لیکوال: ابو عائشه

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سریزه
د دې لپاره چې له معاد څخه منکر او هغه کسان چې د دوی لارويان دي، پر عقلي دلايلو تکيه کوي او له دې مهمې مسالې څخه د خپل عقل له مخې انکار کوي، نو اړينه ده چې د قرآن کريم له ايتونو، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له احاديثو او د علماوو له اقوالو څخه وروسته په دې برخه کې هغو عقلي دلايلو ته هم سر ورښکاره کړو چې د هر سليم عقل لرونکي لپاره ښکاره دي او هېڅوک پکې شک او ترديد نه لري، چې له همدې لارې له مرګ وروسته د بيا را ژوندي کېدو مسالې ته ورسېږو او عقل پالونکو ته روښانه شي، هغه څه چې موږ يې ثابتول غواړو د عقل له لارې هم درک کېدای شي. نو که غواړئ حقیقت ته ورسېږئ، لازمه ده چې له عقل او فکر څخه کار واخلئ او دې حساسې موضوع ته متوجه شئ.
سالم عقل او پاک فطرت معاد درک کوي
الله تعالی انسان پیدا کړی او عقل یې ورکړی دی، چې د عقل په وسیله حق له باطل او خیر له شر څخه بېلولی شي. له دې امله چې انسان د تشخیص وړتیا او د دې ځواک لري چې هر څه وغواړي انتخاب کړي؛ الهي حکمت دا غوښتنه کوي چې انسان د هغه څه په کارولو مکلف شي چې د هغه لپاره خیر، نېکي او حق دي او له هر هغه څه څخه چې باطل او ناحق دي منع شي. ښکاره خبره ده چې هڅونه، وېرول او تشویق له جزا او بدلې سره تړلي دي، دا چارې په دې دنیا کې ډېرې کمې او نادرې عملي کېږي او په هېڅ صورت په بشپړه توګه نه عملي کېږي. الهي حکمت دا ایجابوي چې په اخرت کې یو بل کور (سرا) وي چې انسان پکې په بشپړ ډول خپل حق ترلاسه کړي، که نه نو الهي عدالت او حکمت تر پوښتنې لاندې راځي او همدارنګه د الله تعالی وعدې او ګواښونه نه عملي کېږي، حال دا چې الله تعالی له داسې څه څخه پاک او سپېڅلی دی.[۱]
که څه هم معاد په دین کې د وحې له لارې ثابتېږي، خو باید هېره نه کړو چې د انسان سالم عقل او پاک فطرت یې هم تاییدوي؛ ځکه عقل د خلقت په نظام، الهي عدالت، د خلقت په هدفمندۍ او نورو چارو کې د تفکر له لارې په ښکاره توګه دې پایلې ته رسېږي چې مرګ د انسان د کار پای نه دی، بلکې د دې نړۍ له پرېښودو سره د انسان اصلي کور ورته څرګندېږي او هلته د خپلو ټولو نېکیو او یا بدیو بدله ویني. دلته هڅه کوو چې د معاد د اثبات لپاره ځینې تر ټولو مهم عقلي دلایل بیان کړو:
(۱) د الهي عدالت دليل
معاد د الهي عدالت اړتیا ده او عدالت د رب العالمین له صفاتو څخه دی. الله تعالی عادل دی او هېڅکله نېک عمله او بدکاران سره نه برابروي؛ له همدې امله الله تعالی وعده کړې ده چې هر انسان ته به د هغه د استحقاق مطابق بدله ورکوي او د هېچا حق به نه ضایع کوي. د دنیا ژوند داسې دی چې د دې وعدو بشپړ عملي کېدل پکې ممکن نه دی؛ ځکه په دې نړۍ کې ټول انسانان د خپلو ټولو اعمالو پوره بدله یا سزا نه ترلاسه کوي. ځینې جرمونه دومره لوی وي چې په دې دنیا کې مناسبه جزا ورته نه شي ټاکل کېدای او بله دا چې دا نړۍ انسانانو ته د بشپړې بدلې ورکولو وړتیا نه لري. که بله داسې نړۍ شتون ونه لري چې ظالم ته واقعي سزا پکې ورکړل شي او د مظلوم حق ترې واخیستل شي، نو د الله تعالی پر عادلانه نظام (نعوذ بالله) نیوکه کېږي.
د الهي عدالت له لارې د معاد د اړتیا د بیان لپاره لومړی اړینه ده چې په دې اړه د قرآن کریم ځینې آیتونه را واخلو او وروسته به یې استدلالي تشریح وړاندې کړو:
الله جل جلاله فرمایي: “أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ.”[۲] ژباړه: «ايا موږ به هغه كسان چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، په ځمكه كې د فساد كوونكو غوندې وګرځوو يا به متقيان د بد كارو په شان!؟»
الله تعالی په نورو ایتونو کې فرمایي: “وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَلَا الْمُسِيءُ قَلِيلًا مَا تَتَذَكَّرُونَ إِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ لَا رَيْبَ فِيهَا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ.”[۳] ژباړه: «او نه دی برابر ړوند او ليدونكى او (نه دي برابر) هغه کسان چې ايمان یې راوړى او نېک عملونه یې کړي، له بد كاره (سره)، ډېر لږ دي په تاسو کې هغه چې پند اخلي، بېشكه قيامت خامخا راتلونكى دى، شک نشته پكې، خو ډېر خلک ايمان نه راوړي.»
همدارنګه رب العالمین په نورو ایتونو کې فرمایي: “أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ وَخَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ.”[۴] ژباړه: «ايا چا چې بدۍ كړې دي هغوى دا ګومان كوي چې موږ به يې هغسې كړو لكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي؟ (او) د هغوى ژوند او مرګ به سره يوشان وي؟ بده پرېكړه كوي او الله اسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړي دي او د دې لپاره هم چې هر كس ته د خپلو كړو وړو بدله وركړل شي او ظلم به پرې نه كيږي.»
الله تعالی فرمایي: “أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ.”[۵] ژباړه: «نو ايا موږ به مسلمانان د مجرمانو په څېر كړو، څه درباندې شوي؟ دا څنګه پرېکړه كوئ؟»
د عقلي او نقلي دلایلو له مخې دا خبره ثابته شوې ده چې الله تعالی عادل دی او هېڅکله ظلم نه کوي، لکه څنګه چې فرمایي: “وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا.”[۶] ژباړه: «او ستا رب په هېچا ظلم نه كوي.»
که چېرې بله نړۍ شتون ونه لري، نو دا خبره به له الهي عدالت سره په ټکر کې وي؛ ځکه دا نړۍ د بدلې او سزا د بشپړ عملي کېدو وړتیا نه لري. له بلې خوا الهي عدالت غوښتنه کوي چې د صالحانو او فاسقانو ترمنځ توپیر موجود وي او هر یو د خپلو ښو او بدو کړنو پایله وويني. له همدې امله اړینه ده چې الله تعالی تر مرګ وروسته په بله نړۍ کې ټول انسانان را ژوندي کړي او هغوی ته د هغوی د اعمالو مطابق بدله یا سزا ورکړي.
د پورته ایتونو پر بنسټ د قرآني لیدلوري له مخې د الله تعالی صالح او مومن بندګان هېڅکله له مجرمو او ګناه کوونکو سره یوشان او برابر نه دي، بلکې بېشکه لومړۍ ډله پر دویمې ډلې غوره والی لري او له لوړو مقامونو او غوره نعمتونو څخه برخمنه ده.
اوس دا پوښتنه را پيدا کېږي چې دا مقامونه او برتري په کوم ځای کې تحقق مومي؟ ایا په همدې نړۍ کې که په بلې نړۍ کې؟ که د دې نړۍ حالت ته په دقت سره وګورو، نو په ښکاره توګه وینو چې د ارامۍ، سوکالۍ او د الهي نعمتونو د ګټې اخیستنې له پلوه په دې نړۍ کې نه یوازې کافران او فاجر کسان د مسلمانانو او مومنانو په پرتله په ټیټه درجه کې نه دي، بلکې ډېر وخت د هغوی حالت له مسلمانانو سره برابر او یا تر هغوی غوره وي. ان په ډېرو چارو کې پر مسلمانانو بشپړه برلاسي او تسلط لري او ګټه ترې اخلي.
له همدې امله څرګنده ده چې دا نړۍ هېڅکله د قرآني وعدو د بشپړ عملي کېدو ځای نه شي کېدای، نو حتمي ده چې له دې نړۍ وروسته بله نړۍ شتون ولري او په هغه عالم کې به د الله تعالی وعدې عملي کېږي، مومنانو ته به نېکه بدله او فاسقانو او فاجرانو ته به واقعي سزا ورکول کېږي.
ادامه لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱] الذیب، نجاة بنت موسی، العقل مکانته ودلالته الشرعیة علی الأصول الاعتقادیة، د سعودي عربستان پاچاهي – ریاض، بې‌تا، مخ ۴۸.

[۲] سوره ص، آیت ۲۸

[۳] سوره غافر، آیتونه ۵۸–۵۹

[۴] سوره جاثیه، آیتونه ۲۱–۲۲

[۵] سوره قلم، آیتونه ۳۵–۳۶

[۶] سوره کهف، آیت ۴۹

[۷] مکي، ډاکټر مجد، مجموعه‌ای کامل از عقاید اهل سنت، ژباړه: فیض محمد بلوچ، ۱۳۹۴ هـ.ش، ج ۲، مخ ۶۶۱

[۸] هماغه اثر، ج ۲، مخ ۶۶۰

Leave A Reply

Exit mobile version