره یو دلیل دی چې خپل مور، پلار او خپلو مومنو وروڼو او خویندو ته پرله پسې دعا وکړي. په دې اړه ګڼ شمېر ایتونه او احادیث راغلي دي. خدای جل جلاله له مور او پلار سره د نېکۍ په اړه فرمايي: “وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّیانِی صَغِیرًا”[2] ژباړه: «ای زما ربه! پر دواړو داسې رحم وکړې، لکه زه يې چې وړوکی روزلی يم.»
د مور او پلار لپاره د دعا کولو د امر معنا
دا الهي بیان ډېر مهم ټکي په ځان رانغاړي، چې له هغې جملې څخه يې د لاندې برخو يادونه کوو:
(۱) قفال رحمه ‌الله په دې باور دی چې الله تعالی له مور او پلار سره د نېکۍ په ښوونه کې یوازې په وینا بسنه نه ده کړې، بلکې د عمل ښوونه یې هم ور زیاته کړې ده، یعنې زوی یا لور باید د خپلو والدینو لپاره په دې وینا سره: «رَبِّ ارْحَمْهُمَا» دعا وکړي، چې دلته د «رحمت» کلمه د دنیا او اخرت ټولې ښېګڼې رانغاړي. [3]
(۲) که اولادونه (هر څومره نېکي او احسان وکړي) د مور او پلار د حقونو په بشپړ ډول ادا کولو کې بې‌ وسه دي، خو په یوه ځانګړي حالت کې چې رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم فرمایلي دي: «زوی د خپل پلار حق نه شي پوره کولای، مګر دا چې هغه یې غلام ومومي، بيا يې واخلي او ازاد یې کړي»، نو الله جل جلاله اولادونو ته امر کړی دی چې دا بې‌ وسي د مور او پلار لپاره د رحمت په دعا کولو سره جبران کړي. هغه رحمت چې زوی یې له عاجزانه دعا کولو څخه پرته د الله تعالی په دربار کې خپلو والدینو ته نه شي رسولای.[4]
(۳) قرطبي رحمه الله وايي: د مور او پلار لپاره د رحمت دعا یوازې د مومن مور او پلار لپاره ده او د غیر مومنانو لپاره نه ده؛ ځکه قران کریم د مشرکانو لپاره د مغفرت غوښتنه، که څه هم له خپلوانو څخه وي، منع کړې ده، لکه څنګه چې په ايت شريف کې لولو:”مَا كَانَ لِلنَّبِی وَالَّذِینَ آمَنُوا أَن یسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِینَ وَلَوْ كَانُوا أُولِی قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَینَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِیمِ.”[5]
په دې اساس که د یوه مسلمان مور او پلار د اهل ذمه (غیر مسلمانان چې د اسلامي حکومت تر حمایت لاندې وي) وي، نو زوی یا لور باید له هغوی سره هماغسې چلند وکړي، چې خدای جل جلاله په دې ایت کې ويلي دي: “وَبِالْوَالِدَینِ إِحْسَانًا إِمَّا یبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِیمًا * وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ.”[6] د دوی لپاره د رحمت غوښتنه وروسته له دې چې په کفر کې مړه شي، لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، منع شوې ده. ځینو ویلي دي چې دلته له دعا څخه موخه د کافر مور او پلار لپاره د دنیوي رحمت دعا ده، تر هغه وخته پورې چې دوی ژوندي وي یا دا چې دا ایت چې ( په رحم کولو امر کوي) د هغه ایت په وسیله ځانګړی شوی دی چې د مشرکانو لپاره د استغفار غوښتنه منع کوي، نو دا رحمت یوازې په دنیا پورې اړه لري او د اخرت رحمت نه رانغاړي. په ځانګړي ډول ویل شوي چې د «وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّیانِی صَغِیرًا» ایت د سعد بن ابي وقاص په اړه را نازل شوی دی، کله چې هغه مسلمان شو، مور یې ځان پر سرو شګو وغورځاوه او هغه یې دې ته مجبوروه چې اسلام پرېږدي؛ سعد وویل: پرېږده چې مړه شي، نو دا ایت نازل شو. ځینو ویلي دي چې دا ایت یوازې د مسلمان مور او پلار لپاره د دعا کولو په اړه دی، خو صحیح خبره دا ده چې د دې ایت حکم عام دی.[7]
(۸) د نوح عليه السلام کیسه د هغو والدینو لپاره یوه بېلګه ده چې نېک اولاد نه لري
د حضرت نوح علیه ‌السلام او د هغه د کافر زوی کیسه، د هر هغه مور او پلار لپاره یوه لويه عبرتناکه ښوونه ده، چې نېک اولادونه نه لري یا ځینو یې د ایمان لاره نه ده نیولې او د یقین جامه یې نه ده اغوستې، بلکې په زیان کې راګیر دي او له هدایت څخه یې مخ اړولي دی او د ګمراهۍ او فساد په څپو کې ډوب شوي دي.
(الف) له کفر سره د خپلوۍ د اړیکو پرې کول
په داسې حالت کې نه د خپلوۍ اړیکه دوی ته ګټه رسوي او نه د شفاعت‌ کوونکو شفاعت. له دې امله د قران کریم حکیمانه شریعت تر قیامت پورې حکم کړی دی چې کفر نسبي اړیکې له منځه وړي. د دغو کافرانو لپاره نه له مومنو خپلوانو څخه کوم واجب ملاتړ شته او نه نفقه او میراث. د دغو جزییاتو او بشپړونو په اړه د علم څښتانان ښه پوهه لري . په اخرت کې به هم د الله تعالی له رحمت څخه لرې والی او هلاکت د ظالمانو برخه وي.[8]
(ب) د خپلوۍ له اړیکو څخه دینې اړیکې ژورې دي
د «إِنَّهُ عَملٌ غَیرُ صَالِح»[9] ایت په اړه زمخشري په خپل تفسیر کې وايي: دا ایت د دې بېلګه ده چې د نوح علیه‌ السلام زوی د هغه له کورنۍ څخه نه دی. په دې ایت کې دا پیغام پروت دی چې دینې اړیکې د خپلوۍ له اړیکو څخه غوره دي او پر هغې سیوری غوړوي، یعنې:
(۱) ستاسو خپلوان (په رښتینې معنا کې) په دین او عقیده کې هغه څوک دي، چې له تاسو سره ډېر نږدې او صمیمي وي، که هغه حبشي وي او تاسو قریشي. هغه ستاسو تر ټولو نږدې کس او ځانګړی ملګری دی.
(۲) هغه څوک چې ستاسو په دین نه وي، ان که ستاسو له تر ټولو نږدې خپلوانو څخه هم وي، له تاسو څخه تر ټولو لرې کس دی.
دا چې د نوح علیه ‌السلام زوی د « غیر صالح عمل»په نوم یاد شوی، د هغه د غندنې د زیاتولو لپاره و. دا کار ښيي چې الله تعالی د نوح د کورنۍ هغه کسان وژغورل چې صالح وو، نه د دې لپاره چې د هغه کورنۍ او خپلوان وو او دا چې د ده دا زوی صالح نه و او له نېکۍ  څخه خالي و، د نوح پلرنۍ اړیکې هم هېڅ ګټه ورته ونه کړه.[10]
د حضرت نوح عليه السلام او د هغه د کورنۍ د کیسې پایلې په لاندې ډول بيانولی شوو:
(1) په سخت ازمایښت کې ژمنتیا: د نوح علیه ‌السلام کیسه څرګندوي چې د ایمان او الله تعالی د حکم لپاره ژمنتیا، ان په تر ټولو سختو شرایطو او د خلکو د انکار په منځ کې، د الهي بریا لامل کېږي.
(2) د سرغړونې پایلې: د نوح علیه ‌السلام د نافرمانه زوی (کنعان) برخلیک چې په توپان کې ډوب شو، یوه تل‌ پاتې خبرتیا ده چې د الله تعالی له اولیاوو سره خپلوي، له ایمان او اطاعت پرته، هېڅ ګټه نه لري.
(3) د صبر ‌کوونکو ملګرو ژغورل: په کښتۍ کې د نوح علیه ‌السلام د کورنۍ او حیواناتو ژغورل، د الله تعالی د رحمت نښه ده، د هغو مومنانو او صابرو بندګانو لپاره چې د حق په لاره کې ټینګ پاتې کېږي.
(4) فردي مسؤولیت: دا کیسه په دې ټینګار کوي چې هر انسان د خپلو ټاکنو مسؤول دی او هېڅوک د بل د ګناه بار پر اوږو نه وړي.
دوام لري…

 

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1] . نوح: 28.

[2] . الاسراء: 24.

[3] . محمد بن عمر بن حسین، الفخر الرازی، مفاتیح الغیب «التفسیر الکبیر»، ج5، ص135.

[4] . مسلم بن الحجاج، النیسابوری،  صحيح مسلم، شماره حدیث 3778.

[5] . سورۀ توبه، آیه ۱۱۳.

[6] . سورۀ اسراء، آیات ۲۳-۲۴.

[7] . محمد بن احمد الأنصاری، القرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ج10، ص160.

[8] . فاروق، حماده، آباء وأبناء ملامح تربویه فی القرآن الکریم، ص22.

[9] . سورۀ هود: ۴۶.

[10] . جارالله محمود، الزمخشری، الکشاف عن حقائق التنزیل وعیون الأقاویل فی وجوه التأویل، بیروت: دار المعرفه، 1423ق، ج2، ص273.

Leave A Reply

Exit mobile version